يو ډاکټر ملګری مې له ادبياتو او ادبي کارونو سره سخت وران دی؛ دی وايي دا کارونه بې فايدې دي او زمونږ اديبان ټول د وخت په ضياع اخته دي. کله کله ما هم مسخره کوي چې ته هم اديبانو سره سروکار لرې.
پرون مونږ دواړه يوه لوی کتابتون ته لاړو، دی د طب د برخې کتابونو ته ودرېده؛ يو زوړ کتاب يې را جيګ کړ او ماته يې کړل چې د پښتو ژبې دغه حال دی، هېڅ ښه کتاب پکې نشته. انګليسي او پارسي کې هم کتابونه ښه ډېر دي او هم يې کيفيت ښه دی. سړی يې له شوقه هم لولي. ما ورته وويل چې يو لوی علت يې د دواړو ژبو د غني ادبياتو برکت دی. نه يوازې په طب بلکې په ټولو علمي، ټولنيزو او نورو برخو کې ښه پرېمانه کتابونه پکې ليکل شوي دي او ليکل کېږي هم.
د ادبياتو يوه لويه برخه ليکل دي او يا په ليکل شويو متونو بحث دی. دا عمل پخپله انسان کې د ليکلو ذوق روزي او په دې برخه کې د انسان ذاتي وړتيا را برسېروي. مانا دا چې له ادبياتو سره سروکار لرل د هر مسلک غړي ته ګټور دي او پخپل اړوند مسلک کې د مضمون ليکلو او يا لږترلږه له بلې ژبې د ژباړلو توانایي ورکوي.
مونږ کابو په هرې برخې «علمي، ټولنيزې، سياسي او…» کې ښه استعدادونه او ښه کدرونه لرو؛ مګر د کتاب له لحاظه ځکه فقير يو چې زمونږ آن همدغه ښه کدرونه هم له ادبياتو سره سروکار نهلري؛ بلکې ترې تښتي. واقعيت دا دی چې کومو ملتونو ادب او فرهنګ لرلی، هغوی تمدن زېږولی او د نننۍ نړۍ زيات پرمختګونه د هماغه ملتونو د فکر او زيار پيداور دي. ستونزه په ادب او فرهنګ کې نه بلکې په مونږ کې ده چې له هېڅ ډول پدیدو څخه سمه ګټه نشو اخيستی.
استثنا به موجوده وي خو که مونږ محاسبه وکړو، په افغانستان کې هېچا هم خپل مربوطه کار سم نه دی ترسره کړی؛ په دې مانا چې د هېڅ مسلک خلکو پخپله برخه کې دومره زيار نه دی ګاللی او اساسي کار نه دی کړی چې سترګې پرې مړې شي.
د شعر او هنر په نوم ډېر ناسم څېزونه زمونږ د ادب او فرهنګ په جامه وتپل شول، مګر دا بايد په دې معنا حساب نشي چې شاعري عبث ده، هنر ډمتوب دی او په ټوله کې ادبي فعاليت د وخت ضايع کول دي.
نه يوازې ادبيات بلکې که مونږ خپل هر مسلک ته د حقيقت له عینکو وګورو، د ښو او بدو آسان توپير به وکولای شو.