تاند، سه شنبه ـ د چنګاښ ۲۵مه: د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له روسیې نه د ایس ۴۰۰ توغندیز سیسټم له ور رسېدو وروسته خبر ورکړی چې دا هېواد له مسکو سره په ګډه نويو توغندیو جوړولو باندې کار پیلوي.
اردوغان دا خبرې انقرې ته د روسي ایس ۴۰۰ توغندیز سیسټم د وروستۍ جوپې له ور رسېدو سره سمې کړې دي او زیاته کړې یې ده، موږ دا توغندي د امریکا له شدید مخالفت سره سره اخیستي دي.: (( امریکایانو ډېر مخالفت وکړ، ویل یې چې دا نه شئ اخیستلی، بیا یې ویل چې نه شئ یې هیواد ته رسولی، بیا یې ویل چې دا ښه کار نه دی، نن مو اتم توغندیز سیسټم هم دا دی په خپله خاوره راکوز کړ.))
نوموړي زیاته کړه، له روسیې نه به د دغو دفاعي توغندیو بشپړ نظام تر ۲۰۲۰ کاله پورې خپل هېواد ته راولېږدوي او بیا به ترکیه یوازې د هغو ګوتو په شمېر هیوادونو کې راشي چې تر ټولو خوندي فضايي حدود ولري.
نوموړي دغه راز خبر ورکړی چې له دې وروسته غواړي روسیې سره په ګډه نوي توغندي هم جوړ کړي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا ترکیې ته ګواښ کړی و که له روسیې څخه یې ایس ۴۰۰ دفاعي توغندیز سیسټم واخیست، نو د ناټو د غړي په حیث به سخت بندیزونه پرې ولګوي او ایف ۳۵ الوتکې به هم پر ترکیه ونه پلوري.
خو ترکیې د امریکا دغه فشارونه رد کړل او زیاته یې کړه خپله دفاعي پیاوړتیا زیاتول یې کورنۍ مسئله ده.