سریزه

فساد په مجموع کې ، خو اداري فساد په ځانګړې توګه ټولنې ته ډېر زیان اړوونکی نتایج لري. په وروستي تحلیل کې آن پخپله فساد خوروونکو او فاسدو چارواکو ته هم فوق العاده مضر او له وجداني ، مادي او نورو معنوي فشارونو او پښېمانيو سره یو ځای ویجاړوونکی او ځوروونکی تمامیږي . له فاسد نظام څخه وروسته دوهم او ورپسې بل درېيم نسل ته د فساد شوم میراث پاتې کيږي او د فاسدو چارواکو اولادونه تر ټولو زیات د دغې ناوړه ښکارندې روحي او وجداني تریخ خوند څکي . فساد څه نا څه په ډېرو هېوادونو کښې شته خو د نړۍ په ګوتو شمېر هېوادو لکه درې افریقايي ، یو د لاتیني امریکا او څلورو آسيايي هېوادو کې ډېر زیات دی . له بده مرغه په افغانستان کې تر هر بل هېواد څخه زیات دی چې په ټوله نړۍ کې يې دغه هېواد په یوه بد نوم مشهور کړی او حکومت ته یې د ماتېدونکی حکومت ځانګړتیا ورکړې ده. له فساد څخه وتل یو حتمي ضرورت دی او څومره چې ژر اصلاحات پیل شي د ټولنې او آن پخپله دنظام او مفسدینو په ګټه ده. دلته به په همدې موضوع لږ څه بحث وشي.

دفساد لغوي او اصطلاحي معنا

فساد په اصل کې عربي کلمه او مصدر اسم دی چې په لغت کې وروستوالي، تباهي، فتنې، خوساکېدو، اړ- دوړ، ظلم، بد اخلاقي، هرزه ګي له نګه والي او طبیعي حالت څخه وتلو او کمي او کيفي منفي بدلون ته ویل کیږي.

فساد په اصطلاح کې د عامه ادارې او حکومتي نظام دننه له عمومی سرچینو او مالي او مادي وسایلو څخه په غلطه توګه د خصوصي ګټو لپاره استفادې کولو ته وایي چې ډېره معموله او د دود شوې بڼه يې اداري فساددی. البته اداري فساد سره په طبیعي توګه اخلاقي فساد او مالي فساد هم مل وي. فساد یو شمېر نورو ځایونو کې هم استعماليږي. ډېر معمول استعمال يې په اداري، سیاسي، اخلاقي، ټولنیزو او معاملاتي برخو کې دی، چې دا هر یو بلې سره اړيکې هم لري. په حقوقي تړونونو او معاملو کې د اسلامي فقهې او فقهاوو له نظره فاسد عقد (تړون) هغه تړون دی چې خپل اصل کې مشروع خو په خپل وصف کې نا مشروع وي. د تړون د فساد دلایل بېلابېل دي، ممکن یو تړون په اصل کې یا په ماهیت کې سالم وي، خو د یو دلیل له مخې فاسد شي. په فاسد تړون کې تصرف مخکې تر قبض څخه د ملکیت د معنا لرونکی نه دی.

له دې امله چې زمونږ بحث په اداري فساد باندې دی، نو ځکه له نورو بحثونو څخه صرف نظر کوو.

اداري فساد یوه ویجاړوونکی ټولنیزه ښکارنده ده چې لکه د ریچو په شان د نظام او دولت ټول سیستم تباه کوي. په حکومتي ادارو کې فساد په ټوله ټولنه کې پراخیږي او دمادي او معنوي ویجاړتیا لامل کیږي.

اداري فساد څرنګه او په کومه بڼه راڅرګندیږي؟

له بده مرغه اداري فساد په څو شکلونو را څرګندیدای شي لکه:

  • تصادفي
  • د یوه منسجم نظام لرونکی ( تنظیم شوی فساد )
  • فردي
  • لوی او کوچنۍ
  • تصادفي:

     په تصادفي بڼه فساد هغه وخت لیدل کیږي چې په حکومت کې دننه يو شمېر چارواکي د ډېر حرث له امله او بعضې ځایونو کې د قانون او دولتي حاکمیت د بشپړې احاطې د نشتوالي په احساس سره په فساد لاس پورې کړی، یعنې یو چارواکی ( لږ واک لروونکی یا هم زیات واک لروونکی ) له موقع څخه په استفادې، د تفتیش او ارزونې په لرې والي یا هم د خلکو د لږ خبرتیا او داسې نورو فرصتونو په احساس کولو سره عامه شتمني په خپله ګټه وکاروي.

  • تنظيم شوی فساد:

دا یو ډېر ناوړه شکل دفساد دی، د دې ډول فساد په شتون کې ټولنه داسې احساسوي چې فساد د موجوده نظام له خوا په یوه نظام لرونکی بڼه پرمخ بیول کیږي. حاکمه ډله په ټولو عامه منابعو ، واک او د نظام په په دفترونو منګولې خښې کړې وي او اصلاً قانون ته د تطبیق مجال او فرصت نه پريږدي. په دې ډول فساد کې فساد کوونکی چارواکي یو دبل حمایه کوي او ټول حاکمیت په فساد سترګې پټوي. د هر ډول اصلاحي تلاش او ریفورم طرح په پټه شنډوي. اهل کار وګړي، صادق او سالم افراد له کاره ګوښه کوي او دکار خلک له مایوسي سره مخامخ کوي او فاسد چارواکي په اداره کې یو خالص فاسد ګروپ تشکیلوي.

  • فردي:

دا ډول فساد د افرادو یا د انفرادي فاسدو مامورینو له خوا ځای ځای ښکاري. ډېر پراخېدونکی نه وي. د فاسد فرد په پېژندنې او اثبات سره یې اصلاح آسانه ده.

لوی او کوچنۍ:

که چېرې له عامه منابعو، دولتي واک او صلاحیت څخه د غیر قانوني استفادې مادي ارزښت ډېر او چت وي لوی فساد بلل کیږي لکه په افغانستان کې د عامه ملکیتونو غصب، د کابل بانک مثال او دیو شمېر قراردادونو مثالونه، خو که چېرې د عامه منابعو تالان او له واک څخه ناوړه استفاده په محدود حد کې وي نو کوچنۍ فساد بلل کیږي. لکه په افغانستان کې د بې شمېره کوچنیو فسادونو بېلګې.

ډېره مهمه خبره داده چې دغه فسادونه یو بل باندې بدلېدای شي. په عامه اداره کې فساد ته په بد نظر کتل شوي دي. مثلاً په کلاسیک مفهوم سره اداري فساد د سیاسي نظام د تنزل، انحطاط، ګډوډي او تباهي په معنا دی. ماکیاولي چې په خپله په اداره او سیاست کې ښه نوم نه لري. هغه به هم فساد ته بد ویل، ماکیاولي په یو ځای کې لیکي:” فساد د مدني تفکر او تابعیت د فضیلت له منځه تګ دی.” نړېوال بانک، د شفافیت نړېوال سازمان او د فساد په سند لاسلیک شوی کنوانسیون د فاسدو کارکوونکو پر وړاندې کلک غبر ګون ښودلی دی. په ۲۰۰۱ کې نړېوالو ومنله چې ډېر مجرمین له دین څخه اووښتي ملحدان او نورو ته ممکن پناه ورکړل شي، خو فاسد مامور ته هېڅ هېواد د پناه ورکولو اجازه نه لري او فاسد مامور باید بېرته خپل هېواد ته وشړل شي. له دې پريکړو څخه ښکاري چې فساد ډېره منغوره ټولنیزه ښکارنده ده. په ځانګړې توګه د اداري فساد په هکله مونتیسکو وایي : د یو ښه سیاسي نظام کږېدل او په یوه شیطاني نظام باندې د هغه بدلېدل فساد دی.

ژان ژاک ردسو وايي :

فساد د قدرت لپاره د جګړې یوه نه مخنیوی کیدونکی پایله ده .

وروسته بیا اداري فساد ته یو بل کره تعریف رامنځ ته شو چې ماهیت يې له نورو ټولنیزو ستونزو څخه را جلا شو :

لومړی) فساد له قوانینو او مقرراتو څخه سرغړونه ده چې مدیران او چارواکي له خپل مقام څخه په ناوړه استفادې سره د شخصي امتیازاتو لپاره کار اخلي.

دوهم) هغه له فساده ډکې کړنې چې موخه يې له دندې او دولتي واک څخه د امتیاز ترلاسه کول وي. د بېلګې په توګه : کله چې یو څوک د پیسو په ورکولو سره دعامه ادارې د مقام پرېکړې په خپله ګټه وڅرخوي. دغه ډول کړنه په سیاسي چارو باندې د پیسو یو ډول اغېزه څرګندوي.

درېیم) فساد معمولاً له پټو معاملو او جوړ جاړیو سره یو ځای وي.

په دغو تعریفونو کې فساد په ګڼ شمېر ښکارندو دلالت کوي، نو ځکه يې مفاهیم یو بل سره لږ څه توپیر هم لري، یعنې اداري فساد باید له نورو فسادونو څخه را جلا کړو. د دغه جلا کېدو یوه لاره د عامه چارو کار کوونکو ته پاملرنه ده.

نور بيا…

بدلون اوونيزه\ لومړی کال\(۱۶) ګڼه\ چارشنبه\جدي ۱۷\ ۱۳۹۳

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *