محمد عاصم مایار
د افغانستان په ملي اردو کې به مو د ګڼ شمېر جنرالانو د شتون په اړه اورېدلي وي چې ځېنې کسان یې شمېر د پرمختللو هېوادونو له پوځي معیارونو لوړ بولي.
دا ستونزه زموږ په ملکي ادرو کې هم تر سترګو کېږي. په دې وروستیو کې مې د یو څو دولتی ادارو د تشکیل ارزونه وکړه. هلته ډېر داسې موارد شته چې د اداري پړسوب او موثریت د ټیټوالي سبب شوي دي.
ډېر داسې ریاستونه شته چې د اساسي کارکوونکو شمېر یې محدود دی خو ریس او الحاقي کارکوونکي لکه معاون، سکرتر، اداري مامورین، ډریور، ساتونکي، صفاکار، اشپز، د ادارې د کارکوونکو شمېر لوړ کړی دی. د تخنیکي کارکوونکو د لږ شمېر له امله، ډېرې ادارې سم کار نشي کولای او موثریت یې له صفر سره برابر دی.
د لوړ پوړو چارواکو د شمېر د لوړوالي بل دلیل، د اداري واحدونو یا ولایتونو او ولسوالیو ګڼ شمېر دی. دولت د یوه نوي ولایت په جوړولو سره مکلف دی ټول ریاستونه هلته فعال کړي. چې دا کار د ریسانو شمېر لوړوي. خو برعکس، یو څو ټیټ رتبه تخنیکي/اساسي کارکوونکي بیا د بودیجې د نشتوالي له امله په دندو نشي ګمارلی.
که حکومت غواړي، کارونه په ښه ډول مخ ته ولاړ شي، نو په اداراتو کې دې، د اساسي کارکوونکو شمېر لوړ کړي. همدارنګه د لوړ پوړو چارواکو یا بستونو تناسب باید له ټیټ رتبه بستونو سره وساتل شي. او لږ شمېر کارکوونکو ته ریاستونه جوړ نشي.
په ټوله کې د افغانستان په دولتي ادارو کې د کار وېش سم نه دی شوی. داسې ادارې شته چې کارکوونکي یې د نورو ادارو په پرتله بیخي ډېر کار کوي. خو برعکس کارکوونکي یې د نورو سره یو برابر معاش اخلي.
هیله ده چې د ټاکنو ګټونکي ټیم، دې ټکو ته پام شوي وي او په راتلونکي حکومت کې یې اصلاح ته کار وکړي. که نه موږ به ترې حساب وغواړو!