د کونړ ولایت د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه –
د کونړ والي وحیدالله کلیمزي په مشرۍ دولسوالانو میاشتنۍ غونډه جوړه شوه.
په غونډه کې داړوند ولسوالیو ولسوالانو دولسوالیو عمومي حالاتو او ستنزو په اړه دکونړوالي ته معلومات وړاندی کړه.
د کونړوالي د ولسوالانو په لومړنۍ جوړه شوی غونډه کې وویل ادارې دولس دخدمت لپاره دی ټول ولسوالان باید په خپل وخت دولس ستونزو ته رسیده ګي وکړي د ولس باور را خپل او د دولت دنظام تګ لارو سره سم خپل مسؤلیتونه او دندی ترسره کړي ښاغلي کلیمزی په زغرده وویل په ادارو کې دفساد او ګډوډیو د شتون زغم نه لرم هیچا ته به اجازه ورنه کړم چې دغه ناقانونه کړنی ترسره کړي ټول ولسوالان باید اصلاحاتو راوستلو،ښی همغږۍ ،دقاچاقومخنیوي او ادارو کې دفساد له منځه وړلو په برخه کې خپلی جدي هڅی وکړي که چیری څوک چې په دغه کړنو ترسره کولو کې پاتي راغی قانوی چلند به ورسره وشي .