ژباړه: احمد شاه پاڅون –
دوو خویندو ناهیدې او روبینې د پنجشنبې په ورځ د یوه بانګ له یوې ځانګړي څانګي څخه د خپلو ۲۸ لکو پاکستانۍ کلدرارو له منځه ۱۷ کله روپۍ و ایستلې او په نامعلوم علت یې د ټولو نوټونو څخه شمیرې په بیاتي (قیچي) غوڅي کړې او د بانګ مخي ته یې اور ورته کړ. په دې وخت کي ځینو کسانو د اور د مړ کولو او د پیسو د سوځلو د علت پوښتنه وکړه چي یوې ښځي توفنګچه ورته سمه کړه او و یې ویل که ورنه لري نسي نو و به یې وژني.
کله چي د بانک د څانګې له مسول څخه د ښځو په اړوند وپوښتل سوه هغه وویل چي دا دواړي خویندې د ۱۰ لکونو راهیسي د دوی مشتریانې دي او تر دې وړاندي یې هم له خپله حسابه پیسې ایستلي دي. هغه وویل د اصولو له مخي د ښځو شهرت او معلومات نسي په ډاګه کولای.
مګر ځینو ویلي چي دا پېښه د بانګ د مسول د بې کفایتۍ له امله را منځ ته سوې، ځکه هغه پرته له کوم اخطاره ښځو ته په یو ځل دومره زیاتي پیسې ورکړي دي.
د سیمي امنیتي مسول مرزا جاید ویلي چي دواړي خویندي دماغي ناروغي لري، (( موږ د کلي له اوسیدونکو څخه و پوښتل، هغوی دواړي لیونیاني دي، تر دې وړاندي هم هغوي د خپل پلار سرمایه په دې ډول له منځه وړې وه، موږ د هغوی په اړه څارنه او پلټنه پیل کړې، موږ بوخت یو چي د پیښي له سیمي شواهد را غونډ کړو. ))
پولیس د ښځو کور ته ورغله مګر ښځي له هغه ځایه تښتېدلي وې. د ښځو عمرونه ۳۰ او ۳۵ ښودل سوي او ویل کیږي چي دواړو تر دا مهاله ودونه ندي کړي.
د څار د میز د معلوماتو پر بنسټ دواړو خویندو له خپل پلار سره د واده پر سر ستونزه لرله، ځکه پلار یې له دې ویريې د هغوی ودونه نه کول چي جایداد به یې تقسیم سي .
د ښځو ورور اظهر ویلي چي دواړي خوندي یې روحي ناروغي لري او د بانک مسولین یې هم پوه کړي وه چي دوی ته دې هیڅ ډول پیسې نه ورکوي د هغوی یو بل ورور ظفر وايي د ښځو په ناروغۍ پوهیدو سر بیره هم د بانک کارکوونکو ډير بې مسلکه او بې مسولیته کار وکړ.
خدای دې نه یوازې پیسې بلکه ټول پنجاب ته اور ورته کړي. مونږ د همدغو تورمخو له لاسه خراب شوو.
د انګریز د پرکټی عکسونه یی سوی ده کوم بد کار خویی نه دی کړی. که ټول پنجاب اور واخلی بیا به هم لږ وی.
دیر شه یی کړی چی پاکستانی روپی یی سوځلی
د مالیی وزارت دا نسی کولای چی د پاکستان دا مرداره پیسه
افغانستان کی د یو جدی امر کولو سره بندی کړی خو پنجابیانو
زموږ افغانی پیسه پخپل وطن کی بنده کړی خدای دی وکړی چی ۱۰ افغانی ۱۰۰۰۰ کالداری ماتی سی
کاشکی دا پاکستانۍ روپۍ افغانانو همداسی سوځلی وای چی نور افغانستان ور څخه خلاص شوی وای