ګل رحمان رحماني

“Adaptation”

 په شعر او ادب کې د اقتباس پر بنسټ د اثارو رامنځته کول کومه نوې خبره نه ده، خو کله کله پېچلتيا لري او لامل يې له الهام، تقليد او تضمين سره د کارېدونکې ساحې نږدېوالى ښودل شوى دى. د اقتباس لغوي مانا د ګټې اخيستل، د اور د شغلې اخيستل، رڼا اخيستل يا له چا نه د پوهې تر لاسه کول ښودل شوې.

   ځينې ادب پوهان بيا په دې اند دي چې که چېرته کوم څه شاعر او ليکوال ته د يوه اثر د رامنځته کولو مفکوره ورکړي او په ذهني ډول يې چمتو کړي چې د يو څه له ليدلو وروسته يو نوى اثر رامنځته کړي، يا کوم زوړ اثر له لوستونکو سره د اوسنيو شرايطو په رڼا کې د اړيکې د ټينګښت په موخه په نوې بڼه وپنځوي، خو هغه لومړني اثر ته يې په څرګنده څه اشاره نه وي کړې او نوى اثر يې نه په پوره توګه تازه او نه هم کټ مټ همغه لومړى اثر وي، نو اقتباس ورته ويل کېږي.

په عربي او فارسي قاموسونو کې اقتباس ته د اخيستلو، زده کولو، په نظم او نثر کې د قران کريم د يوه ايت او يا حديث شريف راوړلو او له يوه بل اثر او ليکنې نه د يوه مطلب اخيستلو مانا ورکړل شوې ده. په انګليسي ژبه او ادب کې ورته د (adaptation) او يا( adoption) کلمې کارېږي. په فرانسوي ژبه کې هم ورته د اداپتاسيون کله کارېدلې، خو دواړه په(adaptation) کلمه ليکل کېږي.

   د اصطلاحي مانا له مخې د بديع په علم کې اقتباس هغه څه ته وايي چې يو شخص په کلام(نظم او نثر) کې له قران کريم، حديث او يا يوه مشهور بيت برخه را واخلي،په داسې حال کې چې کومه څرګنده اشاره يې ورته نه وي کړې. د بېلګې په ډول شاعر وايي:

چا چې خپل قدر په خپله وکړ ګله

ستاره د هغه قوم په عروج شوله

خداى هم نه بدلوي حال د هغه قوم

څوک چې نه بدلوي خپل حالت په خپله

په پورتنيو بيتونو کې شاعر د قران کريم د (الرعد) سورت ١١ ايت شريف مفهوم بيان کړى، خو په ښکاره يې ورته اشاره نه ده کړې.ددې ايت پښتو ژباړه په دې ډول ده: الله تعالى د يوه قوم حالت تر هغو نه بدلوى، څو چې قوم خپله ځان ته بدلون ورنه کړي.

   ځنيې ادب پوهان اقتباس ته د بيا ليکنې يا له سره پنځونې مانا ورکوي، په دې مانا چې هنرمند له يوه پخواني اثر نه الهام اخلي، يو نوى اثر رامنځته کوي، خو د ا اثر په حقيقت کې “نوى اثر وي”، پخوانى نه وي، خو يواځې رېښې او نښې يې په کې ليدل کېږي.

   که چېرته اقتباس کلمه د بيا ليکنې متردافه بولو او موخه مو دا وي چې يو پخوانى اثر په يوه نوي ادبي قالب کې له سره وليکل شي، نو داسې مثال لري لکه داستان ليکوال چې رومان يا ناول ليکلى وي ، يو کس راځي همدا داستان د فلم د کيسې يا نندارليک لپاره له سره ليکي، د سينما، فلمونو او سناريو اصول په کې رعايت کوي،خو اصلي رومان همغه لومړنى اثر وي.

   د اقتباس کلمه په ادبياتو کې ډېره کارېږي او موخه ترې هغه څه وي چې ليکوال يې پر بنسټ خپل اثر وړاندې کړى، ياني د اثر ليکلو اړتيا او انګيزه يې ورکړې چې دلته اقتباس ته د اثر د رامنځته کولو د عنصر په سترګه کتل کېږي.

   خو ددې يادونه هم اړينه ده چې اقتباس په شاعرۍ کې الهام او تضمين غوندې نه دى چې شاعر ته شعر ورکوي او يا د بل شعر او يا يوې خبرې په تضمين سره خپل کلام پياوړى کوي او د تضمين پيروي په کې وي.

 په سينما يا د فلم نړۍ کې اقتباس کلمه زياته کارېږي اوهغه لارې ته وايي چې په مرسته يې رومان، ناول يا نندارليک د فلم جوړونکي لخوا په سناريو، صحنو او بيا فلم اوړي، ياني ليکنى اثر يې غږيز او انځوريز کړى دى، د بېلګې په ډول وايي چې پلانى ناول د پلاني داستان نه په اقتباس جوړ شوى دى، خو مهمه موضوع په کې د داستان اصل ته وفاداري ده.

له پخواني اثر نه د اقتباس له لارې د نوي اثر په پنځولو کې تخيل تر ټولو بنسټيز رول لري چې پر مټ يې نوي پنځول شوي اثر ته ځينې کره کتونکي “خپلواک”اثر وايي، ليکوال او هنرمند کولى شي چې د اقتباس له لارې د نوي اثر د پنځولو لپاره خپله زاويه وټاکي او د لومړني اثر جوړښت په بشپړ ډول وشني.

په علمي او ادبي اثارو کې د اقتباس مسئله تر شپږمې(ق) پېړۍ پورې رسېږي، خو دا موضوع له هغه وخت نه تر اوسه د ديني او ټولنيزو علومو د پوهانو ترمنځ له اختلافاتو هم خالي نه ده.

ځينې پوهان د اقتباس مسئله يواځې تر قراني عباراتو او احاديثو پورې محدوده ګڼلې، خو نور بيا په دې اند دي چې د اقتباس مانيزه ساحه ډېره پراخه ده، په فقه او نورو پوهنو کې هم تر کار اخيستل کېدلى شي.

خو ددې يادونه هم اړينه ده چې اقتباس، تقليد او الهام نه دى. په تقليد کې د نوي اثر پنځوونکى دا نه مني چې له څه يې تقليد کړى او څه د تقليد سبب شوي، خو په اقتباس کې ليکوال وايي چې غواړي دغه اثر په دې ډول نوى کړي، دغه پيکه شوې موضوع په دې بڼه روښانه او تازه کړي، اقتباس به کله کله تقليد هم وي، خو يوازې يا کټ مټ او هر وخت تقليد نه دى.

په همدې ډول الهام هم داسې يو څه دي چې واک يې له شخص سره نه وي، اړخ، بڼه او جسم نه لري، دروني عمليه ده، لېږدول يې امکان نه لري، په فرد پورې منحصر وي، په همغه بڼه تکرار نه لري، تر ځانګړو شرايطو او حالاتو لاندې نازلېږي او ځلېږي، ياني معنوي توک دى.

په داسې حال کې چې اقتباس مادي بڼه لري، حسي وي، لمس کولى يې شو، په اسانۍ سره په کې بدلون او جوړښت راځي، ظاهري او بيروني بڼه لري، تعريف شوى، اړخونه يې څرګند دي، لاسوهنه په کې په اسانۍ څرګندېږي.

له دې دواړو پېژندنو راته څرګندېږي چې د اقتباس او الهام ترمنځ د توپير اصلي برخه ذاتي ماهيت دى، موږ نه شو کولى چې دواړه په شکل او خپل تصوير سره وپېژنو.

کومه اخيستنه او تعريف چې نن له په ژبه او ادبياتو کې له انطباق او اقتباس نه کېږي، نو تر ډېره د يوه متن کل ته اشاره ده او د يوه اثر له سره يا بيا تدوين ته ويل کېږي چې په مضمون او منځپانګه کې له لاس وهنې پرته رامنځه کېږي او موخه يې د ځانګړو مخاطبانو لپاره د متن تناسب پياوړي کول دي.

د ادبياتو په ساحه کې ځينې ادب پوهان اقتباس په محتوايي او تاريخي بڼو وېشي. په نړۍ ګڼ شهکار اثار شته چې د تاريخي اقتباس پر بنسټ رامنځته شوي د نړۍ له تاريخي پېښو اخيستل شوي چې د تولستوى(جګړه او سوله)هم همداسې يو اثر بلل شوى.

د مشهور روسي داستان ليکوونکي دا رومان چې د نړۍ له غوره او سترو رومانونو راځي، په ١٩ مه پېړۍ کې د ناپيليون بناپارت په مشرۍ د فرانسوي ځواکونو سره د روسانو د مقاومت په اړه د دواړو خواوو د جګړې او هغه مهال د سياسي او ټولنيز تاريخ د وضعيت نه په اقتباس ليکل شوى دى.

   خو د منځپانګې يا مضمون له اړخه اقتباس په ادبياتو کې تر تاريخي اقتباس زيات معمول دى. شاعر او ليکوال د تېرې يا خپلې زمانې له ليکوال او شاعر محتوايي اقتباس کوي او د خپل وخت په ژبه يې وړاندې کوي، خو دا چې اقتباس کوونکى د خپلې سرچينې نوم نه اخلي، نو دا ډول اقتباس ډېر ځله ادبي غلا هم ويل شوې ده.

دا موضوع کله کله په سبکي بڼه هم مطرح کېږي چې سبکي اقتباس ورته وايي، لکه په اوس زمانه کې چې پښتو ژبه او شاعري له ژبني اړخه تر پخوانيو دوره ډېر اسانه او روانه شوې، خو کله کله يو نيم شاعر د رحمان د سبک شاعري کوي، د هغه شاعرانه ژبه او ځانګړې کلمې کاروي.

ميرزا حنان بارکزى په پښتو ادب کې د هندي سبک يو له مخکښو شاعرانو دى، په شاعرۍ کې يې په پښتو ادب کې ددې سبک د بنستګر حميدبابا لپاره عقيدت دومره زيات دى چې ځان دهغه شعر او شاعرۍ د کروندې خوشه چين(وږى ټولونکى) بولي او خپل ځينې شعرونه يې هم دهغه په اقتباس ليکلي دي.

د حميد د خوش نظمۍ په زراعت کې
دا حنان يې دى د شعر خوشه چين

 کله بيا يوه ادبي دوره په بشپړ ډول له بلې ادبي دورې نه اغېزمنه شي، لکه د اروپا د کلاسيکې دورې ادبيات چې د لرغوني يونان او روم له ادبياتو تر اغېز لاندې دي چې دوره يي اقتباس ورته ويلى شو.

     ځينې داسې نړيوال داستانونه او کتابونه هم شته چې له يوه هېواد نه بل ته په تګ سره يې نړيواله بڼه خپله کړې وي، لکه د نړۍ د ختيځ ادبياتو مشهور داستاني اثر (هزار و يک شب) چې نړيواله بڼه خپله کړې او اوس ترې په اقتباس سره په ځينو هېوادونو کې هر چا خپلې ولسي کيسې ليکلي دي.

   په همدې ډول په فارسي ادبياتو کې د حکايتونو مشهور اثر(کليله و دمنه) د هند له خاورې ايران او له ايران نه بيا د نړۍ نورو برخو ته تللى او د ازادو ژباړو پر بنسټ يې ورته نور اقتباسي اثار رامنځته شوي دي.

په ادبياتو کې په ټوليز مفهوم سره د اقتباس له مهمو ګټو څخه يو هم د لرغونو يا پخوانيو اثارو بېرته تازه کول او نوي کول دي، ياني هغه اثر چې د زماني او مکاني شرايطو يا نورو لاملونو په سبب يې په يوه ډول له مخاطب سره اړيکې پرې شوې وي.

اقتباس د پخواني ادبي اثر او نوو ټولنيزو بدلونونو ترمنځ د همغږۍ په رامنځته کولو سره مهم رول لوبوي. يو اثر چې هر څومره نړيواله منځپانګه ولري، اقتباس ترې اسان او هر څومره چې له زمان او مکان سره د اثر اړيکه ځانګړې(محدوده) وي، نو اقتباس يې هم پېچلى کېږي.

 له فلمي او سينمايي اړخه اقتباس ته په کتلو سره ويلى شو چې اقتباس په داستاني او ډراماتيکو ادبياتو کې پراخه کاري ساحه لري، دا چې هر ملت په خپله ادبي او کلتوري پانګه کې سلګونه او حتى زرګونه زړې کيسې لري، کله کله زماني او مکاني شرايطو ته په پام سره په کې د مخاطب د جذب ځواک پيکه کېږي، د اقتباس له لارې دا اړيکه بېرته له وخت سره په نوې بڼه تازه او ټينګېدلى شي.

خو دا هم نه شو ويلى چې هر وخت اقتباس ته اړتيا ده او هر اقتباس ښکلى وي، خپلې ستونزې هم لري، حتى ډېر ځله په کې اصل اثر تر نوي هم غوره او اقتباس شوى اثر له اصل هم کمزورى وي، اقتباس کوونکى بايد د اثارو په اړه تطبيقي او پرتليزه پوهه هم ولري.

که د اثارو نه د اقتباس په برخه کې د اقتباس موخه او انګيزه روښانه شي، د اثر اصلي پيغام ياد شي، د لنډون( اختصار) او بيا وړاندې کولو اړتيا يې له مخاطب سره شريکه او بيا د پخواني اثر د تحليل په رڼا کې اقتباسي اثر اصل ته په وفاداري رامنځته شي، غوره به وي.

د ښاغلي رحماني نورې لیکنې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *