نوې ښوونکې له ځان پیژندلو وروسته له کړکۍ د باندې وکتل. وېې ویل:

له تاسو مې لومړۍ پوښتنه دا ده چې د ناروې طبیعت او هوا ستاسو له نظره څنګه ده ؟
ټولګیوالو په یوه خوله وویل : طبیعیت ېې بې جوړې دی خو بارانونو او ژمي ېې ستړي کړي یو .
خپلي وروځې يي پورته کش کړې څو ګامه ېې واخیستل او په بریښنايي تختې ېې په نارویژي غټ ولیکل :
« ارامي او امنیت »
بیا ېې موږ ته مخ رواړاو او وېې ویل :
دا مهم لغتونه در سره ولیکئ ، بیا ېې زیاته کړه موږ نارویژیان متل لرو چې هوا هیڅکله خرابه نه ده ، خو جامې مو خرابي دي.
لاسونه یې سره وموښل، سر ته یې ټکان ورکړ لکه ویښه شوې چې ويې وویل:

بخښنه غواړم زما خبرې اوږدې شوې اوس تاسو د ځان په هکله راته ووایئ.
موږ په نوبت پیل وکړ.
زه ترانه نومیږم د ازربایجان ،زه اچه نومیږم د ازبکستان ، او زه راسد د چیچنیا ، ایرینا نومیږم روسۍ یم ، او زه …… د افغانستان .
ښوونکې  وویل هو دا هیوادونه یو وخت د روسیې مستعره ول   .
ما ورغبرګه کړه ،
بخښنه غواړم افغانستان مستعمره نه بلکه سویټ یونیون ېې دړې وړې کړ.
ښوونکې موسکه شوه  او وېې وویل هو خو لا هم افغانستان ارامه نه دی….

نازو پسرلۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *