په هغه غونډه کې چې نن د ارزګان ولایت مقام په دفتر کې د والي الحاج امان الله خان تیموري په مشري جوړه شوي وه د یو لړ بحث او نظریاتو د  تبادلي په نتیجه کې د (انسان تښتونۍ او قاچاق پر وړاندي د مبارزي ولایتي کمیسیون) رسماً تشکیل او عملاً ئي په کار پیل وکړ.

په پیل کې د غونډي ګډونوالو ته پدي اړه د جمهور رئيس ځانګړۍ حکم د ولایت مقام د دفتر رئیس ښاغلۍ فرید احمد فیضي له لوري ابلاغ او د دي کمیسیون ټولو غړو ته د هغوي مکلفیتونه مشخص کړاي شول، چې په دوام ئي د ارزګان والي ښاغلي تیموري د مؤضوع په تړاؤ عمومي رڼا واچوله او په ټولنه کې ئي انسان تښتونه او قاچاق یو غیري انساني عمل او دا کار ئي د بشر د ازادي حق ته بي حرمتي وګڼله، هغه په خپلو خبرو کې د اړونده ادارو رئیسان د جمهور رئیس د ذکر شوي حکم په عملي کولو مکلف او پدي هکله ئي ترینه د جدي مبارزي غوښتنه وکړه.

په غونډه کې د ارزګان ولایت د ملي امنیت رئیس، د عدلي او استناف څارنوالۍ رئیسانو، د امنیه قوماندانۍ، بشري حقونو ولایتي اداري استازو او یو شمیر نورو هم خپل نظرونه شریک کړل.

یاد کمیسیون چې د جمهور رئیس د (۵۲) ګڼه تقنیني فرمان د ۴ مي مادي له مخي کوم چې د ۱۳۸۷ لمریز کال د چنګاښ په ۲۴ مه نیټه نافذ او د همدي کال چنګاښ د میاشتي په ۲۵ مه په (۹۵۲) شمیره په رسمي جریده کې خپور شوي تشکیل شو، دغه کمیسیون ۱۵ تنه غړي لري چې پکې د دولتي ادارو تر څنګ د مدني ټولني او بشري حقونو د ولایتي اداري غړي هم ګډون لري، دغه کمیسیون د خپل کاري پلان له مخي په هرو دریو میاشتو کې یوه ناسته لري چې د خپلو کړنو راپور به په کتبي ډول سره د ولایت مقام ته وړاندي کوي ترڅو ئي د چارو مؤثریت په خپل وخت سره وارزول شي.

دوست محمد نایاب

د ارزګان ولایت مقام ویاند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *