لیکوال: پوهیالی محبوب شاه محبوب

لارښود: پوهندوی ډاکتر محمد اجان حقپال

هر کله چې موږ غواړو په یوه ځانګړي علم ځان پوی کړو، نو باید د هغه علم اساساتو ته مراجعه وکړو . جرمني فیلسوف ګرینډل وايي چې د علم پر اساساتو ځان پوهول پر هغه علم اتیا سلنه ځان پوهول او د نورې مطالعې لپاره د دریڅې پرانیستل دي.

که موږ غواړو پر ادبیاتو ځان ښه پوی کړو، نو اړینه ده چې د ادبپوهنې پر اساساتو په یو ژور لید ور اچوو، چې د همدغې مطالعې پر بنسټ به موږ ته د نور لوست او پوهېدا دریڅه خلاصه شي او په دغه لاره کې به ګړندي او کامیاب ګامونه پورته کړو.

په دغه مقاله کې زه غواړم چې پر ادبي تیوري وغږیږم، خو مخکې له دې چې د ادبي تیورۍ بحث ته راشم، اړینه ده چې پر یو شمېر لومړنیو مسایلو لنډه رڼا واچوم.

ادب څه ته وايي؟

راځئ چې لومړی دغې پوښتنې ته ځواب ومومو. د ادب د تعریف په اړه پوهانو بیلابیل نظرونه وړاندې کړي، ځینو یې داسې تعریفونه وړاندې کړي، چې د تطبیق ساحه یې ډېره پراخه ده او ځینو یې داسې تعریفونه ورته کاږلي چې د تطبیق ساحه یې کوچنۍ ده.

په مشرقي ادبیاتو کې د ادب د کلیمې ريښه ډېره لرغونې ده، ان تر دې چې یو شمېر پوهانو خو د دغې کلیمې اړیکه له اوستا سره نښلولې چې د لیکلو معنا ورکوي.

ځینو پوهانو ویلي: (( ادب هغه شی دی چې انسان پرې له خطا نه وژغورل شي))

یو شمېر نورو بیا ویلي: (( ادب له هغه ریاضت څخه عبارت دی چې د انسان فضلیت پرې راښایسته شي))

چا ویلي: (( ادب هغه لطیف فن دی چې د ژبې په واسطه ښکاره کیږي))

ادب څه د ریاضي فورمول نه دی چې موږ ووایو دوه جمع دوه مثاوی څلور کیږي. ځکه ټول ټولنیز علوم یو کنکریټ تعریف او فورمول نه لري، بیلابیل پوهان او د هماغه ډګر کارکوونکي ورته له خپل لید لوري تعریف ټاکي، خو معیار دا دی کله چې موږ د یوه علم یا یو څیز لپاره تعریف کوو نو باید تعریف جامع او مانع واوسي، په دې مانا چې د تعریف له دایرې څخه نه څه کم شي او نه هم څه زیات، نو په پورته تعریفونو کې وینو چې ځینې یې ډېر جامع دي او د ځینو نورو دایره یې بیا ډېره تنګه ده.

که څه هم په دغه برخه کې مرحوم استاد حبیبي،مرحوم استاد رښتین،الفت صیب او یو شمېر نورو نړیوالو پوهانو بیلابیل تعریفونه وړاندې کړي، خو موږ په ټوله کې ویلي شو چې ادب د هغه هنر نوم دی چې د یو تحریري او یا هم شفاهي بیان بیلښت له نورو وکړي.

یا په بله اصطلاح ادب شفاهي یا تحریري وینا له عیبونو پاکوي.

وروسته له دې چې ادب مو وپېژاند اوس ادبپوهنه درپېژنو. د ادبپوهنې د علم په اړه هم بیلابیلو پوهانو خپل نظرونه وړاندې کړي، هر یوه یې د خپل لید له مخې ورته تعریف(مښود) ورکړی دی، خو د یوه جامع او مانع تعریف په ډول ویلی شو چې ادبپوهنه هغه علم دی چې د ادبیاتو په اړه مطالعات ترسره کوي.

یا په بل عبارت هغه علم چې د ادبیاتو په اړه څېړنې ترسره کوي او په اړه یې د اصولو او قواعدو په رڼا کې نظرونه وړاندې کوي، د ادبپوهنې په نوم یاديږي.

دغه علم د فلسفې،ژبپوهنې،هنر پوهنې،ښکلا پوهنې او یو شمېر نورو په مرسته پر مخ ځي او که چېرې دا پوهنې ونه اوسي، ادبپوهنه هم پرمختګ نشي کولی.

دا باید له یاده ونه باسو، چې ادب هنر او ادب پوهنه علم دی، ځکه که چېرې ادب پوهنه ونه اوسي، نو ادب درست پرمختګ نشي کولی.

ادبپوهنه په څو اساسي او فرعي څانګو ویشل کیږي:

اساسي څانګې: الف: ادب تیوري ب: ادب تاریخ ج: ادبي کره کتنه

فرعي څانګې: الف: د ادب پوهنې د تاریخ میتودولوژي ب: کتابپوهنه ج: متن پوهنه

په دغه مقاله کې زموږ موضوع د ادبي تیورۍ په اساساتو او موضوعاتو خبرې کول دي، نو ځکه پر نورو برخو نه غږیږو او غواړو ادبي تیوري در وپیژنو.

مخکې له دې چې د ادبي تیوري پر دندو او موضوعاتو خبرې وکړو، اړینه ده چې ادب او تیوري دواړه وپېژنو.

د مقالې په پیل کې مو پر ادب خبرې وکړې، نو د ادب له تعریفاتو تېریږو او راځو تیوري درپېژنو.

تېوري: که چېرې د تیوري کلیمې ريښې ته ځیر شو نو پوی به شو، چې د دغې کلمې اصلي ریښه په انګلیسي ژبه کې موجوده ده او دا کلیمه په انګلیسي ژبه کې د یوه علم د عمومي اصولو، قواعدو  او یا هم د عمومي نظريې لپاره استعمال شوې ده.

په انګلیسي ډیکشنري(ویي پانګه) (2011 English dictionary)کې د تیوري کلیمه داسې تشریح شوې: (( د یوه علم په اړه منظمې نظريي او یا هم منظم اصول تیوري ده))

نو د تیوري کلیمې د تعریف په نظر کې نیولو سره اوس د ادبي تیوري تشریح کوو.

ادبي تیوري: له هغه علم څخه عبارت دی چې د ادب عمومي اصول یا نظريي په منظم شکل کې وړاندې کوي.

یا په بله وینا ادبي تیوري ټول ادبي ژانرونه په خپله دایره کې رانغاړي، حتی تر دې چې کره کتنه او ادب تاریخ هم له خپلې دایرې بهر نه پرېږدي او د دغو ټولو لپاره د تشکیل شرایط او عمومي اصول ټاکي.

یا ادبي تیوري یو داسې علم دی که چېرې یو ادیب ترې بې نیازه شي، نو پوی شه چې لاره یې خطا کړې ده، دا علم له تاریخ څخه بحث نه کوي، بلکې سر و کار یې د ادب له جوړښت سره دی.

سید محی الدین هاشمي په خپ�� کتاب ادب پوهنه کې د ادب تیوري په اړه ویلي چې ادبي تیوري هغه علم دی چې د ادبي اثارو ټولنیز ماهیت،ارزښتونه،د ودې مختلف پړاونه، قوانین او فورمونه تر څېړنې لاندې نیسي او د ادبي موادو د څېړنې لپاره عمومي اصول او قواعد ټاکي.

د ادبي تیورۍ تاریخي سیر:

که چېرې موږ د ادبي تیورۍ د عمر خبره کوو، نو وايو چې د ادبي تیورۍ عمر له هغه وخته راپیلیږي، له کله نه انسان د لیک او یا هم د وینا قوت پېدا کړی، چې بیا د وخت په تېرېدو سره دغه هنر او علم هم پرمختګ کوي.

زرګونه کاله پخوا هم د ښه او بد ادب د سنجولو یو معیار موجود و، غوره بیلګه یې د هومر د خیالي داستانونو موجودیت دی، چې لا هم دغه داستانونه ژوندي دي.

د یوناني پوه ارسطو د کتاب بوتیکا(poetics) د ادبي تیورۍ د یوه علم په حیث د منلو لپاره لومړنی ګام ګڼلی شو، دا ځکه چې د ارسطو دا کتاب تر اوسه پورې یو اصولي کتاب دی.

له ارسطو را وروسته په عربو کې هم یو شمېر پوهانو په دغه برخه کې څېړنې وکړې او کتابونه یې چاپ کړل، دا ځکه چې د وخت په تېرېدو سره په ادب کې هم تغیرات راغلل او د ادبي ذوقونو توپیر د دې لامل شو، چې یو شمېر نوي ژانرونه هم رامنځته شي.

تر اوسه پورې د ادب دغې سترې څانګې ته ډېر زیات کار شوی، په بیلابیلو ژبو کې سلګونه کتابونه په کې لیکل شوي او لا هم لیکل کیږی.

د ادب تیوري دندې:

۱-  د ادب تیورۍ له دندو څخه یوه دا ده چې د ادب ټولنیز ارزښت روښانه کړي.

۲- د ادب د پراختیا پړاونه او د پراختیا عوامل څېړي.

۳- د ادب د ودې تاریخي عنعنې راپېژني.

۴- د ادبي اثارو د فورمونو بیلښت،ځانګړنې او مشابهتونو په اړه څېړنې کوي.

۵- د ادبي موادو د څېړنې لپاره عمومي اصول او قواعد ټاکي.

۶- له ټولنې او زمان سره د ادب د تړاو په اړه څېړنه او نظریې وړاندې کوي.

۷- د یوې موضوع د لیک لپاره د اصولو ټاکنه په سستماتیک ډول، لکه وايو چې یوه موضوع لیکو، پیل،پلاټ،عروج او پای …

۸- ادب غرض او موضوع روښانه کوي.

ولې ادب تیوري لولو؟

دا هغه پوښتنه ده چې د هر چا په ذهن کې به ګرځي، غواړو چې په تفصیل سره ورته ځواب وټاکو.

که یو څوک پوښتنه وکړي چې ادب تاریخ ولې لولو؟ او یا ولې ادب تاریخ لیکو؟

 نو زموږ به ځواب دا وي چې د ادب تاریخ له لوست او یا لیک څخه مو هدف دا دی چې د خپلو ادبیاتو له تاریخ،د پخوانیو لیکوالو،ادیبانو او شاعرانو له احول، ادبي اوښتونونو او داسې نورو نه جریاناتو نه ځان خبر کړو او ځکه ادب تاریخ لیکو چې زموږ راتلونکی نسل د خپلو تېرو ادبي جریاناتو او لیکوالو له احواله په بشپړه توګه خبر شي او که چېرې ادب تاریخ ونه اوسي ادبیات د مرګ له ګواښ سره مخ کیږي.

که څوک ووایي چې ولې کره کتنه لولو؟ یا ولې کره کتنه کوو؟

د دغو پوښتنو په ځواب کې به وايو چې کره کتنه ځکه لولو چې پر اصولو او قواعدو یې پوی شو او کره کتنه ځکه کوو چې د ادبي اثارو ارزښت وټاکو، ښیګڼې او بدګڼې یې روښانه کړو او که چېرې د ادبي اثارو ارزښت ونه ټاکل شي، د ادبیاتو پرمختګ ټکنی کیږي.

که چېرې همدا ډول پوښتنه وشي، چې ولې ادبي تیوري لولو او ولې پرې ځان پوهوو؟

نو د دغې پوښتنې په ځواب کې به ووایو چې ادبي تیوري که چېرې ونه اوسي، ادب په سالم ډول پرمختګ نه شي کولی. ځکه ادبي تیوري هغه علم دی چې د ادب ټولنیز ماهیت روښانه کوي، د فورمونو د جلاوالي او نږدېوالي حدود ټاکي،د پراختیا پړاونه یې څېړي او داسې نور ګڼ ارزښتمند کارونه تر سره کوي؛ کوم چې د ادبیاتو د روح د ژوندي ساتلو لپاره اړین دي.

که چېرې ادب تیوري نه وي، نو کره کتنه نه موجودیږي، که ادب تیوري ونه اوسي نو په تیوریکي لحاظ په ادبیاتو کې ارج مرج رامنځته کیږي.

په پای کې ویلی شم چې ادب تیوري د ادبپوهنې یوه ډېره مهمه او باارزښته څانګه ده چې په خپل شتون سره د ادب پوهنې ټولو څانګو ته روح وربخښي، نو ډېر لوی کتابونه پرې لیکل کېدای شي او لیکل شوي هم دي، په دې خاطر چې زما د مقالې لمنه تنګه ده نو له موضوعاتو مې سرسري یادونه کړې. هیله مند یم چې په دغه برخه کې لا هم کار وشي او زموږ د پښتو ادب تیورۍ ټول اساسات په پوره او منظم ډول وڅېړل شي.

 

 

ماخذونه:

ادب پوهنه، سید محی الدین هاشمي

ادبي تیوري(لکچر نوټ) پوهندوی سید غني غني

ادبي څېړنې، کاندید اکاډمیسن صدیق روهي

ادبپوهنې بنسټونه، پوهنوال محمد رفیق رفیق

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *