” narcissism”
پاکستانى عالم او څېړونکى ډاکټرمبارک حيدر د “تهذيبي نرګسيت” په نامه يوه اثر کې چې په ٢٠٠٨ کال کې خپور شوى، د نرګسيت په اړه ليکي: کله چې يو کس د خپل شاوخوا چاپيريال سره لېوالتيا او جذابيت هېر کړي، ورباندې د ځان پوهولو له هڅې تېر شي او يوازې خپل ځان کې مست(ځان مين) شي، نو د نرګسيت ناروغي لري.
نوموړى د تهذيبي نرګسيت په اړه زياتوي چې مسلمانانو په نړۍ کې له وروستيو بې سارو پرمختګونو، ښکلو ودانيو، هېوادونو، اسانتياوو او بلاخره د نورو مذهبونو د پيروانو د پرمختيايي هڅو په اړه ځان ته د سوچ کولو زحمت ورنه کړ او يوازې په دې يې شکر ويوست چې همدا د خداى تعالى احسان دى چې موږ يې مسلمانان پيدا کړي، چې په حقيقت کې دا د تهذيبي نرګسيت د ناروغۍ نښه وه.
دا يادونه د نرګسيت په اړه يوه يادونه وه او موخه مې ترې دا وه چې د ادبي نرګيست په اړه يوه مقدمه ولرم، خو دلته موضوع د ادبي نرګسيت ده. تر ټولو وړاندې بايد د نرګسيت مفهوم او د نومونې وجه روښانه شي.
نرګسيت، لکه څرنګه يې چې له نوم نه ښکاري، له نرګس ګل نه اخيستل شوى، مانا يې ځان غوښتنه يا ځان خوښونه،پر ځان مينتوب دى او ځان ته زيات تمايل دى.

د نرګس ګل ته که وکتل شي، نو تل يې سر بېرته د ځان لور ته را کوږ وي، خپلې سينې ته ګوري، لکه د ځان ننداره چې کوي، خلکو ورنه دا اخيستنه کړې چې پر ځان مين دى، د نورو چاپيريال په پرتله يې ځان ډېر خوښ دى.
له همدې امله په ټولنيزو علومو، په ځانګړي ډول شعر او ادب کې پر ځان مين اديب او اثارو ته د نرګسيت کلمه د سمبول په توګه وکارول شوه، ځينې کسان نرګسيت ناروغي بولي، ځکه چې يوازې د ځان لپاره تمايل لري، هر څه د ځان لپاره کوي او ځان ورته تر نورو عالي او غوره ښکاري.
ادب پوهان يې د تاريخي رېښې په اړه وايي چې نرګسيت د نارسيسزم نه پيدا شوى، نارسيوس (narcissus)د لرغوني يونان په داستاني ادب کې يو جذاب او ښکلى نارينه کرکټر تېر شوى چې يوه پري مخې نجلۍ پرې مينه وه.
خو دنجلۍ برعکس دغه ښکلي ځوان پر خپل ځان مين شو، حتې په اوبو کې به هم د خپلې څېرې ليدلو ته په ساعتونو ولاړ و، تر دې چې يو وخت په خپله څېره پسې سيند ته ولوېد او پر ځاى يې د نرګس ګل را وټوکېده. له دې نه وروسته نارسيسزم د ځان خوښونې لپاره د سمبول بڼه خپله کړې.
په نړيوال ادب کې د نارسيسزم ” narcissism” اصطلاح هم د يوناني داستان(ديومالي) او د هغه له ښکلي کرکتر نارسيوس سره رېښه لري چې پر ځان مينو، ځان خوښو او خپل ځان کې ورکو کسانو ته کارول شوې او په شاعرۍ کې بيا د هغو کسانو په اړه کارېږي چې شاعري يې له شاعرانه تعالى ډکه او له ټولنيزو هيلو او معيارونو خلاف وي.
هسې خو له ځان سره مينه او د ځان خوښونه د انساني طبيعت يوه برخه ده، له څېرې هر څومره بدرنګ انسان ته هم ځان تر ټولو ښکلى ښکاري او په هندار کې د کتلو پرمهال يې زړه کې د ستاينې په اړه ډېر څه تېرېږي، خو د خپلې بدرنګۍ د بيان په اړه شايد خپل ذهن ته يوه کلمه را نه ولي.
بېلابېلو ارواهانو هم په دې ځانونه ستړي کړي چې انسان څنګه له ځان سره دومره مينه پيدا کوي او داسې يوه پړاو ته رسېږي چې له ځان پرته د نورو په اړه سوچ نه کوي، دوى دا موضوع د مينې، اړيکو او جنسيت له اړخونو څېړلې او ځان ته يې د هغوى د تمايل پړاوونه هم سره بېل کړي دي، خو دا هر څه د ارواپوهنيز نرګسيت تر نوم لاندې څېړل کېږي.
ارواپوهانو نرګسيت ته دوې بڼې ورکړي، يو هغه چې پر جسم پورې محدود وي او دويم هغه چې ذهني اړخ لري ياني پر ذهن پورې اړوند وي چې عيني او ذهني مفهوم تداعي کوي.
د ډيويډ ټاماس په څېر ارواپوهان چې نرګسيت ناروغي ګڼي، وايي چې په نرګسيت اخته کسان له دې امله ددې ستونزې سره مخ کېږي چې د نورو د اړوندو مسايلو او د هغوى د نظر له اورېدو سره لېوالتيا نه لري، دوى غواړي ددې پر ځاى پرې خپلې خبرې واوروي، کله کله غوږ نيسي، خو ددې لپاره نه وي چې څه واوري، بلکې ددې لپاره وي چې د بل پر وړاندې څنګه ځواب او استدلال وکړي.
دا چې د ادب پنځوونکى خپله اديب(ليکوال او شاعر) دى، اديب تر ټولو وړاندې انسان دى، اروايي او انساني ځانګړتياوې، هيلې، محروميتونه او غوښتنې لري، همدې کار د ادب او ارواپوهنې ترمنځ ژوره اړيکه رامنځته کړې.
کره کتونکي وايي چې په داستاني ادب کې اکثره کرکټرونه داسې کسان وي چې د داستان ليکوال يې غواړي، ياني د داستان د ليکوال طبيعت انځوروي، دهغه د درون کيسه کوي او ليکوال يې خپلې غوښتنې او هيلې د خپل کرکټر په وجود کې انځور کړې دي.
که ليکوال هر څومره د ځان ساتلو هڅه هم وکړي، خو انساني روح يې په ادبي اثر، په ځانګړي ډول شعري او داستاني کرکترونو کې انعکاس مومي، دا انعکاس ډېر ځله د شاعرانه تعالي په بڼه وي چې همدا موضوع په ادبي اثر کې د نرګسيت يا نارسيسزم نه عبارت ده.
په ځينو پښتو شعرونو کې چې د جنسيت ستونزه موجوده ده، يو لامل يې د جنسي نرګسيت موضوع ده، شاعر يا شاعره دومره پر ځاى مين او ځان غوښتونکي شي چې د مخالف جنس د ستاينې پر ځاى خپل جنسيت پرې غالب شي، د ځان په اړه خبرې کوي چې دا موضوع د فرويډ له نظره جنسي نرګسيت دى.
د پښتو ژبې په کلاسيکه او اوسنۍ شاعرۍ کې د نرګسيت ګڼې نښې شته،د هر يوه په شعر کې به خامخا د شاعرانه تعالي ګڼې بېلګې ولرو، خو په دومره توپير چې د اوسني شاعر د ليد ساحه پراخه ده، ځان خوښونه او ستاينه يې د بل د سپکاوي په مانا نه ده، خو په کلاسيکه شاعرۍ کې ګڼ شاعران د خپلې ځان ستاينې تر څنګ ،له خپلې زمانې وړاندې شاعرانو ته ناسمې(سپکې) هم وايي.
