تاند- د ترکیې ولسمشر اردوغان وايي چې د خپل هیواد په لېسو کې به بیا عربي لیکدود (رسم الخط) دود کړي او د عثماني دورې دا لیکدود به د زده کوونکو لپاره جبري کړي. په عثماني دوره کې ترکي ژبه زموږ د پښتو او درذي په شان په اردو تورو لیکل کېده خو اتاترک د ترکیې ژبې لیکدود لاتیني کړ.

لاتیني ترکانو ته هم ګټه رسولې او هم تاوان. تاوان یې دا ورسولی چې تر کان له خپلو پخوانیو او کلاسیکو ادبیاتو لېري شول خو ګټه یې دا وکړه چې لاتیني لیکدود تر عربي زیات دقیق دی او لیک لوست پکې په اسانه زده کېږي.

د اردوغان سیکولر مخالفان به د ولسمشر دا پټکه ممکن سخت وپاروي.

د اوسنۍ ترکیې موسس مصطفي کمال اتاترک عربي لیکدود په ۱۹۲۸ میلادي کال منع کړ او د هغه پر ځای یې لاتیني لیکدود د ترکي ژبې لپاره غوره کړ.

اتاترک همداراز د ترکي ژبې د سوچه کولو لپاره امر وکړ چې تروسه وسه دې د عربي او یوناني په شمول د پردیو ژبو کلمې له ترکي وایستل شي او د هغو پر ځای دې سوچه ترکي کلمې وکارول شي.

د اردوغان مخالفان وايي چې په ښوونځیو کې د عثماني دورې د ژبې او لیکدود د تدریس په اړه د ولسمشر د پرېکړې هدف دا دی چې د عثماني دورې ژبه او عربي لیکدود احیا شي او دا د سیکولریزم پر ضد یوه هڅه ده.

اردوغان وايي چې باید له خپلو ریښو سره اړیکې پیاوړي کړي ځکه د پخواني لیکدود زده کړه ګټوره ده.

One thought on “اردوغان په ترکیه کې د عربي لیکدود زده کړه جبري کړه”
  1. Salamlar,

    Zi fikir kawm che turkan os berta ghwarry pakhwany khatiez medeniyet ta wawrry, zka la uropayi etehadiye-e na yi khayr va na lidiy! Mager, latiny alfabeth di besivadiy d la meynza wrralo lipara asaneh lyar vah. Wagoro che Ataturkchyan ya Kemalistaan ba tsza reaction washieiy??. Pa menzaniy asia turk-tebaro istanano( turkmenistan;Ozbekistan, Kazakhistan ,Qirghizistan etc…) ki kho Russiey (Greek) alphabet revaj dah???..Ma`luma shi..
    Pa dranisht.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *