تاند، جمعه، د سنبلې ۲۲مه: د امریکا د استازو د جرګې یو غړی ادم شیف د طالبانو لخوا د امریکایانو د په نښه کولو د ګواښ په تړاو ویلي، طالبانو هم په تېرو لسو ورځو کې زرګونه جنګیالي له لاسه ورکړي دي.
ادم شیف له امریکا غږ انګلیسي څانګې سره په مرکه کې ویلي، جګړه د حل لاره نه او اوربند پخپله طالبانو ته هم ګټور دی، ځکه د ده په وینا سوله افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو یوازنۍ لار ده.
ښاغلي شیف د افغان حکومت او طالبانو مذاکرات اړین بللي خو ویلي یې دي چې د دواړو لوریو له خوا د تاوتریخوالي ډېرول به دسولې خبرو ته د ورګرځېدو چانس کم کړي.
ښاغلي شیف د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ټرمپ به افغانستان ته نور سرتېري واستوي؟ ویلي: (( په دې تړاو څه نه شم ویلی، نه پوهېږم، ولسمشر د مسیر د بدلولو زیاته تجربه لري، د هغه په اړه وړاندوینه نه شي کیدای.))
ښاغلي شیف دغه راز ویلي، که څه هم د سولې له پروسې سره د پاکستان د مرستې څخه راضي نه دی، مګر په وینا یې د ګاونډیانو مرسته په افغان سوله کې ډېره مهمه ده.
نوموړي ایران تورن کړی دی چې طالبانو سره د چاودېدونکو توکو په برخه کې مرسته کوي.