غه جمله ډېره مشهوره ده او ځینې خبرې چې مشهورې شي، خلکو ته د کاڼي کرښې ښکاره شي، په حقیقت کې یې شک نه ورپیدا کېږي. کله چې د یوې خبرې په سموالي کې شک ونه کړو، معنا یې دا ده چې په پټو سترګو یې منو.
یوه هغه خبره چې زموږ د لیکوالو او ادیبانو په کړیو کې مشهوره شوه او دومره تکرار شوه چې له شکه ووته، همدا د عنوان جمله ده. موږ دا ومنله چې ادب د ټولنې د هیندارې حیثیت لري او له دې خبرې مو په کره کتنو کې استفاده وکړه. هغه آثار مو وستایل چې د ټولنې واقعیتونو ته پکې اشارې شوې وې.
خو که یو شعر یا داستان په دې خاطر ستایو چې د ټولنې عکاسي یې کړې ده، نو دا کار خو راپورتاژ، تاریخ، یونلیک یا نور ژانرونه چې تخییلي نه دي، لا په دقت او امانت سره کوي. که ادب د ټولنې هینداره وي نو تاریخ او اجتماعي علوم د څه لپاره دي؟
دې پوښتنې ته دا ځواب ورکړ شوی دی چې د ټولنې د واقعیتونو په انعکاس کې د اجتماعي پوهنو او ادبیاتو طریقې بېلې دي. ادبیات همدا کار په ښکلي انداز، په غیرمستقیمه ژبه، په تصویري ډول او په حسي او جزوي طریقه کوي خو علم عقل ته مخاطب دی، نه حواسو ته. علم د قواعدو او کلیاتو بیان دی، خو ادبیات د جزییاتو.
په دغه ځواب باندې دوه اعتراضه کېدای شي: یو دا چې ساینس به د کلیاتو او قواعدو بیان وي خو تاریخ داسې نه دی. دا یوه ساینسي قاعده او کلیه ده چې اوبه په سل درجې حرارت کې په بړاس بدلېږي مګر تاریخ هیڅوخت داسې فارمول نه شي راکولای. تاریخ تر ډېره حده د پرله پسې پېښو بیان دی چې ممکن له یو بل سره ژور تړاو ولري یا یې چندان ونه لري. دغه پېښې ممکن یو بل ته ورته وي او ممکن هیڅ ورته نه وي. په یوه ملک کې شاید بېوزلي د خلکو د انقلاب سبب شي او په بل ملک کې به شتمني خلک بغاوت او انقلاب ته وهڅوي. په ایران کې خلکو هغه وخت انقلاب وکړ چې د تېلو بیې تر بل هر وخت زیاتې شوې وې او ایرانیان تر بل هر وخت په ګېډه ماړه وو خو د اکتوبر په انقلاب کې د هغې لوږې لوی لاس و چې د لومړي نړیوال جنګ په وجه پیدا شوې او د روس امپراطوري یې ځبلې وه.
بل اعتراض دا کېدای شي چې که هنر او ادب د ټولنې هینداره وي، نو د هیندارې غوندې یې باید هر شی په اصلي بڼه ښودلای. شاعر دنګه نجلې سروه وبولي او ووايي چې سروه مې په ګودر ولیده. نظامي ګنجوي خپل زوی ته وایي چې د شعر په فن باندې کار مه لره چې دلته لوی دروغ لوی امتیاز بلل کېږي.
په دې کې شک نشته چې ادب تر یوه حده پورې د ټولنې په پيژندلو او معرفي کولو کې پکارېږي، مګر د ټولنې له هیندارې سره که یې تشبیه کوو، دا به مبالغه او ناسمه خبره وي. ادبي آثار که هینداره هم بولو، ماته هینداره یې باید وبولو. ماتې هیندارې تصویر کټ مټ نه منعکسوي بلکې کمی او زیاتی پکې راولي.