تاند- ځینې راپورونه وايي چې د افغانستان د حکومت مشرانو د ملګروملتو د امنیت شورا د بندیزونو د کمېټې له ريیس سره په وروستیو کتنو کې غوښتنه کړې چې د ځینو پاکستاني جنرالانو نومونه دې په تور لېست کې شامل کړل شي.
د ملګروملتو د امنیت شورا د بندیزونو د کمېټې ريیس خیریت عمروف په وروستیو ورځو کې په کابل کې له ولسمشر غني او اجرايي ريیس عبدالله سره جلا جلا وکتل.
د دوی له کتنو وروسته په خپرو شویو خبرپاڼو کې دې ادعا ته چې پر پاکستاني جنرالانو دې بندیزونه ولګول شي، اشاره نه وه شوې خو د اجرايي ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي و چې ښاغلي عبدالله د ملګروملتو د امنیت شورا د بندیزونو د کمېټې له ريیس څخه غوښتي چې د طالبانو مشر ملا هیبة الله په تور لیست کې شامل کړي.
ولسمشر غني بیا د تروریستانو د مالي سرچینو په تېره بیا د مخدرو موادو د مخنیوي لپاره د امنیت شورا د همکارۍ غوښتنه وکړه.