فرانتز فانون او د ځمكې پر مخ دوزخيان

د ادب په اړه کمو او ډیرو کار کړی او د ټولو لپاره منل شوی تعریف دا دی چې: (( ادب هغه ژبنی هنر او فن دی چې ټولنیز واقعیتونه او حقایق پکې د ژبې په وسیله د ذهني تصویرونو او انځورنو له لارې څرګندیږي یا هره هغه ممتازه وینا ګړنۍ (شفاهي) وي او که لیکنۍ، نظم وي که نثر، خو چې هنري ارزښت ولري ادب بلل کیږي)).

یا ادب هغه پوهنه ده چې سړی له خطا او بدو څخه ساتي.

((ادبیات د ادب جمع ده او هغه ژبنۍ پوهي او ژبنۍ هنر ته ویل کیږي چې صرف، نحوه، معاني، بیان، بدیع، قافیه، عروض، د لیک او لوست اصول، انشاء او تاریخ پوهنه په ځان کې رانغاړي یعني د دې ټولو ژبنیو علومو ټولګې ته ادبیات وایي)).

الفت صاحب وایي:

په اصطلاح کې هغه پوهه علوم بلل کیږي چې د وینا ښه والی، بدوالی، غلط او صحیح، خوږوالی او پیکه توب ښيي او په منثور او منظوم کلام کې د فصاحت او بلاغت له خوا بحث کوي.

په پورته تعریف کې مو څو خبري یادي کړي، هنر او فن، ټولنیز واقیعتونه، حقایق، دژبې په وسیله، ذهنی تصویراو انځور، ګړنۍ، لیکنۍ، نظم او نثر، هنري ارزښت، د وینا ښه والی، بدوالی، غلط او صحیح، خوږوالی او پيکه توب، فصاحت او بلاغت یادي کړي، غواړم چې لومړی د همدي په اړه یو څه ووایم.

د هنر په اړه بیلابیل نظرونه دي چې وايي:

هنر، یانې مخاطب ته د هنرمند د عواطفو او احساساتو لېږونه. پیاوړي هنرمندان کولای شي خپل عواطف او تجربې په داسې بڼه څرګندې کړي، چې د مخاطب د احساساتو پارېدو لامل شي او له مخاطبینو سره د ګډو او مشترکو عواطفو په جوړولو سره، معنوي اړیکه او پیوند ټینګ کړي. هنرمندانو د بدیع او نویو آثارو په پنځولو سره هغه څه د ټولو د پوهاوي وړ کړل، چې عادي انسانان یې له درک څخه عاجز وو. انځورګري، نقاشي، مجسمه جوړونه، د سندرو کمپوز، فلم جوړونه، تیاتر، معماري، کاریکاتور جوړونه، طرح، ډیزاین او نور نن ورځ د انساني ټولنو د ژوندانه له زړه راښکونو او ثابتو برخو ګڼل کیږي.

تولستوی وايي: هنر یو انساني فعالیت دی، چې هدف یې د هغو غوره او لوړو احساساتو لېږدونه ده، چې انسانان ورته لاس رسی لري.

یا هنر د وړتیا او مهارت په معنا هم کارول کیږي. د ژوند انعکاس د هنر کار دی چې په همدي اساس له ساینس او فلسفی نه جلاکیږي چې ساینس په تجربه ولاړ دی.

نو ځکه ادب هنر بلل کیږي چې له تخیل او احساساتو نه پکې کار اخیستل کیږي، یوڅه واقیعت وي او یوڅه خیال او یا مبالغه لکه خوشحال خان وایي:

له خوشحال سره که کیني یوڅو کاله

                                                     دا د غره خټک به واړه شاعران   شی

د ادبیاتو کار له ټولني سره دی او هغه څه چې په ټولنه کې واقع شوي او یا واقع کیږي موږ ته په یو داسي انداز کې وړاندې کوي چې هم مو په حقیقت پوهوي او هم تري خوند اخلو لکه یوه واقع که د یو انجینر یا د یو ډاکټر له خولې واورو نو دومره به خوند رانه کړي لکه یوشاعر یا لیکوال یې چې موږ ته لیکې او یا اوروي ځکه د ادیب دنده داده چې یو داسي څه ووایي چې مخاطب اغیزمن شي او په احساساتو راولی هم یې پکې د اصلاح توک وخوځوي او هم خوند ترې واخلي.

د ژبې په وسیله یعنې لیکوال یا شاعر همدغه ژبه وسیله کوي که هغه پښتو او یا دري وي. مخکې مو وویل که ادیب یوه خبره کوي نو ټول پاې تصویر یا انځور ګری ته وي ترڅو یې مخاطب په پیغام ښه پوه شي.

ګړنۍ نه مراد فلکوریک مواد کیسې، متلونه، اسطوري او داسي نور چې ترډیر روایتي بڼه لري چې دا هم د ادبیاتو کار دی چې موږ ته یې له پخوانه همداسي خوله په خوله رانقل کړي دي.

اوس وخت چې یو لیکوال کیسه، لنډه کیسه، ناول، شعر او داسی نور څه لیکي نو دا لیکنۍ شوه چې ترډیره حده حقیقت ته نږدي وي او لکه شفاهی نه وي چې د دروغو توک پکې ترریښتیا زیات کارول کیږي.

نظم په برخه کې غزل، قصیده، څلوریزه، او داسی نور ډلونه راځې. نثر په برخه کې نثر برخه بیا ډیره پراخه ده چې کیسه، لنډه کیسه، ناول، ټوکه، حکایت او داسی نور فورمونه چې دقافې له قید څخه ازاد وي، راځي.

یو عادي یا د غږیدا ژبه ده او بل هنري ژبه ده چې د ادبیاتو ژبه ترډیره هنري ژبه ده ولی که یو څوک کیسه لیکي نو دا بیا له هنري ژبې نه استفاده کوي څه معنی؟ هنري ژبه چې ادبي فنون لکه تشبه، مجاز، کنایه او استعاره پکې وي. لیکوال کوشش کوی چې ددي دواړو ترمنځ توازن وساتي او دعادي ژبې ترڅنګ پکې تشبه، کنایه، مجاز او استعاره وکاروي ترڅو کیسه لا خوندوره شي. که داسي ونکړي نو بیا د ادبې لیکنې او عادي(ژورنالیستیک) لیکنې فرق په څه کې شو؟ مخاطب به څنګه اغیزمن شي؟ څنګه به یې بیا په خوند خوند ولولي؟

د کلام ښه والی، بدوالی، غلطې او صحیح والی ټول په فصاحت او بلاغت پورې اړه لري او خوږوالی اوپيکه توب زما په نظر بیا په ادبې فنونو او معانیو پوري اړه لري.

فصاحت لغوي معنا واضح، څرګند او خالص ته ویل کیږي اوپه اصطلاح کې داسي خبرې کول چې مخاطب پري په اسانۍ سره پوه شي یعني کلمې، ترکیبونه داسي وکاروي چې مخاطب تري پوره معنا واخلي او نه داسی ګونګې خبرې چې سړی په ابهام کې پریږدي او مقصد ونه رسولی شي.

نو یو ادیب باید فصیح وي، ژبه یې باید فصیحه وي او ویناوي یې هم باید فصحي وي او دهغه نه همدا توقع کیږي چې دا سی څه ووایې او یا یې ولیکې چې مخاطب یې په معنا پوه شي.

امید لرم چې یوڅه به مو د ادب یا ادبیاتو په اړه تردی ځایه پوه شوي یاست او د نورو مثالونو په ورکولو به یې نوره هم روښانه کړو:

که یو څوک ووایې چې د انجینرکار خلکوته کور، پول، ډیم، سرک او د اوبوسیستم جوړول دي او له دي طریقه هم ګټه او خدمت کول دي. ډاکټر د خلکو د ښه صحت لپاره کوښښ کوي، استاد مو له تیارو څخه د رڼا په لوري رهنمای کوي. ژورنالیست ستاغوښتني له دولت او ددولت له کړنو تا خبروي نو د ادبیاتو ګټه څه ده؟

ادبیات ډير څه په ځان کې رانغاړي، یعنې که (هرکاره) ووایو نو مبالغه به نه وي، هغه په دي معنا چې د روحي خوښي، لذت او تکسین ترڅنګ ټولنیز او اخلاقي روزنې، اصلاح، د اذهانو روښانولو او لارښوونې دنده هم په غاړه لري. په ژوند مو پو کوي. له طبیعت سره مو اشنا کوي. په شونډو مو موسکا راولي. تشویش او سودا مو له منځه وړي او داسی نور چې هریو به یې په خپل ځای تشریح کړو.بل د ژورنالیزم مسلک تري ډک دی. هره وزارت یو مشاور او ویاندی ته ضرورت لري او بل دا چې یو وزارت نشي کولی چې هرڅه د رسنیو له لاري ولس ته وړاندې کړي او نه رسني هره خبره ستا نشروي ځکه هلته وخت ته ډیر ارزښت ورکول کیږي او هغه خبره ستا خپروي چې د هغوی له موضوع سره ربط ولري نو ددي ترڅنګه هر وزارت، اداره یا ریاست باید یوه مجله یا اخبار ولري ترڅو د خپلو کړنو نه ولس باخبره کړي، چې هره اداره یو لیکوال ته ضرورت لري.

((په اوس وخت کې چې کار ډیر او احتیاجات هم زیات دي، ستومانتیا هم ډیره ده. په دي جنجالي دنیا کې تشویش او سودا هم ډیره ده. نو ددي ستومانیتا او تشویش د تسکلین او راحت لپاره ښه وسیله شاعري او لیکوالي ده)).

شاعر او لیکوال ستاسو درد او ناراحتیا لري کولی شي، شاعر یې د شعر په لیکول او لیکوال یې د حکایت، کیسې، ناول او داسي نورو وسیولو له لاري لري کوي.

شاعر مو د شعر په ویلو په بله دنیا چي د خیال دنیا یې بولو، ګرځوي. کیسه یا ناول لیکوونکی رانه هیرو جوړوي او د تراژیدیو په لیدلو مو خواخوږی کوی او دکمیډۍ په لیدلو مو خندوي.

لیدلي به مو وي چې یو کس د ډیر کار په جریان کې کوشکۍ په غوږ کې او د موسیقی له لاري خپل ځان ارامه احساسوي او ډير نه ستړی کیږي. په موټر کې ډير مزل کول، مسافرین ستړي کوي، دا چې ستړیا او زړه تنګۍ احساس نه کړي نو تلویزون او یا د کیسو او کتاب یا ناول په لوستلو ځان بوختوي. کله کله که استاذ په ټولګي کې شاګردان ستړي ووینې نو د یو حکایت، لنډي کیسې او یا ټوکې په ویلو پيل وکړي او شاګردان بیرته درس ته متوجه کړي، زیاتره د شعر په اوریدلو او اوریدلو خپله محبوبا په څنګ کې احساسوي چې دا ټول بیا د ادبیاتو کار دی یا یې د نثر او یا یې د نظم له لاري وړاندي کوي.

خو دا ټول بیا د ذوق خبره ده چې دا هم په ادبیاتو کې ډیر مهم دی چې هرسړی ډیر او کم له یو څه نه یو څه سره ذوق لري او ادیب د مخاطب ذوق ته ګوري او یو څه لیکې ترڅو په یوه نه یوه اغیزه وکړي

د ژورو احساساتو او پستې ژبې لرونکي شاعران اوپياوړي لیکوالان  د خپل تخیل او تفکر په ځواک او بدیع ژبې په کارونې سره، کلام ته ځانګړي بڼه او مانا وربښي او د لوستونکي په ذهن او فکر کې په نفوذ سره، هغوی د ځان په غم او ښادۍ کې شریکوي او کله کله د بیلابیلو ادبي اثارو لکه: شعر، نظم، فلیم، کیسې، ناول، ډرامي او نورو په وړاندې کولو سره پرعواطفو او احساساتو سربیره، خپل افکار، پوهاوی او تجربې مخاطب ته لیږدوي. په دې کار سره په ټولنه کې اتحاد ټینګوي، د سترو مادي اومعنوي پرمختګونو لامل کیږي، په همدې ترتیب کله ناکله دومره ژور اوتلپاتې اغیزه پرځای پریږدي، چې د نسلونو په اخلاقو او فرهنګ کې د تحول او پرمختګ بنسټ جوړوي لکه د ګل پاچا الفت نثرونه چې زیاتره یې اخلاقي جنبه لري.

د یو شاعر او د یو لیکوال تنها دا کار هم ندی چې تاته کیسي ولیکې بلکې د ماشومانو په روزلو، د خلکو په راویښولو، خلکوته د ادب ښودلو، او د ټولنې ریښتنې ترجمانې وکړې.

که له پخوا نه تراوسه پوري د یو هیواد ادبیات ته نظر وکړو نو لیکوالو او شاعرانو د خپل ولس په راویښولو کې ډیر کوښښ کړی لکه د خوشحال خان چې دا کار کړی دی.

په اخره کې باید ووایم چې ادبیات یعني د ټولنې ویده خلک راویښول او د اصلاح او سمون لپاره یې هڅول.

2 thoughts on “ادبیات هم ارزښت لري! / جمشیدعمر عمر”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *