تاند: د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردګان ویلي، د مصر پخوانی ولسمشر محمد مرسي به طبیعي مرګ نه دی مړ بلکې نوموړی وژل شوی دی.

اردګان په استانبول کې یوې ټاکنیزې غونډې ته وینا کې وویل، مرسي په محکمه کې شل دقیقې د مرګ او ژوند لوبې سره لاس و ګریوان پروت و، خو مصري چارواکو یې د ژغورلو لپاره هیڅ ونه کړل.

اردګان ګواښ کړی چې نړیوالو قضايي ادارو ته به د مصر د حکومت پر ضد خپل غږ ورسوي او دې لاره کې یې چې هر څه له وسې وشي وبه یې کړي.

د یادونې ده چې محمد مرسي څو ورځې وړاندې محکمې ته راوړل شو او قطر ته د جاسوسۍ په تور یې محاکمه وشوه، خو کله چې قاضي خپله پرېکړه ور اوروله نوموړي ساه ورکړه.

محمد مرسي په ۲۰۱۲ کال د جون په ۳۰مه د مصر ولسمشر شو، خو د ۲۰۱۳ کال د جولای په ۳مه کودتا پرېوشوه او واک د پوځ مشر فتاح السیسي ونیو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *