ادبي هڅې د پوهنوال پښتون اقا شېرزاد د بېلابېلو څېړنیزو مقالو ټولګه ده چې په کتابي بڼه په ۱۳۹۱ لمریز کال چاپ شوې ده. ښاغلي شېرزاد دا کتاب د تاند په لوستونکو پیرزو کړی. له دوی څخه په مننې یې تاسو لوستونکو ته پرله پسې خپروو. تاند

لــــــــــــــړلــــــــــيــــــــــــک

١:سريزه…………………………………………………………………………..

2:پښتو ادب د دريواله نوى منطوم ځېل خپل کړو…………………………..29

3:پښتو ادب کې د ټپيزې دوديدل………………………………………..1022

4:پښتو ادب کې د خندا کلمې څيړنه……………………………………..2333

5:د کاظم خان شيدا په کلام کې د حباب د کلمې د استعمال اړخونه…..3444

6:پښتو شاعرى کې د مشاعرې او مناثرې پيلامه………………………..4554

7: پښتو شاعرى کې د اتڼ نڅا او ګډا ويېنو پيدايښت………………….5571

8:د حميد او حنان بارکزي په اشعارو کې يورنګ والى…………………7281

9: پښتو ژبه کې د ليکل شوو ادبي فنونو څومره والى او څنګه والى….82118

10: د خوشحال په اشعارو کې دوتنه،هوډ او مرستې ويېونو د استعمال اړخونه……………………………………………………………………118129

١1:منصور د حقيقت سمبول او پښتو شاعرى کې د هغه يادونه…….129143

١2:د رحمان بابا او حميد مومند په اشعارو کې لريوالى او نږديوالى.144154

١3:د اخوند درويزه او پير روښان د مخالفت لاملونه………………….155169

١4:د مولوي صالح محمد هوتک شعر او شاعري……………………..169177

١5:علي خان مامنزى کله خټک شو……………………………………178185

١6: د ادب تيورۍ تاريخي بهير او ارزښت……………………………186200

17: د پټې خزانې په چاپونو کې توپيرونه او د چاپ اړتياوي…………200209

١8:د کتاب او مقاله ليکني چوکاټونه…………………………………209217

١9:د رحمان بابا کلام کې د زور زياتي انځور………………………..218225

20:د حميد ديوان کې تلميح……………………………………….226237

21:د رحمان بابا شعر کې تلميح…………………………………..238250

٢2:د رحمان بابا اشعارو کې صبر او قناعت………………………251258

٢3:په تذکرت الاوليا کې د لرغونتوب نخي……………………….258261

24: آيا فرهنګ،ثقافت او تمدن مترادفي کلمې دي………………261275

25: فصاحت،بلاغت،صراحت، کنايه، تشبه مجاز او حقيقت……265273

٢6: د پښتو الفنامو پيلامه او جوړښت…………………………….274283

ســــــــريـــــــــــــزه :

مقاله ليکنه په ختيځ او لويديځ کې د پخوانه دود ده، نه يوازې په ادبياتو کې، بلکې په ټولو علومو کې د مقاله ليکنې دود شتون درلود، دغه بهير ورځ په ورځ ګړندى کيږي او د مقالو څخه د ټولګو،کتابونو او غونډونو ترتيبول او چاپول، د مقاله ليکنې څخه وروسته دود او سلګونه ټوکه د مقالو ټولګې ترتيب او چاپ شوي دي د بيلګې په توګه، توريالي پښتون، ننګيالي پښتون، فرهنګيالى خټک، کروړياد،حمزه ياد،صالح محمد هوتک ياد،الفت ياد،روښان ياد او … د يادونې وړ دي.

په لر او بر کې تل پښتنو ليکوالو او اديبانو يا د خپلو مقالو ټولګې چاپ کړي او يا يې د نورو اديبانو او ليکوالو مقالې غونډې کړي او چاپ ته چمتو کړي دي، چې دا کار پښتو ادب کې يو ارزښت من کار دى، له يوې خوا هغه تيتې او خورې مقالې چې مختلفو مجلو،کتابو او غونډونو کې چاپ شوي يو کتاب ته راټوليږي او ځوان څيړونکي ترينه په ښه توګه ګټه اخيستلى شي، ځکه چې د مختلفو ماخذونو لټول په خپله يو ستونزمن کار دى، له بلې خوا خورې ورې مقالې له ورکيدو څخه ژغورل کيږي او په يوه ټولګه کې خوندې کيږي.

ما هم د همدغو لاملونو په بنسټ خپلې هغه مقالې چې زياتره يې په نورو متفرقو خپرونو کې چاپ شوي وي له هغو څخه راټولې او چاپ کړي. ځينې مقالې په لاس رانغلې خو که ژوند و په راتلونکي به هغه راټولې او بيا به يې چاپ کړم. کومې مقالې چې په دغه ټولګه کې تاسو لولى، پکې دوه يا درې داسې مقالې هم شته چې د څيړنې د اصولو سره برابري نه دي ځکه چې هغه د محصلينو په غوښتنه په عاجله توګه ليکل شوي، يوازي منځپانګه لري او جوله يې د مقالو له چوکاټ سره برابره نه ده، پاتې مقالې زما په اند چې شمير يې له شلو څخه اوړي د څيړنې د اصولو په رڼا کې ليکل شوي. د موضوع په اړوند يې بايد خپله قدرمن لوستونکي قضاوت وکړي

څيړونکى: پوهنوال پښتون آقا شيرزاد

پښتو ادب (دريواله) نوى منظوم ځېل خپل کړو

سريزه:

انسان بايد تل په حرکت او تغيېر کې وي، ځکه چې حرکت د ژوند نوم دى، هغه ژوند چې په سکون او عدم کې وي، له هغه سره ناکامې مل وي، خو که تغيېر او حرکت پکې وي، نو خامخا به د برياليتوب خوند څکي،تغيېر او حرکت د ژوند په هره برخه کې لازم دى، د ژوند يوه برخه فرهنګ او ادب دى، چې دغه برخه ياني ادب هم د انسان په واسطه تغيېر او حرکت کوي، د ادب تغيېر او حرکت دادى چې نوى ادبي ځيل پکې وپنځيږي، هغه که تحقيق وي، هغه که تخليق وي او که ژباړه وي که مونږ د پښتو ادب د لاس ته راغلو يا موندل شوو لومړنيو موجودو ادبي ځيلونو ته نظر واچوو، نو ګورو چې مونږ په لومړي سر کې فقط لرغوني سندرې لرو،بيا په دريمه پيړۍ کې د ژباړې په واسطه قطعه رامنځ ته شوه او ورو ورو نورځېلونه د عربي او نورو شرقي ژبو څخه په تقليد پښتو ژبي ته راغلل،لکه رباعي،غزل،قصيده،مثنوي،مربع مخمس او …. همداشان نثري ځېلونه لکه ادبي ټوټه،ناول،لنډه کيسه او… وخت په وخت رامنځ ته شول چې ځيني يې پخپل نوم دود شول او ځينو ته پښتو نومونه ورکړل شول، په شلمه پيړۍ کې هايکو له جاپاني نوم سره پښتو کې باب شوه، او د يويشتمي پيړۍ په پيل کې پښتنو شاعرانو له ټپو څخه ټپيزې، ټکوريزې او غزليزې يو په بل پسي وپنځول، خو وس چې د يويشتمي پيړۍ دويمه لسيزه پيل شوې ورسره يو ځوان، هڅاند،ليکوال،شاعر او اديب پروفيسور نقيب احمد جان د اردو او انګريزي ادب په لوستلو سره پښتو ته يو نوى ځېل راوسته چې دريواله نوميږي، چې مونږ يې په مبارکۍ ويلو سره لمانځو.

د دريوالې تاريخي شاليد

د دريوالې پنځوال پروفيسور نقيب احمد جان وايې (د دريوالې نوم په فرانسوي او انګليسي کې ترايوليټ (Triolet) دى او اردو کې ورته ترائيلي ليکلي و،په فرانسوي ژبه کې دغه ځېل په ١٣ عيسوي پيړۍ کې رامنځ ته شوى چې شاعرانو ته نظر نورو فرانسوي ادبي منظومو ځېلو نو څخه اسانه و او په يو ښکلي ترکيب به پيل کيده، نقيب احمد جان د يو بل ليکوال دوينا په اساس ويلي (د ترايوليت لومړۍ دوه مسرۍ بايد دومره ښکلې او زړه راښکونکي وي چې نظم پرې شروع کړى شي او ختم کړى شي او د اتومسرو نظم د نيمي نه زياته برخه دې هغه د دې نه جوړه وي، ياد ساتل پکار دي چې دا دوه مسرې دې خپلو منځو کې هم قافيه نه وي (:٥ مخ)

پروفيسور نقيب احمد جان د ترايوليت د پښتو کيدو په اړه وايې (ما ډېره پلټنه وکړه چې په دې شکل يادغه فورم خو زما څخه وړاندې بل چا پښتو ته نه دى اړولى، کله چې مطمين شوم نو ما په دغه نظم کار پيل کړو. که څه هم د فرانسوي څخه انګليسي ژبې ته په همدغه نوم راغلى خو ما غوره وګڼله چې د فرانسوي ژبې (Triolet) په څير چې معنا يې ده (Little three) (واړه درې) او مراد ترې هماغه مسره ده چې درې ځله پکې راغلې ده، ما ددې نامه دريواله کيښوده) (٢)

دې پايلي ته رسيږو چې ترايوليت اصلاً فرانسوي ژانر دى، له فرانسوي ژبې څخه انګليسي ژبي ته لاړ دى او له انګليسي ژبې څخه اردو ته ننوتي او له اردو څخه د لومړي ځل لپاره د يويشتمې پيړۍ په دويمه لسيزه کې د پښتونخوا د هڅاند او د پښتو ژبې د ليکوال اديب او شاعر پروفيسور نقيب احمد جان له خوا پښتو ژبې کې دود او وويل شو، نقيب احمد جان عالم او متجر اديب دى، په پښتو، دري،انګليسي، عربي او اردو ژبو پوهيږي، د دغو اثارو ليکوال دى،(هرى جنګل کې تهندى ساتي مې) له انګليسي څخه اردو ته ژباړه، په 2003 عيسوي کال کې چاپ دى، په 2007 عيسوي کال يې د شعر مجموعه (ته د حسن انتهايې زه د مينې) کتاب چاپ شو، د اردو شاعرى ټولګه يې د احساس، په نوم 2010 م کال کې چاپ کړو، د اردو څخه پښتو ته يې د نظمونو ټولګه (کله نا کله مې په زړه کې هسې خيال راشي، په نوم ليکلي ده، په نثر کې يې يو ناول چې (قاتله ګټه) نوميږي ليکلي دى، نور متفرق اثار هم لري، نقيب احمد جان د پښتو ژبې د پرمختګ او ترقي لپاره شپه ورځ په ځان يوه کړې ده، خپل پښتو ادب نورو ژبو ته ورپيژنې او د هغو ژبو ادبيات پښتو ته راوړي، په عملي ډګر کې د نيک پاي خيل کبل (کبل پښتو ادبي تړون) د خوځښت منظم او لار ښود دى. ښاغلى اتل افغان د سوات برجسته ليکوال د ده دنثر په اړه وايې (جان صيب د شعر سره سره نثر هم دومره ښايسته په زړه پورې ليکلى چې بنده يې لوستوته خوشاليږي، ماته ښکاري چې نقيب احمد جان ځوان اديب دى، د ده له فنکاريو ښکاري چې راتلونکي کې به پښتو ادب تاريخ کې د يو اوچت ستر او مبتکر ليکوال حيثيت غوره کړي، زما سره يې په تيلفون پيژندنه شوي ده.

د دريوالې شکل او ځانګړنې

لومړى به يوه دريواله دلته وليکم بيا به يې په شکل خبرې وکړم.

انکــار کـــــومـــــــــــــــــــــــه چــــرته زه د ســـــــــاينس له اهميته

خو دا چـــــــــې تــــــــــباهې يې دومــــــره نه وي جـــوړه کــــړې

اوس ولـــــــې بــــــــه انســــان چـــيـــــــــــــغې وهـــــلې د هيبته

انـــــکار کـــــومـــــه چــــرته زه د ســــاينس له اهـــــــــــــميتـــــه

يـــو داســې د يـــــــــــــــو ترې جوړ شو چې هرڅه وهې په لته

ښارونه يــــــــــــې هم وران کړل هم يې خوشکي هم يې کلي

انکـــــــار کـــــــــــــــــــومـــــه چــــــرته زه د ســـاينس له اهميته

خو دا چې تباهې يې دومره نه وي جوړه کړې (81:1 مخ)

A…..……………………………

B….…………………………….

a..………………………………..

A…….……………………………

a….……………………………….

b…………………………………..

A……..…………………………….

B…..………………………………..

دريواله هغه شعري شکل دى، چې ټول ټال اته مسرې لري، اوله او دويمه مسره هم قافيه نه وي، دريمه مسره د لومړى مسرې سره هم قافيه راځي، شپږمه بې قافيه او اومه مسره تکرار راځي پنځمه مسره هم د لومړى مسرې سره هم قافيه راځي، شپږمه مسره يې قافيه او اومه مسره هماغه اوله مسره تکرار راځي اتمه مسره هم د مطلع دويمه مسره تکرار راځي. ټولې مسرې په وزن کې يو شان وي،

دريواله يې ځکه بولي چې يوه مسره پکې ٣ ځله تکرار راځي، ديوې واحدي موضوع لرونکي وي،هر ډول موضوعات پکې راتلاي شي، که څه هم فرانسوي کې اکثراً طنزيه موضوعات پکې بيانيدل، خو نقيب احمد جان وايې: هر ډول موضوعات پکې راتلاي شي.

رديف:په دريواله کې د رديف راوړل حتمي نه دي، خو د رديف بنديز هم پکي نشته، د نقيب احمد جان دريوالې د دوه دريو پرته نورې ټولې بې رديفه دي.

دغه نمونه د نقيب احمد جان د رديف والو دريوالو څخه ده.

مـــــــــــــارنــــــــــــګ د الفــــتونـو په يو تورې کې بندې کړو

مـــــــــــــا ټــــــــــــــولې ښکلا ګانې په يو ټکې کې ځاى کړي

هــــــر څـــــوکـــــــه خلقو دا ويل چې سيند ته مې دودى کړو

مـــــــــــارنګ د الـــــــفـــــــــتونـــــو په يو تورې کـې بندې کړو

جـــــــــهان د مــــــــحبت مـــــــــې بيــا د دې تورې قيدې کړو

دا تـــــورې ستـــــا نامــــــــــه ده مـــــــا هر څه ترې لوګى کړل

مـــــا رنـــــــــګ د الـــــفـــتونو پــــــه يو تورې کې بندې کړو

ما ټولې ښکلا ګانې په يو ټکې کې ځاى کړي (66:1 مخ)

دا چې ټکوريزه او غزيليزه هم نوي د پښتو لنډيو څخه د ټپيزې وروسته رغول شوي لنډه رڼا به پري واچوو:

ټکوريزه: د ټکوريزې لومړنى ليکوال د رحيم الله ګهيځ په خبره، ليکوال ژورناليست اسرار اتل دى، زما په اند ټکوريزه به ځکه ورته وايې چې اغيز، خوند او موثريت يې دومره زيات دى چې ټپونه ټکوروي او د خوږو زړونو مرهم دى، دغه ځيل د ټپيزې نه وروسته ټپيزې ته په پام سره د لنډۍ څخه رغول شوى دى، چې ټول تال شپږ مسرې لري.

لومړى څلور مسرې د پنځو سيلابونو په شمير ويل کيږي، ورپسې ټپه راځي د لومړى، دويمې، څلورمې او پنځمې مسرې قافيې يو شان وي، يوازې دريمه مسره يې قافيه نه لري، وروستى يا شپږمه مسره خو د لنډۍ وروستى مسره وي چې هغه مخصوص اهنګ لري لکه:

د عاشق الله بيتاب ټکوريزه:

عــــــــــــــاشـــــــــــق بـــــــــــــــــــــــيــــــــــــــــــــتاب شو

لاړو بــــــــــــــــــــــې اب شـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــو

جــــــــــــــــــــــدا لـــــــــــــــــــه يــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــاره

ســــــــــــــــوختــــــــــــــــه کـــــــــــــــــبــــــــــاب شــــــــو

مـــــــــــادرتــــــــــه ويــــــــل چــــــــــې کار خراب شو

تا راته ويل صبر کوه صبر به کړمه (37:4 مخ)

د محمد رحيم هاند ټکوريزه:

زړه تــــــــــــــــــــــــــــــــــه دواشــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه

راشــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه پــــــــــــــــــخـــــــــــــــــــــلا شـه

مـــــنــــــــــــــــت کـــــــــــــــــــــــــــــــه مــــــــــــــــــــــــــنـــــــې

يـــــــــــــــاره زمــــــــــــــــــــــــــــا شــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه

ورســـــــــــــــــــتى پــــــــــــــــــــــــــــــوښتنې ته مې راشه

ستا د هجران په تبه پروت يم مړ به شمه (25:5 مخ)

غزليزه: د لومړي ځل لپاره هڅاند شاعر او ليکوال نور ولي سعيد شينواري له ټپې څخه غزليزه ورغوله، غزليزه به ځکه ورته وايې چې زياتره د موضوع په لحاظ د غزلې منځپانګه ليږ دوي او تر اوسه زياتره غزليزې د مينې او محبت په محور څرخيږي او هماغه د ټپيزې په شان د لنډۍ يا ټپې د مفهوم لا وضاحت پکې ښکاري. (6)

عزليزه د شکل له اړخه ټول ١١ مسري لري او د لنډۍ سره ١٣ کرښې کيږي.

تر ټولو وړاندې ورته يوه ټپه ټاکل کيږي چې د همدغې ټپې د ٩ سيلابيزې مسرې په پيرو وي ١١ مسرې په دې ډول جوړيږي. لومړى دوه مسرې لکه د مطلع لرونکي غزل خپلو منځو کې هم قافيه وي، د ورپسې بيتونو دوهمه مسره د مطلع قافيه تعقيبوي او لومړۍ مسره يې قافيه نه لري، خو د پاي بيت يا مطلع هماغه ټاکل شوي يا انتخاب شوي لنډۍ وي، چې په دې حساب ١٢ مسرې خپلو منځو کې هم وزنه او ١٣ مه مسره د لنډۍ وروستۍ ١٣ سيلابيزه مسره وي او پدې ډول غزليزه انځوريږي لکه:

غزليزه

خلاص مـــــــــــــې د هـــــــــــــــــر ســاعت له سوال که

لـــــــــــــږ ځـــــــــــــان خبــــــــــــــــر زمــــــــــــا پـــه حال که

ســـــــترګــــــــــــــــــــې راواړوه جـــــــــــانــــــــــانـــــــــــــــه

پــــــــــــه مــــــــــــخ راخـــــــــور د زلـــفو جــــــــــــــــال که

ستـــــــــــرګـــــــــې دې تـــــــورې پـــــــــــــــــه رنجو کړه

پــــــــــــاتـــــــــې رانـــــــــجــــــــــــه د زنې خــــــــال کــــه

پـــــــــــه نــــــــــــــه اونـــــــــــه مـــې زړګى مه خــــــــــــوره

دا عـــــــــــــادت لــــــــــــري د جــــــــنـــــــجال کــــــــــــه

زه ســــــــــعيـــــــــد ســـــــــــــوال درتـــــــه کــــــــــــــــومه

چــــــــــــــــاړه راواخـــــــــله مــــــــــــا حـــــــــــلال کــــــــــه

داسي خو مه وايه چې خوله نه درکومه (14:7 مخ)

پــــــــايـــــــــلـــــــــــــه

د پښتو ژبې اړيکې له نورو ژبو سره د هاشم ابن الزيد سرواني پواسطه له دريمې هجري قمري پيړۍ څخه پيل شوي، چې د لومړي ځل لپاره هاشم د عربي ژبې شعر پښتو ته وژباړه، او پدې ډول پښتو کې لومړنۍ قطعه رامنځ ته شوه، په پنځمه پيړۍ کې شيخ اسعد سوري د عربي او دري ژبې په مطالعه سره پښتو ادب ته قصيده راوسته او دغه لړۍ د پښتو ادب په کلا سيکه دوره کې د خوشحال خان خټک پواسطه لوړو پوړوته ورسيده، ده وکولاى شول، ټول هغه شعري عروضي ځيلونه خپلې ژبې ته راننه باسي او دغو ټولو ځيلونو کې يې شاعري وکړه، په معاصره دوره کې هم د نثري ژانرونو ترڅنګ ځينې شعري ژانرونه د نورو ژبو د مطالعي د اغيز له امله پښتو ته راننوتل چې د دغو ژانرونو څخه هايکو جاپاني شعر و چې پښتو شاعرانو پښتو ژبه کې پرې ډېره شاعري وکړه او اوس مهال خويې ټولګې هم موجودي دي.

دغه دى د پښتونخوا يو بل هڅاند شاعر او ليکوال پروفيسور نقيب احمد جان د هايکو، ټپيزې، ټکوريزې او غزليزې څخه وروسته د فرانسوي شعر تر ايوليت په لوستلو سره دغه ژانر د دريوالې په نوم پښتو ادب ته داخل کړو او ديوې ټولګې په کچه يې شاعري پکې کړي ده، زه ورته د خداي ج له دربار څخه د ژوند په هر ډګر کې د توفيق او برياليتوب غوښتنه کوم، خداى دې وکړي نور شاعران هم دغه ځېل وپالي او شاعري پکې وکړي.

اخځليکونه

١:جان،نقيب احمد 2011 م بله ډيوه بله شوه،پيښور: مشرق پرنټک ايجنسي.

٢: جان،نقيب احمد 1390 ل.تيلفوني اړيکه،مرغومى.

٣: ګهيځ،رحيم الله.1390 ل له خولې څخه، مرغومى.

٤: ګهيځ، رحيم الله. 1390 ل ټپه او تپيزه، پاى ليک، ناچاپ.

٥: هاند،محمد رحيم.١٣٩٠ ل. قلمي ياداشت، ناچاپ.

٦: سعيد، محمد هارون.1390 ل. له خولې څخه، چنګاښ.

٧: شيواري،نور ولي.1390 ل. غزليزه، مينه مجله، څلورمه ګڼه ننګرهار ګودر خپرندويه ټولنه.

څېړونکى: پوهنوال پښتون آقا شېرزاد

په پښتو ادب كې د ټپيزې دوديدل

سريزه:

پښتو نوي معاصر ادب کې ډيرنوي شعري او نثري ژانرونه رامنځته شول، دبېلګې په توګه ناول، لنډه كيسه، ادبي ټوټه، تكل، ادبي انځور، آزاد شعر، هايكو او… خو ديويشتمې پيړۍ دلومړۍ لسيزې په وروستيوكې ديوه بل نوي شعري ژانرسره پښتو ادب اشنا كيږي چې هغه دپښتو لنډيوڅخه زيږيدلى اوجوړشوى ژانر دى،ادبپوهانوهغه ته دټپيزې نوم وركړى دى،داچې دغه ژانر څنګه او د چا لخوا وپنځول شو داديبانو ترمنځ داسې ويل كيږي چې دغه ژانر (ټپيزه) لومړى ځل د درانه پوهاند ډاكټرمجاوراحمدزيار له خوا دود اودغه نوم ورباندې كيښودل شو.

دپښتو لنډيو يا ټپو په اړه خو ډيرزيات كتابونه، مقالې، او رسالې ليكل شوي اوپه اړه يې ډيرې زياتې څيړنې ، ږرويږنې او ارزونې شوي، په تاريخي بهير او اهميت يې ډيرو ليكوالو او ادبپوهانو ليكنې او خبرې كښلي دي. خو داچې په ټپيزه خبرې كوو نو لازمه ده چې دټپې په اړه هم لږه رڼا واچوو:

ټپــه

ټپه هغه پښتو جوليز رغښت دى چې په نورو ژبوكې نه شي ميندل كېداى. داځكه چې په نړۍ كې به دګوتو په شمېرقومونه وي چې ددوى ژبه هم ژبه وي اوهم يې د ژوند قانون او قاعده وي. خو پښتو په دوو ماناوو كې ځان څرګند كړى دى، هم د ژوند قانون او هم د ژبې نوم دى. لنډۍ د پښتو او پښتنو يوه بله ځانګړنه ده چې پښتانه له نورو ولسونو ځانګړي كوي.

زياتره څيړونكي وايي چې د پښتو شاعرې پيل هم له ټپې څخه شوى دى، قاضي عبدالحليم اثر افغاني ويلي: ټپه ځكه ورته وايي چې دې سره اواز ټپ شي، اثر زياتوي مصره ځكه ورته وايي چې اولنې جزيې نهه سيلابه او دوهم جزيې ديارلس سيلابه وي او ټوله لنډۍ له سرنه تراخره ديوې مصرې مانا لري. نوپه دې لحاظ ورته مصرعه وايي او ځني پښتانه يې دمصرې توري د تيزوالي له امله مصرعه ګڼي.

مرحوم قلندمومند ويلي چې ټپه ټپولوته هم وايي داچې دا دخفه زړونو له پاره دټپولو يا قرارولو په حيث وي ځكه ورته ټپه وايي. (۳۳۲:۱)

سرمحقق محمد اكبرمتعمد جنتي ليكي: لنډۍ ته ټيكۍ، مسرعه، ټپه، اواز، بدله، سندره،غريجه، اوبخرنګۍهم ورته وايي او دامختلف نومونه دمختلفو ځايونو په اعتبار دي. دى زياتوي:   كله چې لنډۍ په سروكو يا نيمكيو كې راشي نوپه دغه صورت كې ټيكۍ ورته وايي. )۶:۲ مخ(

لنډۍ ته لنډۍ ځكه وايي چې لنډۍ دلنډي مار په څيرخوله لګوي او سړى له كاره باسي نوځكه ورته لنډۍ ويل شوې ده او ټیكۍ ځكه ورته وايي: چې هره لنډۍ دمطلب يوټكى دى اويا د اوريدونكي زړه جوړوي نوځكه يې ټيكۍ بولي.(۴۷:۳ مخ)

لنډۍ هغه دوه مسريزه نظم دى چې لومړۍ او دوهمه مسره يې نه په قافيه كې او نه په وزن كې سره برابروي.

لنډۍ هغه موزونه، غېرمتعارف حكمي مقفىٰ، څپي بيت دى چې لومړۍ مسره يې نهه او دوهمه يې ديارلس څپې دي. (۲۵:۴ مخ)

ښاغلى زيار وايي:

لنډۍ يوداسې خپلواك دوه مسريزه، په بله وينا يوبيته شعر دى، چې لومړۍ مسره يې نهه څپيزه او دويمه يې ديارلس څپيزه ده چې وروستۍ، خجنه څپه يې يو موزيكال اهنګ رامنځته كوي، له خجيزپلوه يې له سره ترپايه هره څلورمه څپه يو غوره يا پياوړى خج ټيكاو لري او ترڅنګ يې نورې څپې په اړوندو وييونوكې خپل خپل خجونه هم ساتي. )۲۷۴:۵(

د ډېرګرانښت له امله د نالوستوپرځاى لوستي شاعران هم پكې برخه اخلي لكه د اميرشېرعلي خان )۱۸۶۲- ۱۸۷۸ م ( دغه لنډۍ:

د غـــــــم لـــــــــــــــــــښكـرې راپســې دي

دپادشاهۍ تاج مې په سر له ملكه ځمه

همداشان پښتانه يې د ډيرګرانښت له امله د متلونو پرځاى ترې په ورځني ګړني بهيركې هم كار اخلي اود سندريز ډګر په سمبالښت كې خو دهر بل شعر څخه په سركې راځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *