تاند، جمعه، د اسد ۴مه: د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د افغان سولې په تړاو د پاکستان لومړي وزیر عمران خان سره ټلیفوني تماس نیولی او د ترکیې د سفر بلنه یې ورکړې ده.
اردوغان د افغان سولې په پروسه کې د پاکستان د رول ستاینه کړې او زیاته کړې یې ده چې پخپله انقره هم د افغانستان د سولې په تړاو د روانو هلو ځلو کلک ملاتړ کوي.
اردګان دغه راز عمران خان سره د پاکستان او ترکیې په دوه اړخیزو اړیکو هم غږېدلی او ورڅخه یې غوښتي چې ترکیې ته یو سفر ور وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني چارواکي تازه امریکا ته په افغان سولې پروسه کې له پراخو ژمنو ورکولو وروسته اسلام اباد ته ستانه شوي دي.
عمران خان ژمنه کړې چې پاکستان ته له ستنېدو وروسته به ولسمشر غني سره خبرې کوي او هڅه به وکړي چې طالبان هم له نږدې وګوري او افغان حکو مت سره یې خبرو ته وهڅوي.
د شنونکو په وینا، طالبان د افغان سولې په پروسه کې د پاکستان خبرې ته کلک غوږ نیسي او د پاکستان له ورکړې اجنډا پرته یو ګام هم نه شي ایښودلای.