کابل
د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ادارې مشر عزیزالله لودین تېره ورځ (دوشنبه)د مدني ټولنو له غړیو سره په لیدنه کې وویل، چې له لویې څارنوالۍ سره په همکارۍ په اداري فساد کې د تورنو کسانو د دوسیو څیړلو په موخه یوه ګډه کمېټه یې جوړه کړې ده. د یادې ادارې چارواکو هیله څرګنده کړې، چې د دغې ګډې کمېټې په جوړېدو سره به وتوانیږي، څو په اداري فساد کې د تورنو کسانو دوسيې ژر تر ژره وڅيړي او پایلې يې خلکو ته اعلان کړي. یاده کمېټه د لویې څارنوالۍ په موافقې سره جوړه شوې ده.
لودین وویل، چې په تیر کال کې يې د اداري فساد د تورنو کسانو یو سلو نوي دوسيې لويې څارنوالۍ ته لیږلي دي.
له دې وړاندې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې عالي اداره پر لويې څارنوالۍ انتقاد کړی و؛ چې د دوی له خوا کومې دوسيې چې ورته سپارل کیږي؛ په سمه توګه نه څېړل کیږي.
له اداري فساد سره د مبارزې پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ د دغې ښکارندې له منځه وړلو په موخه په دولت کې د ارادې نشتوالی دی. د تېرو یولسو کلونو په اوږدو کې افغان دولت ندی توانېدلی، څو له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنه ولري؛ بلکې افغانستان لا د فساد کندې ته لوېدلی دی.
د اداري فساد له منځه وړلو په موخه د افغان چارواکو ارادې نشتون ترڅنګ د دغې شومې ښکارندې مسوولیت افغانانو ته هم راګرځي؛ ځکه که چېرې عام وګړي په ځانګړي توګه هغه کسان، چې کار یې دولتي ادارو پورې تړلی وي د دغې ښکارندې پر وړاندې ودرېږي، نو تر ډېره بریده به په هېواد کې اداري فساد کم کړی شي. دا سمه ده، چې په لومړیو کې به عامو خلکو ته د کار تر سره کېدو په برخه کې د فاسدو چارواکو او فاسدو دولتي کارکوونکیو له لوري ځینې ستونزې را ولاړې شي؛ خو د وخت په تېرېدو سره به دغه ستونزې حل شي.
د ولسمشر حامد کرزي په ګډون افغان چارواکو تل یادونه کړې، چې د فساد یو لامل د موازې ادارو شتون دی. همدا اوس له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې ګڼې ادارې فعالیت لري، چې هېڅ یوه یې هم د پام وړ لاسته راوړنه نده درلودلې. که چېرې د نوې جوړې شوې کمېټې چارې د پخوانیو ادارو په څېر مخته لاړې شي؛ شونې نه برېښي، چې دغه کمېټه دې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې کارنده و اوسي.
په اوسنیو حالاتو کې د افغان دولت پر وړاندې ستره ننګونه اداري فساد دی. نړۍوالې ټولنې له افغانستان سره خپلې مرستې هم له اداري فساد سره مبارزې او اصلاحاتو پورې تړلي دي. هغه څه، چې تر دې مهاله د دولت له لوري ندي تر سره شوي.
همداراز د اداري فساد زیاتوالي بل لامل پر ټولو وګړیو د قانون یو شان نه پلي کېدل دي. په تېرو یولسو کلونو کې افغان دولت پدې بریالی شوی ندی، چې پر زورواکانو قانون پلي کړي او د اداري فساد اصلي جرړې هم همدا زورواکي بلل کېدای شي.
له بل لوري افغانستان ته د بهرنیو ځواکونو په راتګ سره ډېرې پیسې هم راوړل شوې، چې د دغو پیسو ډېری برخه د بهرنیانو له لوري لګول شوي دي. د ځینو رپوټونو له مخې د تېرو یولسو کلونو په اوږدو کې له افغانستان سره شاوخوا اتیا ملیارډه ډالر مرسته شوې ده، چې د دغې مرستې یوازې شل سلنه د افغان دولت له لوري لګول شوي او پاتې برخه یې د بهرنیانو لخوا د انجیوګانو له لارې لګول شوي دي.
بهرنیان د دوی له لوري د مصرف شویو پیسو حساب ته چمتو ندي، چې دا خپله په هېواد کې د فساد زیاتوالي لامل دی.
د تېرو کلونو تجربو ته په کتو سره داسې نه برېښي، چې د لویې څارنوالۍ او د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ادارې له لوري جوړه شوې کمېټه دې وتوانېږي له اداري فساد څخه مخنیوی یا لږ تر لږه د دغې ښکارندې کچه را ټیټه کړي. لدې امله افغان دولت ته لازمه ده، چې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې یوه جامع ستراتیژي جوړه او پلي یې کړي. همدا راز پر ټولو افغانانو یو شان د قانون پلي کېدل هغه څه دي، چې کولای شي له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې مثبته پایله ولري. بله خوا نړۍوالې ټولنې ته هم لازمه ده، څو خپلې مرستې د افغان دولت له لارې ولګوي، څو د لګښت لوری یې څرګند شي. که چېرې نړۍواله ټولنه د افغان دولت له چینله خپلې مرستې مصرف کړي دا واک به ولري، چې له افغان چارواکو څخه د شفافیت غوښتنه وکړي او د شفافیت راوستلو په برخه کې پر افغان دولت فشار زیات کړي.
ساپی صاحب مننه ستاسو د لیکنه څخه
د افغانستان په دولت کې لوړپوړي چارواکی د فساد اصلي جرړه ده او د لوړ پوړو چارواکو ډیری برخه یې هغه زورواکان دي چې تل یې پر دې مظلوم ملت زور زیاتی کړی دی چې د ځپلو ګټو لپاره یې حتی د عام وګړو د وژلو هم ډه ډه نه ده کړي او بیا به یې هم ونه کړي نو عام وګړو به څنګه ددوی په مخه کې ودریږي بله داچې یو چا واده کړی وه نو چې شپه شوه ددې لپاره چې ښځه ورڅخه وډاره شي د خپلې ښخې په مخکې یې یوه پشی چې ډیر میو میو یې کاوه ووژله او ښځه یې ډیره سخته وډاره شوه سبا په ټول کلي کې اوازه شوه چې د پلاني ښخه له خپل میړه څخه ډیره سخته یریږي د دې سړي یوه ملګري چې شپږ میاشتې مخکې له دې یې واده کړی وه او ښځه هیڅ ورڅخه نه یریده پوښتنه وکړه چې یاره دا چل خو ماته هم ووایه چې مې هم خپله ښځه لږ ویروم نو نوموړی ټوله کیسه ورته وکړه دا سړي چې د شپې کورته ولاړ د هغه په شان یې یو پشې چې ډیر میو میو یې کاوه مړه کړه خوښځه یې له اصلي کیسې خبره وه مخ یې میړه ته کړ او وویل چې کینه کینه تا شپږ میاشتې مخکې واده کړي او ما نه شې ډارولې د دې اوږدې کیسې نه مې مطلب دا وه چې ډیره ناوخته ده جې د فساد مخه وروسته د دولس کلو څخه ونیول شي څکه چې مفسیدینو خپل جیبونه ښه ډک کړل او د پیسو په زور هم ملاتړي په ځان راټولولی شي او په خپله سیمه ځانته او نظامي او سیاسي قدرت لري او هيڅ څوک یې مخه هم څکه نه شي نیولی چې داټول په فساد کې ډوب دي او خپلې مزې او چړچې کوي د مظلوم ملت پروا نه مخکې چا درلوده او نې اوس څوک لري
په ډیرې درناوي ّ