د ادب او ټکنالوژۍ سره څنګ په څنګ اېښودل ښايي عجیب ښکاره شي، خو دا ښکاره خبره ده، چې ټکنالوژي د نوي عصر روڼ مخ دی. په اوسنۍ نړۍ کې داسې لږې چارې شته، چې د ټکنالوژۍ له فولادي ګوتو خوندي پاتې وي. خو پوښتنه دا ده، چې آیا ادبیات کولای شي د ټکنالوژۍ تر څنګ غاړه هسکه کړي او د سپینې کوترې په شان د سولې سمبول و اوسي؟ وړاندې له دې، چې وغواړو دغو دوو حوزو او اړیکو ته یې اشاره وکړو، غوره ده په دې بحث وکړو، چې د اوسني دور ممکنه انځور څه ډول دی؟
له هېچا پټه نه ده، چې په اوسنۍ نړۍ کې کفایت او وړتیا د ارتباط نویو امکاناتو ته په کتو سره د ټکنالوژۍ له ودې او پرمختګ سره لوړ شوي دي. که یوازې د تولید او پانګونې شمېرو ته وګورو، وبه وینو چې د اوسنۍ نړۍ خلک د تېر په پرتله له نسبتا ً ډېرې هوساینې برخمن دي. مګر آیا دغو ټولو شمېرو او کمیتونو د ژوندانه په کیفیت کې هم تحول راوستی؟ آیا د اوسنۍ نړۍ خوښۍ او رضایت د تېر په پرتله ډېر دي؟ آیا اوسني انسانان له حده ډېر ستړي، ستومانه او مضطرب دي، که له دې وړاندې انساني اذهان د ژوند له دام او لومې آزاد ول؟ په اوسنۍ نړۍ کې سړی په سختۍ سره کولای شي د خپل ذهن بوروکراټیک نظام او ثابت جوړښتونه مات کړي، خلاقیت او نوښت ولري. ډېر لږ کسان د کیفیت پر مسئله فکر کوي. دا ډول بې پروايي په داسې یوه ټولنه کې حتمي ده، چې انسان نور د هغې هسته نه دی او د کمیت مفهوم پر نورو مفاهیمو برلاسي موندلې. په اسانۍ سره لیدلای شو، چې د ( د هرڅومره ډېر، لا ښه) اصل واکمني به د ټول نظام د عدم توازن لامل شي.
په دې ډول نړۍ کې، د ادبیاتو رول څه ډول ترسیمیږي؟ آیا کېدای شي ادبیاتو له پاره لوړ هدف په پام کې ونیسو؟ آیا ادبیات په داسې نړۍ کې، چې له ثابتو او ماشیني جوړښتونو ډکه ده، کولای شي له ښکلا او همپالنې سره د مینې او محبت پراخې څپې وړاندې کړي؟ ماکسیم ګورکي په یوه مرکه کې د ادبیاتو د موخې په اړه وايي: « د ادبیاتو موخه دا ده، چې له انسانو سره مرسته وکړي څو ځانونه وپېژني او پر ځان باور پياوړی کړي، حقیقت ته تمایل او په خپل وجود کې له ستونزو سره د مبارزې حس وروزي، وکولای شي نېک صفتونه په کې پيدا کړي، په خپله روح کې پاکي، غرور او شهامت ویښ کړي او له انسان سره کار وکړي څو د نجیب او پاک کس په بڼه وکولای شي خپل ژوند له ښکلا او خوندونو سره مل کړي…» هندي لیکوال او شاعر اوما شاکار جوشي هم د ادبیاتو دنده ژوند ته ښکلا بښل بللې ده.
ادبیات هم د هنر په څېر د ماورا مادیت(materiality Ultra-) په لوري کړکۍ ده. ادبیات د خلکو روح او ځان سرچینه اخلي او تمه کیږي وکولای شي هغې نړۍ ته نوې ډالۍ راوړي، چې کیفیت یې هېر کړی دی. خو دا به ساده ګي وي، چې پر ادبیاتو د ټکنالوژۍ اغېز له پامه وغورځوو. ټکنالوژي د انسان په لاس جوړه شوې او انساني حواسو ته امتداد ورکونکې ده او هغه له ګڼو محدودیتونو څخه ژغوري. که د یوه شاعر شعر په تېره زمانه کې یوازې په ځانګړې جغرفیايي او زماني محدوده کې خپرېده، په اوسنۍ نړۍ کې هماغه شعر د ټکنالوژۍ په مټ د نړۍ ګوټ ګوټ ته رسېدای شي او له بلې خوا د وخت په لحاظ هم اوږد عمر کولای شي. په تطبیقي بڼه هم د مختلفو هېوادونو د ادبیاتو مطالعه ممکنه شوې ده.
له دغو ټولو مثبتو ځانګړنو سربېره، د ټکنالوژۍ ودې د انسانانو پر ورځني ژوند هم ژوره اغېزه کړې. ماشیني ژوند او په ساعت د هرڅه برابرولو عادت، د انساني پر ذهني جوړښت هم اغېز لري. د نویو مضامینو او مفاهیمو روزنه او ادبي نوښتونه، د طبیعت مور ته نیږدې کېدل او د زړه خواله، تر ډېره په نوې نړۍ کې رنګ بایللی دی.
ادبیات د تاریخ په اوږدو کې په زیاته کچه د ټولنیز ژوند د نورو زاویو تر سیوري لاندې وو. د بېلګې په توګه، سیاستوالو تر ډېره ادبي مضامین کنټرول، د لیکوالو او شاعرانو پر وړاندې اقتصادي ستونزې هم د دې هنر له محدویت سره مرسته کوله. خو سره له دې ټولو، هغه پوښتنه چې لاهم مطرح خو بې ځوابه پاتې ده، دا ده چې آیا له واکمنې فضا جلا ادبیات کولای شي خپلو انساني اهدافو ته خالصانه د عمل جامه په تن کړي؟
سرچینې:
زمانیان، مهدي، نقد ادبی: ادبیات او ټکنالوژي، تهران، ۱۳۷۰.
فرزاد، عبدالحسین ، ادبیات، زندگی معاصر، ټکنالوژي، ادبستان فرهنگ و هنر مجله 56، 13-12 ګڼې.
فروم، اریک، جامعه تکنولوژیک عصر حاضر، مترجم: مجید روشنگر، مجله نگین، 70، 40-39 ګڼې.
گورکی، ماکسیم، هدف ادبیات، مجله فردوسی، 8، 38-36 ګڼې.