تاند- په برازیل کې د فوټبال د نړیوال جام په سیالیو کې تېره شپه د ارجنټاین غښتلي ټیم ایران ته په یو ګول ماتې ورکړه.

ایران دفاعي لوبه وکړه او ارجنټایني لوبغاړي لیونیل میسي د مسابقې په وروستیو شېبو کې وتوانېده چې ایران ته ګول ورکړي.

بله مسابقه د جرمني او ګانا ترمنځ وه چې دوه پر دوه مساوي شوه.

او د افریقا د لویې وچې بل ټیم نایجریا بیا له بوسنیا څخه وګټله.
نایجریا بوسنیا ته یوه ګول ورکړ.

نن شپه د کابل په وخت په اته نیمې بجې بلجیم له روسیې سره مخامخ کېږي او د شپې په یوولس نیمې بجې د جنوبي کوریا او الجزایر لوبډلې میدان ته راوځي.

د نن شپې وروستۍ مسابقه د پرتګال او امریکا ترمنځ ده. دا مسابقه د افغانستان په وخت  د شپې په دوه نیمې بجې پیل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *