تیر ماښام په ترکیه کې د شاهنواز تڼي ډوله یوه ناکامه کودتا وشوه، ښه وه بده وه موږ ورسره کار نه لرو، خو له هغه وروسته زموږ ځینو بېچاره فیس بوکیانو له خولې لاس اخیستی دی، د طیب اردوغان، د هغه د مسلمانۍ او د هغه د حکومت په صفتونو نه مړیږي، څوک ورته قهرمان، څوک ورته اتل، څوک ورته د اسلام ساتونکی څوک څه او څوک څه لقبونه ورته کاروي او د هغه د نظام ننګه کوي، خو باید موږ په دې ځان پوهه کړو چې زموږ تر اوسه په خپله په یوه پایڅه کې دواړه پښې بندې دي، د ځان د ښه راتلونکي، د هیوادنیو ګټو او د ځوانانو د روزلو لپاره کار وکړو ځکه چې دا کار موږ او تاسو ته ګوري، بله دا چې ترکیه او اردوغان موږ او تاسو ته په ښه نه راځي، ترکېې او اردوغان واړ عمر زموږ له دوښمن سره زموږ (پښتنو افغانانو) په خرابولو کې مرسته کړې او هغه یې په ټولیزه توګه راته چاغ کړی دی.

په محکوم افغانستان (کوټه، پېښور او قبايلي سيمو کې) له تېرو لسو کالو څخه پنجاب او د پنجاپ د استخباراتي ادارې په پښتنو او بلوڅو کې چاودنې کوي، د بغاوت په تور يې وژني، د ترهګرو په نوم يې قتل عام په کې پيل کړى دى، د اپرېشن په نوم په بربريت يې غيرت شهامت، غرور، افغانيت، مېړانه او هرڅه له خاورو سره ورته خاورې کړل، په سوات کې يې د مېړونو تر مخ پښتنې ښځې وشرمولې، ولي دغه اردوغان ږغ نه پورته کوي؟، ولي دغه اردوغان پټه خوله ناست دى؟، ولې دغه اردوغان ګونګ ناست دى او سيلونه کوي؟. خو چې  په برما کې پنځه کسان ووژل سول او اردوغان یې د مرستې غږ وکړ، نو زموږ بې فرهنګه، ناپوهه او نا سرخلاصو پښتنو ورته د اتل، قهرمان او سپين مسلمان خطابونه کول.

کله چې پاکستان په افغانستان کې د جګړې پيل وکړ او د مجاهد په نوم خلګ يې وروزل او وروسته يې افغانستان ته راولېږل، نو په ازاد افغانستان کې دغه پنجاب پرستو (مجاهدينو) څه و نه کړل؟، تر برما يې زيات ظلمونه او نارواوې وکړې، له هلکانو سره يې ودونه روا کړل او ودونه يې ورسره وکړل،د خپلې خور له لور يې تيان پرې کړل، د خپل ورور په سر کې يې مېخونه ورټکوهل، د خپل کلي خلګ يې په کانټينرونو کې بند کړل او تر لاندې يې اورونه بل کړل، هيواد يې ړنک کړه، د ډيورنډ د منحوسې کرښې د مضبوطۍ له پاره يې کارونه وکړل، هيواد يې په ژبني، قامي، مذهبي او سيمه ييزو تعصباتو کې ښکېل کړ، ولي دغه اردوغان ږغ نه پورته کاوه، ولي دغه اردوغان پټه خوله ناست وو،ولې دغه اردوغان ګونګ ناست وو او سيلونه کول او پاکستان ته یې دا نه ویل: چې له خپلو ناروا کړنو لاس واخله.

په بلوچستان کې د بلوڅو سياسي ځوانان او پېغلې ازادي غواړي، سپېڅلې مبارزه کوي، د پنجاب له ظلم، بربريت او تېري څخه ځان خلاصوي، خو د پنجاب استخباراتي ادارې د دغه بلوڅو کورنيو، پيغلې، ځوانان، مېرمنې، ماشومان او سپين ژيري سړي لومړى له کورونو تښتوي، وژني يي او وروسته يې وراسته سوي (مسخ سوي) مړي په بېلابېلو ځايونو کې غورځول، ولې اردوغان د انسانیت په خاطر څه نه ورته وايي: چې پاکستانه دا کار مه کوه، خو چې په کې یوه کودتاګۍ سوې ده، زموږ د وطن عقلي نابالغه فیس بکیان راغورځیدلي دي او په له غره سره سرجنګوي وايي موږ درسره یو، پلانی دی او ډینګی.


له دې او د لیکوالو په نوم له نورو خپرو شویو لیکنو سره د تاند د دریځ یووالی ضروري نه دی.

4 thoughts on “اردوغان د پښتنو د قاتل يار او د پښتنو اتل/ حبیب الرحمن تاثیر”
  1. سلامونه،
    تاثیر صاب، خبرې دې رشتیا دي.
    تر ټولو مهم ټکي ته دې اشاره نده کړې، د جنګي جنایتکار او د زرهاوو پشتنو او افغانانو قاتل ، د خپل ولينعمت د لارې خڼډ او د افغانستان د م.م. د صلحې پروسې اصلي ګډوډوونکی ؛نوم به ېې نه اخلم ځکه هر ولسي وګړی ېې پیژني ؛او لا اوس هم چې د دولت په ډیره غټه چوکۍ ناست دی مګر له خپل کونتیباشیتوبه لاس نه اخلي او بیګناه سپینګیری، سپینسرې ،ماشومان او تورسرې زوروي، تهدیدوي، ګیلمونه ټولوي، او وژني !! ، هم د همدې خام کله وو له خوا تمویلیږي، مسلح کیږي او پر ضد ېې حتی یوه خبره هم نه کیژي . د اسلام په نوم د اسراییل، روس ، ا.د.ن. سره پټې رابطې ټینګوي او هاغه سپینګیری مشر چې دی ېې پخپله لاروی و، له امریکا غواړي او امریکا له ګاډ نه نور څه غواړي؟ د ۲ مسلمانانو جنګول!.
    دا خو زمونګ ملا عمر خان چجاهد نه دی څې عرب اسامه لپاره ېې وطن او ځان او طالب پرې د ای اس ای پر مټ بربادکړل.
    ”… و من یضلله فلا هادی له…”.

  2. اردغان زموږ نه ډیر لیری دی او همدا اوس هم له افغانستان سره مرسته کوی او په اخلاص یه کوی نو کله چی هغه د مسلمانانو د مرستی اواز اوچتوی دا ډیر ه لویه خبره ده هغه که ددنیا په هر ګوټ کی وی دافغانستان غم زما اوستا کار دی خپله نرشه کار وه کړه او غږ اوچت کړه نه داسی غږ لکه دا منفی تبسیره چی ده لیکلی ده مننه .

  3. د پشتنو د حقوقو د تر لاسه کولو مبارزه پاچا کوله له هغه نه پس ولی خان یو سه کوششونه کول خو اسفندیار ولی او او ایمل پشتونستان د پاچا خان د مبارزاتو خلاف کار کوی دوی له پنجابیانو سخه پیسی او رتبی اخلی او خپل قامپه سیند کی لاهو کوی.
    پاچا خان وصیت وکر چی ما په افغانستان کی خاورو ته وسپاری او د هغه کروسی وایی چی که افغانستان په پاکستان حمله وکره نو زه به له پاکستان سره ودزیژم. دا خبره دیره افسوس نامه خبره ده. دا د بی غیرتی خبره ده دا د یو پشتون خبره نه ده دا د پنجابی د یو نوگر خبره ده. خدای دی ایمل اسفندیار ته د سمی لاری هدایت وکری او خدای دی دده خوله سمو خبرو ته سمه کری.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *