ادبيات د انسان د فردي او ټولنيز ژوند يوه مهمه برخه ده. په ننۍ نړۍ کې به ډېره ګرانه وي چې زموږ د ژوند کومه برخه دې د معاصرۍ ټکنالوژۍ له اغېز لرې پاتې شي. که څه هم له ټکنالوژۍ او پرمختګ سره د سنتي مفکورو او دودونو د مخالفت جګړه اوږد تاريخ لري، خو وېښو ملتونو او ټولنو هڅه کړې چې همدا پرمختګونه د ژوند د هر ډګر پر ګټه وکاروي او پرمختګ وکړي.

 هغسې خو يوويشته پېړۍ د انسان د ذهن او خلاقيت د وړتيا څرګندېدو له اړخه تر اوسه پورې د بشر د تاريخ تر ټولو زرين دور دى چې انسان ته يې ډېر څه په لاس ورکړي او تر پخوا يې له خلکو او د خپل ژوند له نړۍ سره زيات نږدې کړى، د معلوماتو خزانو او علومو ته لاس رسى لري او د پوښتنو ځواب يې په اسانۍ سره موندلى شي.

   هغه څه چې دلته زيات مطرح کېږي د ټکنالوژۍ پر وړاندې د معنوياتو موقف او موازي پرمختګ دى چې له پرمختګ او ځلېدو سربېره يې پرې ځينې منفې اغېزې هم شته، خو په ټوله کې ويلى شو چې اوسني بوخت يا په بله اصطلاح ستړي او ماشيني ژوند د اړيکو او نږدې کېدو له ګڼو پرمختللو وسيلو سربېره هم انسان له انسان نه يو څه لرې کړى او تر منځ يې واټن په پراخېدو دى.

   اوسنى ټکنالوژي د اوسني ژوند لاسته راوړنه ده او د ژوند په ګڼو اړخونو يې هم اغېز طبيعي خبرده چې انکار او ورسره ضد کول به نه يوازې چې مناسب نه وي، بلکې له خپلو موخو او سيالانو مو شاته پاتې کوي، همدا پرمختګونه د انسان د حواسو د زيار او هڅو پايله ده، د هغه حواسو ته يې ځواک او پراختيا ورکړې.

     همدې ماشيني ژوند او له ساعت سره د ټولو چارو د تنظيمولو عادت، د انسان ذهني جوړښت هم تر خپل اغېز لاندې راوستى دى. د مفاهيمو روزنه، نوي مضامين، نوې ادبي پنځونې، يواځېتوب او طبعيت ته نږدې والى چې د نوو پنځونو او نظرياتو لپاره ژوند بښي، اوسمهال يې په نوې نړۍ کې يو څه رنګ بايللى دى.

   د ټکنالوژۍ له چټک پرمختګ او معلوماتي نړۍ د پراخېدو سره هم مهاله د نړۍ ګڼ اوسېدونکي په ځانګړي ډول د ټکنالوژۍ د توليدونکو هېوادونو وګړي دې ته اړ شوي، څو خپل ژوند ته د بيا کتنې احساس ورسره پيدا شي چې له دې ډلې يې ګڼ شمېر يو ځل بيا پخوانيو بېلابېلو مذاهبو او دودونو ته ستانه شوي دي.

   له دې پرمختګونو سره د اخلاقي ارزښتونو د ساتنې او پالنې په برخه کې هم وېره موجوده ده او ګڼ کسان چې د ټکنالوژيکو پرمختګونو سره يې خپلو ارزښتونو او اخلاقو ته شا کړې وه ، اوس اوس يې دا اړتيا هم حس کړې چې کورنۍ ژوند بايد وساتل شي او دولتونه بايد د ټولنې د سنتي اخلاقي نظام د ساتنې لپاره پام وکړي.

   دې تحولاتو د معنويت او اخلاقو سره يو ډول ټکر رامنځته کړي او ځينې فکر کوي چې انسان يې د يوې ماشيني وسيلې په توګه مطرح کړى، بله دا چې ځينې حرکتونو لکه همجنس بازي يا همدا ډول د جنين له منځه وړل او بشري بي قدري ددې سبب شوې چې دا موضوع بايد د ژوند او ټکنالوژۍ راتلونکي ته په پام سره عادي ونه ګڼل شي.

دلته يوه بله مهمه خبره هم ادبيات دي چې د اوسنيو ټکنالوژيکو پرمختګونو سره يې کومه بڼه خپله کړې، پرمختګ که شاتګ يې کړى دى او معنوي ارزښت او ټولنيز اغېز ته يې څومره پاملرنه شوې ده؟

رښتيني ادبيات تل د ملتونو د هيلو او ارمانونو انځورګري په ښه ډول کولى او خوندي کولى شي، ددې ترڅنګ د هغوى راتلونکو نسلونه ته د تېرې شوې ز��انې يو انځور پرېږدي او هنر او معنوياتو ته ژمن ادبيات د زمانې په بېلابېلو پوړونو کې رنګ نه بايلي او يو روښانه انځور يې له ځان سره ساتي.

خو د ادبياتو د پنځولو او ودې لپاره ټولنيز شرايطو خورا مهم او بې تاثيره نه شي پاتې کېدى، ځکه چې د ادبياتو لپاره ژبه په خامو موادو کې راځي او د ادبياتو د لېږد وسيله کېږي، خو همدا ژبه يوه ټولنيزه پديده ده چې له ټولنې پرته يې وده او حتى رامنځته کېدل نا ممکن دي، نو ويلى شو چې ادبيات هم د ټولنيز ژوند يوه مهمه برخه او د ودې چاپيريال غواړي.

لکه وړاندې مې چې وويل، ننۍ بې ساري ټکنالوژيک پرمختګ د انسان ژوند ته بدلون ورکړى، ددې بدلون يوه مهمه خبره په ډله ييزو اړيکو و وسايلو کې ده چې انسان په يوه شېبه کې د نړۍ له ګوټ ګوټ سره اړيکې نيسي، حال او احوال يې پوښتنې، له نوو پوهنو او تجربو څخه يې خبرېږي او پوښتنو ته يې ژر ځواب موندلى شي.

خو همدې پرمختګونو ورته قيدونه او بندونه هم رامنځته کړي، پخواني انسان د ژوند د ستړياوو له قيده ارام ذهن درلود، وزګار به و، خو دې وزګارتيا ورته دا ګټه هم رسولې وه چې د خپل ژوند او چاپيريال په اړه ډېر او ښه سوچ وکړي، په ډېر څه وپوهېږي او تر ټولو مهمه دا چې ارام او فارغ خيال او ذهن ولري، خو اوسنى ټکنالوژى انسان ته د اسانتياوو تر څنګ ستړيا او اضطراب هم ورکړى دى.

   نن به ګنې اسانتياوې ولري، د خپلو ادبي اثارو د خپرولو او تر خپلو مخاطبينو د رسولو لپاره هغه اسانتياوې لري چې پخواني انسان نه درلودې او د ټکنالوژۍ په برکت يې د خپل ادبي اثر له مخاطب سره اړيکه ټينګه شوې ده، خو همداسې وسايل او سببونه هم ډېر ځله ددې سبب کېږي چې د هغه پاملرنه له کيفيت نه بلې خوا ته واړوي او د کميت په جال کې را ښکېل شي.

ادبيات هم هغه څه دي چې په همداسې يوه ارام چاپيريال کې غوړېږي او پنځوونکى يى په کې په ښه ډول توانېږي چې خپل ژوند تفسير کړي، د ژوند په اړه خبرې وکړي او له ژوند نه خپل اخيستنې په همدې چوکاټ کې وړاندې کړي چې ډېرې يې شهکارونه او تلپاتې شي، ځکه د هغه ليدعادي نه وي او نه هم مهالنۍ او د وخت خبرې وي.

   ماکسيم ګورکي د ادبياتو د موخې په اړه دي وې پوښتنې په ځواب کې ويلي دي:((د ادبياتو موخه داده چې له انسان سره د ځان پېژندنې په برخه کې مرسته وکړي او پر خپل ځان ايمان پياوړى کړي، د نورو خلکو په وجود کې له بدرنګيو سره د مبارزې او حقيقت ته ميلان وروزي، وکولى شي چې په هغوى کې نېک اوصاف پيدا کړي، د هغوى په روح کې پاکي، غرور او مېړانه را ويښه کړي او بالاخره هغوى ته ددې وړتيا ورکړي چې ځان د ښکلو خلکو په بڼه راڅرګند کړي او کولاى شي چې خپل ژوند له ښکلا سره همغاړى کړي…))

نورو شاعرانو او ليکوالو هم د ادبياتو دنده د ژوند ښکلي کول يا ښکلا ګڼلې ده. ځکه خو وايو چې دا ټول د ادبياتو او په ژوند کې د معنوي اړخ د پياوړي کولو او انسان ته د نېکمرغو او ښکلاوو د ورپه برخه کولو لپاره په اديب پورې اړه لري چې د سوکالۍ او ښکلا دې ناوې ته څه ډول جامې ور اغوندي.

 په افغانستان کې چې ټکنالوژي د نورې نړۍ غوندې ډېره نه ده عامه شوې او دا پرمختګونه يوازې تر ښارونو پورې محدود دي، خو بيا هم افغان ليکوالو او ��اعرانو د ادبياتو په غوړېدو او ادبي هلو ځلو په ګړندي کولو کې زياته ونډه اخيستې ده.

اوسمهال په کورنيو او نړيوالو پښتو ژبو غږيزو او انځوريزو رسنيو کې ګڼې داسې ادبې خپرونې لرو چې د شعر او ادب لپاره چوپړ کوي، د ليکوالانو نوي اثار او تجربې تر يو بل پورې رسوي، نظرونه او نقدونه يې هم ژر تر لاسه کولى شي چې دا خپله د ادب لپاره يو مهم او ګټور ګام دى.

   پخوا چې معلوماتي ټکنالوژي په افغانستان کې نه وه دود شوې، حتى زموږ د ادبياتو له اوسنۍ دورې مخکې په ټولو دورو کې دا ډول اسانتياوې نه وې، نو د شاعرانو شعرونو او د ليکوالو ليکنې تر ټولنې پورې نه رسېدلې، خپل ټولنيز اغېز او پيغام يې نه شوى خورولى، ډېر دېوانونه او شعرونه د شاعرانو په ژوند نه دي چاپ شوي.

نن چې موږ د نړيوال جال( انټر نټ) په برکت د خواله او ټولييزو رسنيو په زمانه کې ژوند کوو، نو د شاعر تازه ليکل شوى شعر او کيسه شېبه وروسته په ويبپاڼه او خواله شبکه د هغه سلګونو از زرګونو مينه والو ته رسېږي.

پخوا چې خپرونې محدودې وې، چاپي او غږيزې رسنۍ هم په نشت حساب وې، نو شاعر او ليکوال خپل اثار له ځان سره ساتل او د خپرېدو کومه وسيله يې نه وه، که به وه هم نو هغې خپله پاليسي او سانسور درلود، خو د ويبپاڼو او نورو خواله رسنيو په عامېدو سره ، نه يوازې چې وخت ناوخت د اثارو په خپرولو کې د هغوى لاس ازاد شو، بلکې د سانسور او نورو شرايطو له قيدونو او بندونو هم راووت، دې چارې د مځپانګې په رنګارنګۍ کې خپل رول ولوباوه.

ليکوال او شاعر بېرته د خپل مخاطب غبرګون، نيوکه او نظر تر لاسه کولى شي، د چاپ صنعت او ويبپاڼو د پراختيا سره خپل اثار وخت په وخت خپروي او له خپل مخاطب سره په يوه پراخه نړۍ کې له نږدې نه مخامخ دى.

همداسې د خپلو معلوماتو د غني کولو او د نورو ليکوالو د لوستلو په برخه کې کتابونو او برېښنايي کتابتونونو ته لاس رسى اسانه او حتى وړيا شوى دى. ليکوال کولى شي چې په بېلابېلو اثارو کې د خپلې خوښې مضامين او معلومات، هره پاڼه او پراګراف په اسانۍ سره پيدا او ګټه ترې واخلي چې دا کار د هغه کار اسانوي او د وخت ضايع کېدو مخه يې نيسي.

خو بل خوا ته که فکر وکړو، همدې ټکنالوژيکو پرمختګونو او له منډو ترړو ډک ژوند له هغه نه د فراغت او رياضت وخت اخيستى دى، دى مجبور دى چې د خپل مخاطب لالهاند او بوخت ژوند ته په پام سره د مضمون( شعر او نثر) لنډون په پام کې ونيسي، ځکه اوس څوک د اوږدو کرښو د لوستولو وخت او حوصله نه لري.

اوس اوس د پښتو ادبياتو د شعر په برخه نوى رواج شوى شعري ډول( لنډکى شعر) د همدې اړتيا يو محصول دى، په دې مانا چې دا شعر د وخت لنډون ته په پام سره د شاعرانو تر منځ رواج شوى او عام شوى، بله دا چې په خواله شبکو کې لوستونکي ورڅخه نه ستړي کېږي او په اسانۍ سره يې لولي، ممکن د وخت په تېرېدو او د معلوماتي ټکنالوژۍ په پراخېدو سره نور ادبي ژانرونه هم رامنځته شي.

ادبيات د تاريخ په اوږدو کې په زياته اندازه د ژوند د نورو ټولنيزو زاويو تر اغېز لاندې هم راغلي دي. د بېلګې په ډول سياستوالو تر ډېره ادبي مضامين کنټرول کړي او اقتصادي ستونزو شاعران او ليکوالو د ليکوالۍ د هنر او شاعرانو جوهر له رېښتيني ځلا لرې ساتلي او په محدوديت کې يې ژوند کړى.

     په پاى کې بايد ووايو چې هر ټکنالوژيک پرمختګ منفي او مثبت اړخونه دواړه لري، له دې موضوع هېڅوک انکار نه شو کولى چې دا بهير مخ پر وړاندې روان دى، د نن ټکنالوژي به سبانيو نوو پرمختګونو سره وخت تېره( پخوانۍ) وي، نړۍ مخکې روانه ده او موږ چې ادبيات د ژوند يوه مهمه برخه بولو، نو اړينه ده چې اديبان او ادبيات هم ځان ورسره عيار کړي او د نورو ټولنيزو علومو په څېر ددې وسايلو په برکت خپله څېره وښيي.

   دا په ادبيانو پورې اړه لري چې معلوماتي ټکنالوژي او نورې اسانتياوې څنګه د خپلې ژبې او ادب د غوړېداو او پرمختګ په ګټه کاروي، نن چې پښتو ژبه د کمپيوتر او برېښنايي وسايلو ژبه ده، نو ادبيات هم بايد په دې وسايلو کې خپل مينه وال او مخاطبين ورک نه کړي، بايد له ژوند سره موازي مزل وکړي او له خپل ار او اصيلي ښکلا سره اړيکه هم هېره نه کړي.

پاى

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *