دا پوښتنه شاید د ډېرو زده کړیالانو، ادیبانو او لوستو کسانو په وړاندي راغلي وي، چي ادبیات علم دی که هنر؟ موږ کولای سو، چي د دې پوښتني د ځوابولو لپاره له بېلابېلو لارو کار واخلو او پلټنه وکړو.

مخکي له دې چي دې پوښتني ته ځواب ومومو لازمه دا ده، چي دعلم او ادب مناسب تعریفونه وړاندي کړو او وروسته ادبیات د علم، هنر او نورو سره پرتله کړو، څو ددوی ګډي او بېلي ځانګړتیاوي ځانته معلومي کړو. هنر: په زاهد پښتو پښتو سیند کي د هنر معني فن، کمال، جوهر او کسب لیکل سوې دی، هنر نه سو کولای د مادې څېزونو په څېر معرفي یا تعریف کړو، ځکه هنر یو معنوي هستي ده، هنر د هنرمند، خیالي او فني نړۍ ده ، تخيل او تصور د هنرمند شاعر،لیکوال او کاسب مهارت دی، هنر یو ځانګړی قانون او اصول نه لري هنر معنویت دی او د انسان له ذهني پنځوني سرچینه اخلي، هر څه چي د انسان له تصور او خیاله رازېږدلی وي هنر دی هنر د انساني ذهن تخیلی او عاطفي پنځونه ده او له نوښت سره مل وي. هنر پر تخیل، عاطفې او احساس ولاړ وی.

علم:

علم د تجربې له مخي د مادي څېزونو حقایقي کشف ته وايي.( طبعي او انساني) علوم، دوی ټول تر منظمو او ټاکلو قوانینو لاندي فعالیت کوي. علم ځان ته ځانګړي قوانین هم لري خو د تجزيي وړ هم وي، علم په عامه معني پوهېدل د نه پوهیدلو په وړاندي دي اما په خاص او ځانګړې معني علم هغي پوهي او پوهیدني ته ویل کيږي، چي د تجربې په واسطه منځ ته راځي او هغه پايلي باید په بیا بیا ځلي يو ډول نتیجه ورکړي نه توپيري همدا رنګه علم پر عقلي منطق، او قوي استدال ولاړ وي. ادبیات: ادبیات له تخیل، عاطفې، اسلوب او معني څخه تشکیل سوی دی.

ادبي کلامونه د انساني ذهن، فکر او رواني ښه والي د تازه کولو او حرکت کولو دنده پر غاړه لري، ادبیات: شعر، نثر نظم (داستانونه، لنډي کیسې، ناولونه، نندارتونونه، ښکلي کلامونه او نور بېلابېل ژبنۍ ښکلاوي په خپل غیږ کي رانغاړي. په هنر کي هم تخیل، عاطفه او احساس ځانګړي توکي دي او هره هنري کړنه له انساني ذهنه سرچینه اخلي دیوه هنري اثر لپاره تخیل یو اړین توک دی. او هنري اثار له عاطفې او احساسه رغیږي، نو له دې ځايه لږ څرګندیږي، چي ادبیات له هنرسره نږدېوالی لري. . د علم او هنر پرتلنه د هنر موخه او هدف انسانانو ته د احساس او فکري ځواک انتقالول دي.

هغه احساس، چي هنر مند مخکي تجربه کړی وي او غواړي خپل احساس نورو ته ولیږدوي، د هنرمند اصلي موخه د مخاطب راجلبول دي. د علم موخه او هدف د یوې ټاکلي پدیدې حقیقي کشف او درک دی علم پر تجربه ولاړ او پایلي يې ثابتي وي، د هنر رغنیز توکي تخیل، احساس او عاطفه ده اما د علم رغنیز توکي عقلاني منطق او مستدلي تجربې دي. د یوه عالم یوه علمي نظریه یوازي د احساس او تخيل په دلیل نه منل کیږي بلکي منطق او عقلي دلیل باید ولري د علم او هنر یوه ګډه ځانګړنه دا ده، چي دواړه په حقیقت پسي تلاش کوي یو په هنري او ادبي ژبه او بل پر منطقي او عقلي ژبه.

د علم او ادبیاتو پرتلنه:

د علم موخه پوهاوي او د څېزونو ترمنځ د اړیکو واقعي کشف دی او په پایله کي هوسايي او استراحت دی. او د ادبیاتو موخه د انسانانو د احساساتو بیان دی. د روش،طرز او طريقې له مخي په علم او پوهي کي ډېری موخي د تجربې او عمل له مخي په لاس راځي او او په ادبیاتو کي روش او طرز پر نظم او نثر پای مومي. د موضوع له مخي ادبیات علم ته نږدې دي، علم د مادي څېزونو تر منځ اړیکه څېړی او ادبیات د ژبي او کلامي ښکلاو اړيکي ساتي.

د هنر او ادبیاتو پرتلنه:

خطاطي او ادبیات دواړه هنري پدیدې دي، دواړه په هنر کي شمېرل کیږي، خو ددوی د توپیر ټکی په بېروني ښکلا او بیان کی دی، یعني ادبیات په لفظي او ژبني قالب کي بیانیږی او ځان څرګندوي او خطاطي د کاغذ پر مخ په بېلابېلو رنګونو ځان ښيي، ولي دواړه د هنرمند له احساس او عاطفې څخه سرچینه اخلي احساس او عاطفه د هنر او ادبیاتو ګډ عناصر دي.

نو په پایله کي ویلای سو، کومي موخي او اهداف چي ادبیات یې لري له هنر سره ډېري نږدې دي، د ادب او هنر تر منځ رغنیز عناصر(احساس، عاطفه او تخیل ) سره ګډ دي یو ادیب او هنر مند په خپلو کړونو کي ازاد لاس لري هر څومره، چي يې زړه غواړي په خپل هنري او ادبي اثر کي ښکلا او کلامي مالګه زیاته والی سی، اما په علم کي یو لیکوال یا عالم د یوه ټکي زیاتوب او کمتوب اجازه نه لري هر څه يې باید دقیق او د یوې مناسبي علمي تجربې پر اساس ولاړ وي. نو ددې ټولو پرتلنو او د بېلو بېلو کتابونو او خپلي شخصي تجربې له مخي وایم، چي په ادبیاتو کي د هنر ونډه زیاته ده او تله يې هنر ته ورکږه ده نو ادبیات تر ډېره له هنر سره اړیکه او نږدېوالی لري ،خو مطلق هنر او مطلق علم هم نه سو ورته ویلاي ددوی دوه ترمنځ خو هنر ته يې تمایل زیات ویلای سم….

One thought on “ادبیات علم دی که هنر؟ / لیکوال : نوراحمد ایمل”
  1. Salamoona,
    Wror Nourahmed Aimal khana, dderah sha tszerranah de karry da.
    Zmong a`sriey tababet ta ham ailm ham huner wayil kegy.!
    Aw d` adyano la nazarah Insan d` aobou+khattae+Rouh majmou`aa da!!
    Zh ham dae esraro ta hayraan yim. Ve minALLAH-e al-tevfiqq.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *