شعري ټولگه
او د هادي د شعر ښکلا
اخ چې لږ خو رانږدې وای، اخ چې لنډې فاصلې وای
د هـــادي د ژونــد امیده، لــه خـوبـونـو نـه ښایـسته یې
د سمــنـــدر پــر غــاړه ډوبــه، ډوبــه ساه وباسم
له هــر نفس نــه مې نــاځــوانــه یــاره تـا وباسم
پوهیږم هیڅ به راته پاتې نه وي، خاورې به وي
کــه له شعـرونو نه مې ستا د عشق ښکلا وباسم
دومره آسانه به هم نه وي چې دې هـیـره کـړمه
د ستـنې سپـم نــه بــه څـلـور کـونجه دنیا وباسم
(اخ! چې لنډې فاصلې وای، ص ۲۳۳)
له هغه وخته چې زه عبدالهادي هادي پیژنم، دی مخامخ، په منډه اوبیړه نه دی هادی شوی، دی له ډیرو ستونزو او محکونو را تیر او په ډیرو غاښیو او پیچومو ختلی او له ستړو مزلونو نه وروسته اوسنی هادی ور نه جوړ دی.
که مې د حافظې چیپ په سمه توگه یاري راسره وکړي، ما هادي لومړی ځل په نوي ښار کې د قبایلو د نشراتو ریاست په انگړ کې په یوه مشاعره کې ولید. مشاعره ښه په درز کې روانه وه، چې ناڅاپه ځینو ځوانانو شور بگت جوړ کړ چې یو په کې همدا عبدالهادي هادي و.
کیسه داسې وه چې کوم چا خپل شعر په لوړ غږ سره اوراوه او هغه مبارک؟ په قافیه کې له شلغم، چم، تم، کم، او… سره، لرې مو له مخې د «بلغم» توری همقافیه کړی و. ښاغلي شاعر کله د «بلغم» بیت ولوست، ناڅاپه څو خوانانو د طنز په ډول غږ کړل چې:
دا بیا ووایه!
هغه هم په تکرار سره، بیا و وایه.
یو تن له څوکۍ جگ شو او په یوازې تن یې په لوړ آواز ورغږ کړ:
دا بیا ووایه!
دا غږ کونکی عبدالهادي هادي و.
همدلته له هادي سره معرفي شوم او وروسته له هغه مو د لیکوالو په ټولنه، ځینو سیمینارونو او ادبي غونډو کې سره لیدل.
بیا نو گوره وخت او حالات. سور باد تند شو، بیا شین باد پسې راوالوت، دا باد دومره تند او مرگونی و چې سونامي یې بچی هم نه و. ډیر خلک یې سټ کړل، ډیرو ورنه یو سر دوه غوږونه وایستل، چې په دې وتلو کې زه او دی هم وو، خو ما پهپـيـښور کې د خپلې لنډې دمې په موده کې دی و نه لید.
د ۲۰۰۷ کال په اوړي کې، وروسته له اوږدې مودې بیا خدای د کابل او کابل میشتو یارانو زیارت راباندې ولورواوه. دا وخت هادي په مخابراتو وزارت کې کومه دنده لرله.
زه به په بیکاره وختونو کې د کابل په کوڅو او واټونو کې گرزیدم. یوه ورځ په پل باغ عمومي کې د مخابراتو وزارت له اړخه تیریدم چې هادي گل را یاد شو. ما ویل راځه یو خو به یې وگورم او بل به د خپلو اخیستو کتابونو د لیږلو چل هم راوښيي. په لومړي منزل کې مې د مالوماتو له غرفې نه د ده د دفتر پوښتنه وکړه، یوه ډیره ښکلې او با ادبه جلۍ ناسته وه، ما ته یې کړل چې:
«از خارج آمدي؟»
ما ویل هو.
پته یې را وښوده او د وروستۍ جملې په پای کې وویل چې:
«خو…»
ما ورته وویل چې خو هم په کې شته؟
هغې په ډیره مهربانه لهجه راته وویل:
«میشه که امروز وخت نه داشته باشه!»
زه وروختم، پته مې پیدا کړه، د دفتر د دروازې په مخ کې یو کاکا ناست و. په ډیر درناوي مې ورته وویل چې عبدالهادي هادي مې په کار دی. کاکا راته کړل چې:
«بیادر کدام وخت دگه بیا، او آلې همرای وزیر صاحب ده مجلس شیشته.»
ما په ډیر عُجز ور ته وویل چې زه بل وخت نه شم کولای چې راشم، که کیدای شي یو وار یې خبر کړه چې په دغه نامه یو څوک راغلی دی. سړي بیا څه استدلال پیل کړ، ما چې خبره ورغبرگه کړه، هغه راته وویل:
«… او بیادر امیجه هرکس که ده پرسان ریٔس صاحب میایه، میگه که سبا مه آمده نمیتانم، بیا، بیادر مه اتاقه نشانت میتم، خودت صدایش کو، تو میفامي کارت!»
ما ویل درځه!
یو که دوه پوړه یې نور هم پاس وخیځولم، له څو متره لرې یې دروازه راوښوده چې هلته ناست دی، ورشه. ما دروازه وټکوله او ورو مې نیمکښه ور خلاصه کړه. که کتل مې چې هادي مبارک مخامخ ناست او پر ما یې سترگې ولگیدې او له لیدلو سره سم یې وویل:
او، اې، استاده ته یې!
او راجگ شو را ووت، له ستړي مه شي وروسته یې کاکا ته وویل چې دفتر ته لاړ شئ زه څو دقیقې وروسته درځم.
هادي راغي څو ساعته کیناستو او لکه د چا خبره د دنیا څلور کونجونه مو را گز و پل کړل او په پای کې ما ورته وویل:
هادي گله که کولای شې، د همدې وزارت له امکاناتو نه په قانوني توگه استفاده وکړه او کومې خوا ته د علم په درویزه پسې ووزه، نه دا چوکۍ پاتې کیږي او نه هم ستا دا څو دندې. له هماغې ورځې نه مې بیا هادي تر نن پورې نه دی لیدلی.
خپله یوه بله شعري ټولگه یې هم د چا په لاس راته رالیږلې وه چې اوس نوم رانه هیر دی.
او اوس دا دی:
« اخ! چې لنډې فاصلې وای»
نن د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ شپږویشتمه نیټه ده چې د ده « اخ! چې لنډې فاصلې وای» شعري ټولگه را ته را ورسید. کله مې چې کشري زوی پاکت په لاس کې راکړ، پاکټ دومره سوړ و لکه دیخ ټوټه خکه چې له څو ورځو راپه دیخوا پر اروپا باندېد سایبیریا سړې څپې را خپرې شوې دي، په همدې دلیل اوس په ډنمارک کې زما د اوسیدو په کلي کې منفي شپږ ښودل کیږي.
پاکت مې خلاص کړ کتاب مې راویست، لکه د چا خبره کتاب خبرې راسره پیل کړې او را نه یې پوښتنه وکړه چې:
ــ انډیواله ته څوک یې؟
ــ زه چیرې یم؟
ــ دا کوم ځای دی؟
ــ ډیر ساړه مې کیږي، لږ مې درخوندي کړه او…
ما هم پر کوچ باندې خپل څنگ ته کیښود او ورته ومې ویل:
ــ په خیر راغلې، راځه کینه تود به شې!
هادي تر اوسه پورې د شعرونو پنځه ټولگې د خپلو شعرونومینه والو ته وړاندې کړیدي چې وروستۍ یې «اخ! چې لنډې فاصلې وای» نومیږي. هادي که کوم وخت خپله اوتو بیوگرافي ولیکي، ښایي اوږده به وي، خو په ۲۰۱۵ کال یې یو وار په میډیاکې یوه لنډه بیوگرافي راغلې وه چې زه یې دلته ځینې اړینې برخې له تاسو درنو لوستونکو سره شریکوم:
«ښاغلې عبدالهادي هادي د محمد حیدر زوی دی. دی د سمنګان ولایت د ایبکو په ښار کې په یوه متدینه کورنۍ کې نړۍ ته راغلی دی.
عبدالهادي هادي خپلې زده کړې د ایبکو له ابتدایه مرکز نه پیل کړې چې وروسته یې خپلې منځنۍ زده کړې د کابل د خوشال خان په لېسه کې تر یوڅه مودې پرمخ بوتلې، خو وروسته رحمان بابا لېسې ته ولاړ او له همدې لېسې نه یې دولسم ټولګي نه د فراغت سند ترلاسه کړ. خپلې لوړې زده کړې یې دکابل پوهنتون په ادبیاتو پوهنځي کې تر سره کړې.
لومړنۍ دنده یې د افغانستان د لیکوالو اتحادیې نه پیل کړه، په افغانستان کې د روانې غمیزې له نوي پړاو سره سم، د کابل د بې کوره شویو کډوالو له یوه لوی بهیر سره په نویمو زیږدیزو یا اویایمو لیږدیزو کلونو کې پیښور ته لیږدیدلی دی، هلته یې د کډوالۍ په مهال دولس کاله د افغانستان لپاره د بي بي سي راډیو په تعلیمي خپرونو کې د خبریال، لیکوال او پروډیوسر په توګه دننه په افغانستان او پاکستان کې کار کړی دی. د طالبانو تر نسکوریدو وروسته یې له بي بي سي سره د کار تر څنګ د آلمان د میدیوتیک موسسې په ملاتړ د ورېښم په نوم پښتو ادبیاتو ته لومړنۍ ځانګړې شوې مجلې مسول مدیریت په غاړه واخیست او تر هغو یې مسول مدیر و چې څو د مادي ستونزو له امله د یادې مجلې چاپ ټکنی شو. تر دوه زره درییم لمریز کال وروسته نوموړې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژي وزارت کې د اسنادواو اړیکتیایي چارو د ریس، اداري ريس او همدا راز د دفتر د ریس او د وزارت د ویاند په توګه خپلې دندې ترسره کړې دي چې د دفتر د ریاست او د وزارت د ویندویي تر څنګ یې له ډیرو کلونو وروسته یو ځل بیا د مخابراتو د وزارت نشراتي برخه فعاله کړه، د دغه وزارت مجله(برید) یې چې نږدې دیرش کاله خپره شوې نه وه، د (اړیکه)په نوم بیا پیل کړه او پنځه کاله یې له نورو مسولیتونو سره سره د یادې مجلې د مسول مدیر په حیث هم کار وکړ. دی پر (۲۰۰۹) کال د آسترلیا هیواد ته ولیږدید او په (سیدني) ښار کې میشت شو.اوس مهال په سیدنی کې د شمله په نوم د یوې راډیو مشر دی.
خپاره شوي اثار:
د عبدالهادي هادي څلور شعري ټولګې تر دې دمه خپرې شوې دي:
۱ـ ګل د شپې پر څڼو، ۱۳۶۹ لمریز لیږدیز کال، د لیکوالو ټولنه،
۲ـ د اورونو پر تنابونو،۱۳۷۰ لمریز لیږدیز کال، د اطلاعاتو او کلتور وزارت،
۳ـ مات غمي،
۴ـ ستا به باور نه راځي،د خوشحال فرهنګي ټولنه،
ناچاپ اثار:
۱ـ د لنډو کیسو دوې ټولګې،
۲ درې شعري ټولګې،
چې د غه اثار به یې په لنډه موده کې چاپ شي .
پر دې سربیره د ښاغلي هادي یو شمیر شعرونه چې د هیواد نوموتې دیکلماتورې میرمن سهیلا حسرت نظیمي وخت نا وخت دیکلمه کړیدي، د غږیزې مجموعې په توګه سي ډي شوي چې د تکثیر چارې یې د بشپړیدو په حال کې دي.
او اوس د «اخ! چې لنډې فاصلې وای» شعري ټولگه:
په دې ټولگه ګې د ښاغلي هادي له شعرونو نه مخکې د دغو شاعرانو او لیکوالو خبرې راوړل شوې دي:
ــ یوه یادونه، د ښاغلي پروفیسر ډاکتر عبدالخالق رشید په قلم،
ــ د غزل د ښکلا انقلاب، د علم گل سحر لیکنه،
ــ دا شعري ټولگه او یو څو لنډې خبرې، د عارف خزان په قلم،
ــ د هادي «اخ» و دردولم، د ښاغلي گل رحمان رحماني لیکنه،
او یوه هم د «یادونه او مننه» تر سر لیک لاندې د هادي صاحب لنډې خبرې رغلي دي.
ورپسې د ښاغلي هادي یوسل او پنځه ویشت (۱۲۵) ټوټې شعرونه راوړل شوي دي او په پای کې د کتاب د سپانسور ښاغلي قاضي انور خان منگل نه مننه شوې چې د کتاب د چاپولو لگښت ته یې اوږه ورکړې ده.
د ټولگې په پای کې یو شمیر شعرونه پرته له پتې او نیټې راوړل شوي دي چې زه یې په دلیل پوه نه شوم. د ټولگې له نهه اتیایم (۸۹ ام) مخ نه بیا تر یوسلو څلورم (۱۰۴ ام) مخ پورې ټول مخونه سر چپه دي، یعنې پاڼې سرچپه صحافي شوې دي، چې د چاپ د مسؤلینو او خپرندویې ټولنې به ورپام شوی وي که نه؟
ښايی زما له دې مقالې نه مخکې نورو قلموالو هم پر دې ټولگه او د هادي پر شاعرۍ تبصرې او مقالې لیکلې وي او ښایی په خینو ځایونو کې د مخکاته یا نقد محفلونه هم ورته نیول شوي و، چې د اوس له پاره زه پرې خبر نه یم یوازې مې یو رپوټ چیرې له نظره تیر شوی و چې په سیدني کې«اخ! چې لنډې فاصلې وای» شعري ټولگې ته د مخ کاتهمحفل نیول شوی و.
د «اخ! چې لنډې فاصلې وای» شعري ټولگه مې په دریو ورځو کې ښه په خوند ولوستله او په هغو ځایونو کې وگرځیدم چې د ښاغلي هادي شعري ارواح په کې ګرځیده او شعرونه یې په کې ویل، له ښکلو انځورونو نه مې یې خوندواخیست او ځینو ترکیبونو ته لا حیران پاتې کیدلم چې هادي څنگه توانیدلی دی چې داسې توري وپـيي او داسې یې څنگ په څنگ سره کیږدي چې د ده د فکر د لیږدولو له پاره تر ټولو ښه وسیله او ښه لوښی کیدای شي، کلیوالي اصطلاحات لکه «رجړومه» داسې کارول شوي لکه هادي چې هیڅ له کلي، کور او غره کمره لرې تللی نه وي.
کله مې چې د ټولگې لوستل پای ته ورسول، په خپله فیسبوکپاڼه کې مې د ټولگې د لومړي مخ له عکس سره دا څو جملې ولیکلې:
«گران دوست او ښه شاعر عبدالهادي هادي د خپلو شعرونو پنځمه ټولگه (اخ! چې لنډې فاصلې وای)، د شاعرانه مینې له مخې راباندې لورولې ده. ټولگې له تودوخې نه د سړو په لوري اوږدې لارې لنډې کړې او د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ په شپږویشتمه یې ځان تر ما پورې را ورساوه.
له گران هادي نه مننه،
له تخلیقاتو نه یې مننه،
او پر ما باندې یې له پیرزوینې نه مننه،
هادي د شعرونو په دې ټولگه کې ډیر زلمی ښکاري، تل دې تاند او زلمی وي، د شعر چینه یې رڼه او له ښکلاوو ډکه غواړم.»
د هادي په دې ټولگه (اخ! چې لنډې فاصلې وای) کې ډیرو شعري ترکیبونو او انځورونو سترگکونه راته ووهل، راسره وغږیدل او د زړه خواله یې راسره وکړه. ما د هادي د دې ټولگې د شعرونو ځینې هغه ترکیبونه او انځورونهچې زما له پاره نوي وو او یامې خوښ شول یادداشت کړل، څو بیلگې یې دا دي:
ــ د اژدها زامه، (۲ام مخ)
ــ د دیو چنگ، (۲ام مخ)
ــ د قساوت اور، (۳ام مخ)
ــ د ښامارانو مراد، (۴ام مخ)
ــ د خبرو تږی، (۲۴ام مخ)
ــ د اوبو زمزمه، (۲۵ ام مخ)
ــ تریېلي توري، (۲۸ ام مخ)
ــ د پسرلو قتلیدل، (۳۳ ام مخ)
ــ د طبیعت ترنم، (۴۱ ام مخ)
ــ د تودې ډوډۍ وږم، (۴۱ ام مخ)
ــ بلاربې وریځې، (۵۴ ام مخ)
ــ د تورو پچو حاصل، (۵۵ ام مخ)
ــ د خاورو عطر، (۵۹ ام مخ)
ــ د شونډو قند، (۸۱ ام مخ)
ــ د ستړي خوب، (۱۱۵ ام مخ)
ــ د وخت قتلول، (۱۲۰ ام مخ)
ــ د غره ژبه، (۱۲۴ ام مخ)
ــ شنه خوبونه، (۱۲۴ ام مخ)
ــ رڼا په لپو ویشل، (۱۶۸ ام مخ)
ــ د نفرت لمبې، (۱۷۳ ام مخ)
ــ جل وهلې زمانه، (۱۸۹ ام مخ)
ــ د تورو ریاضت، (۱۴۶ ام مخ)
سره له دې چې استاد پوهاند ډوکتور مجاور احمد زیار، د یوېمقالې (ازاد + سپين (گډوله شعر) د قافيې پر باستيل يو ټکنی گوزار!) په ترڅ کې په پښتو شاعرۍ کې د قافیې ګلیم ټول شوی اعلان کړ، خو هادي په خپله پنځمه شعري ټولگه کې د قافیې مانۍ هسکې کړیدي؛ ان تر دې چې د غبرگو قافیو (ذوالقافیتین) د غزل بیلګه یې هم وړاندې کړیده. دا یې څو بیتونونه دي:
ستــا د ستـرگــو له تـاوانه وتـل گـران دي
لـمـر تـه مـخـامخ، جانانـهکـتـل گـران دي
توره خاوره یم تر پښو لاندې مې ځای دی
او تـه ستوری، تر آسمانهخـتـل گـران دي
هادي سل ځلې، په ورځ کې درنه ځار شي
تا تـه یو ځلې، تش گرانه! ویــل گـران دي
(اخ! چې لنډې فاصلې وای، ۱۱۰ ــ ۱۱۱مخونه)
د هادي بیوگرافي وایي چې دی په ۱۹۷۲ کې زیږیدلی دی، یعنې اوس پنځه څلویښت (۴۵) کلن دی، خو په «اخ! چې لنډې فاصلې وای» شعري ټولگه کې د راغلو غزلونو ټول توري شهادت ورکوي چې هادي یو مست شل کلن زلمی دی او تل داسې رندانه او عاشقانه خبرې کوي چې مینې ته هم اړم وي او غره ته هم اوږه ورکوي. په همدې مستۍ کې یې داسې هم کړي دي چې خیام د ځان شاگرد گڼي، داسې شاگرد چې په مستۍ او شاعرۍ کې یې ده ته گوړه ایښې ده:
یاد دې شي خیام چې راته مخکې گوړه ایښې وه
ټـول نیشه، نیشه وم، مـیخانه زما په لاس کې وه
(اخ چې لنډې فاصلې وای، ۱۰۴ ام مخ)
دغه راز په یو بل ځای کې وايي:
دا ځـینې ظاهربین چې زموږ زړونه لیـدای نه شي
ویـښتو کې مو لگیا وي او سپـیـن تار راته راښيي
(اخ! چې لنډې فاصلې وای، ۱۳۵ ام مخ)
د دې خبرې یادول اړین گڼم چې هادي په سیاست او ټولنیزو چارو کې هم فعاله دی او ډیر ځلې یې د سیاسي، مدني او ټولنیزو چارو نظریاتو او هڅو ملي رنگ لرلی دی.یو نیم سیاسی لنډ مطلب چې لیکي، هغه هم په سیاسي طنز ډوله تورو داسې لیکي چې: «… در مغز استخوان به خدا کار میکند»
کله چې کابل یادوي:
سور لکــه د لال په خپـلو ویـنـو ابــاد پـاتې یې
ځکـــه د دنـیـا د ښـامـارانـــو مــراد پـــاتـې یې
څوک دې په دنیا کې د زخمونو د ټکور نه شته
څـنـگه چې فــریاد وې، لا هغسې فریاد پاتې یې
(اخ! چې لنډې فاصلې وای،۴ ام مخ)
په «څه وخت راځې؟» نومي شعر کې د خپل وطن د، ښار، کلي او مالت پوښتنه داسې کوي:
«…لا هم د خلکو،
د کورونو،عزتونو او شرمونو واک له غلو سره دی؟
لا هم د سیمې او وطن ،
هغه بدنامې څیرې،
پر ځپل شوي ،رټل شوي ، لوټل شوي اولس واک چلوي؟»
(اخ! چې لنډې فاصلې وای، ۵۸ ام مخ)
دا هم د عبدالهادي هادي د کلامڅوبیلگې:
خراب یمه ملګرو! سخت خــراب یـمـه ،خراب یم
په ژوند یاره په مړو خلکو حساب یـمه ،خراب یم
د چا د خـوږو سترګو، مړه کاته مې ژوندی ساتي
والله ګـنې له ژونــده پــه عــذاب یــمــه، خراب یم
دا زړه کابل به وخته لا، لــه سیالــو سره سیال وو
لــه لاسه د، کــافــر یـهــود پـنجاب یمه، خراب یم
هر وخت چې مې تـکل د پـرمختګ کړی ملګرو!
تکــفیـر دغــه مـلا خــانـه خــراب یـمه ،خراب یم
زمـان به مې راسپـړي، خیـر که هیـر یم له ملګرو
اوس ګــرد، د زمــانې وهـلی بــاب یـمه ،خراب یم
دا ستا لــه حافـظې نــه، چې بــد بلې خواته یووړم
اخــیستی دریــــابــو لکـــه حــبــاب یمه، خراب یم
هـــادي چــې غــنــمرنګـې صـفـایـي مـنـلې نه وي
ګــناه شم سـرتـــر پـایــه کـه ثواب،یـمـه خراب یم
*******
اعتراف
مــوږه یــو بل ته ګــوته نیسو او انـصاف هـم کـوو
زه او جــانــان مـیـنه کــوو، خـــو اتـلاف هـم کـوو
مــوږه اوبــه یــو، او هــوا یــو، د یــو بـل لـه پاره
خو لا سوچونه، هر یو خپل ځانله، خلاف هـم کـوو
دا مــو پــه خــپــلــو کـې مـنـلې، انـسانــان یـو آخـر
ګــناه بــه کیــږي، خــو تــوبه او اعـتـراف هـم کوو
د ژونــــد پــه هــره مــامـلــه کې، انــدازه ساتو خـو
دغه د سرو شونډو خوراک کې، لږ اسراف هم کوو
مــوږ پـښتانـه، دنـیـا غلــط یــو پـیـژنــدلي په جنګ
مــوږ ګــذاره هـم کـوو، ژوند او انـعـطاف هـم کـوو
زخمي کابل مـو، مخکې پروت دی، د همده کارنامه
لا به شرمیـږو نـه، مـلاتـړ به د سیـاف هـم کـوو؟؟؟
هــادي پـر داسې بـرید ولاړ یـو، چې شرمیـږو ګنې
د ښکلـیـو شـاوخــوا تـاویـــږو او طــواف هـم کـوو
پای