تاند، یکشنبه، د میزان ۱۴مه: د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، د روانې اکتوبر میاشتې په ۱۱مه به د اذربایجان په باکو ښار کې د افغاني تولیداتو تر ټولو لوی او لومړنی نندارتون پرانیستل شي.
د دې وزارت ویاند سمیر رسا وايي، د اذربایجان په نندارتون کې به ۴۰ افغان سوداګر په ۵۰ لویو غرفو کې خپل تولیدات او محصولات نندارې ته کېږدي چې له هره اړخه چمتووالی ورته نیول شوی دی.
د سوداګرۍ او صنایعو خونه دا نندارتون د افغاني تولیداتو د بازار موندنې لپاره یو غوره فرصت بولي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې لومړی مرستیال یونس مومند په دې اړه وايي، اذربایجان د افغاني تولیداتو لپاره په سیمه کې تر ټولو غوره او مهم بازار دی: (( په دې نندارتون کې موږ زیاتې برنامې لرو، د توکو د نندارتون تر څنګ به له اذربایجاني چارواکو سره د دوه اړخیزې سوداګرۍ د ودې او صادراتو په تړاو هم لیدنې کتنې لرو.))
دا په داسې حال کې ده چې د ملي احصائیې اداره وايي، افغانستان په تېر ۱۳۹۷ کال کې له اذربایجان څخه یوازې د درې میلیونه ډالرو واردات لرل.