ګل رحمان رحماني

    تمثيلي هنر د ادبي اثارو په زړه راښکون او پايښت کې بې سارې ونډه لري، په ادبي اثارو کې کلمات خوځنده او ژوند وي، د نورو علومو د اثارو په څېر کټ مټ  يا مجرده او يوه مانا نه رسوي، کلمه له نورو کلمو سره په اړيکه کې ګن تعبيرونه،  تصويرونه  او ماناګانې پنځوي چې په ټوله کې د ادبياتو د جذابيت، خوند او تلپاتې والي له لاملونو يو همدا ګڼل کېږي.

  د نورو علومو په متونو کې کلمې نښتې، جامدې او ايسارې(چوکاټي) وي، خو دا چې د ادبي اثر په متن کې په متحرکو( خوځنده) کلمو بدلېږي، مانيزې بڼې او اړيکې رامنځته کوي، يو ستر لامل يې په تمثيلي هنر کې د تورو او کلماتو را نغاړل او د چوکاټونو ماتول دي، ځکه چې په دې توګه کلمې نه يوازې چې خپله له ساکن حالت نه راوځي، بلکې په يوه تمثيلي تصويري او تخييلي ننداره کې فعاله ونډه لوبوي.

 دا چې تمثيل د داستان يا داستاني ادبياتو يوه غوره او مهمه برخه ده، نو ډېر ځله له داستاني ژبې او ادبياتو سره اشنا ليکوال په خپلو ادبي اثارو کې د تمثيلي هنر ځواک په ښه ډول کارولى شي او پوهېږي چې د متن بېلابېلې برخې څنګه ژوندۍ او د يوې هنري نندارې دريځ ته راوبولي.

  د ليکوال دا کار ددې سبب ګرځي چې اثر يې له نورو اثارو متفاوته او زړه را ښکوونکې بڼه خپله کړي، ځکه چې ژوندى انسان او ژوندى فکر ځاى پر ځاى درېدل نه خوښوي او د يوه ويښ انساني فطرت په څېر د نندارو، تصويرونو او  نا اشنا صحنو د ليدلو ځواک يې له لاسه نيسي، څو خوځنده او روان شي.

  تمثيل په ادبي اثارو کې د يوې ادبي اصطلاح په توګه هم تعريف شوى دى، د ادبي کره کتنې پوهانو ورته له بېلابېلو زاويو کتلي او رول يې څېړلى دى، دوى د تمثيل د عامې او خاصې( ځانګړې) مانا خبره کړې ده، په عامه مانا کې تمثيل د تشبېه معادل او مرادف ګڼل شوى دى، ځکه چې (مثل) د تمثيل د کلمې يوه رېښه ده چې د شبه مانا ورکوي.

  په مجرده يا ځانګړې مانا بيا تمثيل د تشېبه يو ډول دى، په دې مانا چې هر تمثيل تشېبه ده، خو هره تشبيه ممکن چې تمثيل نه وي، په “اسرار البلاغه” کتاب کې يې ليکلي چې تشبيه عامه او تمثيل خاص وي، په کتاب کې ټينګار شوى چې هر تمثيل به ښايي په ډېره سختۍ د تمثيل نقش ولري، خو هره تشبېه به الزاما تمثيل نه وي.

  لکه چې وړاندې مو يادونه وکړه، تمثيل د ادبياتو يوه ډېره مهمه ستنه ده چې د متفاوتو روايتونو د بيان او متضادو فکرونو او اندونو د نږدې کولو يا هم غاړي کولو  له پاره يې زمينه مساعده کړې ده. په ادبياتو کې د همدې هنر په مرسته ډېر پراخه اندونه، فکرونه، تصورات او پېچلي موضوعات سره رانغاړي، عامه فهم او درک وربښي او په برکت يې د عمومي پوهاوي او خوند وړ ګرځي، د لوستونکي ذوق روزي او د ادبياتو په ښکلا يې سر خلاصېږي.

  په لرغونو ادبياتو کې د ادبي اثارو د بيان پرمهال تمثيل خپله ځانګړې بڼه او رول لوبولى دى، د کارېدنې ساحه يې هم ډېره پراخه ده، د نړۍ ګڼ ادبي او اساطيري اثار تمثيلي بڼه لري او د پايښت ستنه يې پر تمثيل ولاړه ده. ځينې اديبان چې نړيوال نوم او شهرت لري، د تمثيلي او داستاني هنر د استادانو نوم هم ورکړل شوى دى چې د بېلګې په ډول په فارسي ادبياتو کې د “مثنوي” اثر يادولى شو.

   خپله تمثيل يا (( Allegoryهغه روايت دى چې دوې ماناوې لري، يوه مانا يې لفظي يا ظاهري مانا ده چې خپله همغه کيسه(داستان) ده او بله هم استعاري مانا ده چې د کيسې کرکټرونه يا اشخاص په کې راځي، تمثيل غالبا اخلاقي، فلسفي او سياسى مشخص او متفاوت دلالت وړاندې کوي، هغه چې د داستان و جود کې نغښتي وي.

 تمثيلي هنر په شاعرۍ کې د شاعر له پاره د تصوير جوړونې او بيان پراخه زمينه مساعده کړې ده او هغه ته يې د ډېرو ناويلو خبرو او شېبو د انځورولو د مېتود او تخنيک ځواک ورکړى دى، د هغه نيمګړې تجربې يې بشپړې کړې او د زړه غوټې يې په اسانۍ سره سپړلې دي.

په پښتو ژبه کې د ارواښاد ننګيال، نورمحمد لاهو، عبدالغفور لېوال، اجمل اند او فريد باراني ګڼ شعرونه د تمثيلي هنر په ښکلا پسولل شوي او اوږد عمر يې په نصيب شوى دى، په شعر کې د دوى ځانګړى ليدلورى ددې لامل شوى چې په ډېرو شعرونو يې تر شعر وړاندې د يوه ښکلي تخييلي او کله کله بيخي د واقعي داستان تنده ماتېږي چې د ښکلا او منطق توازن يې په کې تر پايه ساتل شوى دى.

 دلته به يوازې د نور محمد لاهو د “ونې”، “بادونو”، “چينې” او  “دعا” شعرونه د بېلګې په ډول راوړو چې شاعر په خپل شعر کې له تمثيلي هنر څنګه کار اخيستى او شعر ته يې څه ورکړي دي؟ دلته شاعر خبرې لري، خو غواړي دا خبرې د يوه مقابل کرکټر سره د مکالمو او ځانګړو صحنو  په بڼه وکړي، خو خوند او شاعرانه رنګ ته يې پوره پاملرنه وکړي.

ونې

ونې! ونې !

ونې! كوم بچى دې پكار ندى

يو ملنګ او يو فقير غوندې بچى

يو حيران او  يو  زهير غوندې  بچى

ونې!

ونې مور مې نشته

سيورى  نشته، كور مې نشته

لوګى نشته، اور مې نشته

ونې! ونې!

ما خپل زوى كه

سره ګلان راوړې له كومې؟

دغه راز باندې مې پوې كه

ونې ونې!

جامې نلرم بربنډ يم

شين څادر راباندې خپور كه

زما مور شه ما خپل زوى كه

ما د خپلو څا نګو ورور كه

*****

اې بادونو !

اې بادونو!

اې بادونو !

ما كمبخت درسره يوسئ

زه خو هم ستاسو په څېر يم

زما هم ستاسو په شانې

ددې ځمكې په مخ كور او سكون نشته

*****

چينې!

ته كه شې ميينه خپل مين ته به سوغات كې څه شى يوسې؟

چينې وويل: يخې يخې شان سندرې او رڼې رڼې هندارې

شنه ځنګله !

كه مين شوې څه به يوسې؟

مازيګر سره څو كريږى او چغارې

پسرليه ؟

د ګلابو درمندونه

شينكي ستوريه !

سترګكونه سترګكونه

سپينو وريځو !

څو اوښلن او ښلن لړونه

سره غا ټوله ؟

خپل كنګل كنګل اورونه

او اسمانه ؟

دبوډۍْ رنګين ټالونه

تورې شپې ! ته به څه يوسې؟

په خپل پراخ وريښمين څادر كې شنه خوبونه

ښكليه باده ؟

خور اوربل ته يې نڅاوې

كاڼيه! ته به څه شى يوسې ؟

ګونګه ژبه او چوپتياوې

*****

دعا

داختر دريمه ورځ ده

دلته خلك كړي يو بل ته دعاګانې

ټول لمنځونه او روژې دې شه قبولې

زما هم لاسونه پورته په دعا دي :

رب دې وكړي

زما زړه ووينې

خوب كې

په ټوله کې د دا ډول شاعرانو هنر دادى چې خپلو ځينو شعرونو ته يې ځانګړي کرکټرونه ټاکلي، خپلې خبرې د هغوى په ژبه کوي، ددې خبرو له پاره تمثيلي هنر ته مخه کوي، داستاني تخنيکونه کاروي، مکالمه، انځور، صحنه، منطق، تلوسه، اوج  او پايله لري چې له دې لارې خپل لوستونکى تر پايه ورسره ساتي او په ټوله کې له شعر نه خوند اخلي.

استاد الفت وايي:

           له کوم خوا نه راروان يو جهانګرد و
مخ اوڅټ باندې يې پروت د لارې ګردو
چا ترې وکړله پوښتنه جهان څه دی؟
وې يې دومره شومه پوه چې جهان ګرد و

دلته له نا معلوم لوري را روان جهان ګرد يا لاروى، په څېره يې د ستړيا او پلي مزل نښې، د يو چا له خوا درول، له هغه پوښتنه کول او بيا ورته د لاروي لنډ او غوڅ ځواب په ټوله کې يو بشپړ تمثيلي انځور دى، خو که چېرته شاعر په خپل ژوند کې په عملي ډول داسې کوم تمثيل نه وى ليدلى، نو په شعر کې به يې راوړل هم دومره اسان نه و.

د تمثيلي هنر لومړۍ تجربې خپله زموږ په ژوند کې پېښې شوې دي، بيا د اديب او هنرمن له لوري د يوې تجربې اوعيني مشاهدې له مخې  په مهارت سره ادب ته ننوتې دي او هلته يې پر مټ خپله خبره په رسا او ښه ډول وړاندې کړې ده.

په داستاني يا تمثيلي هنر کې مکالمه د فکر او پيغام د لېږد له پاره يو داستاني تخنيک او اړتيا ده، همدا تخنيک په شاعرۍ کې هم شاعر ته په يوه بل ډول د خپلې خبرې د بشپړولو او د بيان د يوه ځانګړي طرز په برخه کې پوره مرسته کوي، خو کله چې شاعر له خپل شاعرانه مهارت او ژبې هم ګټه واخلي، نو دغه هنر په ښه ډول کمال ته رسوي.

په داستاني مکالمه کې معمولا له يوه دويم کس سره خبرې کېږي، موضوع د مکالمې په ډول مخته ځي، اشنا او نا اشنا کرکټرونه مو مخته ولاړ وي، خو افضل شوق په خپل مشهور شعر(په لټون ستا د څېرې) کې له خپل ځان سره مکالمه کړې، په لارو د روان سودايي او لېوني انسان ننداره کوو.

په لټون ستا د څېرې
څوک چې ګوري راته
وايم دا به ته يې
څوک چې خاندي راته
وايم دا به ته يې
دا به ته يې
دا به ته يې
دا به ته يې
بس په دغه رنګه
زه په  “دا” و “دا” کې
په لټون ستا د څېرې
د سلو يار شوم

په پورتني شعرکې مکالمه د داستاني اثر په څېر ډېره محسوسه نه ده او د شعر ژبې او ځانګړتياوو ته په پام سره دا د شاعر هنر دى چې هغې ته يې متفاوته او ښکلې بڼه ورکړې ده.

کله کله بيا دا ډول مکالمې په شعر کې د داستان  په څېر روښانه او محسوسې وي، په دې برخه کې به د پيرمحمد کاروان د (هسې) شعر د تمثيلي هنر په ځانګړي ډول د مکالمې له اړخه غوره بېلګه وي، دا مکالمه په نا مستقيم ډول راوړل شوې ده.

تاوې زړه کې مې خبرې

ماوې څه دي راته وايه

په موسکا دې وې چې هسې

ما وې هسې دې قربان شم

په دې هسې کې دې څه دي ؟

څه خواږه دي که تراخه دي؟

دا ګلونه که اوبه دي ؟

وايه څه دې چې په زړه دي

***

تا وې نه نه هېڅ هم نه شته

نه خواږه شته نه تراخه شته

نه ګلونه نه اوبه شته

خو بس هسې يو څه شته دي

نه پوهېږم چې دا څه دي

په دې زړه کې مې پراته دي

څه دردونه دي خواږه دي

کله لږ شي کله ډېرشي

لاس تر غاړې مې چاپېر شي

راياديږي راياديږي

نه هيريږي نه به هېر شي

***

ماوې يا شومې بخيلې

ننواتې درلېږمه

خپلې ماتې ګوډې هيلې

دا خواږه خواږه دردونه

پاڅه ټول راسره نيم کړه

نيم به ستا نيم به زما شي

دا په تول راسره نيم کړه

تاوې نه کيږي شاعره

ما وې ولې ولې ولې ؟

تا وې هسې هسې هسې

ماوې هسې دې قربان شم

تا وې ولې ولې ولې

ماوې هسې هسې هسې

په ١٣٨٢ لمريز کال کې مې خپل تر ټولو راته ګران  او اوږد شعر” زه او ته  چې ماشومان وو” بشپړ کړ، په دې مانا چې سوژه  او يا که په داستاني ژبه ووايم، پلاټ يې له ماشومتوب نه زما په ذهن کې نقش و، خو د همدې کال په پسرلي کې مې وليکه، زما دويمه شعري ټولګه هم د همدغه  شعر په نوم ده.

شعر چې زما د کلي کور يوه اوږده او ترخه کيسه ده، زما په خپلو او له نورو په اورېدلو تجربو ولاړ دى، د يوه داستان بڼه لري، ګڼ کرکټرونه په کې لوبېدلي، ټول په يوه ډول له ناورين سره مخ دي. شعر له تاوده هر کلي سره مخ شو، وستايل شوم او ژور درد يې هم ډېر لوستونکي او اورېدونکي ودردول، کټ مټ هغه احساس يې ورکړل چې زه يې د ليکلو پرمهال ورسره مخ وم.

هغه مهال نه په شعر دومره پوهېدم او نه معياري او مسلکي کيسې ليکلې، د ښوونځي زده کوونکى وم، خو ښه او کمزوري شعرونه او کيسې مې مطالعه کړې وې، په نا شعوري ډول مې په شعر کې له تمثيلي يا داستاني مهارت نه ګټه اخيستي وه، ځکه چې لا هم په همغه چاپېريال کې وم او هر څه مې خپل وو.

اوس چې کله کله خپل هغه شعر ګورم، نو راته څرګندېږي چې که چېرته مې په دې شعر کې په نا شعوري ډول له تمثيل  نه چې يوازې مې داستاني ادبياتو  سره د مينې له مخې کارولى و، کار نه وى اخيستى؛ هغه شعر به هم دومره محبوبيت او اغېز نه درلود، نه به ماته د خپلو نورو شعرونو په پرتله ګران و.

په ټوله کې بايد ووايم چې شعر هنر دى، هنر په اړه ويل کېږي چې زموږ په تجربو ډېره تکيه نه لري، خو د خپلو تجربو هنري کول، د ليکوالۍ له نورو هنرونو سره اشنايي او د ادبياتو په بېلابېلو ژانرونو کې يې کارونه، د ممتازو، متفاوتو او حتى شهکار اثارو د پنځولو وړتيا ډېروي، د اوچت تمثيلي هنر وړاندې کول د نورو هنرونو سره د اشنايي، ژورې پوهې او درک پرمهال کمال ته رسېدلى شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *