ادبي کره کتنه او ادبي تحليل د ادبي اثارو د ادبي اثارو د پېژندنې، ادبي ارزښت معلومولو او په ټوله کې د ادبياتو د پرمختګ په برخه کې دوه بېلابېل مفاهيم دي، خو په پښتو ادب کې کله کله د کره کتونکو لخوا د يوه او بل پر ځاى او يا کله کله دواړه په يوه مانا کارېږي. ادبي تحليل د ادبي کره کتنې لپاره مرستندويه او لومړنى پړاو دى.
که چېرته يو کره کتونکى د يوه شاعر په شعر کې د خپلو لوستونکو لپاره د شعر جوړونکي عناصر(خيال، مفکوره، احساس – عاطفه، وزن- موسقيت) بيان او هره برخه په شعر کې په ګوته کړي، ادبي تحليل يې ترسره کړې، خو ادبي کره کتنه يې هغه مهال پيلېږي چې ددې بنسټونو ترمنځ جوړښت، څرنګوالي، د شعر عمومي مانيز انځور او تړاو، ښکلا، ښېګڼو او خاميو په اړه خبرو ته راشي.
ادبي تحليل د ادبي اثارو په اړه زموږ لومړنيو او ساده پوښتنو ته ځواب وايي، که چېرته دادبي اثر لوستونکى د ادبي تحليل ذوق او پوهه ونه لري، د ادبي کره کتنې پر ژبه او موخه پوهېدل هم ورته سخت تمامېږي، ځکه چې نظري او عملي ادبي کره کتنه تر ډېره د اثر له معنوي خواو سره اړيکه پيدا کوي، خو که له لوستونکى سره دا مسئله حل وي، نو د ادبي کره کتنې لارې د ادبي اثر پر روښانه شوو پېچلتياوو ښه پوهېږي.
د داوړو برخو په اړه د لا زياتو معلوماتو او بحث لپاره به اړينه وى چې لومړى د ادبي کره کتنې او ددې کره کتنې د ځانګړتياوو په اړه يو څه معلومات وړاندې کړو.
د کره کتنې په ځانګړي ډول ادبي کره کتنې پخوانۍ يواځې د ادبي اثارو د منفي او کمزورو خواوو په ګوته کول ښودل شوې وه، خو په اوسنۍ ادبي کره کتنه کې تر ډېره د اثر د قوي خواوو او ښېګڼو بيان دى. ځينو ادب پوهانو خو ورته د بريد او دفاع نوم ورکړى ، په دې مانا چې کره کتونکى بايد د اثر پر منفي خواوو بريد وکړي، خو له قوي او غښتلو برخو يې دفاع دده اصلي دنده ده.
د ادبياتو د پراختيا او پرمختګ له پاره د ادبي کره کتنې له رول نه هېڅوک هم سترګې نه شي پټولى او ددې ترڅنګ دا کره کتنه د ادبياتو د پنځوونکى او لوستونکي ترمنځ د اړيکو جوړولو يوه وسيله هم ده.
زموږ اوسني ډېرى ادبي بهيرونه او جريانونه د ادبي کره کتنې له برکته ژوندي او د فعاليت له مخې منظم پاتې دي، ځکه چې کره کتونکي په اثارو کې نوي موضوعات او نظريات وړاندې کوي او له دې لارې ادبي بهيرونه له منجمد او ولاړ حالت نه را باسي او لا پسې غوړېږي.
په انګريزي ادب غوړېدو او پرمختګ کې له شک پرته چې د شکسپير ډرامو نه هېرېدونکې ونډه تر سره کړې، خو هغه نظريات او ادبي کره کتنې هم د ادبي ارزښت او ادبي بډاينې له اړخه د شکسپير له ډرامو کم نه دي چې له پخوا نه تر ننه د شکسپير او د هغه د اثارو په اړه د ليکل کېږي او خپرېږي.
په همدې ډول په پښتو ادب کې د پيروښان د (خيرالبيان) او د اخوند درويزه د (مخزن اسلام) کتابونه د پښتو ادب په برخه کې له خپل پيکه ادبي ارزښت سربېره هم د پام وړ اثار دي، خو کوم اثار چې ددې دواړو ليکوالو او د هغوى د پلويانو د اختلافاتو په پايله کې په پرلپسې ډول ليکل شوي، ارزښت له يادو دواړو اثارو سره برابر دى.
وړاندې مې د ادبي د نظرياتو يادونه ځکه وکړه چې اوسنۍ ادبي کره کتنه له پخوانيو پېچلو بڼو ورو ورو را وتونکي ده او د کره کتونکي سيروش شمسيا د وينا له مخې د ادبياتو له يوه بل نظام (ادبي تيوري) سره ورته کېږي.
مشهور کره کتونکى او تيورسن رنه ولک په خپل ستر اثر( د نوي کره کتنې تاريخ) کې وايي چې ادبي نظريات د ادبياتو د اصولو او مقولو مطالعه ده، خو ادبي کره کتنه ددې څنګې د علمي اصولو پر بنسټ د ادبي اثارو ارزونه ده، ادبي کره کتنه د ادبي اثار له تفسير او مانا سره کار لري.
سيروش شميسا ادبي کره کتنه په دوو برخو وېشلې چى يوه ته يې نظري کره کتنه او بل ته يې هم عملي کره کتنه وايي. نظري کره کتنې ته يې د علم نوم ورکړى ځکه چې دلته کره کتونکى د ليکوال د سبکي ځانګړتياوو، ادبياتو د څرنګوالي او يو لړ علمي اصولو پر بنسټ خبرې کوي.
خو په عملي کې بيا صنعت او پنځونه مطرح ده، له دې لارو يو کره کتوونکي د خپل ذوق، سليقې او خلاقيت پر بنسټ د اثارو کره کتنې ته مخه کوي، البته د نظري کره کتنې بحثونه ورته په مستقميم او غير مستقيم ډول په درد خوري، خو دا مهارت بل چا ته نه شي ورښودلى، ځکه خو علم نه دى.
د ادبي کره کتنې له لارې د يوه ادبي اثر هغه خواووې را سپړل کېږي او لوستونکي پرې خبرېږي چې تر اوسه د هغوى له سترګو پټې پاتې دي او يا ورباندې ډېر څه نه دي ويل شوي، يا ورنه اخيستنې بېلابېلې دي. ددې پټو خواوو له څرګندولو سره د ادبي اثارو ادبي ارزښت هم ښکاره کېږي.
دا کره کتنه د ادبي اثارو د جوړښت او مانا څرګندولو ترڅنګ پر ادبي اثارو يو لړ ادبي قوانين هم پلي کوي.
بلاغت او بلاغي علوم د ادبي فونونو له ډلې دي چې دې واړه څانګې يې( معاني، بيان او بديع) د کلام بلاغت او پر لوستونکو يې د تړاو اغېزې په اړه خبرې کوي، دا چې ادبي کره کتنه د ادبي اثارو د قوي او کمزور ټکو د بيان، د پېچلې خواوو د شرحې او اثارو د ادبي مقام په اړه بحث کوي، نو د بلاغي علومو پوهانو هم دې کره کتنې ته تمايل ښودلى دى.
ادبي کره کتنه ده چې په ادبي علومو کې خوځښت رامنځته کوي، هغه له يو اړخيز شکل او يا جامد پاتې کېدو نه ژغوري، ژوند او بدلون ورکوي، لوستونکي هڅوي چې د اثر په اړه د يوه لوستونکي په توګه بې قضاوته پاتې نه شي.
دا کره کتنه لکه چې وړاندې مو ورته اشاره وکړه، د ادبي اصولو په رڼا کې د يوه ادبي اثر عمومي مانا، په اثر کې پټې يا پېچلې پاتې شوې خواوې تر کره نظر تېروي او تفسير او تعبير يې وړاندې کوي، ددې ترڅنګ هغه برخو ته اشاره کوي چې ليکوال د ليکلو پرمهال هېرې کړې او يايې په ډېره کمزورې بڼه را اخيستې دي.
د ادبي اثر د بېلابېلو برخو تر منځ د مانيز تړون او منطقى جوړښت په اړه هم کار کوي او د ليکوال مثبت او قوي ټکي لوستونکي ته شرحه کوي چې هغه څه ويلي او غواړي چې څه ووايي، دا ځکه چې د موضوعاتو په اړه د کره کتونکي مقام او پوهه له ليکوال اوچته ده او همدې پوهې دا جرئت ورکړى چې اثر تر ادبي کره کتنه لاندې ونيسي.
خو په ادبي کره کتنه کې يوه ستونزه داده چې کله کله کره کتونکى پر موضوع او بحث حاکميت نه لري، معلومات يې هر اړخيز نه وي او د همدې تشې يا په بله اصطلاح ناسم پوهاوي له امله ډېر ځله د ادبي اثر پنځوونکى پړ ګڼې او ستونزه پر هغه پورې تړي.
دا ادبي اثارو دا ډول کره کتنه د وخت په تېرېدو سره د لوستونکي ذوق او خلاقيت روزي، دى کوښښ کوي چې تر غوره نه غوره او اوچت ادبي اثار وپېژني او ويې لولي، د ليکوالو او اثارو پر خاميو وپوهېږي او د اوچتو ادبي اثارو د لوستو لېوال شي.
له دې ټولو خبرو څرګندېږي چې د ادبي کره کتنې، کره کتونکى يو عادي کس نه دى، دى د ادبي اثر تر ليکوال هم زياته پوهه لري، پر ادبي اصولو او د اثارو پر خاميو او پياوړو ټکو تر هغه ښه پوهېږي او خپل قضاوت د حساساتو پر ځاى د ادبي اصولو پر بنسټ وړاندې کوي.
د منځپانګې د تحليل اصطلاح ته په انګليسي کې د (content analysis) نوم اخيستل کېږي چې د تحليل د ټوليزو روشونو په مانا ده، د بېلګې په ډول دروني او بهرني يا شکلي روشونه چې په لومړي کې د اثارو د منځپانګيز اړخ، څرنګوالى او تفسير بيانېږي او په دويم کې کلمې، په جملو کې يې کارېدنې، سبک او د موضوع له اړخه د مطالبو پر حجم بحث کېږي.
په ١٩ مه پېړۍ کې چې لا هم د ادبياتو په اړه له د کره کتنې له اړخه مطالعات نه وو پيل شوي، د ادبي متونونو د څېړنې لپاره ددې متنونوسبکي ځانګړتياوې يواځې طبقه بندي او فهرست کېدلى.د بېلګې په ډول د شعر د څېړنې په اړه يواځې پر دې بسنه کېده چې خپل تر لاس لاندې شعر له عروضي نظره وڅېړي، کارول شوى وزن په کې څرګند کړي، د شعر د لفظي او بديعي صنايعو نوم واخلي.
په دې برخه کې د شعر د وزن او ادبي صنايعو لکه استعاره، تشبيه، مجاز او نورو له اړخه د شعري ماناګانو د رامنځته کېدو پر څرنګوالي بحث نه کېده. دا په حقيقت کې د ادبي اثر ادبي تحليل دى.
په ادبي کره کتنه کې بيا په کره ډول داې موضوع بيانېږي چې څه ډول هغه جزييات او عناصر لکه وزن او ادبي صنايع په شعر يا په کيسه کې د ليد زاويه او کرکټر کښنه څه ډول د ځانګړي مانا جوړونې ته رسېږي.
د ادبي اصطلاحاتو په سيندونو کې د ادبي تحليل په اړه ليکل شوو تشريحاتو کې راځي چې تحليل د يوه ځانګړي ادبي اثر سپړنه او په لوستونکي کې د ادبي اثر د اغېزو بيان دى.
د يوه ادبي اثر په تحليل کې معمولا هغه اثر په خپلو عناصرو تجزيه کېږي، څو له دې لارې يې جوړونکې برخې يا عناصر څرګند شي او وروسته يې د څرنګوالي او نظري عناصرو د يو ځاى کېدو لامل څرګند کړي.
په يوه بل تعريف کې راغلي چې تحليل د متن د ارزونې يو ډول يا لاره ده چې په ترڅ کې يې متن په خپلو اجزاوو وېشل کېږي او هغه برخې بيا له بېلابېلو زاويو په منطقى او مشرح ډول په ډېر کره ډول ارزول کېږي، څو په پايله کې يې د اثر د عناصرو يوه منسجمه او يو څه بشپړه پايله د اثر د جوړښت له قواعدو سره تر لاسه شي.
د ادبي کره کتنې په اړه مشهور کاناډايي کره کتونکي او تيورسن نورتروف فراى په خپل اثر کې د تحليل په اړه وايي: تحليل د يوه متن جوړونکو برخو بېرته تجزيې ته وايي چې دا کار د ټول متن د بيان يا د متن د اجزاوو ترمنځ د اړيکې د ارزونې په موخه تر سره کېږي.
انګريز نوماند کره کتونکى ټي ايس ايلټ بيا تحليل او پرتلنه د ادبي نقد دوه مهم او اړين توکي بولي او زياتوي، له تحليل نه موخه داده چې يو ادبي اثر لومړى ټوټې ټوټې او وروسته بيا هره ټوټه( جوړونکې برخه) تر ارزونه لاندې ونيول شي.
په دې اړه له ټولو شوو تعريفونو څخه دا اخيستنه کولى شو چې تحليل يوه ځانګړې لار ده چې د متن عيني اړخونه پرې ارزول کېږي. د بېلګې په ډول د ليد زاويه، مکان او يا زمان د لنډې کيسې جوړښتي توکي يا عناصر دي چې په تحليل کې يې په ګوته کولى شو.
په همدې ډول که په يوه داستان کې دليد زاويه، راوي او د شخص ډولونه، په همدې ډول، غوټه،تلوسه، اوج، کشمکش او نور… د همدې عناصرو کارول او ترمنځ يې تړاو، يو بل يې اغېز او له يو بل سره يې مرسته څېړل پر يوه لنډه کيسه د کره کتنې مانا نه لري.
که څه هم ددې عناصرو پېژندنه په يوه لنډه کيسه کې ډېره مهمه ده، خو په داستان کې ددې توکو شننه او پېژندنه ادبي کره کتنه نه ده، کره کتنه يې هغه مهال پېلېږي چې کيسه ليکوال د کيسې مشخصه نظريه د متن لوستنې پر بنسټ له هغه مانا او پيغام سره بيان کړي چې نه ده په ډاګه شوې، که په ډاګه شوې وي، نو د ښکلا او او ځانګړتياوو بيان يې ادبي کره کتنه ده.
سره ددې چې دلته ادبي تحليل له ادبي کره کتنې سره تړلى او تحليل د کره کتنې لپاره يوه نه بېلېدونکې برخه ده، خو دا تحليل د کيسې د ارزونې لومړنۍ پړاو دى، کره کتنې ته لار هواروي.
دا ادبي تحليل په برخه کې دا نظريه تر ډېره د فورماليستانو له هغه نظريې سره تړلې چې د شلمې پېړۍ لومړۍ نيمايي په وروستيو لسيزو يې د نوې کره کتنې په اړه وړاندې کړې وه چې پر بنسټ يې د متن تحليل ته د کره کتنې د پيل او زمينې په سترګه کتل.
انګريز کره کتونکى ريچارډز په خپل اثر (عملي کره کتنه) کې ويلي چې کره کتنه د يوه اثر د ستايلو مترادفه کلمه نه ده، د کره کتونکى کار دا نه دى چې په لوستونکو کې د ادبي متونو د لوستنې پر اغېز خبر وکړي، دى بايد يو ادبي اثر د نقادانه استدلال پر بنسټ يوه اثر زړه راښکونتيا بيان کړي.
د نوموړي په اند تش دا خبره چې هغه او يا دا ډېر اوچت او شهکار داستان دى، يا پلانى شعر بې جوړې او تلپاتې دى، يا هغه اثر سارى او سيال نه لري ، د انسان فکري تګلورى بدلوي، بلې نړۍ ته يې وړي، کره کتنه نه ده، کله چې ددې د اثبات لپاره کار پيل شي، نو ادبي کره کتنه پيلېږي.
په پاى کې بايد ووايو چې ادبي کره کتنه د ادبي اثارو د غوره شننې، معنوي اړخ او روح را سپړلو، پېژندنې او په ټوله کې د ادبياتو د پرمختګ او پياوړتيا لپاره، د ادب ډېره اړينه برخه ده چې له ادبي تحليل سره يې اړيکې نه شلېدونکي دي.
شايد د ادب عام لوستونکي هم د يوه ادبي اثر ادبي تحليل وکړلى شي، خو ادبي کره کتنه ګران کار دى. د ادبي کره کتنې کره کتونکى بايد له ژبې او ادبياتو سره پوره اشنايي او معلومات ولري، د معاصرې کره کتنې له بنسټونو خبر او د ادبي اثر روح ته ننوځي.
که چېرته داسې نه وي، نو لکه چې وړاندې مو يادونه وکړه، د يوه عادل قاضي په توګه عالمانه او بې پرې قضاوت نه شي کولى او ډېر ځله د خپلې نا پوهۍ پړه پر ادبي اثر او ليکوال اچوي او د کره کتنې لوستونکي ته لاره نه شي ښودلى.
که د ادبي کره کتنې په برخه کې د کره کتونکي پوهه او معلومات د اثر له پنځوونکي کم او په ټيټه کچه وي؛ نو ګرانه ده چې د اثر پېچلو برخو ته دې د استدلال او منطق له څراغ سره ننوځي او د اثر پټې ښکلاوې، ادبي ارزښت او پېچلتياوې دې روښانه کړي.
———————————
ستاسو له ښکلۍ معلومات څخه نړۍ مننه هېله کوم دا معلومات ماته په ایمیل کې راولیږﻱ.