د ادب او هنر ژبه د هر ټولنيز بدلون او پرمختګ په رامنځته کولو کې خورا مهمه ګڼل کېږي. مهم والى يې له نورو ژبو او وسيلو په دې کې دى چې ادب د انسان له احساس او عواطفو سره ډېر نږدې وي او د بدلون لپاره چې څو انسان يو دروني ځواک ونه لري، بهرنى ځواک ورباندې دومره اغېز نه شي کولى.
خو دا هم بايد ووايو چې دا بدلون او بيداري کومه بېړنۍ يا لنډ مهاله پروسه نه ده چې يو په يو رامنځته شي او خپلې موخې ته ورسېږي، د انسان احساسات، عواطف پالل او بيداري يوه اوږد مهاله پروسه غواړي چې له هغې وروسته بايد بدلون او خوځښت ته چمتو شي.
ادب د خپل عاطفي او روحي اغېز په درلودلو سره کولى شي چې د انسان باطني اوده احساسات را ويښ کړي، خو له ويښتابه وروسته پرې دکار بل پړاو پيلېږي، په دې پړاو کې بايد لاره او لورى معلوم کړي او روان شي.
يو په يو ورڅخه د خوځښت او بدلون تمه مناسبه نه ده. کوم زنداني چې په زندان کې يې په شپو شپو لمر او د ورځې رڼايي نه وي لېدلې، که يو په يو له تياره کوټې را ويستل شي او لمر ته مخامخ شي، نو په سترګو يې تياره راځي، ورځ ورته شپه ښکاري او اړ دى چې بېرته سترګې پټې کړي او تر يوه وخته ځاى پر ځاى کېني.
اوس پوښتنه داده چې زموږ ادب د خپل لوستونکي په وجود کې هغه ځواک روزلى شي او وړتيا يې لري که نه چې له ادب نه يې تمه کېږي او بالاخره د پرمختګ پر لور يو ټولنيز خوځښت چې شعوري سرچينه ولري، رامنځته کړي؟
که د خپلې ټولنې پر اوس يا حال حساب وکړو، نو شايد ځواب مو منفي وي. لامل يې هم لوستونکي او هم د ادب پنځګر دى.
لوستونکى په دې چې د ليکوال هره پنځونه يې په پټو سترګو منلې، د لوستونې پرمهال يې ورسره د يوه عادي لوستونکي چلند کړى، سرسري پرې تېر شوى او داسې جديت يې نه دى ښودلى چې د يوه جدي لوستونکي په توګه اديب وننګوي.
اديب ته په دې ګوته نيول کېږي چې ده په شعوري او يا غير شعوري ډول د خپل لوستونکي دا پټه وړتيا چې له لوستونکي يې خپله دى ښه درک کولى شي؛ نا څيزه ګڼلې او اهميت يې نه دى ورکړى.
ځکه خو ده خپله پنځونه په پوره مسووليت سره نه ده رامنځته کړې، په همدې ترتيب يې د موخې د تر لاسه کولو تمه هم نه لري او ټولنيز بدلون ورته د ادب نه بلکې د نورو هنرونو او علومو کار ښکاري.
د نورې نړۍ د پرمختګونو او مثبتو ټولنيزو بدلونونو يو لامل دادى چې د ادب لوستونکو ادب ته هم اهميت ورکړى، هغه يې يوازې د ژوند څو شېبو تېرولو ښه وسيله او تفريح نه ده ګڼلې، له يوه مسوولانه ليد لوري يې درک کړې او ځان تللى دى.
زه په پوهنتون کې د ادب محصل وم، په ليليه کې راسره د نورو پوهنځيو ګڼ محصلين هم وو، خو د ادب محصلينو ته يې مخامخ يا په پټه د “ګل او بلبل” خطاب کاوه. په دې مانا چې ګني د ادب کار يوازې له ګل او بلبل سره دى،د وزګارانو کار دى او دوى د ژوند له نورو چارو بې پروا دي.
له دې موضوع سره شايد د ادب نورمحصلين هم مخ شوي وي. لامل يې دادى چې موږ نه مسوولانه ادب رامنځته کړى و او نه مو هم لوستونکو پنځونې په جديت سره لوستي دي.
د همدې اړيکي نشتوالي هغوى د ادب له ټولنيز نقش څخه بې پروا کړي وو اوعامه ذهنيت يې دا و چې په حقيقت کې دا نور پوهنځي دي چې په ټولنيز بدلون کې رول لري او ادب محصلان هسې وخت تېروي.
هر وخت که اديب په دې پوه شي چې له يوه غير عادي او د کره کتنې له روح سره بلد لوستونکى لري، نو اړکېږي چې د يوه اثر په پنځونه کې مسوولانه کار وکړي او هغه څه وليکي چې اغېز يا غبرګون يې بېرته زر تر لاسه کولى شي .
همدا مسوولانه چلند ددې سبب هم ګرځي چې لوستونکى د وخت په تېرېدو سره د ادب نقش له ګل او بلبل وباسي او د ژوند د بڼ د زرغونتيا، ښکلا او تر ځمکه لاندې د ونو د پټو رېښو له روغتيا، ناروغۍ، اوبو او خاورې يې خبر کړي.
هر وخت چې په لوستونکي کې د جديت او دادب پر محتوا د پوهېدنې حس را بيدار شي، بې له واسطې مخاطب پيدا کړي، نو ددې حس يوه رېښه د اديب سره تړلې او هغه هم اړ دى چې پر خپل اثر له پنځولو وړاندې او وروسته مسوولانه کره کتنه وکړي او بيايې وړاندې کړي.
هر وخت چې د اديب او لوستونکي سره دا احساس را ژوندى شي، نو دا کار ددې سبب ګرځي چې ادب له پېچلتيا او ګونګتيا څخه را ووځي، وغوړېږي، خپل موثر ټولنيز رول ثابت کړي او ورسره سم په کره کتوونکو کې د کره کتنې عادت و روزي.
بله خبره د ادبي ژبې ده، ادبي ژبه له عادي ژبې توپير لري او عام لوستونکي ورڅخه ډېره اخيستنه نه شي کولى، يا شايد لوستونکي د پوهې له اړخه د بېلابېلو علمي کچو خاوندان وي، نو ايا دلته بايد شاعر يا اديب خپله ژبه ساده کړي او د لوستونکي سويې ته راټيټ شي که لوستونکي بايد خپله پوهه او درک لوړ کړي؟
که چېرته اديب يا شاعر ځان د لوستونکي د سويې سره برابر کړي او له خپلې عالي غوښتنو تېر شي، نو بيا يې ليکنه يو څه فرمايشي کېږي، ده ته د غوښتنې يو قالب جوړېږي چې بايد په هغو کې مزل وکړي او دا کار تخليق ته تاوان رسوي، اديب خپله ژبه او لاره بايلي.
که لوستونکى ورباندې پوه نه شي، دا هم ستونزه ده، خو که هڅه وکړي، اديب پنځونه په بيا بيا وګوري، د هغه د سبکي ځانګړتياوو شريک نور اديبان مطالعه کړي او خپله د پوهاوي کچه ورسره لوړه کړي، نو هغه ته هېڅ تاوان نه لري.
په دې توګه په هغه کې ددې کمال پيدا کېږي چې د ښه او نا ښه يا سم او ناسم ادب توپير وکړي، د کره کتنې يا ژورې کتنې حس يې بيدار شي، پنځونه رد يا ومني چې دا کار اديب لا خپلو پنځونو ته ځير کوي او خپل قلم په مسوولانه ډول چلوي.
د ادب پر وړاندې اديب او لوستونکي دواړه مسووليتونه لري، خو په ټوله کې ويلى شو چې په لوستنه کې د لوستونکي جديت او په پنځونه کې د اديب يا پنځوونکي مسوولانه چند او په مسووليت سره د قلم چلول ددې سبب کېږي چې “ادب د وزګارانو کار” کار ونه بلل شي او ادب مو د ټولنيز بدلون او پرمختګ سبب شي.
پاى
————————————-
په تاند کې د لیکوال ځینې نورې لیکنې:
سپین سترګی، بوطیقا، شاعر څوک دی؟ ، افغاني رسنۍ او نړیوالتوب، د محب هنر، هنر ادبیات…. ،
مینه او غرور، پنځمه برخه، په ادبیاتو او هنر کې….، د ځان غم، ادبیات او تکنالوژي، قضايي لمونځ،
د شعر کرکتر، په موضوع ټاکنه کې د اجمل ښکلي… ، پېغور، د مرغانو بیه، پر ګلونو مین شاعر،
بله ورځ، ارواپوهنیزه….، افسانه او اسطوره، نازک الملایکه…، پټه خبره، د اسطورو مطالعه څه ګټه لري؟، شعریت څه دی؟ ، د شاعرۍ عروج او نزول، محمد اصف غمګین…، په شعر کې د کلمو ټاکنه،
ننی مخاطب او ټولنیزې رسنۍ، د اوبو غوندي روانه شاعري، ادبیات او جادويي ریالیزم، د شعر تحلیل او تجزیه، زما مینه، د ښار ماڼۍ، د شعر فلسفه، وروستی فصل