په بلجیم کې د بروسلز لوی جومات او اسلامي مرکز

اذان هغه تر ټولو خوږ اواز دی چي موږ یې هره ورځ پنځه ځله اورو او  د بهترین روحاني درمل په توګه ترې  ډاډ حاصلوو.د ا هغه ځانګړنه ده چي الله پاک دخپل محبوب رسول (صلی الله علیه وسلم) په امت لورولې ، په دې سره یې ترقیامته موږ ته په نورو امتیاز اومقام راکړی، او دایې داسي نښانه وګرزوله چي موږ پرې پېژندل کېږو.

اذان دعربي ژبي کلمه ده او پښتو ته هم د حروفو له همهغه  جوړښت سره راغلې ده، کم داسي پښتانه  شته چي بانګ ورته وایي او کله کله په پښتو شعریاکیسه کي هم د تنوع او… په موخه همداسي کارول شوی.

 اذان په لغت کي دیوشي اعلان کولو ته ویل کېږي لکه د الله پاک په دې ارشاد کي چي له مشرکانو څخه د بېزارۍ اعلانولو لپاره  کارول شوی:﴿أَذَانٌ مِّنَ الله وَرَسُولِهِ﴾د الله او دهغه د رسول له لوري اعلان دی….

او په شریعت کي   هغو ټاکلیو شرعي الفاظو ته ویل کېږي چي په معلوم  وخت د لمانځه  لپاره خلک پرې رابلل کېږي.

په دې خبره چي«  لومړی ځل اذان کله وشو؟ » علماء او مؤرخین په نظرو  وېشلي شکاري؛ خو د امام بخاري (رحمه الله) قول چي ډیرو سم بللی دادی چي :لومړی اذان تر هجرت یوکال وروسته په مدینه منوره کي  وشو.

کله چي د اسلام خوږ پیغمبر مدینې منوري ته هجرت وکړ نو ترشپږو میاشتو پوري وخت په دې ولګېدو چي د مسجد لپاره ځمکه واخلي ، مسجد جوړ کړي او په عملي ډول ورکي د جمي لمونځ پیل کړي. کله چي دا کارونه خلاص شول نو دالله له رسول (صلی الله علیه وسلم)او صحابه کرامو سره په دې اړه ژور فکر پیداشو چي څه ډول به له نبوي مسجد څخه لري مېشت صحابه کرام د جمي لمانځه ته را خبروي؟ رایه پیل شوه . چاویل جنډه به پورته کوو، چاویل  په لوړ ځای به اور  بلوو، چاویل په ښکرکي به اواز کوو، نورو ویل چي ناقوس به شرنګوو؛ خو دا ټولي مشورې ځکه د رسول الله مبارک له خوا رد شوې چي له  یهودانو او نورو  سره د مشابهت لانجه یې لرله. وروسته عمر( رضی الله تعالی عنه) مشوره ورکړه چي د جمي پروخت به دا اواز کوو چي : الصلوة جامعة. د رسول الله  مبارک که څه هم دا خبره خوښه شوه خو بیاهم ټول د یوې ښې لاري دموندلو په لټه کي ول.

یوه شپه د رسول الله یو صحابي حضرت عبدالله بن زید بن عبدربه  (رضی الله عنه )پېشلمي مهال خوب ولیدو چي یو چا ډیر ناقوس په شاکړي ، وایي ماورته وویل داماته راکړه. ده راته وویل چي ته یې څه کوې ؟ ماځواب ورکړچي موږ د لمانځه لپاره په اعلان کي کارترې اخلو. هغه راته وویل : د دې لپاره به زه تردې غوره شی ( کلمات )دروښیم او بیایې دا کلمات راته وښوول.  کله چي هغه مبارک له خوبه راویښ شو سمدستي مسجد نبوي ته راغی او په رسول الله ( صلی الله علیه وسلم ) یې زېری وکړ. رسول الله مبارک ډیر خوشحال شو او ویې فرمایل چي: دا حق خوب دی. بیایې عبد الله بن زید ته وفرمایل چي: دا کلمات بلال بن رباح (رضی الله عنه) ته وروښیه او هغه ته یې امر وکړچي : ولاړشه ! او کوم کلمات چي عبدالله  بن زید در ته ښیي هغه په لوړ اواز وایه.

دا ډول خوب حضرت عمر (رضی الله عنه) هم لیدلی و؛ خو بیا ترې هېرشوی وو. کله چي یې د حضرت بلال (رضی الله عنه) اواز واوریدو نو په داسي منډه مسجد نبوي ته راغیچي څادر ورپسي ځړېدو او رسول الله مبارک ته یې وویل: ای د الله رسوله ! زمادي په خدای قسم وي  چي دا ډول خوب ماهم لیدلی وو.  أبو داود (499)، وقال الألباني صحيح.

علماء فرمایي چي : خوب د یوشي لپاره شرعي دلیل نه دی ؛ خو دلته چي د الله رسول خوب ته حق خوب وویل دا یا هغه ته وحیه وه او یا د ده مبارک اجتهاد وو چي دا دواړه شرعي دلائل دي. وروسته بیا قران کریم هم د دې تائید وکړ او فرمایي چي:يَاأَيُّهَاالَّذِينَآمَنُواإِذَانُودِيَلِلصَّلَاةِمِنيَوْمِالْجُمُعَةِفَاسْعَوْاإِلَىذِكْرِاللَّـهِوَذَرُوا لبیع.  اى دایمان خاوندانو! كله چې د جمعې د ورځې د لمانځه لپاره اذان وویلى شي، نو تاسو د الله ذكر ته منډې وهئ او اخيستل خرڅول پرېږدئ.

لومړی اذان ویونکی:

د الله د رسول  ( صلی الله علیه وسلم ) څلور مؤذ نین ول. لومړی: حضرت بلال بن رباح ، دوهم :عبد الله بن أم مكتوم ، درېیم : أبو محذورة او څلورم سعد القرظ( رضي الله عنهم) .لومړي دوه په مدینه منوره کي، درېیم په مکه مکرمه کي او څلورم مبارک په قباء کي مؤذن و. حضرت بلال حبشي (رضی الله عنه ) د اسلام په تاریخ کي ترټولو لومړی اذان ویونکی وو.

د اذان کلمات:

د اذان په کلماتوکي د راوایات حدیثیه د اختلاف په وجه اختلاف شته: امام مالک ( رحمه الله ) وایي چي ۱۷ کلمات دي، امام شافعي ( رحمه الله ) وایي ۱۹ کلمات دي؛ ځکه دوی دواړه ترجیع پکي کوي ، امام ابی یوسف ( رحمه الله ) وایي چي ۱۳ دي او امام اعظم ابو حنیفه ( رحمه الله ) وایي چي ۱۵ کلمات دي.خو اوس مهال په ټوله نړۍ کي د امام ابو حنیفه دمذهب مطابق اذان ویل کېږي. په اذان کي هغه زیادت چي شیعه ګان یې کوي په هیڅ ډول ثابت نه دی او له ځانه جوړ شوی عمل دی.

اذان فرض کفایي دی، یعني :که ځیني خلک یې وکړي دنورو هم غاړه خلاصېږي او که له ټولو پاته شي نو د ټولو غاړي بندي دي. علماء کرام فرمایي چي: که د یوې سیمي خلک په دې اتفاق وکړي چي اذان به نه وايي  نو د وخت امیر باید له دوی سره وجنګېږي.

مؤذن :

په احادیثو کي د اذان ویونکي لپاره ډیر لوی اجرونه بیان شوي ، هغه الله ته رابلونکی بلل شوی لکه الله پاک چي فرمایي:(وَمَنْأَحْسَنُقَوْلاًمِّمَّندَعَاإِلَىالله) دغه رنګه رسول الله مبارک فرمایي چي:اذان کول داسي عمل دی چي په هغه سره د انسان ګناه بښله کېږي او جنت ته دورتلو ذریعه ګرزي. بل ځای فرمایي:  هرهغه شی چي د ده اذان اوري هغه به د ده په باره کي شاهدي ورکوي.

مستحب دا دی چي مؤذن  نیک او دښه غږ ( اواز) لرونکی وي ترڅو اسلام او لمانځه ته دخلکو د تشویق سبب وګرزي .

اذان د اسلام له شعائرو څخه دی:

اذان هغه شی دی چي په یو هیواد یا سیمه کي د مسلمانانو وجود او عدم په ډاګه کوي. په یو ځای کي د اذان نه اورېدل کېدل په دې معنا وي چي دا مسلمانه ټولنه نه ده او دلته مسلمانان نشته. دا چي اذان د مسلمان پیژندني او د اهل اسلام د اتحاد ډاګیزه چیغه ده ؛ ځکه د اسلام دښمنان د لمانځه په بندولو دومره زور نه اچوي څومره چي د  اذان د غږ په خاموشولو ټینګار کوي، او په مساجدو باندي د منارو له جوړولوسره مخالفت دي.

ابن حجر د امام قرطبي( رحمهمالله) په حواله وایي چي: اذان سره له دې چي لنډ توري دي؛ مګر د پاکي  عقيدې ډیر زیات مسائل پکي راټول دي. پیل یې د الله د وجود او کمال په اثبات او اقرارکېږي، بیا په توحید او د شرک په نفی د الله پاک  ستاینه کېږي، ورپسې د حضرت محمد ( صلی الله علیه وسلم ) د رسالت اثبات دی، بیاپه رسالت ترشاهدي ورکولو وروسته خلک یو ځانګړي عبادت ته رابلل کېږي چي دا عبادت یواځي د رسول په واسطه پېژندل کېدای شی، بیا داسي خلاصون ته رابلنه ده چي همېشه به وي او په دې کي خلکوته ترمرګ وروسته د بیاژوندي کېدو پیغام نغښتی دی، وروسته په دوهم ځل بیا د لازیات تاکید لپاره تېر وریاده وي، او بالاخره اذان د اسلام یو شعار ګرزي.

مسلمانانو ته لازمه ده چي په هیڅ یو ځای کي د اذان سپېڅلی اواز  خاموشۍ ته پرېنږدي ، په دې برخه کي غفلت ونکړي او داکم ارزښته ونه ګڼي ترڅو هغه سيمي چي تر اوسه لا د اذان واک له مسلمانانو سره دی د هغو سیمو په برخلیک اخته نشي چي یو وخت یې د اذان چیغه تر ټولو لوړه وه ؛ مګر نن یې د اذان او مسجد اختیار د مسلمانانو د ازلي دښمنانو په لاس کي دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *