تاند- وروسته له دې چې د ارجنټاین د فوټبال ملي ټیم تېره شپه د ۲۰۱۴ کال د فوټبال اتلولي په جرمني وبایلله، په زرګونو خلک د ارجنټاین په پلازمېنه بوینس آیرس کې واټونو ته راووتل او ګډوډي یې پیل کړه.
ارجنټاین پایلوبه یو پر صفر وبایلله.
د بوینیس آیرس په سان مارتن پارک کې په زرګونو خلک د جرمني په وړاندې د خپل هیواد د ملي ټیم پایلوبه په یوه لوی سکرین کې په ګډه کتله. په هر پاس او هر شوټ یې نارې وهلې او خوښي یې څرګندوله، تر دې چې لوبه دوهم پړاو ته لاړه او په ۱۱۷ دقیقه جرمني لوبغاړي ماریو ګویتز ګول وواهه.
ارجنټاین سره له دې چې د ګولو وهلو ښه چانسونه لرل ونه توانېده د لوبې تر پایه د جرمني ګول جیبران کړي. له همدې کبله ارجنټاین وال په غوسه شول او خپلو ملي شتمنیو ته یې زیان واړاوه.
تر دې مخکې د برازیل خلکو پر جرمني د شرموونکې ماتې له کبله بلواوې کړې وې.
په همدې حال کې تېره شپه جرمنیانو له خوشالیو خوب ونه کړ. په زرګونو جرمنیان کوڅو او واټونو ته راووتل او تر سهاره یې د خپل ټیم د اتلولۍ په ویاړ جشن وکړ.