لکه څنګه چې د انسانانو څېرې، خصلتونه، عادتونه، ذوقونه، نومونه او….. په ټوله کې هر انسان له بل بېل او متفاوت دى، په همدغه ډول د هر انسان فکر، نظر او خبره هم له بل سره توپير لري، او هر وګړى په فطري ډول د وینا او څرګندونو حق لري.

د وینا ازادي ته بايد ارزښت ورکړل شي؛ ځکه ټينګار کيږي چې ماشومان  هم بايد د وینا خپلواکي ولري ترڅو خپل فکر د تورو او غونډلو په مرسته بيان کړي.

په پرمختللو ټولنو کې وګړي د وينا بشپړه خپلواکي لري،دوې خپلې ستونزې،شکايتونه او حقونه بيانولى شي؛او پرته له وېرې غږ پورته کوي!

د دغو هېوادونو رسنۍاو مدني ټولنې په ريښتني توګه د ولسونو استازيتوب او ترجماني کوي يادې ادارې حقايق رسوي،مبارزه کوي،له مسولينو،اړوندو ادارو ،حکومت او ان تر ولسمشر خپل اواز رسوي
خو په بې ثباته،يرغمل شويو، وروسته پاتې،غريبو او جګړه ځپلو هيوادونو کې يا خو دا خپلواکي بيخي نشته او يا هم تش په نوم شتون لري
په دې ټولنو کې حقايق پټ پاتې کيږي، ستونزې،ناخوالې،زور زياتې،ظلمونه او په سلګونه نورمشکلات موجود وي؛خو څوک غږ  نشي کولى که چا اواز پورته او شکايت وکړ؛ نو له ګڼو ننګونو سره مخ کيږي !
زه دلته دبيان ازادي د لاسته راوړلوپه برخه کې د مبارزې،لاروـ چارو او هلوـ ځلو په اړه څه ويل نه غواړم !!!
دا چې خپلواکي او ازادي هم چوکاټ او حدود لري،ځينې خبرې کول غواړم، کېداى شي  قناعت مو خپل کړم!
هوکې،ازادي هم چوکاټ لري،اوپه نړۍ کې هرڅه  حد او اندازه لري کله چې  کفار زمونږ دين او مذهب په اړه نا سمې
څرګندونې کوي،دروغ  او نا مناسب الفاظ کاروي نو موږ ورته د وينا ازادي نوم نشو ورکولې؛بلکې کفر ، سپکاوى، توهين او  بې  ادبي ګڼو!
که  دبيان ازادي چوکاټ نلري نو اولادونه دې هم  دمور او پلار په کومه تېروتنه غوسې وکړي او سپکې سپورې دې ورته وايي که کوم  زده کونکى له استاذ څخه ناخوښ وي يا  ورباندې نيوکه لري؛ نو په بده لهجه او  بې ادبې دې ورسره چلند وکړي او ورته دې ووايي : بدې مې شې ښونکيه !
په ټولنه کې بې شمېره وګړي ژوند کوي او ښکاره ده چې په ډېرو مسلو کې به د نظر بېلوالې هم پيدا کيږي؛نو هر يو دې په يو بل خپل ليد لورى په زوره ومني کنه؟
د قومونو،ملي ارزښتونو،ژبو،دودونو،رواجونو، کلتور او فرهنګ او ياهېواد په ضد چې نا مناسب کلمات او څرګندونې اورئ نو ولې غصه کيږي؟د بيان ازادي نوم ولې نه ورکوئ؟
کله چې د ځينو لخوا ښځو ته ناقص العقل ويل کيږي، نو ولې دعوې کيږي او دلايل وړاندې کيږي؟ ولې د وېنا ازادي نه ګڼي ؟ د بيان ازادي د چوکاټ مالولو لپاره : خپل ډېر نږدې ملګري يا د کورنۍ غړي ته ورشئ او ورته ووايي:
د بيان ازادي ده او زما حق دى،ستا څېره مې هېڅ نده خوښه،جامې اغوستل،عادتونه ،خبرې … بيخي راباندې بد لګې، خوښ مې نه يې!

بيا نو غبرګون ته وګورئ !پخپله تاسو ته د ازادي دحدودو او چوکاټ ارزښت مالوميږي او په دې نتيجه رسېږئ چې هره ازادي که د بيان ازادي هم  وي،د ادب او نزاکت رعايت پکې اړين دى،او بې ادبي؛ دبيان ازادي نده!

وګړي بېلې درجې او طبقې لري: زوړ،ځوان،مور،پلار،اولاد،خپلوان،دوستان،باسواده بې سواده،ښاري،کليوال،وزير ،ريس، ولسمشر….

دهروګړي خصوصيت او ځانګړنې،رتبې،درجې،موقف،ځاى،حالت او وخت ته په کتلو سره خپله هره وېنا ،شکايت ،ګيله،نيوکه او خفګان په سم او منظم چوکاټ کې په جرأت او زړورتيا ورسوئ!
ترڅو وينا مو اغيزمنه او ګټوره شي،له ادب او نزاکته لري الفاظ غوسه پارونکي او نه مننونکي وي
ښه وينا لوى هنر دى،که څومره بده خبره په ښوو الفاظو کې راغونډه کړئ،او په نزاکت او ادب سره خپله ستونزه،شکايت يا نيوکه تر مشرانو،چاراکو او مسولينو  ورسوئ؛ او د وېنا ازادۍ سره ـ سره ادب هم ژوندى وساتئ !

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *