تاند- د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان یو وار بیا د اروپا خلاف څرګندونې وکړې، ویې ویل چې په اروپايي اتحادیه کې د ترکیې د غړیتوب په اړه به پر خپل دریځ بیا کتنه وکړي.

اردوغان دا هم وویل چې اروپا به د هغه څه بیه پرې کړي چې د ترکیې د خلکو پر ضد یې کړي دي.

اردوغان د یکشنبې په ورځ په ازمیر کې د وینا په مهال وویل، د اساسي قانون په اړه د اپریل د شپاړسمې نېټې له ټولپوښتنې وروسته به په اروپايي اتحادیه کې د ترکیې د غړیتوب موضوع له سره وڅېړي.

که د راتلونکې اوونۍ په ټولپوښتنه کې د اردوغان غوښتنې ته مثبته رایه ورکړای شوه، د ده صلاحیتونه به خورا زیات شي.

اردوغان اروپا له ناروغ انسان سره پرتله کړه، دا هغه پېغور دی چې اروپايي مشرانو به په نولسمه پېړۍ کې مخ په زوال عثماني امپراتورۍ ته ورکاوه.

اردوغان، چې د اسلامي عدالت او پرمختګ ګوند له موسسانو څخه دی، په ۲۰۰۳ م کال د ترکیې صدراعظم شو، تر ۲۰۱۴ پوري په دې چوکۍ تر هغو پاتې شو چې ولسمشر غوره شو.

اردوغان غواړي چې د ترکیې پارلماني نظام په ریاستي واړوي او په دې موضوع راتلونکې اوونۍ ټولپوښتنه کېږي.

اردوغان ادعا کوي چې دا کار په ترکیه کې د سیاسي ثبات لپاره ضروري دی.

خو د ده منتقدان، چې اکثره په لوېدیځ کې دي، وايي چې له دې سره به ډېر واک او صلاحیت د یوه کس لاس ته ورشي. دوی دغه راز د ۲۰۱۷ د جولای له ناکامې کودتا وروسته د اپوزیسیون د ځپلو په خاطر پر اردوغان انتقادونه کوي.

له اروپا سره د اردوغان وروستۍ دښمني وروسته له دې پیدا شوه چې د اروپايي اتحادیې ډېرو هیوادونو په خپلو ښارونو کې د ټولپوښتنې په حمایت کې د ترک سیاستوالو د لاریونونو مخه ونیوله.

اردوغان د ازمیر په وینا کې وویل، په اروپا کې مېشت ترکان تر فشار لاندې راوستل کېږي او تحقیرېږي.

ده همداراز وویل«اروپایان به د هغه څه چې یې کړي بیه پرې کړي. که خدای کول، د اروپايي اتحادیې د غړیتوب مسله به د اپریل د شپاړسمې له ټولپوښتنې وروسته بیا مطرح کړو.»

«دوی یوه پېړۍ پخوا ویل چې موږ ناروغان یوو، اوس دوی په خپله ناروغان دي. اروپا د ماتېدو په حال کې ده.»

د ترکیې ولسمشر په خپلو خبرو کې ژمنه وکړه چې له ټولپوښتنې وروسته به په ترکیه کې د اعدام سزا بېرته قانوني کړي.

په دې صورت کې په اروپايي اتحادیې کې د ترکیې غړیتوب په اتومات ډول رد کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *