ضمیر څار

د ملګري ميوند شينواري د فيسبوک پر وال لولو چې ډاکټرغلام سرور ظهير د کاظم خان شيدا د دوو بيتونو تشرېح غوښتې او د شينواري په خبره احسان الله درمل يې خورا ښکلې او منطقي تشرېح کړې: 

ډاکتر صاحب غلام سرور ظهير د کاظم خان شيدا د لاندې بيتونو تشريح غوښتې وه او درانه ملګري ډاکتر احسان الله درمل يې خورا ښکلې او منطقي تشريح کړې ده. دلته لومړی بيتونه او بيا د درمل تبصره کټ مټ لوستی شئ.

دواړه وروځي يې موجونه شول نظر کا
چي مرور زما د سترګو په درياب کا

که واښه د کهکشان نيسي په خوله کي
د اسمان فتنه به درست عالم خراب کا

درمل د دې بيتونو خورا ښکلې او منطقي تشرېح څنګه کړې؟ له کومې تيورۍ څخه يې ګټه اخيستې؟ د دې دواړو پوښتنو ځواب ته به وروسته راشو؛ خو اوس غواړم په همدې مورد ځينې خبرې وکړم: مونږ لا هم له کوم شعر سره مخامخېږو، پوښتنه مو دا وي چې دا شعر څه مانا؟ په بله وينا، مونږ لا هم د ادبياتو په بحث کې د دې پوښتنې په پړاو کې قرار لرو: 

ادبيات څه مانا؟ 

که له دې يو قدم وړاندې تللي يو، هغه پوښتنه دا ده چې: 

ادبيات څه دي؟ 

دا دوه پوښتنې اساسي دي او کله به هم خپل ارزښت له لاسه ورنه‌کړي خو د ادبياتو په بحث کې يو شمېر نورې پوښتنې هم مطرح شوي: 

دا شعر چا ته څه مانا ورکوي؟ 

دا شعر ولې دا مانا ورکوي؟ 

څوک غواړي دا مانا ځني واخلي؟ او د څه لپاره؟

We still ask ‘what does it mean?’ when we read a poem or novel or see a play. But we have additional questions. We ask ‘what does it mean to whom?’ And ‘why does it mean what it means?’ Or, more specifically, ‘who wants it to have this meaning and for what reasons?’ As we will see, such questions do not diminish literature. On the contrary, they make it even more important.

دا پوښتنې له هغه وروسته رامنځته شوې چې په شلمه پېړۍ کې يو زيات شمېر تيورۍ ادب ته راننوتې: فورماليزم، سترکچرليزم، پوست‌سترکچرليزم، ديکانسترکشن، فيمينيزم، کالونيل، پوست‌کالونيل، فينامينالوژي او دا لېست اوږد دی. 

په همدې خاطر، هانس بيرتن ليکي: کله چې يو متن تعبيروو همېشه يې له يوې تيوريکي ليدلوري تعبيروو—که پرې خبر و او که نه. 

They would argue that when we interpret a text we always do so from a theoretical perspective, whether we are aware of it or not, and they would also argue that theory cannot do without interpretation.

مثلاً، ډاکټر درمل د شيدا بيتونه د يوې تيورۍ له مخې تعبيروي چې ممکن خپله پرې خبر وي او يا نه.

په دې ليکنه کې به د ادبياتو اړوند دويمه پوښتنه—ادبيات څه دي—لږ وسپړو: څه شی ادبيات له غيرادبياتو بېلوي؟ ولې د بيولوژۍ، فزيک، کيميا، تاريخ او جغرافيې اثار ادبيات نه‌بلل کېږي؟ 

زمونږ د ادب‌پوهنې او د ادب‌تيوري اثار د دې پوښتنې ځواب داسې کوي: ادبيات هغه ليکلي او ناليکلي اثار دي چې هنري ارزښت ولري. دا تعريف به خپلې ښېګڼې لري خو زه يوې ستونزې ته اشاره کوم: يو مجهول (ادبيات) په بل مجهول (هنر) راپېژني—مونږ که ادبيات نه‌پېژنو، هنر هم ډېر نه‌پېژنو. 

د هنر په باب له لټون وروسته د استاد حبیب الله جاج پښتون‌زوی له ليکنې سره مخامخ شوم چې په ټول-افغان سايټ کې نشر شوې او د هنر په باب د ویلیم موریس په حواله ليکي چې د هغه “په عقیده هنر د غږونو ، کلمو ، رنګونو ، شکلونو، حرکاتو یا نورو عناصرو يو داسې شعوري تولید او منطقي ترتیب ته وایي چې د انسان د ښکلا پر احساس مثبته (مطلوبه) اغېزه وکړي.” 

که د هنر په باب دا خبرې په پام کې ونيسو، زمونږ د ادبیاتو تعريف داسې کېږي: هغه ليکلي او ناليکلي اثار چې د عناصرو توليد يې شعوري وي او منطقي ترتيب ولري او د انسان د ښکلا په احساس مثبته اغېزه وکړي.” 

مثلاً تاسې د ګل پاچا الفت صاحب دا ليکنه وګورئ او په دې کې يوازې يوه هنر ته توجه وکړئ: د داسې ترکيبونو راوړل چې په لفظي لحاظ هماهنګي لري—يا يې لومړي غږونه ورته دي، يا د منځ او يا هم په يو بل ډول مشابهت لري. 

سرليک: قوي او ضعيف

د دنيا دود او دستور خو دا دى چې زورور به کمزورى وهي او ضعيف به د قوي له لاسه په عذاب وي، مګر په کورونو کې د مينې او محبت تقاضا بل راز ده. هلته يو کوچنى ماشوم خپل مشر ورور په څپېړو وهي او هغه ورته خاندي يعني له ټولو نه کمزورى په ټولو زورور دى.

ماته دغه کورنى دود او دستور ډېر ښه ښکاري او له خدايه غواړم چې دا رواج عام شي. په دې پوهېږم چې په هر کاله کې همدغه حال دى او په هره کورنۍ کې کوچنيان په لويانو زورور او زړور دي.

د ګبر او ترسا په کاله کې هم د کوچنيانو زور چلېږي او جوړ د ناجوړه په مخکې منډې وهي مګر چې له کورونو نه دباندې وګورو نو بيا قوي پر ضعيف مسلط دى. د دنيا طبيعي قانون همدغه دى چې غټان او لويان به په وړو او بېوزلو سوک او څپېړه پورته کوي او د قوت خاوند به هېڅ تحمل او حوصله نه لري. 

د دغه ظالمانه قانون د ماتولو لپاره چې پاک خداى څه شى پيدا کړ هغه مينه او عاطفه ده. د مينې او محبت په نړۍ کې ضعيف او کوچنى د لوى او قوي تر څپېړو لاندې نه دى، بلکې کوچنيان په لويانو حکومت کوي او د وړو پادشاهي ده.

مونږ ښځه عاجزه بولو، مګر مينې او محبت ډېر زورور او پياوړي د دوى د خوښې او رضا تابع کړي دى.

څنګه چې په زړه زمانه کې دېوان د ښاپېريو تابع وو اوس هم د قوت او قدرت خاوندان د دغه ضعيف او لطيف جنس په مقابل کې ډېر ضعيف معلومېږي.

که عشق او مينه په مينځ کې نه وي نو د دېو او ښاپېرۍ زور هېڅکله برابر نه دى او يو ماشوم هېڅ وخت د سپين ږيرو په ږيره لوبې نه‌شي کولى او نه د مشرانو پر اوږو سپرېدلى شي.

يوه ورځ يوه ماشوم يو غټ سړى له لمنې ټينګ نيولى و او کاله ته يې په زوره بېوه هغه خپله لمن د ده له لاسه خلاصه نه‌کړاى شوه، که څه هم د ده زور او د هغه زور برابر نه و. د ماشوم مينې او محبت د ماشوم په پنجو کې دغه قوت ايښى و چې يو لوى سړى یې ځان پسې راښکوده او هغه هم ځان نه‌شو خلاصولى.

که زما فکر صحيح وي نو قوت او قدرت هماغه د پخوا زمانې دېو ده او مينه هماغه ښاپېرۍ ده چې دېوان يې له فرمان لاندې و.

که د مينې او عاطفې ماشوم د هر څنګه لوى سړى ګرېوان ته لاس واچوي يا يې لمن ټينګه ونيسي څوک ترېنه ځان نه‌شي خلاصولى ځکه چې دا قوت په ټولو قوتونو زورور دى.

زه مينه او عاطفه د زور او قوت په مقابل کې ځکه ماشومان بولم چې زور او قوت ډېر پخوا پيدا شوى دى او انساني عاطفه، انساني رحم او شفقت وروسته پيدا شوه، يعني هماغه شان چې فرعون له موسى نه د مخه دنيا ته راغى، حيواني غرايز هم له انساني عواطفو نه ډېر پخواني دى او د عمر په لحاظ عواطفو ته کوچنيان ويلى شو، مګر دې کوچنيانو ته پاک خداى هغه قوت ورکړی دى چې فرعونان ترېنه په خوب کې هم وېرېږي او بد بد خوبونه ويني، که څوک په دنيا کې د صلح او سالم غوښتونکى وي او غواړي چې د ناروا او ظلم مخه ونيسي نو يوه داسې اختراع په کار ده چې د عشق او مينې له عنصر نه په کې کار واخيستل شي.

دا اختراع د دماغ کار نه دى، د زړه کار دى او د زړه توجه ته ضرورت لري. په دې باب کې ساينس او تخنيک ته رجوع نه ده په کار، دا افتخار که هر وخت دنيا ته حاصلېږي نو د شعر او ادب په لمن کې به وي او د زړونو مملکت کې به پيدا شي.

تاسې کړای شئ دا تر پايه وګورئ او تر ما لا ډېر دقت وکړئ او ممکن لا ډېر او ښه شباهتونه پيدا کړئ. يا، د الفت صاحب په نثر کې معنوي شباهتونه وګورئ: عواطف ماشومانو سره ورته کول او زور او قوت له لويانو سره او حسن‌التعليل يې دا دی چې عواطف وروسته پيدا شوي دي. د دې خبرې د لا ښه پخلي لپاره يې د فرعون او موسی مثال راوړي. 

ايا ادبيات همدغه دی؟ له الفاظو سره لوبې کول؟ داسې الفاظ يو تر بله راوړل چې هماهنګي ولري او د چا په غوږونو ښه ولګېږي او داسې معنوي تړاو پيدا کول چې زمونږ ذهن يې، لږ تر لږه، يوه شېبه ومني؟ شايد، زمونږ له مخکني تعريفه همدا هدف وي—د ليکنې عناصر شعوراً داسې منطقي ترتيب شوي چې زمونږ د ښکلا پر احساس اغېزه کوي. 

مګر دا کار په ورځنۍ محاوره کې نه‌کوو؟ مونږ هره ورځ نه‌وايو چې “په اوسنۍ زمانه کې يا زور ولرې يا زر؟” زور او زر، لکه د الفت صاحب په نثر کې، لفظي شباهت لري. په دې ډول، د ادبياتو او روزمره خبرو اترو تر منځ تفاوت څه دی؟ مونږ او تاسې په دې هم پوهېږو چې په خلکو کې داسې جرګه‌مار او خبريال کسان شته چې خبرې په زور او زېر کوي او مجلسونه پرې ګرم وي؟ ايا دا خلک بيا اديبان دي؟ 

که له هنره مراد دا وي چې ليکنې—مثلاً لنډې کيسې، ناول او رومان—دې پيل، منځ او پای ولري او په مناسبو الفاظو ليکل شوي وي، د ليکوالۍ اصول په کې مراعات شوي وي. ايا تاريخي ليکنې، يا نورې څېړنيزې ليکنې، دا ځانګړنې نه‌لري؟ پيل، منځ او پای نه‌لري؟ بيا نو د ادبياتو او غيرادبياتو تر منځ توپير په څه کېږي؟ شته کرښې له لږ غور او دقت وروسته لا نازکه او کمرنګه کېږي. 

د هنر د لفظ يو بل ممکن تعبير تخليق دی—په بله وينا، د تخیل په مرسته يو نوی انځور يا کيسه رامنځته کول. که اوس مخکني تعريف کې ګوتې ووهو، داسې کېږي: ادبيات هغه ليکلي او ناليکلي اثار دي چې د تخيل په مرسته رامنځته شوي وي—يا تخيل ولري. 

تخيل يو بل مجهول دی. احسان‌ الله درمل په شعرستان کې تخيل په دوه ډوله بللی دی: يو، هغه چې سترګې پټې کړو او خپل ليدلي څيزونه او ځايونه په ذهن کې تېر کړو. دويم، د خپلو ليدليو څيزونو او ځايونو له منځه دوه يا ډېر داسې څيزونه چې ظاهراً له يو بله متفاوت او لرې دي، د يو شباهت له مخې سره ورته کړو او په نتيجه کې داسې څه رامنځته کړو چې نظير يې په نړۍ کې نه‌وي—او وايي چې همدا د دويم ډول يې د ادبياتو ځانګړنه ده. مثلاً: 

دا زما د قاتل لاس دی نه‌پوهېږم

که تر باغ وتلی ښاخ دی د سرو ګلو

حمید مومند، که مې اشتباه‌ کړی نه‌وي، د خپلې مينې په نکريزو سور لاس د سرو ګلو ښاخ بولي. په نړۍ کې د ګلو څانګې شته او په نکريزو سره لاسونه اما د ګلو له ښاخه جوړ لاس نه‌شته—دا د تخيل په مرسته رامنځته شو. 

اوس که مونږ دا ډول تخيل د ادبياتو ځانګړنه وبولو، هغه شعرونه څه کېږي چې دا ډول تخيل په کې نه‌شته؟ مثلاً، په معاصرو شاعرانو کې هميم جلالزی داسې شاعري ډېره لري چې د لومړی ډول تخيل په کې کارول شوی—یعني په شعرونو کې داسې انځورونه نه‌شته چې له وړاندې په نړۍ کې نه‌وي؟ يا لنډې کيسې او ناولونه، چې فيکشن بلل کېږي، او لومړی ډول تخيل لري؟ ايا دا ډول شعرونه او لنډې کيسې او ناولونه له ادبياتو ووېستل شي؟ يا که دا لومړی ډول تخيل هم د ادبياتو ځانګړنه وګڼل شي—مثلاً هغه څه وليکل شي چې عملاً ترسره شوي نه‌وي—بيا يونليکونه، ځان‌پېښې، آټوبيوګرافي، تاريخي ناولونه او نور ورته ژانرونه له ادبياتو وېستل کېږي؟ 

په شعرستان کې د دا ډول شعرونو بحث هم راغلی چې تخيل نه‌لري—يا ښه ده ووايم لومړی ډول تخيل ‌لري—مثلاً د دروېش دراني دا بيتونه: 

زړه مې درد کوي له زړه ورپسې ژاړم

دښمنان چې مې وي مړه ورپسې ژاړم

بېلتانه يم داسې حال ته رسولی

يار د بل درومي او زه ورپسې ژاړم

ما د يار دغه غوښتنه هم پر ځای کړه

نه يې نوم اخلم او نه‌ ورپسې ژاړم

اما دا بيتونه، لکه د کتاب ليکوال په قول، له عاطفې مالامال دي—زړه‌سواندي مو راپاروي. 

همدا چې يو څه مونږ خوشحاله کړي، خفه کړي، زړه‌سواندي، هياجان، غوسه، کرکه او نور ورته ذهني حالتونه را کې پيدا کړي، عاطفه ده. پرېږده چې يو بل مثال کې يې درته واضح کړم: که تاسې له ليرې وينئ چې زوی يا ورور مو له چا سره لاس او ګرېوان دی—سوکان وارېږي—غبرګون به مو څه وي؟ وار د واره څه کوئ؟ منډه اخلئ او ځان ور-رسوئ، دفاع يې کوئ او يا لږ تر لږه له نورو يې خلاصوئ. په داسې يوه صحنه کې مونږ د منطقي فکر کولو مهلت نه‌لرو. انسان، چې په لومړيو کې په ځنګلونو کې ژوند کاوه، له دښمن سره خوله په خوله و، په هغه وخت کې چټک غبرګون ته اړتيا وه—يا به خرپ و او يا ترپ. په دې توګه، هر هغه څه چې له فکر کولو او منطق پرته ترسره شي، عاطفي دي. عاطفي برخورد دی. مونږ او تاسې به دا اورېدلي وي چې کله قهر راشي، عقل کډه کوي. 

تاسې سره داسې شوي، چې تلويزيون ته ناست ياست او د دوو نا اشنا ټيمونو لوبه وي، د کوم ټيم طرفداري کوئ؟ زه خو د هغه ټيم طرفداري کوم او د هغه ټيم په بريا خوشحالېږم چې کمزوری راته ښکاري شي. دا برخورد عاطفي دی—مونږ طبيعتاً د مظلوم طرفدار يو. په دروېش دراني مو په همدې زړه خوږېږي: 

بېلتانه يم داسې حال ته رسولی

يار د بل درومي او زه ورپسې ژاړم

اما عاطفه يوازې د ادبياتو خاصه ده؟ ايا مونږ د ژورناليزم فيچر راپورونه نه‌ژړوي؟ ايا د احمدشاه بابا فتوحات يا د غازي وزیر اکبرخان توره په مونږ کې د ميړانې او وياړ حس نه‌راژوندی کوي؟  

اوس چې عاطفه او تخيل د ادبياتو يوازينۍ ځانګړنه نه‌شوه—له ادبياتو دباندې هم پيدا کېږي. د ادبياتو او غير‌ادبياتو تفکيک ستونزمنېږي او ښايي يوه بله حل‌لاره ورته وسنجول شي. يوه ممکنه حل‌لاره فورماليستان راکاږي: د دوی په باور اديبان ژبه په عجيب و غريب ډول کاروي او د ورځنۍ او عادي ژبې په وړاندې “سازمان‌ شوی خشونت” ترسره کوي. 

Perhaps one needs a different kind of approach altogether. Perhaps literature is definable not according to whether it is fictional or ‘imaginative’, but because it uses language in peculiar ways. Russian critic Roman Jakobson, represents an ‘organized violence committed on ordinary speech’. Literature transforms and intensifies ordinary language, deviates systematically from everyday speech.

مثلاً مونږ پلار ته، که جرأت وکړو، وبه‌وايو چې ګران يې راباندې، له تا پرته ژوند نه‌شم کړای، په دعاوو کې مې ياد ساته اما داسې کله ورته ويلی شو؟:

ځلنده څراغه؛ دنيا ډکه له غباره

بې له تا به پاتې په پېچومو يم په باره

زه به دې امسا يم ته وهه راسره لاره

ما له دعا پرې‌نه‌ږدې چې ورک به شمه پلاره

او که ورته داسې ووايو هم، هغه دفعتاً پوهېږي چې خبره بل څه ده: سړی شعر راته وايي. په دغسې حالت کې له منځپانګې څخه توجه ډېره ژبې ته جلبېږي—د ژبې عجيبې او غريبې کارونې ته: “په باره” ولې له “پاتې يم” چې فعل دی وروسته راغلی—مونږ معمولاً جمله په فعل ختموو—”په پېچومو” څنګه د “پاتې” او “یم” په منځ کې راغلی؟ په عادي محاوره کې خو داسې نه‌کېږي. “پلاره، لاره، باره او غباره” څنګه يو بل ته ورته غږونه لري او ټول د جملو په پای کې راغلي—فعل يا نه‌شته او يا منځ ته وړل شوي؟ داسې خبرې له خپل افاده کېدونکي مطلب څخه ډېر پام ځان ته را اړوي او د فورماليستانو په باور همدا ادبيات دي. 

فورماليستان د دې خبرې د لا ښه وضاحت لپاره د هوا مثال راوړي: دوی وايي ورځنۍ او د محاورې ژبه داسې ده لکه هوا—مونږ يې هره شېبه تنفس کوو خو پام مو ورته نه‌اوړي—هره ورځ غږېږو، هره ورځ ژبه کاروو، اما هېڅ توجه ورته نه‌کړو. که هوا کله غليظه شي، دود يا کوم بل څه په کې ګډ شي، زمونږ ساه اخيستل ګرانېږي او هماغه ده چې د هوا شتون او نه‌شتون ته متوجه کېږو. دغسې که په له لږو خبرو کې ډېر او مختلف مطالب راوړل شي، واحد او کره مفهوم اخيستل ګران شي، يا لږ تر لږه له نورمال او عادي حالت څخه يوه اندازه  توپير پيدا کړي، الفاظو ته مو پام وراوړي او په دې ډول ژبه د خپل حضور اعلام کوي. 

فورماليزم ډېره په زړه‌پورې تيوري ده—دا تيوري به په خپل وخت تشرېح کړم. خو اوس د دې تيورۍ دوو نيمګړتياوو ته ستاسې پام را اړوم: يو، دا تيوري ټولو ادبياتو د شعر په سترګه ګوري—لنډه‌کيسه، ناول، رومان، تکل، ادبي ټوټه او نور چې عادي او د محاورې ژبه کاروي، د ادبياتو له چوکاټه وځي. دويم، د تېرې زمانې عادي او غير-ادبي ليکنې چې اوس، د ژبې د تحول له وجې، له ورځنۍ محاورې سره توپير لري، ادبيات شمېرل کېږي. 

په همدې پسې يو بل بحث دا راپورته شو چې ادبيات هغه خبرې دي چې پر ځان تکيه وي، پر واقعيت تکيه نه‌وي. مثلاً، دا جمله چې “پرون په کابل کې واوره وورېده” په کابل کې د واورې په ورېدو تکيه لري—که واوره ورېدلې نه‌وي، جمله بې‌ارزښته کېږي. يا که زه درته ووايم چې “دا ليکنه تر پايه ولولئ”، که تاسې زما خبره ومنله او ليکنه مو تر پايه ولوسته، د دې جملې وار ختمېږي. په بله وينا، زمونږ ورځنۍ خبرې اترې په ورځني واقعاتو پورې تړلي او په اصطلاح يو-وار مصرفه دي. خو د خوشحال بابا دا بيت وګورئ: 

چې ډېر ډېر يې ښکلي مخ ته کتی نه‌شم

دواړه سترګې مزرۍ دي زه يې ډار کړم

اوس که د هغې سترګې مزرۍ (يا زمرۍ) نه‌وي هم، چې البته نه‌دي هم، دا شعر خپل ارزښت له لاسه نه‌ورکوي—د دې تکيه پر ځان ده، په باندني واقعيت تکيه نه‌لري. شايد له همدې وجې دا خبره راپورته شوې وي چې ښه شعر ډېر درواغ وي. په همدې تړاو، د ميرزا عبدالقادر بيدل يو نيم بيت، که مې اشتباه نه‌وي کړې، د ژبې پر سر ګرځي: 

شعر خوب معنی ندارد

خو ايا څوک به دا راسره ومني چې د خوشحال بابا دا بيتونه له واقعيت سره سر نه‌لګوي؟ 

پس له بنده دی دا عزم

د خوشحال د خاطر جزم

یا نیولی مخ مکې ته

یا مغلو سره رزم

يا، خوشحال بابا چې د پښتنو په اړه څه ويل، له واقعيت لرې و؟ يا اوس لوستونکي واقعيتونه ځنې نه‌مرادوي؟ 

اتفاق په پښتانه کې پيدا نه‌شو

ګني ما به د مغل ګرېوان پاره کا

هو، زرګونه کاله کېږي چې پر ادبياتو بحث کېږي، افلاتون، ارستو او ډېرو نورو پرې ځانونه ستړي کړي، خو ادبياتو ته بشپړ تعريف پيدا نه‌شو—شايد وجه يې همدا وي، چې ادبيات يو اړخ نه‌لري. او، ممکن، دا يې ښه وجه وي. که نه، خسته‌کن شوی به وو. او ډېرو توضيحاتو ته هم مه‌وارخطا کېږئ، د ادبياتو په وړاندې زمونږ سترګې پرانيزي. 

د ديکانسترکشن په نوم يوه بله تيوري ده—د هغې په اړه څه مه‌اورئ، له ادبياتو ژبې به مو زړه تور کړي. په هر صورت، مخکې له دې د ليکنې پای ته نږدې شم، يوه بله نظريه درسره شريکوم: 

ځينې دې نتيجې ته رسېدلي دي، وايي: مونږ که ووايو چې دا شعر دی او د شعر په ډول يې ووايو، هغه که عادي خبرې هم وي شعر کېږي او که شعر د عادي خبرو په څېر ووايو، له هغه نه عادي خبرې جوړېږي. مثلاً که زه ووايم: محبت اول اسانه په نظر راغی خو په اخر کې مې نصيب خون جګر راغی—عادي خبرو ته نه ورته کېږي؟ خو که يې ناشناس ولولي، شعر ځنې جوړېږي. اما که زه ووايم: 

ما ته يوه پياله چای راکړه

او، زخمي زړه مې دواکړه

له دې نه شعر جوړ شو. د نن زمانې ډېری شعرونه همداسې دي او ډېر تشويقېږي هم—ما په نارنج‌ګل مشاعره کې ګډون نه‌دی کړی خو اورم چې د مطيع‌الله تراب شاعرۍ ته ډېرې چک‌چکې وهل کېږي. دا ډول په نوم شاعران همدارنګه زمونږ له ړومبۍ خبرې سوء استفاده کوي—ګويا شعر له واقعيت سره تړاو نه‌لري. حکومت، بشري حقونو او نورو مسايلو ته ښکنځلې کوي خو د شعر نوم ورکوي او راحته ګرځي. 

د دا ډول شاعرانو شعرونه چې ډېر تشويقېږي، يوه وجه يې دا ده چې د دوی شاعري ډېرې مطالعې ته ضرورت نه‌لري—اسانه ده، ساده ده، او د دوی په اصطلاح سليسه او روانه ده. 

له دې خبرې سره زه راځم خپلې لومړۍ مسئلې ته: احسان الله درمل د شيدا شعر څنګه او ولې “خورا ښکلی او منطقي” تشرېح کړ؟

د شلمې پېړۍ په اوايلو کې د فرديناند دی سوسور په نوم يو فرانسوي ژبپوه د سترکچرليزم تيوري رامنځته کړه—ده پرې ژبه تشرېح کوله خو وروسته نورو پوهانو د فرهنګ او ادبياتو په تشرېح کې هم ځنې ګټه واخيسته. دا يوه پراخه تيوري ده؛ پرې ځانګړی بحث کوم؛ خو اوس يې يوې مسئلې ته تم کېږم: 

د سترکچرليزم په رڼا کې يوه ژبه دوه اړخه لري: ۱) لانګ او ۲) پارول. لانګ د ژبې ټول سيستم دی—له الف نه تر يا. ټول لغتونه، اصطلاحات، متلونه، ګرامر او نور. پارول بيا د دغې ژبې کارونه ده. که لانګ نه‌وي، په پارول څوک نه‌پوهېږي. که ستاسې پښتو ژبه زده‌ نه‌وای، زما په خبرو نه‌پوهېدئ. 

که دا تيوري په ادبياتو کې تطبيق کړو، د پښتو ادبياتو له مطالعې پرته تاسې په پښتو شعر نه‌پوهېږئ—مګر که یو شمېر اوسني شعارونه شعر وبولئ. که دا خبره بل ډول وکړم: که غواړئ چې د يو شعر په مانا ښه پوه شئ، د شاعر ټوله شاعري مطالعه کړئ، بيا د هغه معاصرين او ورپسې د يوې ژبې يا مشترکو ژبو ټوله شاعري. 

احسان الله درمل د کاظم خان شيدا بيتونه داسې تشرېح کوي: 

“لومړی د بيتونو سمې بڼې: 

دواړه وروځې يې موجونه شول نظر کړه

چې نمود زما د سترګو په درياب کا

که واښه د کهکشان نيسي په خوله کې

د اسمان فتنه به ډېر عالم خراب کا

په لومړي بيت کې کومه خاصه خبره نه‌شته. شاعر خپلو ډکو سترګو ته درياب او د خپل محبوب کږو وروځو ته د څپو نيمې دايرې وايي. وايي زما د سترګو په درياب کې د هغې وروځې د موجونو غوندې ښکاري. 

دوهم بيت جالب دی. د هندي سبک د شاعرانو په تفهيم کې د پخوانيو ټولنو محاورې او کلتوري روايتونه زياته مرسته کولی شي. په خوله کې واښه نيول په پخوانيو ټولنو کې د عاجزۍ، شرم او د بخښنې غوښتلو نښه وه. پر خپله عاجزۍ او ملامتۍ د اعتراف پر مهال به عاجز يا مجرم کس په خوله کې واښه نيول. 

د بیدل مشهور بیت دی چې: 

ګر به ميدان ریاضت کهربا دعوی کند

کاه ګيرد در دهن از شرم رنګ زرد ما

کهربا يو زېړ رنګه مايع ده چې له يوې ونې راټولېږي. بیدل وایي که د رياضت په ميدان کې که د ځان د وړاندې بللو دعوه وکړي، نو زما زېړ رنګ به له شرمه په خوله کې واښه ونيسي. يعني د کهربا د بې‌شرمه دعوې له شرمه به زما زېړ رنګ وشرمېږي. 

غالب فرمايي: 

نہ آئی سطوت قاتل بھی مانع میرے نالوں کو

لیا دانتوں میں جو تنکا، ہوا ریشہ نیستان کا

مانا د قاتل قهر و غضب هم زما د چیغو مخه ونه‌شوای نیولی. په خوله کې مې چې د عاجزۍ او بخښنې غوښتلو په موخه کوم ډکی نیولی و، هغه د نیزار رېښه شوه. په نیزارونو کې نی بوټېږي او نی د چیغو او فریادونو سمبول دی.

گورو چې د هندي سبک د دوو لویو شاعرانو په شعرونو کې په خوله کې واښه نیول هم د شرم د اظهار لپاره راغلي او هم د عجز او بخښنې.

اوس ممکن د شيدا بیت د تفهیم وړ شوی وي. هغه وایي چې اسمان که د خپلو تېرو تېریو د شرم یا بخښنې غوښتلو په نمط د کهکشان واښه هم په خوله کې نیسي، خو دا فتنه‌گر چې زه پېژنم، لا ډېر عالم به خراب کړي. مطلب د اسمان په شرم او عذر غوښتلو باور نشته. دا داسې فتنه گر دی چې ممکن پدې عذر غوښتلو کې یې هم کومه فتنه پټه وي.

درمل د شيدا بيتونه د څه پر مټ تشرېح کړل؟ د هندي سبک د نورو شاعرانو د شعرونو په مرسته—هغه په خپله هم دا خبره کوي او د بيدل او میرزا غالب دوه بيته راوړي. که چا د هندي سبک شاعري نه‌وي لوستې او په دې پوه نه‌شي چې “واښه په خوله کې نيول” څه مانا لري، د دې بيتونو په تشرېح کې به سرګردانه شي. 

دا خبره کټ مټ سترکچرليزم کوي: که غواړئ چې په پارول (يو بيت دوو بيتونو او يا غزل) پوه شئ، اړ ياست چې د هماغې ژبې، ګروپ، سبک او مکتب پر لانګ (ټوله شاعرۍ) مرور ولرئ. شايد همدا وجه وي چې لوی شاعران عامو خلکو ته خوند نه‌ورکوي. 

زمونږ يو ځوان شاعر ملګری و، ويل يې چې د پسرلي صاحب شاعري ورته خوند نه‌ورکوي—يو ډول بې‌مانا ورته ښکارېده. اوس يې ما ته وجه معلومه شوه. 

 

اخځلیکونه

Terry Eagleton – Literary Theory_ An Introduction (1996, Univ Of Minnesota Press)

Hans Bertens, Literary Theory the Basics, 200,  Routledge, London. 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *