تیره چارشنبه ورځ د ارزګان ولایت شهید حساس ولسوالی پوري اړوند د سرکۍ په سیمه کې د وسله والو مخالفینو له لوری ۲۰ تنه ملکې وګړي له خپلو موټرو سره یرغمل شوی وه چې نن شنبه ورځ بیرته راخوشي شول.
یاد کسان د دایکندي ولایت د کجران او کیتي ولسوالیو اصلي اوسیدونکې وه او غوښتل يي د ارزګان ولایت شهید حساس ولسوالۍ له لاری مرکز ترینکوټ ته لاړ شي، چې د کجران او شهید حساس د لاری په اوږدو کې د سرکۍ په سیمه کې د وسله والو طالبانو د نام نهاده ولسوال ملا حکمت الله د ډلي له لوری یرغمل شول، یاد کسان تر ۳ ورځو وروسته د ارزګان د سیمه ییزي اداری او ځايي قومي مشرانو په زیار پرته له کوم قید او شرط نه د وسله والو طالبانو له منګولو خلاص او خپلو کورنو ته ستانه شوي.
کجران د دایکندي ولایت پوري اړوند یوه ولسوالۍ ده چې د ارزګان ولایت شهید حساس او د هلمند د بغران ولسوالیو سره ګډي پولي لري چې وخت نا وخته يي وګړي د ژوندانه د ورځنیو اړتیاؤ د پوره کولو په مؤخه شهید حساس او له هغه ځایه د ارزګان نورو سیمو ته تګ راتګ کوي.
دوست محمد نایاب
د ارزګان ولایت ویاند