فهیم بهیر

اوسمهال د نړۍ ګڼ هېوادونه د پرمختګ په حال کې دي، د دوی پوهنیز نظام هم د اونیو او میاشتو پر مهال حتی په یو شمېر هېوادونو کې هره ورځ نوې کېږي. هره ټولنه که خپل پوهنیز نظام کې د ورځینو اړتیاو او غوښتنو له مخې بدلون رامنځته کړي؛ نو هغه ټولنه د پرمختګ تر درشله حتمي رسېږي. په پښتو ژبه کې په ادبي تاریخونو کې زموږ نومیالیو لیکوالو او پوهانو یا ادبي ستورو ستر ادبي خدمتونه کړي دي،چې راتلونکو نسلونو ته به یې هڅې د زرینو وړانګو په څېر څرګندې وې او زما د استاد په وینا :چې هره لیکنه د خپل زمان او مکان محصول دی.

اوسمهال زموږ د پوهنیز نظام  د ښه والي په اړه اړتیا لیدل کېږي، چې د ادبي تاریخونو یو شمېر نیمګړتیاوې پوره شي، تر څو د تدریسي نظام او عامه لوستونکو له پاره معلومات په کې څرګند وې او د دوی یو شمېر پوښتنو ته ځوابونه ووايي. هغه ادبي تاریخونو چې په پوهنتونونو یا نورو علمي موسسو کې تدریس کېږي باید ځینې نیمګړې برخې یې پوره شي یا که نوې لیکوال  په دې اړه تاریخ لیکنه کوي باید د اثر تدریسي اړخ، همدا ډول ځینې نورې هغه برخې هم را څرګندې کړې چې په ادبي تاریخونو کې د استادانو یا محصلینو له پاره مبهمې دي.

همدا ډل زموږ  د ادبي تاریخ په  روح کې ځینې نورې برخې سره  داسې ګډې وډې شوې دي، چې محصلینو یا نورو لوستونکو ته د ادبي تاریخ په پېژندنه کې خنډونه جوړه وي   او یا د دوی په ذهن کې ځینې پوښتنې رامنځته کوي، چې د ځوابولو لټون ورڅخه ورک دی. دېته ورته نورې پوښتنې هم شته دي او که په راتلونکې کې نوې لیکوال غواړي تدریسي ادبي تاریخونه ولیکې  نو باید ورته پاملرنه وکړي. هغه کرښې چې زما په اند د ادبي تاریخ د بدلون نوې اړتیا ښکاري په لاندې توګه ورته اشاره کوو:

۱ – ادبي تاریخ:  په هره موضوع باندې د لا پوهېدنې له پاره لومړی اړتیا ده چې د هغې د ماهئیت په اړه معلومات وړاندې شوې وي. موږ ډیری ادبی تاریخونه لرو، چې حتی له پیل نه تر پایه پورې د ادبي تاریخ د مفهوم د پېژندنې له پاره په کې هیڅ اشاره نه ده شوې، چې محصلین  او عام لوستونکو په اسانه توګه نه شي کولای چې یوازې د یوې ادبي دورې څخه ادب تاریخ وپېژني. زموږ تدریسي اثار باید تر ډېره داسې ځانګړنې ولري که محصلین یې له ځان سره ولولي هم باید ډېر معلومات په خپله تر لاسه کړي. محصل خو کولای شي له استاد نه هم پوښتنه وکړي؛ مګر هغه څوک چې د ادبی تاریخ د لوستلو مینه وال دی  تر ډېره به یې دا پوښتنه په ذهن کې پرته وي.

ځینو لیکوالو د ادبي تاریخ په پیل کې  ادبیات، ادبپوهنه تعریفوي بیا یې څانګې پېژنې او د تیوري او کره کتنې تر څنګ ادب تاریخ هم په لنډه توکه را پېژني ، خو د ننګرهار پوهنتون استاد محمد داود وفا چې د معاصر ادب څلورم پړاو لیکلې دې دې برخې ته یې پوره پاملرنه کړې ده، یانې د خپل اثر په پیل کې لومړي ادب تاریخ راپېژني: « ادب تاریخ په یوه ټاکلي مهال او د پېښو په زماني تسلسل ولاړ بیان دی، د لیکوالو او شاعرانو د ادبي اثارو او افکارو پېژندنه، منځپانګه، اغېز او ځانګړنې را پېژني. ادب تاریخ یوازې هغه لیکوال او اثار را پېژني، چې په یو ټاکلي وخت دوره یا پړاو کې یې اجاد کړیو ادبي اثارو د یوې ډلې خلکو یا ولس احساسات، جذبات و هیلې په داسې توګه انځور کړې وي چې د پوهاوې وړ وي، یوه ټاکلي هدف او مثبت بدلون ته په کې لوری ورکړل شوی وي»«وفا، ۱۳۹۶: ۱».

د پښتو ادب تاریخ (لرغونې دوره)  کې یې هم بشپړه پېژندنه وړاندې شوې ده، په ډېر تفصیلي توګه یې ادب تاریخ داسې معرفی کړی دی، چې د لوستلو پر مهال خپله د هغوی ځینې پوښتنې ځوابوي: «  ادب تاریخ له (ادب) او (تاریخ)له دوه توکو څخه جوړه یا رغول شوې کلمه یا اصطلاح ده… او د (تاریخ) لغوی مانایې ،نېټه، وخت سنه د کوم شي د وخت تعینول او د هغه کتاب نوم چې تېرې پېښې بیانوي او په اصطلاح کې د بشري پېښو مجموعې ته وايي، چې اجتماعي،سیاسي، اقتصادي،علمي ادبي او کلتوري اوضاع  او د پېښو د اړیکو څرنګوالی د علت او معلول په اساس په کې څېړل شوی او ثمرې پرې بنا شوې وي.په عامه توګه د هر شي د تېر وخت مطالعې ته تاریخ وايي».«یون،۱۳۹۴: ۹۰».

۲ ـ د ادبي دورو ټاکنه: ادبي تاریخ یوه ځانګړې ادبي دوره څېړي. په ادبي تاریخ کې د یوې ادبي دورې پېژندل مهم دي، چې څنګه رامنځته کېږي؟ د رامنځته کېدو لاملونه یې کوم دي؟ څنګه له پخوانۍ څخه تشخیص کېږي؟ د یوې ادبي دورې په رامنځته کېدو کې سیاسي مسایل څومره مهم دي؟ نوې شعري او نثري کالبونه یا د دې ژانرونو نوې مضامین تر کومې کچې رول لري؟ دې ته ورته نورې پوښتنې هم شته چې په ادبي تاریخونو کې د محصلینو او نورو لوستونکو له پاره مبهمې پاتې دي.

زموږ یو شمېر پخوانیو او اوسنیوو تکړه لیکوال یو څه اشاره کړې ده، چې دا ستونزه په نورو ژبو کې هم لیدل کېږي، زموږ ادبپوهان هم د ادبي دورو په ټاکنه کې د نظر اختلاف لري، چې د نمونې په توګه به خپلو پخوانیو تاریخو ته اشاره وکړو. استاد پوهاند رښتین پخپل اثر(پښتو ادب تاریخ) کې ادبي دورې داسې ویشلې دي: اوله دوره له دویمې هجرې پېړۍ څخه پیل تر ۹ هجرې پېړۍ پورې دوام کوي چې د سوریانو غوریانو او لودیانو عصر  رانغاړي. دویمه دوره له نهمې هجرې څخه پیل د یولسمې هجرې پورې دوام کوي چې د بابر او د هغه د اولادې عصر رانغاړي، درېیمه دوره له یولسمې پېړۍ څخه تر دولسوه پنځوسم کال پورې دوام کوي د هوتکو او سدو زیو زمانه ده او څلورمه دوره له دولسو پنځوسم نه را پدیخوا پیل شوې ده . د محمد زیو عصر دی او را وروسته وخت«رښتین:۱۳۲۹: ۸».

فکر کوم په همدې وختونو کې استاد پوهاند حبیبي د پښتو ادبیاتو تاریخ لیکلی دی د ادبپوهانو په اند نوموړي په پنځو دورو ویشلی دی او خپل دلایل یې وړاندې کړې دي. دا چې ادبي دوره څنګه ټاکل کېږي ؟ معیارونه یې کوم دي؟ په ادبي  تاریخونو کې ورته ځانګړې کرښې نه دې ویستل شوې زما په اند باید یو نسبي معیارونه ورته وټاکل شي تر څو د ادبي تاریخ د لوستلو نه مخکې محصلین هغه عمده لاملونه وپېژني چې د ادبي دورې په رامنځته کېدو کې ونډه لري. د ځینو ادبپوهانو په اند د ادبي تاریخ د دورو په اړه باندې لیکوال زیاتره د خپل لید لوری یا برداشت په اساس یا هغه عوامل چې ده ته مهم ښکار د هغسې په اساس ګام پورته کوي او کوم دلائیل چې ده ته ښه ښکاري او دی قانع کړي دا معیار ټاکي  یانې د ساینسي علومو په څېر کوم ټاکلي معیارونه نه لري چې ټول لیکوال هغه د ادبي دورو د ټاکلو پر مهال وکاروي.

دا چې ځینې عوامل د دورې په رامنځته کېدو کې مهم دي خو ټاکلي یا ثابت هم نه پاتې کېږي چې څوک پرې تول وکړي. په دې اړه  استاد لال پاچا ازمون ځینو برخو ته اشاره کړې ده: « موږ نه شو کولای چې په پښتو ادبیاتو کې دورې د ادبي مکتبونو پر بنسټ وټاکو، ځکه له پیر روښان ، خوشال خان او رحمان بابا پرته نور داسې شاعران نشته چې هغوی ادبي مکتب رامنځته کړی وي. … د پېړيو په  نامه هم دا چار نه شو تر سره کولای، ځکه د پېړیو رامینځته کېدو یا بدلېدو پر پښتو ادبیاتو خاص اغېز نه دی ښندلی. د یو ځانګړي شخص په نامه یې هم نه شو نومولی، ځکه داسې کوم شخص نه شته چې د هغه کارنامې یا فکري تګلوری به ادبیاتو کې د دورې د رامنځته کېدو شرایط بشپړ کړي وي. یوازې د فورم ایجاد هم د یوې دورې د رامینځته کېدو ټول شرایط نه بشپړه وي او نه په ادبیاتو کې کوم بدلون رامینځته کوي؛ نو د فورم پر بنسټ هم نه شو کولای چې یوه ادبي دوره ونوموو. د دورې په برخه کې یو بل اصل دا دی چې دورې له پاره کلونه داسې نه شو ځانګړي کولای چې ووایو یوه دوره یوه پېړۍ عمر لري یا څو کاله کېدای شي یوه دوره پېړۍ ، کال او میاشتې عمر ولري یوه دوره دغه تعریف پر بنسټ چې د پېړیو په پوړیو کې یا د یو ذهني او عینې بدلون اغېز څېړي له مخې ویلای شو چې دغه بدلون کیدای شي په میاشتو، کلونو او پېړیو کې رامینځته شي»«ازمون:۱۳۹۱: ۷-۸ ».

استاد روهي هم په خپل اثر کې (ادبي دورې څنګه ټاکل کېږي؟) سرلیک لاندې د پخوانیو استادانو د دورو ویش ته اشاره کړې ده خو داسې څرګندې کرښې په کې هم نه دې ویستل شوې چې د هغو د معیارونو په اساس یوه دوره ټاکل کېږي یا نوې پېژندل کېږي.

استاد پوهاند محمد اسمعیل یون په خپل اثر کې لیکي: « … په ادب تاریخ لیکنه کې د ادبي دورو تشخیص او ټاکل یو ستونزمن کار دی او د ادبی مورخ زیاته پاملرنه او کړاو غواړي. د ادبي دورو د ویش لپاره کوم ټاکلی او منلی معیار نشته دی او د بېلابېلو ژبو ژبو ادب تاریخ لیکونکو په دغه برخه کې ځانګړي ځانګړي معیارونه ټاکلي دي»«یون، ۱۳۹۴: ۹۴».

استاد هېوادمل په خپل اثر (پښتو ادبیاتو تاریخ لرغونې اومنځۍ دوره) کې د ادبي دوروټاکنو له پاره د اثارو شکلي، جوړښتي او موضوعي او فکري خصوصیات مهم بللي دي «هېوادمل،۱۳ : ۲۷۸».

که په همدې بسنه وکړو چې د اثارو شکلیز اړخ مهم دی، نو تر کومې کچې یو یا دوه یا څو فورمونه، نثري که شعري تر کوم حده؟ که موضوعي اوفکري اړخ ته پام وکړو د دې برید هم معلوم نه دی تر کومې کچې، یوازې فکري بدلون بسنه کوې کنه؟ یا که سیاسي، اقتصادې عوامل مهم بولو د هغې حد په څنګه ټاکو؟ نو که نوې ادبي تاریخونه لیکل کېږي باید د ادبي دورو له پاره نسبي معیارونه وټاکي او هرعامل چې په دې اړه باندې پوره ونډه لري هغه دې د مثال راوړلو سره په متن کې تشریح شي تر څو لوستونکي موضوع په سم ډول درک کړي.

۳ ـ ادبي پړاو: هغه ادبي تاریخونه چې په پوهنتونو کې یا نورو علمي مرکزونو کې تدریس کېږي، د ادبي پړاو په اړه هم په کې معلومات یا پېژندنه نه ده وړاندې شوې. زموږ پوهانو او استادانو هره دوره کې رامنځته شوې پړاونه تشریح کړي دي، خو مخکې یې دومره یادونه کړې ده چې دا دوره درې یا څلور پړاوه لري.مګر دېته اشاره شوې نه ده، چې  لومړی لوستونکو ته پړاو وپېژني، چې څنګه رامنځته کېږي؟ په پړاو کې شکل مهم دی که موضوعي اړخ؟ دا بدلونونو تر کومې کچې څرګندېږي، چې یو نوی پړاو را وپېژني؟

ایا په هره دوره کې پړاو وې؟ که ځینې دورې هیڅ پړاو نه لري؟ موږ لومړۍ دورې یا لرغونې ته د دې دورې لومړی پړاو ویلی شو  کنه؟ د کومو معیارونو په اساس یو پړاو له بل څخه جلا کولای شو؟ دېته ورته نورې پوښتنې دي چې په ادبي تاریخونو کې باید ورته پاملرنه وشي.  په دې اړه استاد ازمون یوه لنډه اشاره هم کړې ده: « هره دوره یا پړاو خانته خپلې ځانګړنې لري، چې د همدغو ځانګړنو له مخې موږ پرې د دورې یا پړاو نوم ږدو. پړاو چې د دورې یوه څانګه یا برخه ده. هغه مهال رامنیځته کېږي چې په یوه ادبي دوره کې منځپانګې له مخې څه ادلون او بدلون رامینځته شي، چې دغه تغییر بیا هم د رامینځته شوې دورې یوه برخه وي»«ازمون،۱۳۹۱: ۲۹».

۴ ـ ادبي تاریخ او ژبپوهنه: ادبي تاریخ او ژبوهنه دوه بېلې برخې دې، د هریوې د کار ساحه هم بېله ده، خو زموږ په یوشمېر ادبي تاریخونو کې د ژبپوهنې برخه تر ډېره دخیله ده. موږ په تدریسي برخه کې د ژبپوهنې مضمون هم لرو، نو اړتیا به نه وې چې د خینو کلمو شننه یا رېښې یا نورې اړیکې په ادبي تاریخ کې وڅېړل شي. په ادبي تاریخ کې باید کلمو هنري اړخ، یا نور مفاهیم یې څرګند شي چې د ټولنیزو پېښو، یا نورو عواملو په څرګندتیا کې رول لري.اوس به د ځینو سرلیکونو مثالونه وړاندې کړو: ښکته ژبې، لوړې ژبې، اوښتونکې ژبې، نا اوښتونکې ژبې هندو اروپايي ژبې، د اریايي ژبو یو له بله سره نژدېوالی «حبیبي، ۱۳۸۴: ۲۷-۳۲». یا : پښتو او اریايي کلمات،پښتو او ویدي ژبې، پښتو او زړه پاړسو «حبیبي،۱۳۸۷: ۴ـ۹».

۵ ـ ادبي تاریخ او جغرافیوي اړخ: د ادبي تاریخ پر مهال اړمن یاستو چې د پوهنو ځینو برخو څخه استفاده وکړو مګر داسې هم نه چې د ځینو نورې برخې د ادبي تاریخ په منځپانګه باندې تر ډېره بریده سیوری خپور کړي. موږ په ادبي تاریخ کې د ځینو سیمو له نومونو یا جغرافیوي اړخ په اړه خینو معلوماتو ته اړتیا لرو خو که د ادبي تاریخ پر ځای دې برخې ته زیاته پاملرنه وشي؛ نو موږ به یې جغرافیوي اړخ پاللی وي نه ادبي. موږ که د یوې سیمې په اړه ډېرو معلوماتو ته اړتیا لرو نو باید د هغه هېواد یا سیمې جغرافیه یا تاریخي اړخ ته مراجعه وکړو او خپل معلومات ترې واخلو نه دا چې د پوهنو په نورو برخو کې د هغو د نوم په راتګ سره د هغې جغرافیوي یا نور تاریخ اړخ ته زیاته پاملرنه وکړو. د نمونې په توګه لاندې سر لیکونه راوړوو: اریانا، پښتونخوا، روهستان او افغانستان«زیور،۱۳۹۰ : ۳۲ ـ ۳۱».

۶ ـ ادبي تاریخ او ملي تاریخ: په ادبي تاریخ کې یوازې هغه ادبیات تر څېړنې لاندې نیول کېږي، چې هنري ارزښت ولري همداسې ځانګړي لیکوال اوشاعران چې د یو ځانګړې دورې پر مهال یې مهمې ادبي پنځونې کړې وې او د د دوی فعالیتونو د ادبیاتو لید لوری بدل کړی وي. زموږ په یو شمېر ادبي تاریخونو کې زموږ د ملي تاریخ برخې هم تر ډېره ګډې دې. په دې مانا چې د ادبي تاریخ په متن کې د ادبي مسایلو پر ځای زیاته پاملرنه زموږ د ژبې، قوم او خینو تاریخي جګړو ته شوې ده. که موږ ادبي تاریخ لولو او زیاته اړتیا پیدا کوو چې د خپل قوم د نسب  یا نورو تاریخي جګړو او کارنامو په اړه معلومات لاسته راوړو نو باید خپل ملي تاریخ مطالعه کړو نه دا چې په ادبي تاریخ کې د ادبي او نورو ارزښتونو پر ځای دې برخې ته زیاته پاملرنه شوې وي. د نمونې په توګه لاندې سر لیکونه وړاندې کوو: پښتانه او پښتو ژبه، پښتو،افغان او پښتون «زیور،۱۳۹۱: ۱۷ ـ ۳۹ ».

۷ـ ادبي تاریخ او شفاهي ادبیات: موږ د تدریس پر مهال د شفاهي ادبیاتو ډولونه په فولکلوریکو ادبیاتو کې لولو،په دې وروستیو  ادبي تاریخونو کې دوه کتابونه یو د استاد روهي او بل استاد وفا لیکلی دی، چې د شفاهي ادبیاتو په اړه یې کوم بحث نه دی کړی. له دې څخه څرګندیږي چې موږ  خورا لرغونې شفاهي ادبیات لرو او ځانته خپل تاریخي سیر لري چې د ادبیاتو پوهنځۍ د فولکلوریک ادب تر سر لاندې لوستل کېږې. په یو شمېر ادبي تاریخونو کې شفاهي ادبیات هم راوړل شوې دي، چې لوستونکی یا محصل زموږ د شفاهي او تحریري ادب د بېلتون یا نژدیوالي په اړه په حیرانتیا کې دروي. زموږ شفاهي ادبیات هم ښه هنري اړخ لري خو موږ یې باید د شفاهي ادبیاتو په تاریخ  یا فولکلوریک ادب تر سر لاندې مطالعه کړو.د نمونې په توګه د پښتو ادبیاتو تاریخ (لرغونې او منځنۍ دورې) کې لومړی شفاهي ادبیات له دویم مخ نه تر شلم مخ پورې وړاندې شوي او بیا ورپسې لرغونې دوره تشریح شوې ده.

۸ ـ ادبي تاریخ او نظم:  د ځینو ادبپوهانو په اند استاد روهي په ادبي تاریخ کې یو لوی انقلاب رامنځته کړ. هغه ادبي او غیرې ادبي اثار سره جلا کړل او په خپل ادبي تاریخ کې هغه موادو ته ځای ورکړل چې هنري ارزښت یې درلوده. له دې کرښو څخه یو برداشت دا اخلو چې له استاد روهي څخه مخکینیو ادبپوهانو دې برخې ته پاملرنه کړې نه وه، یا یو شمېر عوامل و چې دوی دا مناسبه ګڼلې ده، چې ادبي او غېرې ادبي لیکنې سره یو ځای راوړي، یانې نظم او شعر یا ساده  او هنري نثر.

اوس چې په ادبي تاریخ کې شعر یا هنري نثر ځای لري نو د لرغونې دورې ډېری نظمونو ته شعرونه ویل شوې دي، نو که څوک نوی ادبي تاریخ لیکي باید د امیر کروړ د ویاړنې پر ځای د هغه نظمونو بېلګې پیدا کړې چې هنري اړخ یې قوي وي او شعر ګڼل کېږي. مو باید په تدریسي برخه کې د نظم تاریخ هم ولرو او په هغه کې د هرې دورې نظمونه راوړل شي نه شعرونه. لاندې نمونې راوړو چې هنري ارزښت لري کنه؟

زه یم زمری پر دې نړۍ له ما اتل نشته ـ په هندو سندو پر تخار او پر کابل نشته

یا : د الحاد په لور دې ترپلل ـ ګــروه دې زموږ وکـــورراوه

موږ روڼلی په زیارتــه   ـ تــا په تــور وتـــوراوه

۹ ـ ادبي تاریخ او نثر: مخکې مو یادونه وکړه،چې په ادبي تاریخ کې هغه نثرونه باید مطالعه شي چې هنري ارزښت ولري. پخوا یوه اړتیا دا وه چې لیکوال کم و، مواد لږو، نو ناظم هم د شاعر سره معرفی شوی دی او ساده نثر هم په ادبي تاریخ کې راوړل شوی دی، مګر اوسمهال هغه لیکوال او لیکنې په ادبي تاریخ کې ځای لري چې د ادبیاتو لید لوری بدل کړي یا په دې برخه کې یو څه رول ولري. موږ په لرغونې ادبي دوره کې هم نثر لیکونکي لرو، په منځنۍ دوره کې هم ، خو اوسمهال په ادبي تاریخ کې هغه نثرونه راوړل کېږي چې هنري نثر وي نه ساده نثر. موږ په خپله ژبه کې د نظم د تاریخ ترڅنګ باید دنثر تاریخ هم ولرو د هرې دورې پر مهال چې ساده نثرونه لیکل شوي یا هنري هغه کیدای شي د نثر په تاریخ کې وڅېړل شي. دا هم د خیرالبیان یوه نمونه چې د فني نثر په نوم هم یادېږي: « ګوره کړی مې دی خیرالبیان، په څلور ژبې، موافق له قرآن. پکی دی بیان د رښتیا د دروغ د حلال د حرام او بیا دی کړونکړ د هر مقام په تا دې وې اعلام».

۱۰ ـ ادبي تاریخ او ادبي پېښې:  په ادبي تاریخ کې تر ډېره باید ادبي پېښو باندې بحث وشي، چې په هغه دوره کې څه ډول بدلون رامنځته شوی دی، په شکلیز و معنوي لحاظ کومې نوې ځانګړنې لري، څخه  ډول یې وده وکړه او څنګه پالل کېږي؟ د دې ادبي پېښو عمده عوامل باید وڅېړل شي د دې پېښو په رامنځته کېدو کې د هغوی په نقش خبرې وشي. دې پېښو ادبیات د پرمختګ په لور وړي که د تنزل خوا ته؟

زموږ په یو شمېر ادبي تاریخونو کې یوازې د شاعرانو  او لیکوالو نمونې او اثار راوړل شوې دي د ادبي پېښو او د هغوی د عوامل او نورو اړخونه سم نه دې سپړل شوي چې هم د ادبي تاریخ منځپانګه قوي کړي او هم لوستونکې د ادبي تاریخ روح ته ورننوزي.

۱۱ ـ ادبي تاریخ او تحلیل:   استاد روهي د ادبي تاریخ لیکنې د مېتود تر سر لیک لاندې لیکي: « … څرنګه چې ادب یو ژبنی هنر دی او د ژبې ماهرانه او ظریفانه استعمال په ادبیاتو کې خاص اهمیت لري نو ځینو ادبي مورخانو د ادبي اثر په تحلیل کې الفاظو او ګرامر ته زیاته پاملرنه کړې ده. په دې کې شک نشته چې د ادبیاتو مورخ په خپل تحلیل کې د هنري ژبې اغېزه په پا م کې نیسي خو یوازې ژبنی تحلیل کافي نه دی، بلکې په مجموع کې د دي اثر هنري اغېزه او تربیتي او معرفتي ارزښتونه د ادبي تحلیل مهمې ستنې ګڼل کېږي»«روهي، ۱۳۸۴: ۲۲».

زموږ  په ادبي تاریخونو کې ډیري مهال یو لیکوال یا شاعر پېژندنه، دندې او د اثارو نمونه وړاندې شوې دي، خو د هغه د شعر یا نثر په شکلیز یا مانیز اړخ یا په نورو ټولنیزو ارزښتونو په اړه یې دومره پاملرنه نه کوي. په ادبي تاریخونو کې باید په هره لیکنه ( شعر او نثر) باندې یو څه تحلیل وړاندې شي تر څو د هغې هنري او ټولنیز ارزښتونه لوستونکو ته بر سېره شي.

۱۲ ـ ادبي تاریخ ته ژمنتیا:  له یو شمېر لیکوالو څخه مې اوریدلي او فکر کوم استاد روهي هم ورته یو خای اشاره کړې ده، چې ځینې خلک د دې له پاره چې په ادبي تاریخ کې مطالعه شي په بل چا یې یو یا  څو شعرونه ویلي دي او هغه بیا د ده په نوم ثبت شوې دي. وروسته له دې دهغه کس هیڅ ادبي فعالیتونه نه لیدل کېږي. په ادبي تاریخ لیکنه کې هر ډول شخصي، قومي، فکري ، عقدوي مسایل خای نه لري بلکې هغه اثار باید  راوړل شي چې لوړ هنري ارزښت ولري او یا هغه شاعر او لیکوال، چې د ادبیاتو لید لور یې بدل کړی وي یا یې یو څه هنري پنځونې کړې وي چې د هغې دورې یا پړاو د هنري برخې په پرمختګ او ایجاد کې ونډه ولري. کله کله سیاسي، ټولنیز، رسنیز او نور موقفونه په اروايي لحاظ  لیکوال دېته اړ باسي چې د ښه شاعر او لیکوال پر ځای یو کمزوری شاعر او لیکوال معرفي کړي.

۱۳ ـ ادبي تاریخ او نېټې هدف ګرځول: هغه مهال چې محصل وم او یا اوسمهال محصلین وینم دوی په ادبي تاریخ کې د بریا له پاره نېټې هدف ګرځوي چې پلانی شاعر کوم کال پیدا؟ کوم کال کې واده وکړ؟ او په کوم کال کې پلانی کتاب لیکلی یا یې له پلانی سره لیدلي دي؟ همداسې زموږ په ادبي تاریخونو کې د شاعر او لیکوال د ادبي پنځونو د هنري او ټولنیزو ارزښتونو د څرګندتیا پر ځای کلونو اونېټو ته زیاته پاملرنه کوي. دا برخه هم یو څه مهه ده خو د نېتو پر ځای باید د هغه هنری او نور ارزښتونه را څرګند شي.

۱۴ ـ ادبي تاریخ او احساسات:  تاریخ لیکنه کې باید لیکوال خپل احساسات کنټرول کړي، پلوي ونه کړي او معلومات په ښه او کره ډول لوستونکي ته وړاندې کړي. کله چې موږ د بایزید او خوشحال خټک جګړې یادوو  یا یې جګړې تشریح کوو نو لیکوال احساسات له ورایه څرګندېږي چې له چا سره خواخوږي لري. همداسې د ځینو بیتونو او کیسو په تشریح او سپړنه کې لیکوال خپل احساسات ډېر وړاندې کوي. په ادبي تاریخ کې نه باید د حقایقو پر ځای په متن کې د لیکوال احساسات خپاره کړي. موږ خپل ډیری ادبي تاریخونه لرو چې یا مو په جګړه کې، یا مو د یو چا په فرهنګي هڅو او شخصیت په پېژندلو کې له احساساتو کار اخسیتی دی.که احساسات خپل سیوری په متن خپور کړي؛ نو بیا لوستونکي  په مخ کې یو ډول خنډونه راولاړيږي، چې په لوی لاس د لیکوال له خوا رامنځته شوي او حقایق نه پېژندل کېږي.

۱۵ ـ ادبي تاریخ،  سیاسي او اقتصادي اغېزې: کله چې په ادبي تاریخ کې موږ یوه دوره څېړو او د دې دورې په رامنخته کېدو کې همدا عوامل هم مهمه ونډه لري، باید په تدریسي برخه کې د یوې ادبي پنځونې د تحلیل پر مهال دې برخو ته هم لږ اشاره وشي یا دې برخې ته د یوې ادبي پړاو د ځانګړنو پر مهال  اشاره وشي تر څو د سیاسي او اقتصادې اړخ ځینې برخې یا یې اغېزې په پنځونو کې وویني. په دې اړه استاد روهي په هر پړاو کې ځینو مسایلو ته اشاره کړې ده، خو ژبني اصلاحات یې یو څه سخت دی یا عام لوستونکي یا یې محصلینو ته معنا سخته ښکاري. له پورتنیو کرښو ځینې نورې اړتیاوې هم شته خو اوسمهال په همدې کرښو بسنه کوو.

ماخذونه

۱ ـ ازمون، لال پاچا.(۱۳۹۱). د پښتو ادبیاتو څلورمه دوره. پېښور: دانش خپرندویه ټولنه.

۲ ـ حبیبي، عبدالحی. (۱۳۸۷).د پښتو ادب لنډ تاریخ. کندهار: د علامه رشاد خپرندویه ټولنه.

۳ ـ حبیبي، عبدالحی. (۱۳۸۴). د پښتو ادبیاتو تاریخ.پېښور: دانش خپرندویه ټولنه.

۴ ـ رښتین، صدیق الله.(۱۳۲۹). د پښتو د ادب تاریخ. کابل. عموي مطبعه.

۵ ـ زیور، زیور الدین.(۱۳۹۱). د پښتو ادبیاتو لرغونې دوره. پېښور: د ساپي د څېړنو او پراختیا مرکز.

۶ ـ وفا، محمد دواد.(۱۳۹۶). د معاصر ادب څلورم پړاو. جلال اباد: مومند خپرندویه ټولنه.

۷ ـ یون، محمد اسمعیل.(۱۳۹۴).  ادب تاریخ. کابل: د ملي تحریک فرهنګي څانګه.

۸ ـ هېوادمل، زلمي.(۱۳۹۳ هـ ش).د پښتو ادبیاتو تاریخ. پېښور: دانش خپرندویه ټولنه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *