ګل رحمان رحماني

 “Literariness”

د شعر و شاعرۍ په برخه کې د شعريت مفهوم ډېر مطرح دى او نږدې ټول کره کتونکي شعريت د شعر لپاره خورا اړين او حتى روح ګڼي، ځکه چې همدا شعريت په عادي الفاظو او ترکيبونو کې ژبنۍ خوږلت او پټه ښکلا رامنځته کوي، يا شعر له عادي کلام نه بېلوي.

په ادبياتو کې هم د ادبيت مفهوم او د ځينو په خبره “معقوله” مطرح ده، ځينې کره کتونکي ورسره جوړ نه دي، خو هغوى چې په ادبي اثر کې د ښکلا او خوند لټون کوي او ددې خوند او ښکلا اغېز او کله کله يې په تر لاسه کولو کې خپل کړاو هم ناڅيزه ګڼي، نو هغوى د ادبيت په ارزښت هم پوهېږي.

دا موضوع اصلا په ادبي اثر کې د ادبي ارزښت( ښکلا او خوند) سره تړلې ده چې په درلودلو سره په ادبي اثر کې ادبيت رامنځته کېږي، لوستونکى يې د شتون له امله خوند اخلي، ذوق يې روزل کېږي او مهمه دا چې ادبي زده کړه ورنه کوي.

   د موضوع د لا وضاحت لپاره به له خپلو تجربو هم يو څه ووايم، کلونه وړاندې چې ما ادبيات، په ځانګړي ډول ادبي فنون نه وو لوستي، خو شاعري مې کوله، نو ځينې لفظي او معنوي صنعتونه مې په شعر کې په طبيعي ډول راتلل او زما د هغه مهال شعر منځپانګې ته يې نه يواځې چې طبيعي ښکلا ورکوله، بلکې يو خوږلت او سکون مې په کې حس کولو.

   وروسته چې ادبياتو پوهنځي ته لاړم، ادبيات او په ځانګړي ډول د شعر اړوند مسايل، بديع، بيان، د شعري ژانرونه او د قافيې فن مې ولوستل؛ نو د شعر ويلو يا ليکلو پرمهال مې ګوتې ولړزېدې، کله کله به ورسره په زحمت وم او فکر مې کاوه چې تېروتنه کوم، د نيوکو سره مخ کېدم، د کره کتونکو سره به لاس او ګرېوان شم، له دې ستونزې او ډار سره د پوهنځي تر وروستيو لاس او ګرېوان وم او هغه طبيعي شعر ملى نه شو ليکلى، مهمه دا چې خپل لوستونکى مې ارام نه احساسولو.

   په همدې ډول مې ځينې اثار لوستي وو چې ځينې صحنې او برخې يې په ځانګړي ډول کله کله يې د ژبې او ارايې طرز تل زما په ذهن خور و او په بېلابېلو حالاتو کې به مې يو ډول خوند ورنه اخيسته او يوه ښکلي احساس به له ځان سره را نغاړلى وم او په اثر کې پټه ښکلا مې حس کوله، خو بيانولى مى نه شوى.

   اوس د ادبيت مفهوم د همدې بېلګو په رڼا کې يو څه څرګندولى شو، خو هېره دې نه وي چې دا يو جنجالي بحث دى، د ادبيت رېښه له ادبياتو سره تړلې، ادبياتو په يوه تر ټولو وروستي تعريف کې د هنري ارزښت ، ښکلا او خوند په شتون کې ډېر تينګار کېږي، خو د ادبياتو لپاره ژبه بنسټ جوړوي، ځکه خو دلته د ادبيت يوه موخه دا ګڼل کېږي چې عادي او ادبي ژبه سره بېله کړي او د ژبې د بيان يا ارايې طرز په ادبيت پورې وتړل شي.

   دا موضوع په ادبياتو کې د لومړي ځل لپاره روسي ټبره امريکايي ليکولا رومن ياکبسون (١٨٩٦-١٩٨٢م) مطرح کړې او اصلي موخه يې د يوه متن ادبي والى دى چې ټولې ادبي ښکلاوې او خوند په کې نغښتى وي.

   ددې موضوع پلويان په دې اند وو چې د ادبي اثارو د ټولګو او ادبيت مفهوم دادى چې په ادبي اثر کې د طبيعي(عادي) ژبې او ادبي ژبې ترمنځ بايد يو توپير موجود وي، د دوى موخه ادبيات نه بلکې ادبيت دى.

   يو اديب خپله ليکنه يا اثر ددې لپاره نه پنځوي چې خپل مخاطب يا لوستونکى ورباندې په کړاو اخته کړي، ياني زحمت ورکړي، بلکې موخه يې دا وي چې هغه ته يو ښکلى احساس، مزه او پيغام ورسوي، خوښي او سکون ورکړي او د ژبې په مرسته د عادي ژوند ځينې برخې پرې په نوې زاويه او انداز وګوري.

   ډېر ځله چې ځينو لوستونکي ته پنډ او لوى ناولونه يا کتابونه په لاس ورشي، نو د ټولو لوستل ورته سخت زحمت ښکارېږي، خو کله يې چې ولولي او ورباندې روږدى شي، نو له خپل دې کړاو نه خوښي څرګندوي، فکر کوي چې ښه کار يې کړى او د هغه اثر په اړه يې خوند تر ډېره په ذهن او خاطرو کې پاتې کېږي. په دې مانا چې خپله اقرار کوي چې دومره کړاو په دومره خوند ارزېده.

   خو دلته خبره يوازې د ژبې په عادي والي او ادبي والي پورې هم نه شي خلاصه کېدلى، د عادي ژبې لرونکي ډېر اثار او کلامونه شته چې په ادبي چوکاټ کې پرې حساب نه شو کولى، خو دا حکم هم نه شو پرى کولى چې ادبي نه دى.

د د بېلګې په ډول پښتو ژبې ځينې کلاسيکو شاعرانو چې په خپلو شعرونو کې د شرابو يادونه کړې، يا رحمان بابا چې ټول يې له شاعرۍ سره اشنا دي او د ژبې سلاست امله يې هر څوک په شعر پوهېږي؛ نو هغوى چې له شرابو د هغوى په تصوفي مانا او مفهوم پوه شي، نو د شعر په اړه يې ستونزه حل ده، خو هغه لوستونکى چې په دې نه پوهېږي او شراب په خپله اصلي مانا انګيري، نو فکر يې دا وي چې رحمان بابا يا نورو شاعرانو همدا کار کړى، ځکه خو کله کله ځان ته هم جواز ورکوي او فکر کوي چې دا يو ښه کار دى.

دلته ستونزه د شعر د عادي او ادبي يا تصوفي ژبو ترمنځ ده ژبې ترمنځ ده چې د ادبيت مفهوم روښانه کول له ننګونې سره مخ کوي. ځينې کره کتونکي د ادبي وينا، ليکنې او کلام خيال پالي د ادبي ژبې ځانګړتيا بولي چې د خيال او واقعيت اړيکې ته په پام سره دا هم ډېره پر ځاى نه ده.

د ځينو کره کتونکو نظر دادى چې ادبيات ژبه پياوړې کوي، خو همدا ژبه له ورځنۍ محاورې يا خبرو اترو(عادي والي) يې باسي، په دې مانا چې ادبي ژبه د دال او مدلول ترمنځ مخامخ اړيکه ننګوي.

   د فورماليستانو نظريه هم همدا ده، دوى ادبيت د يوه مادي واقعيت په توګه پېژني، دوى په دې توګه د يوه ادبي اثر منځپانګې ته د ارزښت پر ځاى، د اثر فورم( بڼې) ته ارزښت ورکوي، دوى په داستاني اثر کې کې خيال، موسيقي، انځور ګري، وزن، قافيې او نورو فنون هغه څه بولي چې عادي ژبه درنوي او تر فشار لاندې يې راولي. يا په بل عبارت د عادي کلام د بېګانه والي سبب ګرځي.

خو که چېرته بيا د شعر خبره مطرح کړو، نو پورته ياد شوي توکي ترې په هېڅ صورت نه شو اېستلى، نو ځکه خو د ادبيت مفهوم دې څرګندونو ته په پام سره شعر ته ډېر نږدې دى، شعر له دې پورته ياد شوي هر جوهر نيمګړى دى، اوس ويلى شو چې که يو متن شعر ته نږدې وي ادبي دى، ادبي ژبه د واقعيتونو پر ځاى د خپل ځان په اړه خبرې کوي.

   په ادبيت کې مهمه خبره له يوه متن نه د لوستونکي تعبير او خوند اخيستل او ادبي ذوق روزل دي، په ماهيت پورې اړه نه لري، په ادبي او غير ادبي اثارو کې د مجاز ، کنايې ، تمثيل او نورو ځينو نورو ادبي ځانګړتياوو له مخې بېلتون راځي او موږ له کړاو سره مخ کېږو، ځينې اثار په لومړيو کې سخت او پېچلي ښکاري، خو وروسته پوهېږو چې ادبي ژبې په کې خوږلت او اساني رامنځته کړې وي.

   د ادبيت د مفهوم يوه مهمه برخه له ادبي اثر سره د لوستونکي تړاو دى چې په لوستلو يې څومره زحمت زغملو ته تيار دى او څومره خوند ترې اخيستلى شي، د خلکو يا لوستونکو لخوا ادبي اثر ته ارزښت ورکول په ادبيت کې مهم ټکى دى، خو دا ارزښت تلپاتې نه دى، د حالاتو په بدلون سره شايد بدلون وکړي.

د کره کتونکو نظر دادى چې يواځې د لوستونکي لېوالتيا او ادبي اثر ته د زيات ارزښت ورکول؛ د ادبي والي لامل نه شي کېدلى، ځکه چې دا ارزښت تاريخي ماهيت لري، ثابت نه دى، مثلا وايي چې شايد يوه داسې زمانه راشي چې زموږ د اوس زمانې ډېر معتبر ادبي اثار په ادبي اثارو کې ونه شمېرل شي او د لرغونې زمانې د ځينو ډبرليکونو په برخليک اخته شي.

د ښاغلي رحماني نورې لیکنې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *