څېړنه او تخلیق څه ته وايي او پر ادب یې اغېزه څه ده؟؟
د دې پوښتنو ځوابونه خورا ساده دي، خو د موندل شوو ځوابونو شنل، سپړل بیا دومره آسانه کار نه دی.
ادبیات هغه علم دی، چې یوازې د مطالعې په وسیله پېژندل کېږي. د ادب زده کړیال چې ادب لولي، نو باید چې ادب هم وپالي. د ادب پالل دهغه پر ستاینه دلالت نه کوي، له هغه سره د مینې اړیکه نه ده… بلکې دغه پالنه ترډېره او یا حتی په بشپړ ډول د مطالعې له دویم نوم څخه عبارت ده.
تخلیق او تحقیق چې له هر اړخیزې مطالعې څخه لاس ته راځي، د ادب تومنه بلل کېږي. ښايي پوښتنه پیدا شي چې دا نو بیا څه معنا؟، څېړنه خو خیر، نو تخلیق له مطالعې سره کوم تار لوڼي؟
یوه بېلګه راوړم: ژورنالېزم هم علم دی او هم هنر؛ که نظري اړخ ته یې وکتل شي نو ګویا چې دا یو پراخ علم شو، او که عملي خوا ته یې ځیر شو؛ نو سمدلاسه به مو په زبردستو هنرونو کې شمېرلی وي.
بله بېلګه: راپورتاژ چې د ادبیاتو او ژورنالېزم په ګډه پوله پروت؛ که لیکوال یې هر اړخیزه مطالعه و نه لري؛ د ټولنې له سیاست، کلتور، اقتصاد… سره بلد نه وي، نو ددې ژانر منځپانګه به څنګه برابروي، د سوژې او سکالو موندل به ورته څنګه وي؟؟
لنډه دا چې؛ د ادب محصلین باید د خپلو چپترونو او ددې علم اړوندو کتابونو ترڅنګ، دین، فلسفه، تاریخ، سیاست، اقتصاد، کرهڼه…. هم مطالعه او له ادب سره یې په ټینګه اړیکه ځانونه خبر کړي…