هغه خبرې چې شاعر او لیکوال یې کوي، د نورو په زړونو کې هم تېرېږي خو هغوی یې نه کوي او یا یې د کولو چل نه ورځي، نو لیکوال او شاعران یې نه بولو.

شاعران او لیکوالان په ژبه لاسبري وي . دوی د هغو فکرونو، خیالونو، تجربو او ارزوګانو د بیان لپاره مناسبې جملې مومي چې زموږ هر یوه په زړه او ذهن کې ګرځېدای شي. د شاعرانو او لیکوالو امتیاز دا دی چې نورو ته د زړه او ذهن د خبرو په رسولو کې تکړه دي.

نو که دوی مخاطبانو ته خپلې رسولای شي، کره کتونکي او د ادبیاتو اکاډیمیک مرکزونه په څه بوخت دي؟ ادبیات تیوري لري، تاریخ لري، ژانرونه لري او ګڼ نور داسې اړخونه پکې شته چې څېړل او پلټل او زده کول غواړي. په دې سربېره په ځینو شعرونو او ادبي آثارو باندې د زمانې دوړې پرتې وي او چې ادبپوهان یې هېرشوي لغتونه او فکرونه ونه سپړي، مونږ ورباندې پوهېدای نه شو. دغه راز ځینې آثار د خورا مبهم احساس او ډېرې پېچلې تجربې بیان کوي چې د خوبونو غوندې سیمبولیکه او رمزي ژبه غواړي او د هغې ژبې په توضیح کې ډېرځله د ادبپوهانو مرستې ته محتاجېږو.

د ادبي آثارو په معرفي کولو او پېژندلو کې د ادبپوهانو له کاره انکار نه شي کېدای مګر دا د سکې یو اړخ دی. د سکې بل اړخ دا دی چې ادبپوهان او اکاډیمیک مرکزونه ممکن هغو آثارو ته زیاته توجه وکړي چې د دوی لپاره پکې د کار کولو فرصت پیدا کېږي. که یو اثر د دې لنډۍ غوندې رسا وي چې:

په ګل ګلاب دې وویشتمه

تر لاس دې جار شم، رقیبانو ولیدمه

نو ادبپوه ته پکې داسې څه تقریبا نه پاتېږي چې دی ورباندې خبر وي او عام لوستونکی ورباندې خبر نه وي خو د اشرف خان هجري په دې بیت کې بیا د ادبپوه لپاره هم د یو څه خبرو فرصت او زمینه برابرېږي:

قاصدان له روهه رانغلل مدت شول

سلام باد رارسوي منت یې تم دی

دلته د ادبپوهنځي استاد یا د اکاډیمي غړی ویلای شي چې ( روه) کوم ځای ته وایي؟ شاعر چېرته و چې د ( روه) د قاصدانو په تمه و؟ د ادب استاد دا خبره هم په خوند خوند کولای شي چې په پخوانو متنونو کې ( تم) د ( تمام) په معنا زیات استعمال شوی دی. دلته ( تم) د ایسار او درېدلي په معنا نه بلکې د تمام په معنا راغلی دی او اشرف خان هجري چې درې سوه څو کاله پخوا په دکن کې بندي و، وایي چې موده وشوه چې له روه یعنې پښتونخوا څخه قاصدان نه دي ورغلي او د وطنوالو د سلامونو د ور رسولو په خاطر د باد پوره احسان ورباندې دی.

د ادبپوهانو د کار خپلې ځانګړنې د دې سبب کېږي چې دوی هغو آثارو ته توجه زیاته وکړي چې معنا اخیستل ورنه لږ یا ډېر مشکل وي. دغه واقعیت ځينې لوستونکي ممکن دې نتیجې ته ورسوي چې عالي آثار خو هغه دي چې پوهېدل ورباندې آسانه نه وي. دغه راز ځينې شاعران او لیکوالان هم ممکن دې نتیجې ته ورسوي چې هغه لیکنه به یې لا بهتره وي چې مشکل لغتونه او نا اشنا صنعتونه او تلمحیات پکې وي. دغسې نتیجه اخیستل لویه اشتباه ده. د شاعر او لیکوال اصلي کمال دا دی چې وینا یې بلیغه وي. یعنې له یوې خوا تر وسه وسه وضوح پکې وي او له بلې خوا اثرناکه وي. که نن سبا ( تم) د ( تمام) په معنا نه استعمالوو، دا د شاعر نه بلکې د وختونو ستونزه ده. دغه راز که د بهاوالدین مجروح ( د ځانځانۍ ښامار) یو څه پېچلی دی، وجه یې دا نه ده چې لیکوال د لوستونکو په تکلیفول او د شارح لارښوونو ته د لوستونکو مجبورول غوښتل بلکې د شعور او لاشعور د لاپېچلیو مفهومونو رسولو ته تر ټولو بلیغه او رسا طریقه همدا ورښکارېده. یو وخت په پوهنتون کې د معاصر ادب د تدریس کار راسپارل شوی و. ما د تدریس لپاره د بهاوالدین مجروح اثر غوره کړ. د دې انتخاب یوه وجه دا وه چې د شارح په توګه زما لپاره د خبرو فرصت پکې زیات و خو د الفت صاحب شعرونه کې مې انتخاب کړي وای، داسې به لږ څه وو چې زه دې ورباندې وپوهېږم او محصل دې ورباندې ونه پوهېږي.

هغه ادبي آثار چې استادان او څېړونکي یې د خپل بحث لپاره غوره کوي، خامخا دا معنا نه لري چې ادبي کیفیت یې هم ډېر اوچت دی. څېړونکي او ښوونکي د خپل کار له اړتیاوو سره سم انتخاب کوي او شاعر و لیکوال ته پکار نه ده چې د ده انتخاب د ځان لپاره معیار وګڼي. کره کتونکي هم، چې د اثر د ارزښت د معلومولو کار یې په غاړه دی، ډېر ځله هغه اثر بحث ته غوره کوي چې دی ورباندې زیاتې خبرې کولای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *