(علوم ادبیه)ته اوس موږ (ادبیات) وایو،لکه دیني علوم چې دینیات بولو. ایا(ات)وروستاړی هماغه دعربي ژبې دمونثې جمعې نخښه ده؟(لکه معلمات یعنې معلمانې او محصلات یعنې محصلانې)که داسې وي نو د(ادبیات) کلمه خو به داروپایي ژبو تر اغېز لاندې نه وي جوړه شوې؟ځکه هلته ریاضیاتو تهMathematics    وایي او یا مثلا فــزيک تـــه physicsچې ددواړو کلمو وروستی (s) دجمعې نخښه ده.

     زموږ په ژبو کې د(ادبیات)کلمه پخوا نه وه.ډېر امکان شته چې داکلمه په وروستیو پېړیو کې له اروپایي ژبوسره دبلدتیا او له هغو ژبو دژباړې په نتیجه کې جوړه شوې وي.

   که د(ادب) کلمې ته راشو ،له هغې مو پخوا دداسې ښوونې او روزنې معنا اخيسته چې دانساني فضایلو له خپلولو سره مرسته کوي.

حمید مومند وایي:

نـــازولی زویه نه اخــلي ادب

او دسیوري نخل نه نیسي رطب

یا:

په زړه مهر په خوله قهر زوی ته بويه

څـــه ښه وايي چېرته ډب هــلته ادب

   دغه کلمه په انساني فضایلو کې په تېره بیا دشرم او حیا په معنا ډېره راغلې ده ،داهم دحمیدمومند ویناده:

ورک له ماشرم وادب کا

دخــپل یـــار شرم وادب

یا:

چې څښتن ګڼې حاضر بدکړې حمیده!

نشـــته تا غـــونــدې بې شـــرم وبې ادب

     دادب له کلمې اوس هم هغه معنا اخلو چې حمید مومند یا نورو پخوانیو اخیسته .البته اوس یې دادبیاتو په معنا هم استعمالوو،اوس وایو: ادبي آثار، ادب پوهنځی….

   ادبیات یا ادب په وروستۍ معنا دانګلیسي ژبې دLiterature معادل ګڼو. لټرېچر (ادبیات) داسې معنا نه لري چې ټول ورباندې سلا وي.

   له لټرېچر څخه منظور ممکن ټول چاپي آثار وي.په پښتو کې هم (دډېورنډ لاین بلې غاړې ته) دمارکسیسټ لټرېچر یا اسلامي لټرېچر په څېر عبارتونه لرو چې دلته لټرېچر په ذکر شوې ساحه کې دټولو چاپ شویو لیکنو په معنا راغلی دی.

     که له ادبیاتو دټولو چاپ شویو لیکنو معنا واخلو ،بياخو په ادبیاتو کې دبشر کابو ټوله پوهه راځي . درحمان بابا دېوان او دافغانستان اساسي قانون څه تړاو سره لري؟ددې تعريف بل عیب دادی چې شفاهي ادب په کې نه شاملیږي.

   دادبیاتو یو څه محدود تعریف دادی چې دلوړ کیفیت لرونکي ټول آثار ادبیات بللی شو.له لوړ کیفیته منظور دسبک او طرز ښه والی دی یا دمضمون او محتوا لوړوالی او یا دواړه.په دې حساب دلویو مفکرانو ،فیلسوفانو اومو رخانو آثار هم ادبي آثار دي.

   موږ په پښتو کې دادبي اثر لیکونکي ته لیکوال یا شاعر وایو .په پوهنتون کې استادان دعلمي رتبې دترلاسه کولو لپاره لیکنې کوي ،خو ځینې استادان لیکوال ګڼو ،ځینې نه ګڼو ،داولې؟هغه څوک چې دسبک په لحاظ بهتره لیکنه کولای شي، لیکوال یې بولو .ممکن دی دادبیاتو استاد نه وي ،دحقوقو یا اقتصاد استاد وي.

   دادبیاتو په باره کې دغه تصور دادبیاتو له دویم تعریفه زېږېدلی ښکاري. ددویم تعریف یوه ستونزه داده چې اول به دامعلوموو چې کوم اثار (لوړ کیفیت) لري.ممکن یو وخت یواثر دلوړ کیفیت لرونکی وبولو، بل وخت یې ونه بولو. همداڅلوېښت پنځوس کاله پخوا په افغانستان کې دادبي ټوټوادبي ارزښت ستایل کېده خو بیا وروسته داسې نه وه.په پخوا زمانه کې به لیکوالو په مصنوع نثر ویاړ کاوه،هنر یې باله ،مګر اوس ورنه منکر غوندې یو.

   له بلې خوا دویم تعریف هم دمختلفو علومو او په بېلو، بېلومقصدونو لیکل شوي آثار په ادبیاتو کې شاملوي چې دادب تاریخ دلیکلو په وخت کې یا دادبي ژانرونو دمعرفي کولو په کار کې ستونزې راولاړوي او ګډوډۍ رامنځ ته کوي.

   ددریم تعریف پر اساس یوازې تخیلي آثار ادبیات بلل کېږي . دغه تعریف ددویم برخلاف ،توصیفي (Descriptive )اړخ لري نه ارزشي (normative) او دایې امتیاز دی،یعنې دلته ضرورت نشته چې آثار په ښه او بد وویشو او بیا دښه کیفیت والو ته ادبي ووایو ،دانورو ته بل څه.ددریم تعریف له مخې دشعر اوداستان بېلابېل ژانرونه په ادب کې شامل دي. دتخیلي آثارو په ادبي والي کې هیڅوک شک نه کوي، دادوروستي تعريف بل امتیازدی.

ددې لپاره چې دادبیاتو ماهیت وپېژنو او په اصطلاح روح ته یې ورنژدې شو ،بهتره ده دتخیلي آثارو او نورو لیکنو یا خبرو دسبک او ژبې توپیر ته پام واړوو. ځینې مهم توپیرونه دادي:

۱- په ادبي سبک (یاژبه)کې څه ویل؟( What is said?) دومره اهمیت نه لري لکه څنګه ویل؟ (How it is said?)

دایوه معمولي خبره ده چې اولادونه له میندو او پلرونوسره همېشه نه اوسي خو دروېش دراني ته ځکه په درنه سترګه ګورو چې په (څنګه ویلو) کې کمال کوي :

له خپلې موره رخصت غواړي هغه ځوان او وايي

خــوشبويي نـه وي تل تر تله په قــبضه کې دګل

۲ـ عادي او علمي ژبه دصدق او کذب په تله تلو خو ادبي ژبه په دې تله نه تلل کیږي.کله چې عالم ووايي چې سږ کال به په پلانۍ نېټه ،په دومره بجو او دومره دقیقو لمر تندر نیسي نو زموږ توقع داوي چې دوی باید ریښتیا ویلي وي خو که دکیسې لیکوال ولیکي چې احمد په حبیبیه لېسه کې ښوونکی و،موږ ددې خبرې په رښتیا والي پسې نه ګرځو.علمي ژبه ارجاعي وي ،یعنې یو بهرني واقعیت ته باید اشاره وکړي خو ادبي ژبه مجبوره نه ده چې له بهرني واقعیت سره سمون ولري.

۳ـ په علمي او عادي ژبه کې هڅه کیږي چې هر دال یو مدلول ولري یعنې هره کلمه ایکي یوه معنا ولېږدوي خو ادبي ژبه غواړي چې یوه کلمه یې څو معناوې وښندي،په لنډیو کې اورو:

پاس په کمره ولاړه ګله

نصیب دچا یې اوبه زه درخېژوومه

ددې لنډۍ د ځینو کلمو بېلې بېلې معناوې اخیستلی شو.

۴ـ په عادي او علمي ژبه کې دال نه بلکې مدلول اهمیت لري خو په ادبي ژبه کې دال هم پوره اغېزه لري .که په کیمیا کې یې اوبو تهH2o نه بلکې بل څه ویلای ، په دغه علم یې اثر نه کاوو، خو په پاسنۍ لنډۍ کې که مثلاً د(درخېژومه)پر ځای (دروړمه) وای،نو معنا به فرق نه و کړی،مګر لنډۍ به لنډۍ نه وه،ځکه وزن یې ماتېده .په علمي او عادي ژبه کې دادبي ژبې برخلاف ،دکلمې شکل او موسیقي اهمیت نه لري. داستاد الفت ددې جملې :چې اباسین اباسین بولي دهغوی یو ابا دی، ادبي اهمیت تر ډېره حده د(ابا) دکلمې په شکل کې دی. دغه راز له ادبي نثره تو قع کیږي چې تال او اهنګ یې باید له موضوع او مقصد سره تناسب ولري.

۵ ـ علمي ژبه ښووندویه وي او ادبي ژبه پارندویه .علمي ژبه غواړي یوه بهرني واقعیت ته اشاره وکړي ، له یو څه مو خبر کړي خو ادبي ژبه عواړي ومو پاروي ،اثر راباندې پرېباسي.

۶ ـ علمي ژبه دکلیاتو بیان ته تمایل لري خو ادبي ژبه دجزییاتو بیان ته متمایله ده او معمولاً تصویري وي.علم وايي چې اوبه په سل درجې تودوخه کې په بړاس بد لیږي او دکیسې لیکوال ممکن ولیکي چې:«چایجوش مې په اور ایښی و، اوبه ایشېدلې ، بړاس ورنه خوت.»

داضرور نه ده چې دادبي ژبې ‌ذکر شوې نخښې په هر ادبي اثر کې ټولې راښکاره شي او یا دادبي ژبې او نورو ژبو تر منځ ټول توپیرونه هر چېرته ووینو.بیوګرافي،اټو بیوګرافي او سفر نامه ادبي ژانرونه ګڼو او دادبي ژبې اکثره نخښې په کې شته مګر تخییلي نه دي او دصدق او کذب په تله یې نه شو تللای .دغه راز ددعوو یو وکیل ممکن ډېره پارندویه ژبه ولري خو دادبیاتو مورخ یا کره کتونکي ته به مشکله وي چې دهغه لیکنه ادبي اثر وګڼي ،ځکه دوکیل نیت دا نه دی چې ادبي اثر ولیکي ،هغه غواړي له خپلې لیکنې مو‌ءقته او عملي استفاده وکړي .دادبي اثر لیکونکی معمولاً غواړي دهرې زمانې په لوستونکي باندې دبې غرضه ښکلا خوند وڅکي خو نور لیکونکي له خپلو اثارو عملي مقاصد لري . روښانیانو هم له خپلو شعرونو عملي مقاصد لرل مګر نیت یې داو چې ادبیات ولیکي .

تر دغه ځایه بحث موږ دې نتجې ته رسوي چې دادب جامع ومانع تعریف اسان نه دی. دلته ډېرې ستونزې شته .البتهله دغو ستونزو خبرېدل له موږ سره مرسته کوي چې دادبیاتو ماهیت لاښه وپېژنو او د ادبي او غیر ادبي اثر په توپیر کې مو تېروتنې کمې شي .

ادبیات علمي اړخ هم لري .هغه پوهنه چې دادبیاتو په باره کې بحث کوي له هنري ادبیاتو بېله ده . دادبیاتو علمي برخه په درېو لویو څانګو ویشلی شو: دادبیاتو تیوري ،دابیاتو تاریخ اود ادبي آثارو کره ک��نه .

که زه په دې بحث کوم چې (الف) او (ب) ادبي آثار دي که نه دي؟ دا بحث تر ډېره دادب له تیورۍ سره تعلق لري ؛که په دې بحث کوم چې (الف) ښه اثر دی که (ب) ؟ دا تر ډېره حده له کره کتنې سره تعلق لري او که په دې غور کوم چې اول (الف) ولیکل شو که (ب) ؟ دا د ادبیاتو د تاریخ بحث دی.

دغه مثال ډېر ساده دی ، مګر ددغو دریو څانګو توپیر دومره اسانه نه دی . د ادبیاتو مورخ طبعاً ټول آثار او لیکوال په خپل کتاب کې نه معرفي کوي ایا دغه انتخاب پخپله کره کتنه نه ده ؟ ایا د ادبیاتو دتاریخ دا بحث چې (ب)اثر له( الف) اثره متاثر دی او اول (الف) اثر لیکل شوی دی ، بیا (ب)، له کره کتنې بېلولای شو؟

One thought on “ادبیات څه ته وایي؟ – اسدالله غضنفر”
  1. ترهرڅه مخکی محترم غظنفر صاحب ته سلامونه او ددی لیکنی اجر له الله تبارک وتعالی څخه غواړم الله دی نور توان هم ورکړی چی په دی برخه کی داسی واضحی او ګټوری لیکنی وکړی ، خوندور مالومات دی ومی لوستل خوند می ورڅخه واخستلو خو اوس هم پوه نه شوم چی دادبیاتو لپاره به تر ټولو ښه تعریف کوم یو وی چی سړی ورباندی تر نورو ډیره اتکا وکړی.

    مننه
    ایمل عظیمي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *