پوهنوال پښتون اقا شېرزاد
لــــــــــــــــه زړګـــــــــــــــې چې وينې وڅڅوم بيت شي
زمــــــــــــــــانـــــــې زمـــــــا نقــــصان ته خوخيال وکړه
اروپايان ادعا لري چې د شاعرى فن د يونانيانو ايجاد دى، او وايې چې (ايلياد اف هومر) د نړۍ ترټولو ړومبنى مقفي کتاب دى،زه فکر کوم دا نظريه د تعامل وړ وي، ځکه چې په اسيا کې د دغه کتاب څخه وړاندې مقفي کتابونه موجود وو.
د نړۍ لومړنې متمدن او مهذب قومونه بابليان،نينوايان او مصريان دي، د دې قومونو کلتور او تمدن دومره زوړ دى، چې لا تر اوسه هيچا د هغو د ترقۍ زمانه نه ده په ګوته کړي، خو دا ښکاره ده چې د دوى تمدن د يونان څخه په سوونو کالو زوړ دى او وروسته له دوى د هند،چين او ايران تهذيبونه دي. چې تر ډېره حده د دوى تمدن او تهذيب د اوستا او ويدا له کتابو معلومولاى شو، دغه دواړه کتابونه په نظم کې دي مانا دا چې مقفي دي، د دغو کتابونو غټ ټکي طبعي توکي لکه لمر،سپوږمۍ،ستورې او نور زمکنې او اسمانې مطالب په برکې نيسي او ددې کتابونو اړيکي د هغه مهال سره تړاو لري چې يونان لا چانه پيژانده، د مهال په تيريدو شاعرۍ خپل رنګ بدل کړو، د لمر او سپوږمۍ پرځاى يې د جنګونو او جنګياليو قيصي په خپله غيږه کې راونغاړلي. چې د هند په پخوانيو کتابونو (راماين او بهارت) کې هم دغه قيصي راغلي دي، چې د غه دواړه کتابونه د هومر د ايلياد څخه د وړاندې زماني پوري اړه لري.
دلته نو داخبره د سړي ذهن ته راځي، کله چې آريايانو د اسيا څخه هجرت کولو هغه مهال د دوى سره د شاعرى مينه زياته وه او په اروپا کې د اريانو سره د ډېر ژوند کولو وروسته د اروپا دغه ذکر شوې شاعر (هومر) کې هم د شعر ويلو استعداد په خوځښت راغى چې د ايلياد کتاب د رامين او مهابهارت څخه وروسته وليکي. خو ددى واقعيت څخه سترګي نشو پټوالاى چې وروسته يونانيانو د شعر په فن کې زياته ترقي وکړه او د (پريکلس) لخوا په کې منظومې ډرامې ايجاد شوې، چې د اروپا او امريکا نورو هيوادونو ته هم دغه شکل لاره وموندله، چې شکسپير او مولر دغه صنف لوړ پوړ ته ورساوو. د دې ترڅنګ اسيا هم وروسته پاتي نشوه، بلکې په هند کې کاليداس د (شکنتلا) په نوم د ډرامې کتاب وليکه، په دغه وخت کې اروپا کې همدغه دوه ژانره و چې اسيا کې هم دريم ژانر وپنځول شو او قصيده په کې رواج شوه. چې اسيا کې لوى لوى شاعرانو دغه صنف کې شاعرې وکړه، لکه انوري،خاقاني،عرفي او پښتو کې شيخ اسعد سوري، شکارندوى غوري او خوشحال خان غوندې شاعران تير شوي دي.
په اروپا کې ډينټي او ملتن دوه متصوف شاعران نړيوالو پيژندلي دي، چې هغوى هيڅکله د اسيا د صوفيانو لکه جلاالدين رومى، مولانا جامى، عطار، منصور،شمس تبريز،باباګوارنانک،پيرروښان او رحمن بابا غوندې صوفيانو سره سيالي نشي کولاى.
تردغه ځايه مو په نړۍ کې د شعر په قدامت يو څه نيمګړې رڼا يې وړاندې کړه اوس به راشو پښتو ته.
زما په آند څومره چې پښتانه زاړه او پخواني دي، په همدغه کچه د پښتو ژبه زړه او پخوانۍ ده، همداشان د دوى ادب او ادبيات هم پخواني دي، د دوى شعر او شاعري هم زړه ده او د څرګندو اسنادو په اساس د ديواني شاعرۍ تاريخ خو تقريباً د نن څخه زرکاله وړاندې د شيخ اسعد سوري (425) هق له قصيدي څخه پيليږي او بلاخره تر نن پورې ټول هغه اضاف چې په شرقي شاعرى کې موجود وو پښتو هم خپل کړل او دغو اضافو ترټولو زيات د خوشحال خان په اشعارو کې انعکاس وموند او ځيني يې پخپله هم وپنځول، ددې ټولو لاسته راوړنو ترڅنګ يوه بله مهمه مساله چې د خوشحال خان خټک لخوا د لومړي ځل لپاره رامنځ ته شوه، هغه په پښتو ادب کې مشاعره ده چې دده يوې عشقي غزلې وکړاى شول پښتو ادب کې د مشاعرې بنسټ شي او بيا نورو شاعرانو د ده په غزلې خپل غزلونه او ويل، چې په ادبي تاريخ کې د تاريخي مشاعري په نوم ياديږي لاندې به د خوشحال خان د غزلي دوه بيته د نمونې په توګه راوړو:
لکه زه په يار مين يم بل بـــــه نـــــــــه وي مين هسي
لکه زه پسي غم جن يم بل به نه وي غمجن هسي
وروستي بيت
چې خوشحال خټک يې وايې په پښتو ژبه خبري
په پارسي ژبه به نه وي که پوهيږي سخن هسي.
دا سمه ده چې د خوشحال غزل د پښتو مشاعرې اساس او بنسټ دى ، خو د دې ترڅنګ عبدالقادر خټک (1063 هق -1128) د خوشحال خټک زوى په خپل ځاى د خاص ارزښت وړ دى، ځکه چې د لومړي ځل له پاره ده د خوشحال عزله تضمين او د هغه په اقتفا عزله اوويله او د تاريخي مشاعرې نوم ورکړشو، چې بيا وروسته نورو هم دغه بهير تود او ښه هرکلى وکړ، دا چې عبدالقادر د خپل پلار خوشحال خان د عزل پر ځمکه څه ډول غزله ويلې د نمونې په توګه به يې يو څو بيته دلته ولولو.
لـــــــکه زه پــه يـــــــار مفتون يم بل نه وي مفتون هسي
لــــــــکه زه پسي مجنون يم بل به نه وي مجنون هسي
پـــــــرون غــــيږ تر غيږ له ياره نن تر منځ شوه هيوادونه
دا انــــــصاف د زمــــانې دى چــــې نن هسي پرون هسي
خــــــط پــــرمخ د دلـــبر راغى شور د زړه په بازار ګډ شو
چې د حـــسن پاچــا ليږدي د دې خط دى مضمون هسي
وروستى بيت:
دا غــــــــــزل پــــــه پـــښتو ژپه چې بيان عبدالقادر کړه
دورغــــــجن يم که بى خانه وايې بل يو پښتون هسي
چې له ده وروسته د عبدالقادر ورور او د خوشحال خان بل زوى صدر خان خټک (1065-1124 هق) د نورو اشعارو ترڅنګ د مشاعرې په فن کې زور ازمايې کړې ده او کومه غزله چې ده ويلې که د عبدالقادر د غزلې څخه ښکلې نه وي نو بدرنګه به هم نه وي لکه:
زړه زمـــــــا چــې بيلتون وسو ستا په غم کې بيلتون هسي
مـــــــه شـــه وريت د جــــداى پـه اور کې بل يو لړمون هسي
خــــــــط پــه مخ د ښــــــــايســــــته وو دقـــضا نښي هم داسې
هــــــــر کمــــــــال زوال پذير دى د دې خط دى مضمون هسي
مقطع:
سـتا ځواب عبدالقادره په دا رنګ صدر خوشحال کړ
څـــــــــو بـــې خانه زه ويل کړم بل به نه کا پښتون هسي
له دې وروسته ځينو نورو شاعرانو هم په دغه مشاره کې برخه اخيستې چې يو له هغو څخه د دولسمې پيړۍ شاعر اشرف خليل دى چې ده بيا د عبدالقادر د عزل جواپ د خپلې غزلې په مقطع کې داسې کړى دى.
چــــــې تاوې عــــــبدالقادره کوم پښتون به بى خوشحاله
داشــــــان وايې اشرف ووې خداى پيداکړ پښتون هسي
له دې مشاعرې وروسته ډېرو شاعرانو د يو بل د اشعارو په اکتفا اشعار ويلي چې له خوشحال څخه وروسته په کلاسيکه دوره کې د رحمان بابا او حميد مومند په اشعارو باندې ډېرو شاعرانو تضمينونه کړې او خپل استعدا يې ازمايلي دى لکه د رحمن بابا د (څه به خوب کا) په قافيه باندې د هغه يو پيرو شهنواز د څوارلسمې پيړۍ شاعر په دا ډول خپله غزله پيل کړې ده.
هـــــــــر چــــــــې زړه يــــــــې نــــاقرار وي څه په خوب کا
ډوب پـــــــــــــه غــــــــم چــې د ديدار وي څه به خوب کا
همداشان د رحمن بابا پيرو او شاګرد يونس خيبرې په يوه بله غزل خپل شعر ويلي، د لاندې بيت دويمه مصرعه د رحمن بابا ده لکه:
عــــــــاشقان دې د ســــــــرو ستـــــــــرګو کشتګان دي
((پــــــــــــــه زيـــــــــــــــارت د شـــــــــهيــدانو ګذر بويه))
په معاصره شاعرۍ کې هم د رحمان بابا په ځينو بيتونو مشاعرې شوې چې په دې اړوند به وروسته بحث وکړو.
د رحمان بابا ترڅنګ د حميد موشګاف په اشعارو باندې هم د ده پيروانو غزلې او مخمثونه جوړ کړي دي. خصوصاً د حميد لاندې غزله خو ډېره مشهوره ده او ډېرو شاعرانو پر دې غزلې اشعار ليکلې دي.
(خط پرمخ د صنم راغى که سپوږمې شوه په هاله کې
دايې غاښ په خوله کې زيب کا که ژاله شوه په لاله کې)
د دغو شاعرانو په ډله کې حسين د دولسمې پيړۍ شاعر دى ديوان يې 1957 ع کال پيښور کې چاپ شو، چې د حميد د غزل په اقتفايې غزلي ويلي يو بيت به يې ولولو:
آب و تاب يـــــــې د مــــــخ کم شو چې يې خط په رخسار راغى
رڼا کمه د سپوږمۍ شـــــــــي چې شي ګيره په هالــــــــــــــــــه کې
همداشان ځينو پيروانو يې د مشاعرې په ترڅ کې مخمثونه هم پر جوړ کړې دي چې د عبدالله پوپلزي د مخمس يو بند به اوګورو:
ســـــــتورې بـــــــيا دنـــــباله دار شوه د اسمان په دنباله کې
اهــــــــــورم لــــــــــه اهــــــــو وخوړ مشک باران شو په ناله کې
کــــــــــه لـــــــــمر مخ په نقاب ونغښت له حياسو په ناله کې
خـــــــــــط پر مخ د صنم راغى که سپوږمۍ شوه په هاله کې
دايـــــــې غــــاښ په خوله کې زيب کا که ژاله شوه په لاله کې
همدا شان نجيب سربندې هم د خپل استاد د شعر په قافيه يوه غزله ليکلې ده لکه:
کـــه مـــــــــې سپــــــــين شـــوه ســياه کــــــــــــــــسى پــــــه ناله کې
يـــــــــــار مــــــــــــــې نــــــــــــــه کـــــــينې د ستــــــــرګو پـــه جاله کې
لـــــــــــــــکــــــــــه تــــــــه چــــــې کــــــړې جــــــــــادو په تورو سترګو
دا رنـــــــــــــګ نشــــــــــــــــته ســــــــــــــــحر ګـــــــــــر پـــه بنګاله کې
وروستى بيت:
پـــــــــــــــه رخـــــــــــــسار د اشـــــــــــــنا خـــــــــــــط راغــى نجيبه
حـــــــــــــق حيــــــــــــــــــران يـــــم که سپوږمۍ شوه په هاله کې
که دا بحث وغزوو شايد د يو کتاب له کچې هم واوړې، نو اوس به د اوسنيو يا معاصرو مشاعرو په اړه يو لنډ نظر واچوو.
د پخوانو او اوسنو مشاعرو توپير
پخوانۍ مشاعره خو مو وليده چې د خوشحال غزل د هغې بنسټ و او بيا نورو شاعرانو د هغه په اقتفا اشعار او ويل، ادبپوهانو هغه مشاعري په نوم يادکړه.
او دغه سلسله ترمعاصرې دورې پورې دوام وموند، خو معاصره دوره کې لکه څنګه چې د ادب په نورو فورمونو کې د شکل او محتوا په لحاظ تغيرات رامنځ ته شول، همداشان دغه اغيز د مشاعري شکل هم خپل کړو، مانا دا چې په معاصره دوره کې دوه ډوله مشاعرې رواج شوې. يوه دا چې د يو شاعر په يو بيت باندې ټولو شاعرانو ته ويل کيږي چې تاسو خپل شعرونه وليکى، مثلاً په 1378 کال کې د راډيو لخوا نه د رحمن بابا دا مصرعه (د اغيار سره خندا څه پکار نه ده) اعلان شوه چې شاعران په همدغه قافيه خپل شعرونه او وايې اوځان مشاعرې ته چمتو کړي، د دې مشاعرې بل ډول دا چې يوه موضوع يا راډيو کې يا يوه ادبې ټولنه کې شاعرانو ته ټاکل کيږي د مثال په ډول شاعرانو ته ويل کيږي چې د سولې په اړوند خپل شعرونه وليکي او بيايې مشاعره کې ولولى.
د مشاعرى بل ډول دادى چې په ادبې ټولنو، د مشهورو مړو اديبانو په قبرونو او د ژوند يا مرګ د کليزو د يو ليکوال د نوې چاپ شوې ادبې کتاب د ارزولو او نورو مناسبتونو په وياړ په ازاد ډول د شاعرانو لخوا مشاعرې کيږي او هر څوک خپل خپل شعرونه وايې چې د دې ډول مشاعرو ډېرې بيلګې لرو لکه د ننګرهار د نارنج ګل مشاعره چې د 50 کالو شاوخوا تير تاريخ لري، د وردګو د مڼى ګل مشاعره او د لوګر د سنځل ګل مشاعره همدا شان د پيښور په علاقو کې هم ددغسي مشاعرو لړۍ له پخوا څخه جريان لري لکه د شملې درنه مشاعره چې په 1932 ع کال د محمد اکبر اکبر په وياندى شوې ده همدا شان د نوښار د ادبي جرګي لخوا په ١٩٣٨ ع کال د لومړى ځل لپاره د خوشحال خان خټک په مزار مشاعره شوي چې د سيد رسول رسا په شان درنو شاعرانو په کې ګډون کړى و.
د معاصرو مشاعرو لړۍ اوس هم جريان لري که د دوي ټولو فهرست او يادونه وکړو نو د يو کتاب نه به هم زياتي پاڼي پري ډکې شي نو دلته لازم بولم چې په پښتو ادب کې د مناشرې د پيل په اړوند لنډ معلومات وړاندې کړم.
په پښتو ادب کې د مناشرې پيل
د پښتو ادب په تاريخ کې لکه څنګه چې مشاعره ځانته د پيل زمانه لري، همداشان مناثره هم ځانته د پيل تاريخ لري، مناثره هم د مشاعرې په څير پرمخ بيول کيږي، دلته د يو ليکوال يا يو ادبي انجمن يا ادبي موسيسې لخوا د نثر يوه موضوع وړاندې کيږي او ليکوال ته ويل کيږي چې د دغې موضوع په اړه خپل نظريات وړاندې کړي چې دا هم د يوې مسابقي حيثيت لري، هرڅوک چې په کې بريالى شي هغه ته يا جايزه ورکول کيږي او يا هم د ليکوالو لخوا د ممتازو ليکوالو په ډله کې حسابيږي.او يا نور مکافات.
په پښتو کې د مناثرې بنسټ د مرحوم محمد ګل مومند لخوا په ١٣٢٧ل.ل. کال کيښودل شو، چې دغه لومړۍ مناثره کې د ژبپوهنې يا ګرامر موضوع مطرح شوه، چې د (زه-ما –څوک –چا) ضميرونه مسابقي ته کيښودل شول او وويل شول چې هر چا د دغو ضميرونو د استعمال ځايونه په ښه شان سره بيان کړل، مانا دا چې هر ليکوال بايد د پورته هر ضمير لپاره يو جمله وليکي او د استعمال مناسب ځاى ورته وټاکې، نو په دې ډول به د هر ضمير د استعمال د ځاى توپير او فرق وشي. دا مسابقه په ١٣٢٧ ل.ل. کال پيل شوه چې د پښتو ژبې نامتو ليکوال او ستورى قيام الدين خادم ددغې مسابقي ګټونکى شو چې د وزير محمد ګل مومند لخوا ورته يو اوميګا ساعت او يو پارکر قلم جايزه ورکړل شو، چې بيا وروسته فکر کوم په ١٣٣٢ل.ل. کال کې چې بله مناثره وشوه هغه د ډرامه ليکلو په اړه وه په هغې کې هم مرحوم استاد قيام الدين خادم جايزه واخيسته. دغه لړۍ اوس هم روانه ده خو په يو بل شکل، مثلاً اوس زياتره وخت په ادبي غونډو کې د اشعارو ترڅنګ په هنرې نثرونو،لنډه کيسه، ادبي ټوټه، ناول او نورو هنرې نثرونو کره کتنه کيږي، چې همدغه په خپل ذات کې مناثره ده او دا لړۍ اوس په ټول هيواد کې روانه ده.
پــــــــايـــــــــلـــــــــــــه
په پاى کې دا ويلاى شو چې د پښتو ادب منځنۍ دوره خصوصاً د دغې دورې دويم پړاو چې د خوشحال خان څخه پيل کيږي، نو زرين او رنګين پړاو دى، په دې پړاو کې پښتو ادبياتو هم د کيفيت او هم د کميت له پلوه تر دې حده وده موندلې ده، چې د دغه پړاو ځينې اثار د شرق د نامتو اثارو سره د سيالۍ ډغرې وهلاى شي او د جهانې فرهنګ په بازار ښه اثارو کې حساب وړ دي، چې د خوشحال خان خټک د ستار نامه يې غټ مثال دى.
همداشان په دغه پړاو کې د پښتو شاعرى د دوو عنعنو (ولسي او ديواني) ټول شعري اضاف او ژانرونه خپل کړل، چې د موضوع او فکر په لحاظ يې دومره پراختيا او پرمختيا وموندله چې د لومړۍ دورې د اثارو په پرتله په مراتبو د انکشاف او رشد څرکونه په لاس راکوي. په دې دوره کې په پښتو ژبه کې لس ګونه ديوانونه او نور اثار وليکل شول او ددې ترڅنګ له نورو ژبو څخه پښتو ته ژباړې هم وشوې همداشان په همدغه پړاو کې د خوشحال خټک لخوا د مشاعري عنعنه هم رامنځ ته شوه. چې پخوا له دې مونږ په پښتو ادبياتو کې د مشاعرې څرک نه لرو، تاسو به په دغه مقاله کې لوستې وي چې شعر او شاعرې د لومړي ځل لپاره په اسيا کې رواج موندلى او بيا اروپا يانو او غربيانو دغه فن اوج ته رسولى، همداشان لکه وړاندې مو چې اوويل د مشاعرې عنعنه د لومړۍ ځل لپاره په پښتو ادب کې د خوشحال د يوې عشقي غزلې څخه پيل شوه، چې د ده د غزلې په اقتفا دده زوي عبدالقادر خټک غزله اوويله او وروسته نورو شاعرانو هم پر دغه غزله غزلې او ويلې، چې ادب پوهانو د ادب په تاريخ کې د تاريخي مشاعرې په نوم ياده کړله. او بيا تر ننه پوري په لږ تغيير سره دغه عنعنه روانه ده او د ځوانو شاعرانو لخوا پالل کيږي. او د مشاعرې ترڅنګ په معاصره دوره کې د مناثرې بنسټ د پښتو ژبې د پرمختګ ليوال محمد ګل خان مومند لخوا کيښودل شو، چې تر اوسه پورې په ډېر تغيير سره د مناثرې عنعنه هم د ادب د مينه والو لخوا پالل کيږي.
اخځليکونه
1: زيور،زيورالدين: د منځنۍ دورې د ادبياتو تاريخ، پيښور: د صافي د پښتو څيړنو او پراختيا مرکز، 1386ل.ل.، 175-178 مخونه.
2: حسين،محمد حسين: د حسين ديوان، پيښور: پښتو اکاډمۍ، 1957 ع،95 مخ.
3: خيبرې، يونس: د يونس ديوان:کابل: دولتي مطبعه 1368 ل.ل.، 198 مخ.
٤: خټک، عبدالقادر: د عبدالقادر خټک ديوان، د حبيبي په سريزه، قندهار: دولتي مطبعه، 1318ل.ل.، 107 مخ.
٥: مومند، عبدالحميد: حميد ديوان، د هيوادمل په سريزه، کابل: پښتو ټولنه دولتي مطبعه، 1363ل.ل. ، 265 مخ.
٦: هيوادمل، زلمى: پښتو ادبياتو تاريخ پيښور: دانش کتابتون، 1379 ل.ل.، 158 مخ.
٧: هوتک، محمد: پټه خزانه، د حبيبي په زيار، کابل دولتي مطبعه، 1339 ل.ل.، 290مخ.
پوهنوال پښتون آقا شيرزاد
ســـــــــــــــــــــــريــــــــــــــــــــزه
په دغه ليکنه کې زما موخه د اتڼ د ډولونو، اتڼ په سيمه يېز لحاظ، د اتڼ د شاليد څيړل او د اتڼ د نورو اړونده اړخونو څيړل نه بلکې زما موخه لومړى د اتڼ،نڅا، ګډا او ورزش د وييونو د يو شانوالي او بيل والي په اړه خبرې او څيړنه ده، همدا شان بله موخه مې په پښتو شاعرى کې د استعمال په اړخونو بحث او څيړنه ده، يانې دا چې دغه وييونه له کله راهيسې په پښتو اشعارو کې استعمال شوي؟ چا استعمال کړي؟ او په کوم مفهوم استعمال شوي؟ ورپسې مې تر خپلې وسې زيار ايستلى چې په معاصره يا اوسنۍ شاعرۍ کې څه ډول دغو وييونو ته ځاى ورکړل شوى، بحث او څيړنه وکړم، نو دا چې د معاصرې شاعرى لمن ډېره پراخه ده نو هغه کتابونه چې زما لاس ورته رسيدلى، په هماغو کې مې د دغو وييونو پلټنه او ږر ويږنه کړې ده. بله خبره چې بايد اشاره ورته وکړم هغه دا چې د اتڼ د ډولونو، د اتڼ د شاليد او د اتڼ په نورو برخو کې په سلګونه کتابونه او مقالې ليکل شوي، نو زما دغه مقاله به هم په ټوله مانا د مينه والو بشپړه تنده ماته نه شـي کـړاى، خـو سـره لـه دې بـه هـم لـوسـتـونـکو تـه بـــــې ګــټــې نـــــــه وي.