د شاعرانو په اړه د ځينو کسانو نظر دادى چې غير عادي خلک دي، پر ځان مين او ځان خوښي وي، د اپلاتون په خبره (بې خوده انسان) وي،د ټولنيزو معيارونو خلاف د الهام لمنه نيسي، ټولنې ته له پاملرنې پرته هغه څه بيانوي چې الهام ورته شوى وي، دا کره کتونکى حتى په شعرونو کې د شاعر د خپل تخلص راوړل هم نرګسيت بولي.
د نارسيسزم په ناروغۍ اخته ليکوال او شاعران خپل ځان او خپل اثر تر نورو اثارو مهم بولي، د ځان په اړه د عادي خلکو له نظر يا نورو ليکوالو له اند اوچت فکر او هيله لري، ځان ورته خيالي او “اسماني” موجود ښکاري، ځکه يې تمه دا وي چې نور ورته د نورو په پرتله په ځانګړي درناوي قايل شي.
له دا ډول ادبيانو که شاعر وي، نو په شاعرۍ کې تل خپلې خبرې ورته تر نورو ښکلې، نوې او له نوښته ډکې ښکاري، د ځان په اړه د نورو نيوکه ورته بې ځايه او ناسمه ښکاري، خپلو بيتونو کې د (ما، زه ) ضميرونو تر څنګ ډېر ځله په مقطع کې ځان ته حتى له تخلص سره (شاعر) کلمه هم ذکر کوي.
په داستاني ادبياتو کې بيا لکه څنګه چې مو چې وړاندې وويل، ليکوال په خپلو اصلي او حتى فرعي کرکټرونو خپل جذبات او هيلې تپي، کرکټرونه د خپلې هيلې او رواني حالت سره سم څرخوي چې دا کار ډېر ځله داستاني منطق او طبيعي والي ته زيان رسوي او دا هغه څه دي چې ځيرک لوستونکى يې په يوه ډول نه يو ډول درک کولى شي.
د نرګسيت تر سيوري لاندې پنځول شوي ادبي اثار له خپل مخاطب(لوستونکي) سره څنګه اړيکه پيدا کوي؟ يا پر وړاندې يې د لوستونکي احساس او دريځ څنګه وي؟
کره کتونکي په دې اند دي چې دا ډول اديبان مغروره دي، خپل لوستونکي ته د کمترۍ احساس ورکوي، لوستونکي ته اهميت ورکول يوه مهمه خبره ده، خو کله چې ليکوال تر خپل مخاطب زيات په خپل ځان مين شي، نو طبيعي ده چې دا لوستونکي ته يو ډول بې احترامي ده، له لاسه يې ورکوي او له ليکوال يې زړه تورېږي.
که اديب له داسې ناروغۍ سره مخ کېږي، نو اسانه لار يې داده چې په خپله لار بدله کړي، د ځان خوښونې پر ځاى د ځان په اړه سوچ وکړي او خپل اثار د خپلو لوستونکو سره د يوې ژورې عاطفي او بشري اړيکې له لارې وپنځوي، هم ځان وژغوري او هم خپل اثر ته اوږد ژوند او محبوبيت ور په برخه کړي.
کوم ليکوال او شاعران چې له دې ناروغۍ ځان ساتي، په حقيقت کې خپل ځان او خپلو پنځونو ته ټولنيز محبوبيت او درناوى ورپه برخه کوي او د “ادب د ژوند لپاره” نظريه پياوړي کوي او اثر يې ژبې او ادب ته د خدمت ترڅنګ د ټولنيز او فکري سمون سبب هم ګرځي.
که ليکوال او شاعرخلاق او متجسس( پلټونکى) ذهن ولري، ځان خوښونه هېره کړي، نو د ويلو لپاره د نورو په ژوند کې ډېر څه موندلى شي او له شک پرته داسې وخت راتلونکى دى چې لوستونکي او ټولنه به يې په اړه هغه څه ووايي چې دى يې غواړي، خو دې مقام ته رسيدل سختې ځان تېرېدنې او رياضت ته اړتيا لري.
————————