په ورځپاڼه کې يې ليکلي وو: ولسمشر د خپل هېواد له شاعرانو او ليکوالو سره په ليدنه کې له هغوى نه وغوښتل چې د خپلو اثارو او پنځونو له لارې په هېواد کې د سولې او ټولنيز ثبات لپاره کار وکړي!
د ولسمشر غوښتنه او د ليکوالو او شاعرانو کار او مسووليت پر خپل ځاى، خو له دې موضوع نه سترګې نه شو پټولى چې ادبيات د انسان له عواطفو، روان، فکر او احساساتو سره ژور او عاطفي تړاو لري. د سولې او سوکاله ژوند په رامنځته کولو او مينې ته د خلکو په رابللو کې يې نقش ډېر مهم او د اهميت وړ دى.
هغه کسان چې جګړه کوي، يا که ووايو چې په ټولنه کې د تاوتريخوالي لمن نيسي او د خپلو موخو د تر لاسه کولو لپاره د عدم تشدد پر مفکوره باور نه لري، نو له شک پرته چې فکر او روان يې نه دي روزل شوي او بشري عاطفه يې ډېره کمزورې ده.
ليکوال او شاعران که له يوې خوا د ټولنې سترګور، ويښ او هڅاند غړي دي، نو له بلې خوا يې احساس، درک او عاطفه هم تر نورو ژوره او تر بل انسان ځکه پراخه ده چې د انسان د درک ژور حس لري.
لامل يې دادى چې له اصلي ژبو پرته د زړونو په ژبه او خپو غږونو هم پوهېږي، د خوښيو او درد ژبه يې زده کړې، د انسان په اوښکو او موسکاوو کې انسان درک کولى شي او د نظر مارغه يې له حال پرته په تېره او راتلونکې زمانه کې هم نا محدودې الوتنې کوي. د انسان د ټولنيزو نېکمرغيو د راوستلو او يا دې لار ته د انسان په برابرولو کې کارنده رول لوبولى شي.
دلته بايد له سولې هم لنډ تعريف ولرو، سوله څه ده؟ د هند د عدم تشدد مبارزې بنسټګر مهاتما ګاندي د سولې معاصر تعريف په دې ډول کړى دى: هر ځاى چې ظالم ظلم وکړي او مظلوم يې پر وړاندې ونه شي درېدلى، نو هلته سوله نشته.
په کومه خاوره چې کلونه کلونه جګړه تېره شوې وي، نو د نسلونو په ذهنونو او زړونو کې يې هم د بشري خواخوږۍ پالنه، درک، مشترکات او عاطفه کمزورې وي، يا په بل عبارت نوى نسل يې سخت زړى او نا مهربان روزل کېږي.
په پښتو اوسنيو او لرغونو ادبياتو کې د سولې ارزښت او د جګړې بدۍ تر يو څه حده د اخلاقي ارزښتونو او ښېګڼو په توګه بيان شوي، انسان ته زيان رسول په کې غندل شوي، خو ګڼ داسې شعرونه شته چې د جګړې او تاوتريخوالي له صفتونو او ستاينو ډک دي، لوستونکي ته د دښمن د شتون او مبارزې احساس ورکوي.
د هرې ټولنې ادبيات د همغه ټولنې د خلکو له عمومي او ټولنيزو افکارو رنګ اخلي، خو کله چې د مزاحمتي او روزنيزو ادبياتو خبره مطرح کېږي، نو هلته بيا شاعر او ليکوال يا که ووايو په ټوله کې اديب اړدى چې پر ټولنه د حاکمو مفکورو او نورمونو خلاف څه ووايي.
دا کار به په همغه زمانه کې ستونزې ورته پيدا کړي او د پيغام ټولنيز جذب به يې ګران وي، خو د وخت په تېرېدو او د ټولنيز ثبات او سولې خوا ته د افکارو د ګرځولو او مثبتو پايلو تر لاسه کولو وروسته د هغه د کلام او پيغام ارزښت په ايرو کې د لال په څېر څرګندېږي.
د دروېش دراني په شاعرۍ کې له جګړې او تاوتريخوالي بغاوت ، د تورې او جګړې غندنه ځکه موږ ته خوند راکوي او د سوله ييز ژوند په اړه ويلي شعرونه يې په بيا بيا په ستيجونو او غونډو کې وايو چې همدا ددې خاورې د اوسېدونکو ننۍ عمومي غوښتنه او اړتيا ده.
همدا خبرې شايد هره ورځ له نورو خلکو واورو، خو د شاعر او اديب له خولې ځکه زيات اغېز لري چې هغه خپله غوښتنه د ادبي او شاعرانه ظرافتونو په ملتيا وړاندې کړې او موږ د خپل حال په اړه فکر کولو ته اړ باسي.
چې بيا نه توره پورته شي نه سر په وینو رنګ شي
باداره دغه جنګ دې د وطن اخري جنګ شي
كه زړونه سره يو كړو او لاسونه سره وركړو
دا كاڼي به لالونه شي دا بوټي به لونګ شي
ترڅو به دوى په کلي كلي ګرځي دابه وايي
چې دا مېنه دې ورانه شي او هغه كور دې ړنګ شي
زموږ زلمي چې جنګ ته هڅوي نو ورته وايي
چې هسې كه مو كېښودې خو تورې به مو زنګ شي
+++
رنګ به وي تر څو پوري په وينــــــه توره ما ته كړه
زړه د خلـكو وگټه په مينه توره ماته كړه
هر كاڼى په وينو باندي سور دى اوس مينځل غواړي
شه زياتـي راكـوز د آس له زينه توره ماته كړه
نه د ماشوم مخ ګوري او نه د شاليلا سينه
پورته شه دروېشـه دا بې دينه توره ماته كړه
+++
منزل ليري، لاره ورانه زه هم ستړى ته هم ستړى
څه دي خـوښه ده ارمانه زه هم ستړى ته هم ستړى
نه مي ته شـې هېرولاى، نه زما له خياله وزې
ځه پخـلا به شو جانانه زه هم ستړى ته هم ستړى
د درويش صيب او ځينو نورو معاصرو شاعرانو په شعرونو کې د جګړې ضد او سوکاله ژوند پيغام لرونکي شعرونه خورا زيات دي او پر خلکو يې له ژور اغېز نه سترګې نه شو پټولى.
د ادبياتو په ځانګړي ډول د شعر ژبه وچه کلکه او اخباري ژبه نه ده، شاعر د استعارې او تشبيهاتو يا نورو ادبي صنعتونو پر مټ د راز و رمز خبرې کوي او پيغام يې په الفاظو کې تلپاتې وي، دوى مخامخ يوه موضوع نه بيانوي، يوه موضوع له بلې زاويې را اخلي او د اصلي پيغام د ګڼو ضمني انځورونو او پيغامونو په مرسته وړاندې کوي.
دوى جګړه داسې انځوروي چې ددې انځورونو پر ليدلو له جګړې د خلکو زړونه تورېږي، بد يې ورنه راځي او يا که مينه او سوله د ښکلا په الفاظو کې رانغاړي، نو زموږ مينه ورسره دومره زياتېږي چې خپله په جګړه لعنت وايو.
د بېلګې په ډول پيرمحمد کاروان د جګړې بدۍ د طبعيت په ټپي انځور کې وړاندې کوي، مخامخ راته نه وايي، بدرنګۍ او ويرانۍ يې نه بيانوي، د جګړې د يوه انځور پر وړاندې کولو سره موږ ته له جګړې او تاوتريخوالي د کرکې او له سولې سره د مينې احساس راکوي.
مرغان دې راشي زموږ لپو کې دې ځالې وکړي
غرمو نښتر نه لري، کلى مو چنار نه لري
مينې ګيله په غريو نيولي انداز داسې وکړه
خلک په خپلو کارو بوخت دي په ما کار نه لري
د کاروان صيب دا، د بلال خوږه اذانه… او نور شعرونه سولې، مينه ناک او سوکاله ژوند ته ښکلې بلنه ورکوي چې د کاڼې په څېر زړونه هم نرمولى شي. په همدې ډول اروښاد ننګيال په ښکاري اشنا شعر کې ښکاري اشنا له ښکار او د ټوپک د ماشې له کاږلو منعه کوي، خو په ټوليز ډول له جګړې او تاوتريخوالي د شاعر کرکه او له طبعيت سره ژوره مينه انځوروي.
له شعر پرته د نثر په هنري ژانرونو کې هم دغه موخه په ښه ډول تر لاسه کېدلى شي، ځکه چې ډېر داسي نثري اثار اوعالي بېلګې شته چې د ټولنې فکري تګلورى بدلولى شي او خپل پيغام په پوره مهارت سره رسوي ، د عدم تشدد فلسفه بيان او پياوړې کوي.
که اديبان رښتيا هم وغواړي، نو د خپلو ادبي اثارو ژور او عاطفي اغيز ته په پام سره کولى شي چې عامه ذهنيت د سولې او ټيکاو لپاره عيار کړي، د جګړې او تاوتريخوالو د بديو انځورونه وړاندې کړي او د عامو لوستونکو تر څنګ جګړه مار هم د خپل کار له بديو او تاوانونو خبر کړي.
په نړيواله کچه هم به ادبياتو کې دا موضوع د پام وړ او مطرح ده، له همدې امله د نوبل نړوالې ادبي جايزې( نوبل) په برخه کې هم د ادبي اثارو لپاره يو معيار همدا دى چې اثر بايد بشري مشترکات او سوله ييز پيغام ولري، هر انسان په کې ځان وګوري.
د نوبل د ادبياتو کلنۍ او معتبرې جايزې ته به يو څه نور هم تم شو. د نوبل د نړيوالو پنځو جايزو څخه يوه هم د ادبياتو په برخه کې د (Nobel Prize Literature) جايزه ده چې هر کال د سويډن د اکاډمۍ له خوا يوه ليکوال يا شاعر ته ورکول کېږي.
خو څنګه چې ښکاري دا د نورو څلورو برخو تر څنګ جنجالي موضوع ده، ځکه چې اکثره ادبي اثار مشترک او ډېر سره نږدې پيغامونه لري او په داسې يوه مشترک تړاو او اړيکه کې د انتخاب مسئله ستونزمنه وي.
د بېلګې په ډول کله چې د لومړي ځل لپاره په ١٩٠١ لمريز کال کې د ادبياتو په برخه کې د نوبل نړيواله جايزه فرانسوي شاعر سولى پرودوم ته ده غه د ځانګړو شاعرانه ترکيبونه له امله ورکړل شوه،خو په همدې زمانه کې مشهور ليکوال او اديب ليوتولستوى هم ژوندى و.
اکثره کره کتونکو د سويډن اکاډمۍ پر دې ټاکنه سختې نيوکې وکړې او ټول پوهېدل چې ددې فرانسوي شاعر په پرتله تولستوى ددې جايزې وړ او مستحق و، ځکه خو زړه ماتې او خوابدي شول.
له دې نه په وروسته کلونو کې هم دا جايزې داسې ليکوالو ته ورکړل شوې چې اثارو يې د سويډن اکاډمۍ د اصولو له مخې نړيوال بشري پيغام او سوله ييز ژوند نه و پاللى، ځکه خو کارپوهانو او کره کتونکو باور درلود چې د نوبل اکاډمي بې پرې نه ده.
په همدې زمانه کې د ليو تولستوى، اميل زولا او مارک ټواين په څېر ستر ليکوال له دې امله د نوبل ادبياتو جايزې له ګټلو محروم شول چې ګني اثار يې د نوبل اکاډمۍ د بنسټګر د وصيت سره مغايرت لري.
بله خبره داده چې نوبل اکاډمۍ تل اروپايي ليکوالو ته زياته پاملرنه کوله او کوي يې چې په ځانګړي ډول فرانسوي ليکوال يادولى شو، په همدې ډول سويډن هم د ادبياتو په برخه کې ډېرې جايزې اخيستې دي.
تر ٢٠٠٩ کال پورې يواځې ٢٧ غير اروپايي ليکوالو ته د نوبل جايزې ورکړل شوې چې ځينې يې حتې د سياسي ستونزو او مصلحتونو په سبب د جايزې اخيستلو ته حاضر شوي هم نه دي چې د بېلګې په ډول يې روسي ليکوال باريس پاسترناک يادولى شو.
د نوبل جايزو په تاريخ کې هېڅ کوم ليکوال دوه ځله دا جايزه نه ده اخيستې، خو دوه داسې ليکوالان هم شته چې دا جايزې يې رد کړي دي، يو د ډاکټر ژيواګو د کتاب ليکوال باريس پاسترناک دى په ١٩٥٨ کال کې يې استګهولم ته د پخواني شوروي اتحاد پرمهال له سفر کولو ډډه وکړه او بل هم فرانسوي ليکوال ژان پل سارټر دى چې په ١٩٦٤ کال کې يې له دې امله د نوبل جايزه ونه منله چې په هېڅ رسمي جايزه او وياړ يې باور نه درلود.
د ادبياتو په برخه کې د نوبل د تاريخ تر ټولو ستايل شوى انتخاب وينسټون چرچيل و چې له وړاندې د سولې نوبل جايزې ته نوماند شوى و او په ١٩٥٣ لمريز کال کې د ادبياتو د نوبل ګټونکي په توګه وپېژندل شو.
پورتنۍ څرګندونې له اصلي موضوع سره تړاو ونه لري، خو موخه مې ورځينې دا وه چې ادب بايد په خپل ذات کې د انساني خير ښېکڼې، ژبې د پرمختګ او ساتنې او د انسان د پټو ښېګڼو د را برسېره کولو او معنوي بدرنګيو او ناوخوالو د توږلو او له منځه وړلو لپاره وپنځول شي.
هر وخت چې اديب دا موضوع( ټولنيزه سوله او سوکالي) د خپل اثر د يوې موخې په توګه په نظر کې ونيسي او جايزې او امتيازات له ذهنه وباسي، نو اثر يې نه يواځې چې تلپاتې کېږي، بلکې د کره کتونکو او خپله مخاطبينو له خوا ددې وړ ګرځي چې وستايل شي او جايزه ورکړل شي.
د ليکوال يا اديب تر ټولو ستره شتمني د هغه مخاطبين او لوستونکي دي، هر وخت چې دى ځان د هغوى په منځ کې حس کړي او د خپل اثر اغېز او پايله وګوري، نو همدا دده لپاره تر ټولو ستره جايزه او انعام دى.
——————————
د لیکوال ځینې نورې لیکنې:
سپین سترګی، بوطیقا، شاعر څوک دی؟ ، افغاني رسنۍ او نړیوالتوب، د محب هنر، هنر ادبیات…. ، مینه او غرور، پنځمه برخه، په ادبیاتو او هنر کې….، د ځان غم،ادبیات او تکنالوژي،قضايي لمونځ، د شعر کرکتر، په موضوع ټاکنه کې د اجمل ښکلي… ، پېغور، د مرغانو بیه، پر ګلونو مین شاعر، بله ورځ، ارواپوهنیزه….، افسانه او اسطوره، نازک الملایکه…، پټه خبره، د اسطورو مطالعه څه ګټه لري؟، شعریت څه دی؟ ، د شاعرۍ عروج او نزول، محمد اصف غمګین…،په شعر کې د کلمو ټاکنه، ننی مخاطب او ټولنیزې رسنۍ، د اوبو غوندي روانه شاعري، ادبیات او جادويي ریالیزم، د شعر تحلیل او تجزیه، زما مینه، د ښار ماڼۍ، د شعر فلسفه،وروستی فصل ، ادب او ټولنیز بدلون، ماشوم او پسه ، سوله او جګړه ،ارمان، لیکوالي، خنډونه او تجربېش، پر ځان کره کتنه ،ګُلدانونه ، ادبي نذکره او ادبي تاریخ ، استادانه لیکنه ، کلیشه يي ژوند، نړیوال ادبیات ، تږې سترګې