بشر د خپل ژوند په لړ کې بېلابېلې تجربې ترسره کوي، له بېلابېلو پدیدو سره مخ کیږي، ډېر څه لاسته راوړي او له لاسه ورکوي.
موږ ته ښایي چې پدې ټولو شته پدیدو کې ټاکنه وکړو چې کومې يې زموږ لپاره ګټوره ثابتېدای شي او کوم یې د مسخه کېدو وړ دي.
موږ هغه څیزونه اړتیاوې بولو چې هوساینه مو ورپورې تړلې وي او نه شتون یې د ژوند کولو خنډ ګرځي او ځینې اړتیاوې لکه اب حیات د ژوند په هر پړاو کې باید وي.
یوه عالم چې غالباً ابراهام مازلو دی د انسان اړتیاوې په پنځو برخو وېشلې دي
۱- لومړنۍ اړتیاوې لکه اوبه، ډوډۍ او سرپناه
۲- امنیت ته اړتیا
۳- ټولنيزې اړتیاوې لکه مینه، باور، رښتینولي
۴- د نفس احترام او عزت
۵- شهرت ته اړتیا
انساني اړتیاوې د ارزښتونو بنسټ تشکیلوي. یانې موږ هغه څيزونه ارزښت بللی شو چې زموږ اړتیاوې پوره کوي او غوښتنو ته مو مثبت ځواب وايي.
ارزښتونه باید د ژوند لپاره وي نه ژوند د ارزښتونو لپاره.
خو برعکس موږ ژوند د ارزښتونو لپاره کوو.
په ټولنه کې هېڅ دود د شک وړ نه بولو. که مو لږ شک هم وکړ؛ د ټولنې د وګړو لخوا په بېلابېلو نومونو نومول کیږو.
شک د انساني تحول اساس دی، چې پر بنسټ یې د تحول ور پرانیزو.
انسان تل د بدلون په حال کې دی. نوره نړۍ تېز حرکت کوي خو موږ ډېر ورو روان یو.
زموږ د ورو تګ یو لامل دا کېدای شي چې د پلار او نیکه پر پلونو روان یو. خبرې یې مرغلرې او لار یې مقدسه ګڼو. دا ټولو ته څرګنده ده چې زموږ پلرونه او نیکونه د کومې زمانې خلک دي او کوم ارزښتونه یې پالل.
موږ ته ښایي چې د خپل حال د ښه کولو لپاره ماضي تر نظر تېره کړو. کوم اړخونه یې چې موږ سره مرسته کولی شي او مثبت وي هغه به را واخلو او منفي به یې هېر کړو.
د منفي د هېرولو خبره مې ځکه وکړه چې موږ ته خپلې تېرې ټولنې په هر څه پوره او ښې ښکاري ځکه موږ یې مثبتې خواوې یادوو او منفي مو هېرې کړي وي، چې په حقیقت کې نوموړې ټولنه په دې حد کې نه وي.
ارزښتونه هم داسې، چې د وخت په تېرېدو انساني فکر تحول کوي، دا هم تغییر خوري او په یو حال نه پاتیږي.