څیړونکی: پوهنوال پښتون آقا شیرزاد

سريزه:

انسان له ژړا سره پيدا كيږي او له خندا سره فنا كيږي، د خندا په خوند او كيفيت هغه څوك ښه پوهيږي چې ژړلي يې وي ، نو له همدغه ځايه معلوميږي چې د خندا ترڅنګ د ژړا اهميت هم زيات دى ، ځكه كه ژړا نه واى نو د خندا اهميت به هم نه وو، همدا شان كه بدرنګه نه واى نو د ښكلو قدر به هم نه وو ، كه شپه نه واى نو د ورځې اهميت به هم نه وو، په هر صورت خندا د ژوند مالګه ده، هغه ماشومان چې له وړوكتوبه ډير خاندې او لږ ژاړي چې كله غټ شي نو با رحم وي ، زړه سوى لري، كركجن نه وي ، له ملګرو سره صميمي وي ، خو بر خلاف هغو ماشومانو چې په ماشومتوب كې ډير ژړلي وي ، هغوى ازار ګټلي، ظالمان، تريو ټنډي، بړوس،سخت زړي او پر نورو يې هم خندا نه لوريږي .

پخوا د پاچاهانو په دربار كې د خندا په خاطر ټوكيان او ټوكمار استخداميدل او هغو به د پاچاهانو په مجلسونو كې د خندا په خاطر ټوكې او ټكالې ويلې .

نو له همدغه ځايه ده چې خندا او موسكا د ژوند سره همغاړي دي او د ژوند يوه برخه جوړوي، نو پښتنو شاعرانو او اديبانو هم په يو نه يو ډول دغه كلمه په خپلو اشعارو كې استعمال كړې ده چې تاسو قدرمن لوستونكي يې لوستو ته رابولم.

د خندا كلمې لغوي او اصطلاحي پيژندنه

خندا په لغت كې د ښادۍ او خوشالۍ په وخت كې د شونډو غوړيدو ته وايي، كله كله يو اواز يا ژغ هم ورسره وي او د ژړا ضد ده، د خندا په را منځ ته كولو كې خوله، باړخوګان، پزه، سترګې ، شونډې او تندى برخه اخلي .

هر بالغ انسان د ورځې ۱۷ وارې خاندي ، زياتره خلك په دې نظر دي هغوى چې نه خاندي يا ډير لږ خاندي نو د زړه په ناروغيو اخته وي .

خندا ډير ډولونه لري ، محمود نظري يې لاندې بيلګې راپيژني :

موسكا: د خولې كونجونه لږ كشيږي او باړخوګان يو څه پرسيږي . ږغ نه لري .

چقړي:               په خندا خندا يې اوښكې ځي د سترګو

                       لــــكه چـــــــرګه د مســتۍ وهي چقــــړې

چرغړه: په زوره، كټ كټه،كړس كړس او قاقا خندا ته وايي.په اسلام کې دا ډول خندا منع ده.

دړۍ:     تمسخر، ريشخند، پيشاړې او نا مناسبې خندا ته وايي .

پــــــخ:   د يو ناڅاپه اواز خندا چې له خولې او پزې دواړو نه راوځي .

بړقيدل: بړچيدل، بړكيدل، په زوره خبرې يا خندا كول دي .

تبګۍ:   ګډې وډې خنداګانې يا اپرتې ويل دي .

     خنـــــدا دې دومره مـــــــــــــــړي وكـــــړل

لكه تبګۍ چې په يو ښار راګډه شينه

بړبړ: خوشالي او خندا په زوره خبرې او خندا كول .

مړخندى: مړه خندا، پس خند .

هريدل:     بي ځايه خندا .

ځينې نورې خنداګانې هم شته چې مونږ به په همدې بسنه وكړو .

پښتانه او خندا

د نورې نړۍ خلك چې كله خاندي، نو وايې چې خندا د روح غذا ده د روح د تازه كولو په خاطر خاندي خو د پښتنو خندا يوازې د روح د تازه كولو په خاطر نه ده بلكې پښتانه خپلې خندا ته ډير ارزښت وركوي او له هر چا سره نه خاندي او كه يې وخندل نو بيا وايي چې اوس مو سره خندلي دي . يعني د پښتونولۍ يو اساس پكې دى او د اړيكو د سموالي نښه هم خندا بولي ، پښتانه په دې خاطر هم خراب كارونه نه كوي، وايي چې د چا د خندا نه شم، ځكه دوى ناكامي د خلكو پيغور او سپك كار ګڼي، كله كله خو ځينې پښتانه ليدل شوي چې د يو خراب كار په كولو سره يې خپل كور و كلي هم پريښي ، هغه په دې خاطر چې د خلكو د خندا څخه ويريدلى ، نو بناً د پښتنو خندا او د نورې نړۍ د خلكو خندا سره توپير كوي . اما لكه نوره نړۍ چې خاندي په هغه قسم هم پښتنو كې د خندا تاريخ د شفاهي ادبياتو څخه رانښلي، لكه :

راشــــه زمــــــــا د سيــنــې ګل شـــــه

چې هر سحر دي په خندا تازه كومه

پښتو شاعرۍ كې د خندا كلمه

د لومړي ځل لپاره په پښتو شاعرۍ كې د شيخ اسعد سوري (۴۲۵ ژوندى)

په قصيده كې د څلورسوه هجري قمري كال شاوخوا د خندا كلمه دوه ځله په دا ډول استعمال شويده .

د فــــــــلك لـــــــــه چــــــــــــارو څــــــــــه وكـــــــړم كوكار

زمو لوي هرګل چې خانــــــــــدي په بهار (۴۸۴:۴)

                                                      يا

چــــــــــې بـــــــــــــــه نـــجـــليو پـــــه نڅا پكې خندله

چـــــــې بــــــه پـــيغـــلو كااټن قطار قطار (۴۸۴:۴ مخ)

پورتنۍ قصيده شيخ اسعد سوري د امير محمد سوري په دربار كې ويلي وه .

همدا شان د پښتو ادب په لرغونې دوره كې ښكارندوى غوري د شهاب الدين غوري په ستاينه كې يوه قصيده ويلې په هغې كې هم ده دوه ځله د خندا كلمه استعمال كړې ده .

د غــــــــټولــــــو جـــنـــــډى خاندي وريدي تــه

زرغــــــــــونـــــــه بــــــڼــو كې ناڅي زلمي جونه

يا

هـــــــر پــــــــلو رڼـــــــې والــــي بهاندي خاندي

لـه خــوښـيه سـروهي له سينګړونه(۵۰۱:۴ مخ)

ښكارندوى غوري دويم شاعر دى چې په لرغونې دوره كې يې د ۵۸۰ هجري قمري كال شاه خوا د خندا كلمه استعمال كړې ده .

دريم شاعر چې په لرغونې دوره كې يې دخندا كلمه استعمال كړې ده هغه ملكيار غرشين دى چې د شپږمې پيړۍ شاو خوا يې د خندا كلمه په دا ډول استعمال كړې ده لكه :

مـــــــــا د داور پــــــــــر مـــــــځكــــــه وليــــــد ارم

داد جنـــــــــت پـــــــه څيــــروبـــــــڼ ښــــه خـــورم

د فيــــــــروز كــــــوه پــــــــــه دود ودان دى نـــــــا

ښــــــــــــكلى هـــــــرګل څـــــه ښـــه خندان دى نا

                                                                     (۵۱:۵ مخ)

همدا شان په لرغونې دوره كې څلورم شاعر شيخ متي (۶۳۲-۶۸۸ هـ ق) دى چې د ۷ پيړۍ شاوخوا يې د خندا كلمه دا ډول استعمال كړې ده .

جنــــډى زرغـــــــــون كــه په بيديا دى

د بـــــــربــــــڼ خـــــواتــه په خنـــدا دى

(۵۳۷:۴ مخ)

او دغه دوره كې وروستى شاعر اكبر زمينداوری دى چې ۷۸۰ شاوخوا يې ژوند كاوه په خپله مثنوي كې دا ډول د خندا كلمه استعمال كړه .

پــــــــــه ســـپــــين مــــــخ باندې تپيږم

چـــــــې دى خـــــانـــدې ترې جاريږم

زما د څيړنې په اساس په لرغونې دوره كې لومړنى شاعر شيخ اسعد سوري دى چې د خندا كلمه يې په خپل شعر كې راوړه او په لرغونې دوره كې ۷ ځله د شاعرانو په شعرونو كې دغه كلمه ليدل شوې ده .

نو دا چې په لرغونې دوره کې د ۷ ځله شاوخوا په مختلفو معناو کې د خندا کلمه استعمال شوې ، په وروستیو دورو کې خو شاید داسې شاعر نه وي چې د خندا یا موسکا کلمه به یې نه وي استعمال کړي ، ځینې شاعران موسکا د خندا مترادفه ګڼي، خو ځینې بیا وایي چې موسکا د خندا لومړنی حالت دی دوی په دې نظر دي چې شاید کله یو څوک موسکی شي خو ونه خاندي، په هر صورت د ځینو شاعرانو په شعرونو کې به دغه دواړه هم خندا او هم موسکا وګورو .

خوشال بابا وایی :

پـــــــه خـــنـــدا یــې راته ووی زوره وره

اوس ترو پاڅه خوشال خانه زوره وره

                                (۶:۱۱۲)

او رحمان بابا داسې وایی :

 

خوب خنــــدا پــــه بې غمۍ کیږي رحمانه

چې په زړه یې غم د یار وي څه به خوب کا

عبدالقادر خټک وایی :

چــــې یې تللم په خندا خندا دیدار ته

اوس یـــــــــې درومم په ژړا ژړا مزار ته

                                       (۱۱۰:۷ ش)

علي خان هشنغری وایي :

 

زه درپسې درسته ورځ پټ ژاړم لکه پرخه

ته سبا خندان لکه ګل وا ګریوان د چا یې

(۹۰:۸ مخ)

احمد شاه بابا بیا وایي :

مـــــخ چـمن ســـــــــــــــترګــې ګلزار

پـــــــــــــــــــه خندا یې سپین غاښونه

یا

عــــــــــــــــــــــــاشــــــــــــــــــق ولیده تمام

پــــــــــــــه خــــنـــدا لــــــــــه الــــــف لامه

حمید مومند وایي:

په خندا له ځایه هسک لــــــکه لمبه شه

دم قدم پورې د رقـــــــــص په پومبه شه

معزالله مومند وایي :

   هم خاندم هم ژړا کړم د وریځ په شان مې کار شه

   هـــــم ســم یــــم هـــــــم کوږ یم لکه زلفې د احباب

                                                                         (۵:۱۷۹)

د خندا سرچینه د انسان په دننه کې شته چې د هغه په خوشاله ساتلو او د پیښو په وړاندې هغه ته د مقاومت کولو توان وربښي او انسان ته سکون او هوساینه ورلوروي . اشرف خان هجري وایي :

هـــــجـــــــري تـــــه بـــاڼه وچ مه لره چې خوږ یې

ستــــــــا پــــــــه روغ وګړي څه دي چې خندا کا

په هندوستان کې د خندا لپاره مشخص ځای جوړ کړی ،په جاپان کې د خندا څخه د اروا د ارامتیا لپاره استفاده کیږي ، په خندا سره د انرژۍ هارمون خوشې کیږی او د انسان د ارامتیا لامل ګرځي .

اشرف خان هجري وایي :

         پـــــــــه خــــــــنـــــــــــدا پـــــــــــه نـــــــــــڅا راغلم

         مـــــــــــــــــاوې وس بـــــــــــــه نـــــــو هوس کړم

                                                                (۱۲۵:۹ مخ)

معاصره شاعري او د خندا کلمه

معاصرو شاعرانو هم په مختلفو بڼو د خندا کلمه او کله کله د موسکا کلمه پخپلو اشعارو کې راوړې ده لکه :

فاروق فردا په یو ازاد شعر کې د خندا کلمه څومره خوندوره راوړې ده :

شــــــــــــــپـــــــــــــــــونـــــــــکیـــــــــــه وخـــــــــــــانـــــــــده

اوښـــــــــــــــــه وخــــــــــــــــــــــــــــــانــــــــــــــــــــــــــــــــــــده

خــــــــــــــــــــــانـــــــــــــــــده ورشــــــــــــــــــــــــو کـــــــــې

درمــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــو ســــــــــــــــــــــــــــــــــــــــره دې

چـــــــــــــــــــــــــــــــې پــــــــــــــــــــسرلـــــــــــــــــي کــــــې

یـــــــــــــــه شـــــــــــــــپـــــــــــــــــــونــــــــــــکـــــــــــــــیـــــه

د خــــــــــــــــــــــنــــــــــــــــــــــــــــــدا ورځــــــــــــــــــــې وې

غفور لیوال وایي :

ســــــــتــــــــــا خـــــــنــــدا یو ښکلی تاج دی

پـــــــــــاس پــــــه زلـــــــــــــفو ســــــحر ایښی

                                         (۲۵۵:۱۰)

او شرر ساپی بیا وایي :

   خدایزده چې کوم تشویش اخیستې به وه

   راغــــله مــــــوسکۍ شوه لاس یې وغځا وه

عزت الله شمسزي بیا خندا و موسکا یوځای استعمال کړې :

پـــــر کلــــــــي کله کــــــــله باد او باران یوځای راشي

لکــــــــه میـــــــــن ته چې غماز و جانان یوځای راشي

څـــــــه ښه تصویر جوړ کړي چې لاس کله دروغځوم

ستا ښکلو سترګو ته موسکا او خندا یوځای راشي

                                                                   (۲۴۶:۱۰ مخ)

صفیه صدیقي وایي :

       د خـــــنـــداګانـــــــــو اداګانـــــــــــــــو او خوښیو ډالۍ

       زمـــــــا لـــــه ستـــــــرګو نه د اوښکو په نوم وڅڅیږي

                                                                       (۲۱۷:۱۰ مخ)

حمزه شینواری وایي :

مـــــــــــــــــا حمــــــــــزه د بـــیــــلتــــانــــه تیارې ژړلي

لــــــکه شمــــــــع زمــــا کـــــــــور تـــــه خندان راشي

یا

خـــــــــلاصــــــــــــــه بـــــه ستا په یوه خندا شي آشنا

کــــــــــه افــــــــــسانــــــــــه مـــــــــــې د ســلګو ډکه ده

                                                           (۲۲۷:۱۱ مخ)

ایوب صابر وایي:

که مې خوب ځي که خندا ځي که مې سر ځي

وا بـــــــــــــه نـــــــــــه وړمــــــــــــه اشنا اخر پښتو ده

                                                         (۲۲۷:۱۱ مخ)

غني خان وايي :

ای د حسن او نور دریابه ماله یو ټکی د نور را

سترګې ډکې د خندا را شونډې ډکې د سرور را

سایل وايي :

چـــــې پـــــــه خندا ورته د خوږ زړه ارمانونه نه شي

چیرې دې هم ستا د ښایست غوټۍ ګلونه نه شي

ملنګ جان وایي:

پــــــــــــــــــــــه خـــــــــــــولـــه خــــو زه درته خندا کومه

پـــــــــــــه زړ�� کـــــــــــې تــــــــــاپـــــــــــسې ژړا کــــــومه

پیرمحمد کاروان وایي :

 

زه در ګـــــــــــــورمـــــــــــه خـــو ستا په ټنډه ګونځې

پــــــــــــــــه خــنـــــــدا وایــــــــه چې نه ښکارې جانانه

(۲۵:۱ مخ)

پــــــــايـــــــــلـــــــــــــه

په پښتو ژبه کې یا په پښتنو کې د خندا وسیلې له ډیرې پخوا زمانې څخه دود دي . او ډول ډول اشخاص موجود و چې خلک یې خندول . مثلا ً په لغمان او ننګرهار کې دوه تنه زما په یاد دي چې د ټوکو یا طنزي اشعارو په واسطه به یې خلک خندول چې یو رامو نومیده او بل حضرت باز استاد چې مجلسونو ته به هم تللو او په خپلو ټوکو او اشعارو کې به یې خندنۍ خبرې کولې .

همدا شاه حاجې محمد کامران، شینو، اسماعیل شاهد او میراوس هغه ژوندي ډراماتیک اشخاص دي چې د خلکو د خندولو هنر ورسره شته که له دې تیر شو نو د خندا کلمه د ټولو نه وړاندې په شفاهي ادبیاتو کې نغښتې ده چې د همدغې مقالې په لومړیو برخو کې مثالونه هم ښودل شوي او د شفاهي ادبیاتو څخه وروسته په لیکنیو ادبیاتو یا شعر او شاعری کې د لومړي ځل لپاره شیخ اسعد سوري د پنځمې پیړۍ په شاوخوا کې استعمال کړیده او وروسته نورو شاعرانو هم د خپلو اشعارو خوند د خندا په کلمه نور هم رنګین کړی دی چې تاسو قدرمنو لوستونکو ته مې بیلګې په همدې مقاله کې راوړي دي ، خدای (ج) دې وکړي چې ستاسو ادبي تنده تر یو حده ماته کړای شي .

اخځلیکونه

۱-نظري، محمود، ۱۳۸۷ ل. طنز څه شی دی، پیښور: دانش خپرندویه ټولنه .

۲-پوهنمل، حبیب زی، ۱۳۸۸ ل. طنز او خندا ، کابل: دانش مطبعه .

۳-لایق، سلیمان، ۱۳۶۳ ل . پښتو لنډۍ ، کابل: دولتي مطبعه.

۴-حبیبي، عبدالحی، ۱۳۸۴ ل. ادبیاتو تاریخ ، دویم چاپ، پیښور: دانش خپرندویه ټولنه .

۵-هیوادمل، زلمی، ۱۳۷۹ ل. ادبیاتو تاریخ ، پیښور: دانش خپرندویه ټولنه .

۶-شیرزاد، پښتون آقا،۱۳۹۰ ل. خوشال پیژندنه ، جلال اباد: ختیځ خپرندویه ټولنه

۷-خټک، عبدالقادر، ۱۳۶۸ ل. دیوان ، کابل: دولتي مطبعه .

۸-مامنزی،علي خان، ۱۳۸۴ ل. دیوان ، پیښور: دانش خپرندویه ټولنه .

۹-هجري،اشرف خان، ۱۹۵۲ م. دیوان ، همیش خلیل په زیار، پیښور: شاهین پرس ۱۰-زیار، مجاواحمد، ۱۳۸۹ ل . پښتو بدلمیچ ، پیښور: دانش خپرندویه ټولنه

۱۱-سحر کتوزای،سحرګل، ۲۰۰۷ م .پښتو ادبپوهنه،بیښور:ينیورسیټي بک ايجنسي .

څيړونکى: پوهنوال پښتون آقا شيرزاد

ســـــريــــــــــزه

د ژوند د نورو څانګو په څير ادب يوه داسې ونه ده چې په نورو څانګو د کُل حيثيت لري او نورې څانګې ورته د جز او په ادب کې شاعري چې کوم تاريخي، قدرت او لوړ مقام لري د هغه څخه هم سترګې څوک نه شي پټولاى، د پښتو شاعرۍ کې هم ځينې داسې نومونه شته که د هغوى ذکر ونه شي نو د شاعرۍ تاريخ به نيمګړى شي په داسې شاعرانو کې يو لوړ او ښاغلى نوم د کاظم خان شيدا هم دى چې د پښتو شاعرى وياړ او افتخار ياديږي، شيدا د تاريخ په هغه هستيو کې شامل دى چې د پښتو ادب مينان ورته سرونه ټيټ او سترګې هکي لري، دى زمونږ د تاريخ داسې برخه ده چې د پښتو ادب خصوصاً د شاعرۍ په تخليق او تعمير کې لکه د ويني حرارت او حرکت کوي.

او د شاعرۍ د وينو دابهير د لوستونکو د سر په رګونو کې داسې په غومبر ننوځي چې د فکر او سوچ نوي نوي دريچې خلاصوي، داسې خصلت،افکاراو پيغامونه وړاندې کوي چې د ژوند تودو او سړو د پاره د رڼا ځلا راولي. د شيدا په اشعارو کې يوه معمولي خبره هم دومره اوچته او رنګينه شي چې په هغه کې نغښتي يوه پټه له فهمه ډکه او فلسفي نظر يه موجوده وي.

نو د شيدا شاعري د پيغام، لوړ خيال، نازکخيال، تصوف او فلسفي له مخې د پښتو ژبې تر ټولو اوچته شاعرى ده چې پکې د ژوند د هر اړخيز موضوع جاج اخيستل شوى دى. چې له دغو موضوعا تو څخه يوه هم د حباب د کلمې د استعمال اړخونه دي چې په همدغه مقاله کې يې يوه برخه تاسو ته وړاندې کوم، چې ده څومره په خوند او رنګ د دغې کلمې تقدس ساتلى او هغه يې په مختلفو ډولونو کې استعال کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *