تاند- د ارام ذهن او اوږد عمر د رابطې په اړه د یوسلو شپیتو څیړنو نتایج ښیي چې که بنیادم په ژوند کې خوشبین وي، ارام ذهن ولري او په ژوند کې په خوشحالۍ پسې وګرځي ، نو عمر به یې تر هغو کسانو اوږد وي چې له ژونده خوند نه اخلي او ترینګلی خوی لرٍي.
د شین هوا اژانس له راپور سره سم، دغه نوې مطالعه ښیي چې غمجن او ترینګلی ژوند ممکن تر چاغوالي هم د عمر په کمیدو او د صحت په خرابیدو کې لوی نقش ولري.
د ورین خوی او اوږد عمر تر منځ د رابطې په اړه د څیړنې مشر ډاکتر ایډ ډاینر چې د امریکا په ایلینویس پوهنتون کې د ارواپوهنې استاد دی، وایي چې کله مې مختلف راپورونه ولوستل او د پوهانو په ذریعه ترسره شوې بیلابیلې تجربې مې مطالعه کړې نو دې خبرې حیران کړم چې د ټولو نتیجه یو شان وه او هغه دا چې ترینګلی، عصباني او غمجن ژوند صحت خرابوي او عمر کموي.
د اوږد عمر او خوشحاله روحیې د رابطې په اړه یوه داسې څیړنه هم شته چې تر څلویښت کاله ډیر وخت ورباندې کار شوی دی. په دې څیړنه کې د پوهنتونونو پنځه زره محصلان مطالعه شوي دي. هغو محصلانو چې مړاوې روحیه لرله او په ژوند کې بدبین وو، تر هغو نورو چې خوشحاله او په اصطلاح سرشاره روحیه یې لرله، لنډ عمر وکړ.
د اوږد عمر او ښې روحیې د رابطې په سلسله کې په حیوا ناتو باندې هم څيړنې شوې دي. د حیواناتو په باره کې مطالعو هم ښودلې ده چې وارخطا او ناکرار حالت د هغوی عمر کموي او په ناروغیو یې د مبتلا کیدو امکان ورسره زیاتیږي. ساینسپوهان مثال ورکوي چې که ګڼ چرګان په یوه تنګ ځای مثلا قفس کې ایسار شي نو زړه یې په تنګیږي او ناکراره کیږي او دغه حالت د دوی عمر کموي.
پروفیسر ډاینر وایي چې نن سبا پوهان چاغوالی، سګریټ څکول، نامناسب خواړه او ورزش نه کول، د اوږد عمر او ښه صحت د نشتوالي لوی علتونه ګڼي او ډیر زور یې په همدغو څلورو ټکیو دی خو پکار دا ده چې ترینګلی او غمجن خوی هم باید د سګریټو، د ډیر چاغوالي، د ورزش نه کولو او د مضرو خوراکونو په شان د عمر د کمیدا او د روغتیا د خرابیدا یو لوی عامل وګڼو. پروفیسر ډاینر ټینګار کوي چې : خوشحاله اوسئ، ډیر مه په قهریږئ او روحیه مو تانده او تازه ساتئ چې اوږد عمر وکړئ.