د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون هغه بنسټ دی چې شاوخوا ۸۰۰کسان په کې په دندو بوخت دي. د دغې ادارې موخه په دولتي ادارو کې د اصلاحاتو راوستل او د آزادو سیالیو له لارې د دولت د رییسانو ګمارل بلل شوې.
دغه کمیسیون د زون په کچه په ولایتونو کې ریاستونو لري، څو په ولایتي ادارو کې اصلاحات رامنځ ته کړي . د اداري اصلاحاتو کمیسیون د اصلاحاتو د راوستلو پرځای د فساد په مرکز بدل شوی که چیرې یوه اداره اصلاح نه وي او د چارواکو لاسونه یې په فساد ککړ وي نو په نورو ادارو کې به څنګه اصلاحات را منځ ته کړي. ډاکټر احمد مشاهد چې ډیر وخت یې په جهاد تیر شوی او د خپلې دندې اړوند نه زده کړې لري او نه هم په دغه برخه کې تجربه لري د اداري اصلاحاتو د کمیسیون مشري کوي.مشاهد له وړتیا او پوهې پرته خپل یوشمیر خپلوان او دوستان په دغه اداره کې ځای پرځای کړي او د پیسو د پیداکولو لپاره یې خپل د باور کس ددغې ادارې د مالي رییس په ګمارلی. ډاکټر مشاهد خپل یوکور د کمیسیون د کابل ولایتي دفتر ته په زرګونو ډالره په کرایه ورکړی،چې داهم یو غیر ناقانونهکړنه ده.
د کمیسیون نوې ودانۍ د د ارالاامان په سیمه کې تر جوړیدو لاندې ده دکمیسیون چارواکي پرته له دې چې د دغې نوې ودانۍ رغنیزو کارونو ته پاملرنه وکړي د خپلو ګټو لپاره د ګلبهار سنټر تر څنګ یوه ودانۍ د ۳۵زرو ډالرو په ارزښت په کرایه نیولې دغه ودانۍ چې د سوداګرۍ لپاره جوړه ده نه د دفتر لپاره نو د کمیسیون مامورین هم له دغه ودانۍ څخه خوشحاله نه دي. د ملګرو ملتونو د پراختیایې اداري یا USAID له دغې ادارې سره د میلیونونه ډالرو د مرستې ژمنه کړې وه خو وروسته له هغه چې د دغې ادارې مفتشینو په دغه اداره کې د پراخ فساد راپور ورکړ دغه مرستې پر کمیسیون بندې شوې او یاد کمیسیون د USAID په تور لست کې شامل شو چې له امله یې له ۱۰۰څخه ډیر د کمیسیون عادي مامورین چې ملګرو ملتونو د پراخیتایې ادارې له پروژې څخه یې معاشونه اخیستل د دغې پیښې قربانیان شول.
دوید کمیسیون د فاسدو چارواکو د فساد له امله له دندې لرې شول. د دغه کمیسیون عمده دنده د لوړپوړو دولتي بستونو ( لومړی او دویم بست ) آزموینه او شارټ لست ده د یاد کمیسیون د ټاکنو بورډ د کمیشنرانو پرمټ د غه چاره ترسره کیږي په دغه بورډ کې په پراخه کچه فساد شتون لري رییسان د چارواکو او زورواکو په خوښه مقرریږي د دغې ادارې دغه فساد او د خلکو شکایتونو دغې ادارې د ولسي جرګې پام ځان ته راواړوه.ولسي جرګې د یاد کمیسیون د لغوه کیدو پریکړه وکړه خو دغه اداره لاهم پرځای پاتې. دغه اداره پرته له دې چې کومه لاسته راوړنه ولري او په ادارو کې اصلاحات رامنځ ته کړي د دولت د بودیجې یوه عمده برخه مصرفوي نو پر همدې بنسټ له نوي حکومت څخه غوښتنه داده چې د ولسي جرګې د پریکړې په نظر کې نیولو سره دغه اداره لغوه او یاهم په دغه اداره کې بسټیز بدلون رامنځ ته کړي .
داکتر مشاهد نه ملکی قوانین پیژنی نه اداری. هسی باد راوړی څوکی ده چی څه یی زړه غواړی هغه کوی.
کله چی دا جناب په تهران کی دافغانستان سفیر وو په سفارت او اقامتګاه کی د ښاغلی حامد کرزی عکس چا ونه لید. په اقامتګاه کی د خمینی او خامنه ای عکسونه پاس یو د بل لاندی په ښه ترتیب سره کیښودل شوی وو په بل قطار کی د احمدشاه مسعود عکس چه په یوه پکول او فلسطینی د پزی پاکولو دستمال یی په غاړه کی پروت و ، ایښودل شوی و.
لاندی په میز باندی د ربانی عکس ایښودل شوی وو.
نو اوس تاسی فکر وکړی چی دا جناب به څومره د ښاغلی حامد کرزی نمایندګی کړی وی او څومره به یی افغانستان نورو هیوادونو ته معرفی کړی وی؟