د ادبیاتو او ژورنالیزم په اړه په ځينې نورو لېکنو کې هم بحث شویدی، پدې لېکنه کې غواړم د ادبیاتو او ژورنالیزم پر بحثونو باندې تم شو چې دا دوه علمونه په ځانګړې ډول په څه شي بحث کوې؟ که څه هم دا به مطلقه نه وې؛ چې ووایو ژورنالیزم په ټولنه او ادبیات په فرد بحث کوي. خو په نسبي ډول کولای شو ووایو چې ژورنالیزم ټولنیز او ادبیات فردي علم دی.
ادبیات او ادبي لېکنې زیاتره د فرد سره کار لرې . ادبي ژانرونه زياتره فردې کېسې ر اخلې او په فردې کیسو، لېکنو کې کله کله لوی شهکارونه راوپنځيږې. چې تر ډېره په ولس کې سياسي انقلابونو ته زمینه مساعده کړي. چې ډېر کله د لیکوال او شاعر د مرګ وروسته دا انقلابونه رامنځته کېږي او یا داسي کېږي چې شاعر او لېکوال مړ شي خو لیکل شوی اثر یې د نوبل یا بله لویه جایزه وګټې چې دا کار ډېر ترسره شوی.
 ددې له پاره چې پدې په دقیق ډول پوه شو چې رښتیا ادبیات د فرد سره کار لرې ؟ ددې خبرې د ثبوت له پاره   اړینه بریښې چې  ادبي لېکنو ته پام وکړو شعر او نثرې ادبيات لکه: لنډه کېسه ،رومان ،ناول، ادبي توټه او نورې ټولې ادبي لېکنې یوازې له یوه کرکټره راڅیږي؛ او یو کرکټر د کېسې د هېرو په څېر په ټول مسایلو کې په مستقیم او غیر مسقیم ډول شریک وې.
خو ژورنالیزم لکه څنګه مو چې وړاندې وویل ټولنیزو مسایلو ته پام کوي او ژورنالیزم تر ډېره ټولنیز علم بللی شو؛ دددې له پاره چې دا هم ثابته شي چې رښتیا هم ژورنالیزم پر ټولنیزو مسایلو پام کوي نو ضرور ده چې د ژورنالیزم ژانرونو ته پام وکړو خبر، مرکه، مقاله او ګزارش  تر هغې نه لیکل کېږي. تر څو چې یو ټولنیز منفی یا مثبت حرکت نه وې راپیدا شوی،  خبر چې د ژورنالیزم لومړنی خښته بلل کېږي تعريف یې هم همدا دی؛ چې ((هره هغه نوې زړه او راتلونکې پېښه چې د زياتو خلکو پر ژوند اغېز ولرې خبر بلل کېږي.
))
ادبیات که څه هم په فردی مسایلو بحث کوي ؛ خو همدا فردي مسایل دومره غمجن کوي چې  د يوه عادي مين کېسه داسي غمجنه کړې؛ چې له سترګو به دې اوښکې وبهوي د اوښکو دغه داره د وطن، دين، وينې او مذهب پر بنياد نه بلکې د هغه عاطفې د جټکې له امله رامنځته کېږې چې د ادبياتو د قوت په پايله کې منځته راځې.
 مونږ تاسو ډېر سریالونه، فلمونه، کېسې او نور وینو چې نه یې هېرو زمونږ سره مذهبي تړاو لرې نه وطني او نه ملي خو بیا هم د سریال، ډرامې د کتلو او د کیسو او نورو نثري ادبیاتو د لوستلو پرمهال ایکټر او د کیسې هېرو تر ټولو ځانته نږدې حس کوو چې په هره بده پېښه چې د کېسې کرکټر او  فلمي اکټر ته پېښیږي دردیږو. چې دا د ادیب او لېکوال کمال بللی شو.
 خو ژورناليزم بيا په انسان کې د ملت پالنې جذبه يا وژني يا ځواکمنوي. .ځکه ژورناليزم د ادبياتو په شان د زړه عاطفې او مينې علم نه دی؛ ژورناليزم  د ستراتيژيو پاليسيو او سياستونو پر وړاندې تګلاره جوړوې چې ملت او نړۍ کومې خوا بوځې؟!په اکثره اخبارونو غږیزو او تصویري رسنیو کې یوه پالیسي موجوده وې ؛ چې کومو مسایلو ته د کومې زاویې وګورې ؟!
د مرکه کوونکې څخه کوم ډول پوښتنې مطرح شي؟ دا که څه هم زیاتره د ژورنالست خپلې پوښتنې وې؛ خو د رسنی پالیسي پکې مجبور دی چې مراعات کړې .
 
په ادبیاتو کې اکثره د هغه لیکوال لېکنې او شعرونه د خلکو د ډېر هرکلي سره مخ کېږي؛ چې خپلې سیمه ایزې تجربې د خلکو سره شریکوي، د خپل وطن د یوه عادي کس د مینې فریاد مونږ ته منعسکوې؛ د هغه د زړه خبرې مونږ سره شریکوې، هغه څه چې دده  په باطن کې ګرځې هغه مونږ ته وایې: چې د بېلګې په توګه د رحمان بابا دا دوه بیتونه راوړلی شو.
 
معشوقي د عاشقانو دين ايمان دي
زه به چا لره خپل دين ايمان ورنکړم
که د يو ځلې دا زلفې په لاس راغلې
يو ويښته به دې په درست جهان ورنکړم
 
 
دا دوه بيتونه سره له دې چې د عمر په لحاظ  د پيړيو بلل کېږي ؛ خو اوس هم زمونږ پر زړه پاچاهې کوې؛
 
 
خو ژورنالستېکې لېکنې چې زړې شې بيا د تاريخ بڼه ځانته غوره کوې؛ چې خلک يې بيا د ژورنالستيک ژانر په توګه نه؛ بلکې د تاريخ په توګه لولې او اورې. ژورناليزم سيمه ايزو تجربو ته نه بلکې مهمو پېښو او کېسو ته ارزښت ورکوې؛ په هېواد کې د بيا رغونې ،ارزانۍ او نور مهم خبرونه چې د نړۍ په کوم ځای کې وې د خلکو توجه ځانته اړاوې. کله چې په هرات او مزار کې تېل ارزان شې د پکتيا پر خلکو اغېز لرې؛ ځکه دوی فکر کوې؛ چې هلته تېل ارزان شې دلته هم  ارزانېزي.
 
او که خدای ناخواسته په سلنګ کې موټر تکر وکړې، د کندهار او بدخشان پر خلکو او ډرايورانو هم اغېز كوي، دوی هم دېته اړ کوې چې د ډرایوری پرمهال اختیاط وکړې؛ تر څو هم ځان بچ کړې هم په موټر کې ناست کسان نو دې ټولو خبرو ته په کتو نو ويلای شو چې ادبيات فرد او ژورناليزم ټولنې ته ارزښت ورکوې. د ادبياتو او ژورناليزم په اړه دا خبرې د رياضي حساب نه دی؛ چې  ۲+۲ څلور کېږي دا یوه مطلقه خبره نه ده بلکې دا يوازې يوه نقطه ده؛ چې ددې  دوه علمونو مسیر مونږ ته راښایې چې کوم علم په څه شي او کوم یې په څه شي بحث کوي؟
 
 کېدی شي،څوک ووايې که ژورناليزم تولنيز علم وې؟
 نو بيا د بام څخه د راغورځېدلې والي، وزیر مخترع یا بل چارواکې  پېښه ولې د خبر په بڼه خپريږي؟
 زمونږ ځواب بايد داوي؛ چې پورته یاد شوي چارواکې عادی کسان نه دي؛ ددوی سره د یوې لویې اجماع خلکو ژوند تړل شویدی. او د سیاست د ځنځیر کړی بلل کېږي. مخترع  بیا د یوې لویې کتلې خلکو د ژوند د بدلولو له پاره کار کوې. نو دوی که یوازې هم دي خو د ډېرو خلکو پر ژوند مستقیم اغېز لرې نو ځکه دا فرد نه؛ بلکې یوه دریمه کټګورې خلک بللی شو؛ چې د فرد او اجماع ترڅنګ کار کوي.
 
که د شاعر  او اديب په اړه څوک وپوښتې چې ولې په يوه نيمه کېسه کې يو ګروپ، حکومت
يا يوه ډله د کېسې، ناول، رومان او ډرامې اتلان وې؟
زمونږ ځواب بايد  دا وې؛ چې هر څومره ډېر کسان چې د کېسې د کرکټر په توګه په کېسه کې وړاندې وروسته کېږي خو  اصلي کرکټر بيا هم يو تن وې. دا نور واړه کرکټرونه هر څومره چې لوی هم شي په کېسه او نورو اړوندو ادبي برخو کې د اصلې کرکټر ځای نه شي نېولی.
 
نو له همدې امله زمونږ پخوانی خبره چې د ادبياتو د علم په اړه مو کړې وه. نور هم حقيقت ته نږدې کېږي. او دا ويلای شو چې ادبيات زياتره په فردي مسايلو راڅرخيږي. او ژورنالیزم بیا ټولنیزو مسایلو ته ترجیح ورکوي.
 
فیض الله  غمخور خوست

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *