شاعر او ليکوال کوم اسماني موجود او د خپلې ټولنې له پولو وتلى او بهرنى وګړى نه دى. په ټولنه کې پيدا شوى، لوى شوى او پالل شوى، خو له ژوند او واقعيتونو خپل ژور درک او احساس د ټولنې له نورو وګړو دا توپير ورکړى چې پر ځان د ټولنې اغېز حس کړي او بيرته بيا خپله د يوه اغېزناک انسان په توګه راڅرګند شي.
په ټولنه کې به ډېرهيښ او مفکر وګړي له نورو لارو د خپلې ټولنې د سوکالۍ، بدلون او رغونې هڅې وکړي، خو د شاعر او ليکوال يا په ټوله کې د اديب کار او هڅه ځکه بريالۍ ده چې دى د خلکو له ذهن، احساس او عواطفو سره کار لري، روزنه ورکوي او خپلې موخې ته په اسانۍ رسېږي.
شايد د ټولنيز جبر پر وړاندې د نورو علومو او پوهنو خاوندان ملا ټيټه کړي، خو شاعر او اديب منفعل نه دى، بلکې خپله پر ټولنه د يوه اغېزناک او فعال موجود په توګه ځان څرګندوي. د نړۍ په تاريخ کې ډېر داسې ادبي اثار او اديبان شته چې نه يوازې تر ټولنيز جبر لاندې نه دي راغلي، بلکې له يوې مخې يې ټولنې او وضعيت ته هم بدلون ورکړى دى.
بله د پام وړ موضوع داده چې ادبي او ټولنيز چاپيريال د يوه او بل له اغېزې لرې نه شي پاتې کېدلى، فکرونه او ذوقونه ډېر ځله د ټولنيزو شرايطو او وضعيت تابع وي، له چاپيريال سره د شاعر او ليکوال اړيکه په ټولنه کې د ادبياتو د رول څرګندونکې ده. دى په خپله ټولنه کې دده د خوښې خلاف مادي او ټولنيز وضعيت باندې نيوکه کوي او د مبارزې لپاره چمتو کېږي.
اديب ته ګرانه ده چې په ټولنه کې د حاکمو ارزښتونو بهر قلم وچلوي، کوم ادبيات چې په داسې حالت کې رامنځته کېږي، د “ټپي شوو” ادبياتو نوم ورکړل شوى دی، دا ډول ليکوال د ټولنې د اخلاقي، فرهنګي او تاريخي ارزښتونو پر وړاندې له مسووليت سربېره د خپل وجدان پر وړاندې هم مسوول دى.
د ځينو پوهانو په اند شاعر او ليکوال له درېيو زاويو له خپلې ټولنې سره ژورې اړيکې لري: لومړى ليدلورى دا چې دى خپله يو ټولنيز فرد دى، په ټولنه کې ژوند کوي. دويمه اړيکه د هغه ادبي اثر دى چې د يوه ټولنيز فرد په توګه يې پنځولى او ټولنيزه منځپانګه لري.
درېيم دا چې د هغه اثر له چاپ او خپرېدو وروسته پر ټولنه اغېز کوي، ياني هم يې له ټولنې الهام اخيستى او هم د ځينو ځانګړو ټولنيزو کړنو په اړه نورو ته الهام ورکوي.
ځينې فيلسوفان او ليکوال د ټولنيزو خوځښتونو او فکري ودې د رامنځته کولو لپاره د خپلې کاري لارې په اړه اختلافات لري. ځينې وايي چې موخې ته د رسېدو لپاره يواځې تشريح او ستاينه بسنه کوي او اړينه نه ده چې ليکوال خپل ټولنيز باور او عقيده په روښانه ډول بيان کړي او په خلکو يې ولولي.
په دې برخه کې د ليکوال او شاعر کار ځکه ډېر ګران دى چې دى اړ دى څو خپله خبره يا مطلب داسې بيان کړي چې پر لوستونکو اوچت او سخت اغېز وکړي او خپله هغه اغېز چې په ده کې دى، د اثر له لارې يې د اثر د لوستونکي په وجود کې هم رامنځټه کړلى شي.
د ادبياتو او ټولنې ترمنځ د اړيکو بحث، د ادبياتو د ټولنپوهنې په برخه پورې اړه لري. د کره کتونکي دوکتور محمد صالح په وينا د ادبياتو په ټولنپوهنه کې لاندې موضوعات څېړل کېږي.
- د ادبي اثارو د منځپانګې بيان او څېړنه او د ياد شوو اثارو د رواني، ټولنيز او فرهنګي اړخ ژوره کتنه.
- د ليکنې يا پنځونې د کړنلارو، ادبې څېړنې د لارو چارو او ولسي ادبياتو څېړنه او د ټولنيزو اغېزو ارزونه يې.
- د اثارو د پنځوونکو د ټولنيز شخصيت د پېژندلو په موخه د نوو ادبي پنځونو څېړنه او کره کتنه.
- د ټولنيز وضعيت د پېژندنې په موخه د نوو پنځول شوو اثارو کره کتنه، ځکه چې همدا وضعيت د اثر د رامنځته کېدو سبب شوى.
- د ادبي اثارو د مخاطبان او لوستونکي، حجم او ټولنيز پوړ يې او په همدې ډول دهغوى هيلې او غوښتنې.
- د چاپ د عمليې، اقتصاد او چاپ د کولتور او کارکوونکو ارزونه او څېړنه.
بله مهمه خبره له خپلې ټولنې د هغه تجربه ده. د شاعر او اديب د تجربې په اړه ويل کېږي چې بايد طبيعي بڼه ولري، په همدې ډول د خپلې ټولنې په اړه هم بايد د هغه تجربه ټولنيز اړخ خپل کړي، ځکه خو خپل چاپېريال ته د هغه رېښتينولي د خپل چاپيريال نه د هغه د استازولۍ لومړۍ شرط ګڼل کېږي.
ادبيات نه يواځې چې له ټولنې اغېزمن دي، بلکه پر ټولنه هم اغېز لري، ځکه چې هنرونه يواځې د ژوند د بيا رغونې لپاره نه پنځول کېږي، بلکه ژوند ته شکل هم ورکوي.
ددې ترڅنګ ادبيات له ټولنې د اغېز تر څنګ په ټولنه کې د کولتور رامنځته کولو او ودې په برخه کې هم رول لري، په دې مانا چې د ادبي اثر پنځوونکى تل منفعل نه دى، بلکې د کولتور په رامنځته کولو کې خپله په فعالانه ډول هم برخه اخلي.
که د پښتو ادب د پخوانيو اثارو پاڼې واوړوي، نو زموږ دکلاسيک او لرغوني ادب نظم او نثر دواړه د عربي ژبې د کلماتو او ليکنې د طرز د اغېز زياتې بېلګې لري، لامل يې دادى چې د هغه مهال شاعرانو د خپل وخت مروج علوم په عربي ژبه لوستل.
د دوى له ډلې اکثره سره ددې چې شاعران وو، د خپل وخت پوهان او عالمان هم وو، عربي صرف- نحوه، فصاحت، بلاغت او نور دوديز فنون او علوم يې هم لوستي وو، ځکه خو دا د هغه مهال پر ادب د خپل وخت د ټولنيز اغېز ښکاره لامل بللى شو.
امير کروړځکه په خپله وياړنه کې د جګړې، پهلوانۍ، ځان ستاينې او تاوتريخوالي نه ډکې خبرې کړې، چې دده د زمانې ټولنيز وضعيت همداسې وو او د عالي ژوند او عالي شخصيت معيارونه په همغه ډول وو، نو ځکه خو هغه خپل زور او شخصيت په دې ډول انځور کړى دى.
فردوسي چې کله په خپله شاهنامه کې له غرونو، دښتو او جګړې د ډګرونو خبرې کوي، نو دا خبرې يې په پوره شور او ځواک سره کړې، خو د سيند د ستاينې په اړه يې شعرونه ډېر کمزوري دي.
دکتورمحمدصالح ددې لامل په اړه وايي چې د فروسي د ژوند په طبيعي چاپيريال کې غرونه او دښتې ډېرې وې، دجګړې ډګرونه تاوده وو، خو دا چې هلته کوم سيند نه و، نو د سيند ستاينه يې هم په ډېر کمزوري ډول کړې ده.
په همدې ډول پښتو اوسنۍ او لرغونې شاعرۍ کې هم د شاعر ټولنيز وضعيت او موقف درک کولى شو او راته ښکاري چې هېڅوک هم له دا ډول اغېز لرې نه دى پاتې شوى.
د بېلګې په ډول به د خوشحال بابا او رحمان بابا يادونه وکړو. د بښنې او انتقام په اړه دواړه متضاد نظرونه لري. د خوشحال بابا د يوه شعر مفهوم داسې دى که چې څوک دې په لښته يا ګوته نا حقه ووهي، نو ته يې سر پرې کړه او خپله مېړانه ورته څرګنده کړه. په يوه بل بيت کې وايي:
څو وانه خلي له غليمه انتقام
مرد نه خوب کا نه خوراک کا نه ارام
خو رحمان بابا بيا وايي:
شهيدان نه دي هغه خون فروشان دي
چې خوني ته خون بهانه كا معاف
ددې دواړو شاعرانو د ټولنيز موقف او د ټولنو د وضعيت په اړه د معلوماتو په درلودلو سره د هغوى د نظرونو په توپير پوهېدلى شو. خوشحال بابا د تورې او قلم څښتن و، د خپل قوم لپاره يې په مېړانه جګړې کړې وې، د تورې او جګړې مهارتونه يې زده و او د يوه جنګيالي په څېر جدي و، خو رحمان بابا ملنګ مزاجه انسان و، هغه له چا انتقام نه دى اخيستى او پر بښنه يې ټينګار کړى دى.
په دې وروستيو کې د پښتو اوسني شعر ته هم د معلوماتي ټکنالوژۍ او ساينس ګڼې کلمې راننوتې، د ډلټ، مسنجر، فېسبوک، ايمل، سکايپ، چټ، ټانک، الوتکې، موټر او … کلمې په شعر کې هم کارول شوې او موږ ته ځکه بدې نه ښکاري چې اوس ورسره په خپل ورځني ژوند کې عادت شوي يو، يا په بل عبارت زموږ د ژوند يوه برخه يې جوړه کړې ده.
په همدې ډول که په خپلو ټولنه کې پلټنه وکړو، ډېر داسې کسان په ځانګړي ډول ځوانان به ومومو چې کله کله د هغو داستانونو او کيسو د کرکټرونو پېښې کوي چې دوى لوستي او خوښ شوي يې وي، کله کله خو کوم کرکټر بيخي د خپل ژوند ايډيال کړي، د هغه په څېر کړه وړه، جوړښت او موخې غوره کوي.
له دې ټولو ښکاري چې نه يواځې ټولنه پر ادب اغېز لري، بلکې خپله ادبي اثارو يا ادبياتو هم پر ټولنه اغېز کړى دى او ډېر ځله يې د ټولنې په بدلون، ياني منفي او مثبت لور ته په رهبري کولو کې کارنده ونډه لوبولې ده.
د ادبياتو له سترو دندو څخه يو هم د ژوند له نېکو او غوره لار چارو سره د انساني اشنايي ده، اوچت ادبي اثار له ټولنې سره غښتلې او نه شلېدونکې اړيکې لري، د ټولنيزو او انساني ارزښتونو د ودې او بيان لپاره تر بل هر هنر او پوهې اغېزناک کار کولى شي.
که د ټولنو د کولتوري او ادبي تاريخونو پاڼې واړول شي، نو ښکاري چې اديبانو نه يواځې چې له زمانو راهيسې د خپل زمانې ټولنيز او سياسي وضعيت ته غاړه نه ده اېښې، بلکې د مزاحمتي ادبياتو د پنځولو له لارې يې ټولنه له خپل ناوړه برخليک خبره کړې ده.
ټولنيزمحدوديتونه د ادب او ادبيانو د مخنيوي پرځاى ادبيانو ته د کار او فعاليت احساس ورکوي او د نړۍ ډېر شهکار ادبي اثار د ټولنيزو محدوديتونو تر اغېز لاندې ليکل شوي او مشهور شوي دي.
دلته له ټولنې سره د ادب له اړيکې زما موخه مارکسيستي ادبيات يا د ادب په اړه مارکسيستي نظريات نه دي، ځکه چې هغوى د اثر په ټولنيز اړخ ددې لپاره ټينګار کړى چې اقتصادي او ټولنيز نظام د خلکو په شخصيت، فکر او ذوق جوړول کې اصلي دنده لري او د اثر تر ښکلا پيغام او مضمون مهم دي.
زما موخه دا وه چې ادبيات بايد د ټولنې ازرښتونو ته په پام سره، خپله ادبي او هنري ژبه او تر ټولو مهم دا چې د ادبي اثار ښکلا ته پوره پام وکړي او تش مضمون او پيغام ته مخه نه کړي، له ټولنې پردۍ او لرې شوى ادب په درد نه خوري او د ټولنې د وګړو په ښکلاييزه او فکري روزنه کې ونډه نه شي اخيستلى.
————————————-