تاند، شنبه، د عقرب ۴مه: د ارګ یو شمېر سرچینې وایي، چې ولسمشر غني له ادربایجان څخه هېواد ته له راستنېدو سره سم ادریس زمان، د صلاح الدین رباني پر ځای د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ټاکلی دی.

ادریس زمان تر دې وړاندې د حکمت خلیل کرزي پر ځای د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معین په حیث دنده ترسره کوله.

ارګ وایي، ادریس زمان به د حکومت تر پایه د یاد وزارت سرپرست وي، خو که بیا ولسمشر غني واک ته راځي، نو نوې کابینه به بیا جوړېږي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د ولسي جرګې لخوا سلب صلاحیت شوي، صلاح الدین رباني د دغه وزارت له درې کلنې سرپرستۍ وروسته استعفی ورکړې وه او لامل یې هم تعصب او نامطلوب کاري چاپیریال یاد کړی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *